: ( طیارۀ دشمن راسقوط دھید!)

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

الحاج الهام الدین قیام
پاکستان لګیادی د ډیورنډپه لیکه جرکیندي ، کاریی په خلاصیدودی ، افغان حکومت د
موضوع د څیړنی لپاره اوس کوم پلاوی ته دنده ورکړه. پدی تړاومی آن د پاچا ظاھرشاه
د وخت یوه کیسه رایادشوه : وايي چی ھغه وخت د خوست ھوايي حریم ته یوه پاکستانۍ

جنګي الوتکه راننوته ، په ھغه ځای کی میشتوفوځي مسئولینود خپل قوماندان څخه په مخابره کی ھدایت وغوښت ترڅوھغوی الوتکه رانسکوره کړي ، قوماندان موضوع په لیکلي توګه د پنځه ویشتمی فرقی قوماندان ته ورولیږله اود ھدایت غوښتنه یی وکړه ، د
فرقی قوماندان نوموړی پیشنھادد قول اردوقوماندان ته چی په ګردیزکی وو راولیږلو، د قول اردو قوماندان ھغه د دفاع وزارت ته راولیږلو.ترڅوچی د مراتبودا لړۍ پوره کیده څه ناڅه یوه میاشت پری تیره شوی وه چی د دفاع وزارت څخه د خوست فرقی ته داسی
حکم راورسید" طیارۀ دشمن را سقوط داده وبصورت عاجل اطمنان دھید!"و
...و