زما مرکه د وزیر سره

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکونکی: څپاند "بیده
زه ورغلم او د وزیر څخه می د مرکی غوښتنه وکړه ، وزیر ومنله فقط څو دقیقی یی وخت وغوښتی تر څو نوی دریشی او نیکټایی واغوندی او عطر ووهی، وروسته مرکه شروع سول:
خبریال:تاسو وزیر یاست ؟او دکوم وزات؟
ــ سربیره پردی چی وزیر یم رئیس جمهور هم راڅخه بیریږی.خو دوزارت نوم نسم په ډاګه کولای چی کوم ساده او پرهیواد مین می  په نښه نکړی.
خبریال:تاسو څومره تحصیل کړی دی؟
ــ ده پر نیکټایی لاس کش کړ او ویی ویل! وزارت سیاسی پست دی کوم مشخص معیار نلری له بله طرفه امنیتی حالات داسی دی چی دولت او امریکایان راته ضرورت لری نو تحصیل ډیر مهم نه دی  که څه هم ما مدرسه ویلی ده.
خبریال:ستاسو قوت څومره دی ایا ولسی طاقت مو شاته سته؟

ــ په قهقه یی وخندل او ویی ویل : ترڅو امریکایان شتون ولری زما قوت بی سارۍ دی،نوځکه ولسی طاقت ته خاص ضرورت نسته.
خبریال:که امریکایان  پښی سپکی کړی تاسو به څه کوی؟
ــ څومره ساده یی پخوا می څه کول ، بیا هم د مقاومت څلی ته خیژم او په کولاب کی سنګر نیسم .
خبریال:نو تاسی د افغان ولس پرخلاف د بهرنیانو ملګری یاست؟
ــ  ماته وزارت ولس راکړی دی، که بهرنیانو؟ ماته ولس شهرت ، عزت ،او دریشی را کړی ده ،او که بهرنیانو؟ ماته ثروت ولس راکړیدی ،که بهرنیانو؟
خبریال:داسی انګیرنه سته چی تاسو د لوړو زده کړو لرونکو شتون په خپل وزارت کی لازم نه بولی حتی ویل کیږی چی ستاسو یو معین د پرچمیانو ماشینی خوردظابط دی، ایا حقیقت دی؟
ــ   زه وزیر یم نو ایا لازمه ده چی زما په وزارت کی د بل چا د پوهی کچه تر ما لوړه وی  .
خبریال:داسی ویل کیږی چی تاسو په خپل وزارت کی پښتانه  نسی زغملای دا رشتیا ده؟
ــ وزارت  ماته په غنیمت کی رارسیدلی دی. داخو څه دولس میراث ندی چی پرما اعتماد سوی وی ، او پښتنو څخه من ګیله داده چی دوی هم دروسانو سره جنګیدل ،هم د امریکایانو سره جنګیږی ،دوی هیڅ بهرنی دوست په خپل هیواد کی نسی زغملای اوپه خاصه توگه د احمد خان او میرویس یا ایوب ناری سوری وهی نو ځکه زما د عقیدی خلاف دی.هر څوک چی د امریکایانو سره جګړه کوی په حقیقت کی زما دښمن او تروریست دی.  
خبریال.ټول پښتانه خو د امریکایانو سره عملا جګره نه کوی ،نو ته ولی دوی په وزارت کی لازم نه بولۍ؟
ــ دی باریکۍ ته توجه پکار ده ، هغه چی نه جنګیږی ،د هغو خواخوږی دی چی جنګیږی. او یا حد اقل دملی حاکمیت موضوع ورته مهمه ده.
خبریال: دبهرنی عسکرو په شتون کی څه ګټه سته؟
ــ څومره ساده یی ما اوریدلی وه چی خبریال ډیر هوښیار وی خو ته هغسی نه یی. ستا سوال څه حاجت و جواب ته لری . ماته وګوره سوال دی حل دی،دبهرنی عسکرو په شتون کی  وزارت لرم ،قصرونه لرم ،پانګه لرم او بهرنی هیوادونو ته سفرونه کوم .له بله طرفه د ښځو حقوق، چی ماته ډیر مهم دی تامین دی . دا ټوله د بهرنیانو د شتون برکت دی.
خبریال: ایا د ولس خدمت ښه دی او که د بهرنی عسکرو غلامی؟
ــ  هیله می داده چی نور د غلامی کلمه مه یادوه ، ښه به دا وی چی  د بهرنیانو خدمت کول یاد کړی. تر څو زه هم ځان ددی بهیر شریک وګڼم  ، خوزه د همدی خدمت په برکت، سر بیره پردی چی د دریشۍ او عظمت خاوند سوم د یو شتمن متمدن دموکرات په نوم هم یادیږم؟
خبریال: د خلګو د دیموکراتیک ګوند او طالبانو ،چی تر تاسو یی قوی دولت درلود د ثروت هیڅ نښی نه تر سترګو کیږی پداسی حال کی چی تاسو ډیر ژر ثروتمند سواست علت څه دی؟
ــ هغوی ډیر ساده وه ، هغوی ځان هیر کړی ؤ صرف د هیواد او ولس غم یی کاوه ، دوی مشهور متل هیر کړی ؤ چی وای اول ځان پسی جهان.
خبریال:تاسو ولی د یوه بهرنی هیواد صادقه او رښتنۍ خادم نه یاست  ګاهی د روسانو سره پروتوکولونه امضا کوی ګاهی د ایران پیسی تر لاسه کوی او ګاهی د امریکایانو خدمت کوۍ، ایا داډول کړنه ستاسو شخصیت ته تاوان نه رسوی ؟
ــ شخصیت! شخصیت یعنی څه؟ شخصیت خو په پیسو کی دی ،او پیسی  هم د امریکایانو ، ایرانیانو او روسانو سره سته ، هیله می داده چی سوال لنډ کوه چی زما سر په خلاص سی ځکه جمله چی اوږده سی زما څخه یی سر او پای ورکیږی.
خبریال:نو ایا تاته خپله خاوره او ولس اهمیت نلری؟
ــ خاوره خو څه زما په قواله نده او ولس دی هم خپل غم پخپله وخوری ،که سبا امریکایان نه وی ایا دوی به ما حمایت کړی؟ زما خاوره خو هغه ده چی ماته یی ګټه را رسیدلی وی که روسیه وی که ایران اوکه امریکا.
خبریال: نو ایا ولس حق نلری چی ووایی بیګانه حکومت دی؟
ولس غریب دی او د غریب ږغ هیڅوک هم نه اوری.له بله طرفه زه کوم بهرنۍ درته ښکارم ،په داسی حال کی چی حکومت زه یم.
خبریال: یوه بله مهمه خبره داده  چی اقلا یو پوه  ویاند خو انتخاب کړه، ستاسو اوسنی ویاند دومره کم استعداده دی چی هره ورځ په تلویزونو کی بی عزته کیږی خو دی خاندی او خوشحاله وی چی عکس یی په تلویزیون کی ښکاره کیږی.
ــ تاسو هیره کړیده چی وای :مال چی و خاوند ته نه وی ، حرام دی.یا مشت نمونه خروار.
خبریال: ویل کیږی هغه ۱۸ یا ۲۰ جنرالان چی تاسو په دی وروستیو کی مقررکړل د سهمیو پر بنسټ د تنظیمونو تر منځ ویش ؤ ،ایا رشتیا ده؟
ــ دا خو واضح خبره ده چی غنیمت د مجاهدینو تر منځ ویشل کیږی ، د جهاد مهم اصل همدا دی، هغه دۍ تاسی پارلمان ته وګورۍ ، کابینی ته وګورۍ، د ټولو اساس همدا اصل دی.
خبریال : خلګ وای ته جنګ سالار یی او سوله دی نه خوښیږی ایا حقیقت لری؟
ــ تاسو خپله فکر وکړۍ زه په سوله کی څوک وم او څه می درلودل ، پداسی حال کی چی د جګړی په دوام کی زه د ثروت او عزت خاوند سوم، نو زه سوله څه کوم
خبریال: په جګړه کی خو بی ګناه هیوادوال وژل کیږی ،ښځی او ماشومان او سپین ږیری وژل کیږی ، کلی او بانډونه ورانیږی نو ایا تاسو نه خواشینی کیږی؟
ــ څه زما مور،خور، وروراو پلار خو نه وژل کیږی نور کلی او بانډونه زه څه کوم چی ورانیږی ، راسه زما کلۍ و ګوره چی د بهرنیانو له برکته څومره اباد او ښکلۍ سوی دی.
خبریال:تاسو ته چی خاوره او ولس مفهوم نلری نو جهاد مو د څه لپاره کاوه؟
ــ ما  جګړه شروع کړل ترڅو یو څه تر لاسه کړم، بیا خلګو پوه کړم چی همدغه جهاد دی
خبریال:تاسی ټوله ثروت او عزت د امریکایانو څخه تر لاسه کړ؟
ــ نه ، څه می د مخه د خپل موټ او توپک په زور  پیدا کړی وه .
خبریال: دمخه یعنی څه وخت ؟ او څنګه مو پیدا کړل؟
ــ هغه وخت چی نجیب الله سقوط وکړ او موږ کابل ته راننوتلو. او داچی څنګه ، ددولت مال می ټول کورته یووړ ځکه د جهاد مهم اصل غنیمت دی، فوج مو منحل کړ ټانکونه او طیاری مو پر همسایګانو خرڅ کړل ځکه د کمونستانو ساخت وه، سربیره پردی چی بانکونه مو د مجاهدینو په مابین کی وویشل  دورځی مو حکومت کاوه خو دشپی مو خپله خواری کوله.
خبریال:نو دا خو ټوله د ولس هستی وه تاسی څنګه د غنیمت نوم ورکاوه؟
ــ خوله دی سمه خوځوه داسلام څخه تیری مه کوه دا ټول د جهاد غنیمت ؤ او د خواریو نتیجه وه
خبریال: ویل کیږی چی ستاسو د حکومت په وخت کی د خلګو نوامیس امن نه وه .
ــ دومره خو ته هم باید پوه وی چی په یارانه کی بنګړی ماتیږی.
خبریال :ښاغلی وزیره ستاسو د مرکی څخه مننه کوم او لکه څنګه چی می اوریدلی وه تاسو یقینا رشتیا ویونکی یاست.
چی مرکه خلاصه سول انډیوال می وښورولم ، ویل پاڅه چی د سهار لمانځه وخت دی.
لیکونکی: څپاند "بیده"