سلمان خان زندان ته واستول شو

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هند د راجستان ایالت یوې محکمې د بالیوډ نامتو فلمي ستوری سلمان خان په پنځه کال بند محکوم کړی.

رپوټونه وایي چې د محکمې تر پرېکړې وروسته سلمان خان د "جود پور" زندان ته لېږدول شوی.

پر نوموړي تور دی چې په ناقانونه توګه یې د هغو غرڅو ښکار کړی چې نسل یې په ورکېدو دی او په ډېر کم شمېر کې موندل کېږي

.

محکمې همدا رنګه سلمان خان لس زره هندۍ کلدارې جریمه کړی هم دی.

په قضیه کې پر سلمان خان سربېره د هندي سینما یو شمېر نور ستوري لکه سیف علي خان، تبو، سونالي بېندرې او نیلم هم تورن شوي وو، خو محکمې په خپله پرېکړه کې هغوی ته برائت ورکړ.

خو سلمان خان په دې قضیه کې د دوو کمسارو غرڅو پر ښکار تورن شو او زندان ته واستول شو.

څارنوال ټینګار کاوه چې سلمان خان ته باید شپږ کاله د بند سزا ورکړل شي.

خو د سلمان خان مدافع وکیل بیا له محکمې غوښتل چې نوموړي ته له درییو کالو کمه سزا ورکړل شي.

که چېرته نوموړي ته تر درییو کالو کمه سزا اورول شوې وای نو ضمانت یې شونی و او ښایي محکمې زندان ته نه وای لېږلی.

خو د پنځو کالو سزا په دې مانا وه چې دی به خامخا زندان ته ځي.

د شکیل اختر په نامه یوه خبریال ویلي چې د پرېکړې پر وخت د سلمان خان خویندې له هغه سره په محکمه کې موجودې وې.

ویل کېږي چې د پرېکړې پر وخت له محکمې بهر سخت امنیتي تدابیر هم نیول شوي وو.

د غرڅو د ښکار دا پېښه په ۱۹۹۸ کال کې هغه مهال رامخې ته شوه چې سلمان خان له سیف علي خان، تبو، سونالي بېندرې او نیلم سره یو ځای په جود پور کې د یو فلم په شوټنګ بوخت و.

پر سلمان خان تور دی چې هماغلته یې یوه کلي ته نږدې دوه کمسارې غرڅې ښکار کړې وې.

د دې شل کلنې قضیې وروستۍ پرېکړه د تېر مارچ میاشتې پر ۲۸مه نېټه په محکمه کې ثبت شوې وه.