دعبد الوهاب سرتير لنډه پېژندنه

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide= دعبد الوهاب سرتير لنډه پېژندنه}

حبيب الله غمخور
د۲۰۰۸ م کال داگست ۲۳ مه
دپښتوشعر سرتير پياوړۍ شاعر دهغه دچاپ شووشعری ټولگوله مخې درنولوستونکواودده دشعرونو مينه والوته داسي ورپېژنو

عبدالوهاب ((سرتير)) دحاجي عبدلغني زوي ،په خټه موسی زئ کوچي او په ۱۳۲۸ ل کال کښي دننگرهار دسره رود دموسی زيو کلا کې زېږېدلۍ دی
زده کړي ئي دسيد جما ل الدين افغان دښوونې اوروزنې په موسسه کې پاي ته رسولي دي . سرتير صاحب تر ۱۳۵۸ ل کال پوري دحبيبې اواستقلال په ليسو کي دپښتوژبی او ادبياتو ښوونکۍ و. وروسته يې دافغانستان په راډيو ټلويزيون کي په کار پيل وکړ چي هلته دبېلابېلو خپرونوليکونکۍ ،ويونکی اوچلوونکی وو.
له ۱۳۴۳ ل کال راهيسې يې دهيواد په مطبوعاتوکې شعرونه خپرېږي .يو زيات شمير شعرونه ئي دافغا نستان دپښتو ژبو سندرغاړو لخوا دموسيقی په څپوکي کمپوز اوپه سندرو کې ويل شوی دي .
عبدالوهاب سرتير له ۱۹۹۳ م کال راهسې په جرمني کي دخپلې کورنۍ سره يوځاي دپردېسۍ ژوند تيروي .
غواړم په خوښي سره يادونه وکړم کله چي په ۲۰۰۰م کال کښي دسويډن دمالمو په ښا رکښي دافغانستان دآدب اوسياست دځلانده اونه هېرېدونکی ستوري ارواښاد گل پاچا الفت دادبي ،فرهنگی ،سياسي اوملي چوپړ ددرناوي په يادغونډه جوړېدل ،دنه شناخت په دنيا کښي ماښاغلي سرتير صاحب ته په دي غونډه کي دگډون بلنه ورکړه ،سرتير صاحب دهغه احترام اودرناوي له مخې چي گل پاچاالفت صاحب ته ئې درلود اودمالمو دافغانانودلېدو مينه وال وو دابلنه په ورينه ټنده ومنل اوتشريف ئي راوړ . پدې غونډه کې دافغانستان وتلو شاعرانو،ليکوالو، سياستوالو،تاريخ پوهانواواديبانولکه ارواښاد بڅرکۍ ،ډاکتر اکرم عثمان ،کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني ،عبدالباري جهاني اويوزيات شمر نورو پوهانو اوپه اروپاکي دفرهنگی ټولنومشرانو گډون درلود . پدې علمي اوفرهنگی غونډه اوځانگړې مشاعره کښي موږ وليدل چي دغونډي دگډون کوونکو په منځ کي سرتير صاحب څومره دروند اودقدر وړ ځاي لري .
عبد الوهاب سرتير په اروپاکښي دفرهنگی ټولنوپه ابتکارجوړو شوو زيات شمير ادبی اوفرهنگی غونډوکي فعاله برخه اخيستې اوددې غونډو دروند مېلمه وو.
دعبدالوهاب سرتير سره په مخامخ خبروکي له افغانستان اوافغانانوسره دهغه کوچيانۍ اوسپېڅلې مينه له ورايه ښکاري . دنوموړي سرکښ شاعر دشعری ټولگو له لوستلو څخه دشعر په ژبه دعبدالوهاب د((پښتو شعر سرتير )) دکليمې مفهوم له ورايه څرگندېږي . هغه په خپلو ښکلواوله ملي احساساتو نه ډکو شعرونو سره د انسانيت ،بشري عاطفې اوترټولووړاندي له مور يعني وطن سره دهر افغان دميني تنده ماتوي .
تر اوسه دښاغلي عبدالوهاب سرتير دشعرونوڅومجموعې چاپ شوي دي لکه :
۱ . څيري گرېوان
۲ .دکوثر جام
۳.دڅپوژبه
۴.سوی ډاگ
۵. چينه
۶. سمندر
درنو لوستونکو!
دروان ۲۰۰۸ م کال دسپتمبر له ۱۷ نه تر ۲۱ مې پوري دمالمو په ښارکي دسويډن ددولتي اوفرهنگی اداروپه نوښت دايوروپين سوشل فورم ((European Social Forum )) په نوم يونړيوال علمي اوآدبي سمپوزيوم جوړېږي ،چي دې فورم ته دعلم اوفرهنگ په مختلفو څانگوکښي دنړۍ دمختلفو هيوادونه پوهانو ،اديبانو، شاعرانو،تابلوجوړونکو ،رسامانو اونوروته بلنه ورکړه شوېده . له نېکه مرغه پدې ايوروپين سوشل فوروم يا ټولنيزعلمي اوفرهنگی سمپوزيوم کي دگډون لپاره په بهرکې ميشتوافغانانو دهيواديوه وتلې فرهنگی څېرې اوپياوړي شاعري اغلي نجبې سارابياباني، دبې بي سي راډيودتکړه وياندي ،ځواني ژورنالستي اغلي نجيبې ليمې،دافغانستان مشهورتاريخ پوه کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني اودپښتو شعر سرتير پياوړي شاعر اوفرهنگی شخصيت عبدالوهاب سرتيرصاحب ته رسمی بلنه ورکړه شوېده .
هېره دي نه وي کله چي زما سره دهمدې موقع نه په استفادې سره دسرتير صاحب دآدبي چوپړ اودهغه دشپېتم پسرلی درارسېدوپه وياړ ديوې درنې آدبي غونډي دجوړېدوفکر راپيدا شو،ددې ترمخه چي زموږ دټولنې مشرتابه جرگې ته دداسي يوې غونډي دجوړېدووړانديز وکړم داخبره مي ماته دډير گران اودافغانستان په کچه دپېژندل شوی ژورناليست ،ليکوال ،ژباړونکي اودبې بي سي راډيودخبري اوځيني نوروپښتو پروگرامونودويونکی اوجوړونکي ډاکتر داود جنبش صاحب ته ټليفون وکړ اوخپل نظر مي ورسره شريک کړ ، هغه داوړانديز ډير ښه استقبال کړ؛ نوماورته وويل راسه چي اوس ئي دغونډي پر لنډ نامه خبري وکړو. دغونډي لنډ نوم به څه وي ؟ هغه راته وويل سرتير صاحب ټوله نړۍ پېژني (( دپښتو شعر سرتير)) نوم ورباندي کښېږده .دا ډير پر ځاي وړانديز ؤ اوپه رښتيا سره په همدغه يوه کليمه کښي دسرتير صاحب معرفي کېداي شي . نو دمننې په څرگندولو سره مي ورته وويل : جنبش صاحب دنښي مينځ دي وويشت ډير پر ځاي نوم دي ورته انتخاب کړ زما هم درسره خوښه ده . پدې اساس دپياوړي شاعر عبدالوهاب سرتيردشپېتم پسرلي درارسېدو په وياړ دآدبي غونډې نوم د((پښتو شعر سرتير)) درناوۍ وټاکل شو.
تر هغه وروسته مي دامسله دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکز له مشرتابه جرگې سره شريکه کړه ،هغوي په زياته خوښۍ استقبال اودنده ئي راوسپارل چي دسرتير صاحب سره دتليفوني خبروپه مټ هغه زموږ دټولنې پدې پرېکړه خبرکړم .
کله چي مي سرتير صاحب ته تليفون وکړدسلام اودرناوي وړاندي کولو وروسته مي له هغه سره زموږ دټولنې پرېکړه شريکه کړه ،خو هغه لکه چې ئي تخلص دي په رښتياهمداسي پاک اوسپېڅلۍ شخصيت اوسرتير دی، زماوړانديز ئي سمدلاسه را رد کړ اوراته ئې ويل : غمخور صاحب موږ دومره ستر علمي اوادبي شخصيتونه لروکه هره ورځ ديوه ددرنښت اوياد په وياړغونډه جوړه کړو داسلسله به کلنو نه دوام ولري ، بهتره داده دهغوي درناوی وشي اوځوان نسل ته د هغوي دورپېژندلولپاره درنې غوندي اوعلمي سمنارونه جوړي کړی ،ماڅه کړې چي زمادتشويق لپارتاسو غونډه جوړوۍ ،ما په خپل ټول ژوند کښي دزېږېدوورځ نده لمانځلې ،دايوڅو گوډاومات شعرونه پدې نه ارزي چي تاسو زماپه وياړ غونډه ونيسۍ . خوماډير دلايل ورسره وويل اودامي ورپه گوته کړه چي داپرېکړه زموږ ټولنې مشرتابه دمالموميشتوافغانانواوپه کل کښي دټولو افغانانو په استازيتوب کړېده ،تاسو لکه زموږ دهيوادبل هر علمي او آدبي شخصيت پر ټولو افغانانوحق لری ،له نېکه مرغه اوس په ټوله نړۍ کښي افغانان دغه ټکي ته متوجه شوئ دي چي دخپلو وياړلو څېږو اوشخصيتونو درناوۍ ددوي په ژوند کښي وکړي،زه هغه دټولنې دمشرتابه پرېکړه نشم ماتولاي اونه ئې دماتېدوصلاحيت لرم .
پسله نږدې يوساعت تليفوني جنجال اواستدلال څخه ممکن پدې پوهېدلی وي چي موږ تردغه کارنه تېريږ و، نوئې په ناخوښۍ سره دهوکړي سره راته وښوراوه اوراته وئي ويل ،زه څه وکړم تاسودمالمو خلک ډير زوروياست اودبلې خوامو زه بېله دېنه هم مېلمه يم نوځکه به ئې نورنه درسره څېړم .
که رښتيا ووايم زه دهغه په موافقه له اندازې زيات خوشحاله شوم اوپدې يوځل بيا باوري شوم چي دا څومره لوړ شخصيت دی .زما اوبې شمېره افغانانو په اند عبدالوهاب سرتير هغه فرهنگی او آدبی څېر ه اوپياوړی شاعر دی چي نازول اودرناوۍ ئي دټولو افغانانو ملي دنده شمېرل کيږي .
درنوفرهنگيانواوفرهنگپالو!
دغونډي دجوړېدو په اړه موږ پخوا يوه لنډه خبرتيا دانترنت ويب پاڼو په مرسته خپره کړېده،يوځل بيا ټولو فرهنگيانو اوفرهنگپالو ته بلنه ورکوو چي پدې غونډه کي دگډون په اړه زموږ سره دتليفون اويابرېښنا ليک په مټ تماس ونيسي . همدا ډول دليکوالو اوآديبانو څخه غوښتنه کوو چي دعبدالوهاب سرتير دشعري او آدبي چوپړ ددرناوي او ارزونې په اړوند خپلې ليکنې اومطالب موږ ته راولېږي اوپه خپل گډون سره زموږ دا آدبي غونډه نوره هم درنه کړي .
داړيکو لپاره :
تليفون : ۵۶۹ ۵۱۱ ۷۳۶ ( ۰ )۰۰۰۴۶ 0046(0)736 511 569 -
برېښناپته : دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ. يا دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.

……………….
دسرتير صاحب دشعر څو نمونې :

{slide= پښتو}{/slide}
وايي اغيار چي د غضب ژبه ده
ګرانه پښتو چي د ادب ژبه ده
ماته د امن ملايکه ښکاري
د انساني غوره مذهب ژبه ده
اوس يي بلبلي په باغو کي وايي
د ترنم او د طرب ژبه ده
پخوا د پوهي په نصاب کي نه وه
نن د پوهني او مکتب ژبه ده
ددې هيواد د تاريخي وګړو
د لوی ټبر او لوی نصب ژبه ده
اغيار دي ښه پوه شي چي مرګ نه لري
دا د غرغښت دا د شنسب ژبه ده
زه يي د ټولو ژبو مور ګڼمه
هم د عجم هم د عرب ژبه ده
پښتو غيرت ، خدای غيرتي سرتېره
په دې دليل واية د رب ژبه ده
........................................................................................................
{slide= يوجهان – يو انسان}{/slide}
زه دنړۍ يم
نړۍ زماده . . .
زه ئې مجنون يم – دامي ليلاده
دنړۍ خلک . . .
زماټول وروڼه دي
ښځی مي ميندې – مشران پلرونه دي
همدغه خلک . . .
زما وجود جوړوي
دوي دي چه زه يم – دوي زما وجود جوړوي
فارغ جهان غواړم
له مصيبته . . .
ژوند دانسان مصؤن –له هر آفته
زموږ داښکلې نړۍ
پاکه اوښکلې ښه ده
دجنگ له دوړونه ئې – لمن څنډلې ښه ده
په نومونه وېشم ځان
زه يو ارمان لرمه
چي يوانسان يمه زه – اويوجهان لرمه
ځمکه مي تخت ده
آسمان بړستنه
ځکه ئې فرض گڼم – په ځانه پالنه
ولي؟ ځکه چي زه دنړۍ يم
نړۍ زما ده
زه ئي مجنون يم
دامي ليلا ده
.........................................
مينه
مينه انس دی ،انس انسان دی
چي اساس ددې جهان دي
دنړۍ دپايښت نوم دی
اوکه نه دا جهان وران دي
............................................
{slide=يوه څېره ټوله دنيا؟!}{/slide}
ستا توري سترگي چي اشنا گورمه
زه پکي توره افريقا گورمه
خانده په سرو شوډو زما لوري ته
سره پکي خپله ايشيا گورمه
ماته گډېږ ه ښوروه څڼي دي
ستا په گډا کي اروپا گورمه
د اداگانوپه څپوکي دي زه
له نازه ډکه امريکا گورمه
په کبر مه اړوه څڼې شاته
چي پکي ښکلې آستراليا گورمه
سړېږه مه چي په سړښت کي دي زه
کنگل کنگل انترکتيکا گورمه
څومره نېکمرغه يم سرتير ملگرو
يوه څېره ټوله دنيا گورمه
..........................
کرکه

{slide=کرکه}{/slide}
چي ترڅو انسان له يوبل کوي کرکه
په لمبو کي به دشخړو سوځي ځمکه
غوړولې به ماتم خپله لمن وي
نيکمرغی به وي دتل لپاره ورکه
...........................................

{slide=غوبل}{/slide}
کيږي روان دي پر هيواد دافغانانو غوبل
يادپردويا دپردودمزدورانوغوبل
دچاتوييږي ويني سرې دچاله سترگو څاڅي
نه لري پاي په دې ملت دقاتلانوغوبل
په کنډورنډو اوبې شميره يتيمانوباندي
داسي ورځ نشته چي ونه شي دوحشيانوغوبل
يو خوا داور بلې لمبې بل خواباران نه اوري
لوږه اواور کوي په ژوند دمظلومانو غوبل
دبېوسۍ داوسېليو په طوفان کي ورک يم
چي په ازاد ملت مي گورم دمريانو غوبل
زموږ يواځي په داخل کي ورځه توره نه ده
په مهاجرو جوړې کړي بهرنيانو غوبل
سپېنوجاموکي دابليس دورونولوټ اوتالان
له ټولوهېرکړ دانگريزاودروسانو غوبل
څنگه به هير شي دتاريخ څنگه به هير شي دخلکو
په ښايسته ښکلي کابل دټوپکيانو ير غل
زماسرتير قلم يې شرم له ليکلو کوي
هغه چي کړئ په وطن دغو لېوانو غوبل
........................................
{slide=جنت}{/slide}
لوي شوم دباد اودباران غېږه کي
دزلزلواودتوفان غېږه کي
زمادغرونودهيبت سندره
اورېدل کيږي دآسمان غېږه کي
دخپل اوچت پامير له څوکونه مي
گورمه ځان دکهکشان غېږه کي
آرام په خاوره دوطن شي راياد
چي کله نيسم خپل افغان غېږه کي
وطنه ! تل دې غوړېدلی غواړم
دخپلو هيلو او آرمان غېږه کي
که دنړۍ په سرجنت وي چېرته
وي به دگران افغانستان غېږه کي
................................................
{/slide}
{slide=تاريخ شاهد دی}


زموږ ډبروله ټانکونونه نفس اخيستی
په بوسۍ کي موله ډيرو ځنې وس اخيستی

چا چي زموږ پر لمنه باندي اور بل کړی
په خپله سوئ دی او اوريې لکه خس اخيستی

خيال يې په سرکې لکه بم دبادارۍ چاودلی
چي هر غاصب زموږ په خاوره دی هوس اخيستی

پر موږ چي هر سړي تېرۍ کړی تاريخ شاهد دی
موږ انتقام ورنه يوڅه چي يوپه لس اخستی

بيا لکه شپې چي را رونې دازمون وي پر موږ
چې زشاعرۍ زماسرتير رنگ دجرس اخيستی{/slide}