صبور ځلاند

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide= پوښتنه}هر چا راته ویلی چه د معینو به څه حال وی
ما ویلی ‌ژوند یی ښه وی چه په منځ کی وفاوی
عاشق د معشوقی وی که یی مینه په رښتیا وی
ډیر ښکلی ښه خندانه او صبا یی بیا رڼا وی
ما مینه کړی نه وه زه د مینی خبر نه وم
د مینی ،مینی والو چه د حال خبر نه وم
په ژوند یی خبر نه وم په روزګار یی خبر نه وم
خبر پدی خبر وم چه معین د خپل د لبر وم
س ص وای چه مه کړی د معینو ډیر بد حال وی
ټول عمر کړیدلی او ژوندن یی په جنجال وی
نه چا سره یی کار وی نه د چا په کار یی کاروی
په خپله لار راوان وی بی منزله لاره وان وی

{/slide}{slide= موډرن پښتون} 

کلونو د ا مثال دی وای مړی نه خندیږی
خنداسره د مړی چه کفن یی شکول کیږی
دا قام د پښتنو چه دی مثال سره جوړیږی
یو ځل چه دی آزاد شی بیا خپل ځان ترینه ورکیږی
راغلی اروپا او امریکا کی چه اوسیږی
پلارونو او نیکونو دا دستور چه تری هیریږی
زلمیان خو پر ځای پریږده جینکو خوښه چلیږی
د ژوند په معاملو کی د غربیانو په شان کیږی
پلار مور نه پدی کار کی هیڅ پوښتنه خو نه کیږی
هم هغه څه خو کیړی څه چه دوی ته ښه ښکاریږی
س ص سره چه داسی پښتانه دلته اوسیږی
په ژبه پښتو وای په معنی یی نه پوهیږی
د ژبی په ویلو خو هیڅ کس نه پښتون کیږی

{/slide}{slide=فرق}

راغلی وم په ‌‌ډک زړګی د مینی دی دنیا ته
هغی ښکلی دنیا ته د رنګونو رنګینه ته
ډیر ښه یی مثالون دی ډیر ښکلی یی قیصی دی
اوچت یی بلډنګونه دی پراخه یی کوڅی دی
دلته انسانیت ښایی انسان انسان پرسته دی
یو بل ته خو غله ندی په زړونو کی صادقه دی
انسان خوپرځای پریږده چه حیوان نبات طلبه دی
مونږه حیوان څه کړی چه انسان سره نفرت لرو
بیا د انسانانو کی هر شانتی چه مونږ فرق لرو
کوم چه په مخ لاړشی د هغه سره دا قصد لرو
پښی پری غوسوه چه د هغه نه مخکی تګ لرو
نه مینه محبت لرو نه زړه کی شفقت لرو
تش په چه نامه سره د دروغو دا صحبت لرو
بس کړه ای صبوره مونږه دغه شان عادت لرو

{/slide}