ګلمانشاه ودير

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=غلام وختونه}

دهېواددخپلواکۍ دورځې په ياد 

رانه خپه نه شې اشنا،غلام وختونه دي دا
خاورې به واړوم په تا،غلام وختونه دي دا
پرون ګومل ماښام هلمندسهارواخان کې مرمه
له مرګ مې خونداخلي دونيا،غلام وختونه دي دا
موږدپاچادسرساتلو ته اغيار نيولی
پوښتنه مه کوه بلا غلام وختونه  دي دا
دغه ماشوم دغه تورسرې دابزګراودهقان
دشپې په بم ويشتلي چا ،غلام وختونه دي دا
واسکټ په تن لونګۍپرسر داخړڅادری جانان
پروت په بګرام کې بې ګناه، غلام وختونه دي دا
موږ دلندن مسکو ماڼۍ پرون نسکورې کړلې
په تېښته سر ده امريکا غلام وختونه دي دا
دلته خوواک اختيارقانون اشنا دبل چلېږي
هسې په نوم لروپاچا غلام وختونه دي دا

{/slide}