انجينيرهمت الله امين زی

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide= غزل}
راځي راټول شئ، سره جوړشئ
راځي راټول شئ، سره جوړشئ،دښمني پرېږدئ سره کورشي
ټوپکې کېږدئ،دورورۍ ورکړئ لاسونه
کابل ته مه لېږئ بمونه

په دښمنۍ هيڅ نه جوړېږي،داخپل وطن موپرې ورانېږي
نفاق دې ورک شي يوله بل موبيلوينه
نورورته مه لېږئ بمونه

راځي په خپلوکې سلاشئ دښمني پرېږدئ اوپخلاشي
غېږې کړي خلاصې يودبل مچ کړي مخونه
کابل ته مه لېږئ بمونه

ټول مودوستان پرې خفه کېږي، په مردکونه خوشحالېږي
نورپه وطن کې دباروتوپه ځاي وشيندئ ګلونه
نورورته مه لېږئ بمونه

داموميراث دپلارنيکودئ،هم موستروياړدتاريخودى
دڅه لپاره ورانوي خپل تاريخونه
کابل ته مه لېږئ بمونه

کابل دى کوردعالمانو،هم دمظلومويتيمانو
پکې اوسېږي دهيوادواړه قومونه
نورورته مه لېږئ بمونه

په سرزوري نه پوره کېږي، له خودخواهۍ څه نه جوړېږي
ځان ځانې پرېږدي په اولس وکړي فکرونه
کابل ته مه لېږئ بمونه

اوس کابل جان ټول په ژړاده،ورځينې جوړه کربلاده
زړه يې زخمي ده ترېنه کېږي هجرتونه
نورورته مه لېږئ بمونه

راځي راټول شي سره جوړشي، لږدزخمي زړه په ټکورشي
کينې مولرې کړي په صدق وکړئ لفظونه
کابل ته مه لېږئ بمونه

په سوله ټول خوشحاله کېږي،امين زى کورموودانېږي
په جنګ جګړوموخپل دوستان له منځه ځينه
نورورته مه لېږي بمونه

کابل ته مه لېږي بمونه

{/slide}{slide= غزل}

داځه يم لېونى اوکه مې کـړه لېوني ښــکاري

په ورځ نارام په شپه بېدارهرڅه لېوني ښکاري

زماپه خوارکي زړګي کې دې وام څله ځاله کړې

که همداسې دې خمارخمارکاته لېوني ښکاري

مې هره ګړۍ ياده يې مې بل ځاى بل څه نشته

چې ښه کوي که څه کوي ستاښه لېوني ښکاري

هاتېره ورځ مې ځان سره دلاس ګوتې شمېرلې

پنځه شـولې پنځـه واړه پنځـه لېــوني ښـکاري

غمـونه راسـره دې آشناټـول مـې مېـلمانـه وي

داڅه ډول ژوندون دى داټول شته لېونـي ښکاري

بس نورمــې دنــظر په کـــتو مه شهيــدوه چې

داڅه شانې په لاره ځي ستاتله لـېوني ښکـاري

چې ځانه سره سوچ کوم مې زړه مسافرشـوي

نه هاراسره شته دى زړه مازغه لېوني ښکـاري

غصه شوه راته ويل يې اميــن زيــــه داڅه وايې

نن ښه نه يې که څنګه نن دې کړه لېوني ښکاري

 

همداشعرپه غږ اوتصويركې په لاندې لينك كې  وګورۍ

{/slide}