محمدولی «حیران، کامه وال»

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=دواده شپه}
هسی دژوند یوه شیبه شی تیره
د واده شپه ډیره خوږه شی تیره

دا نوی ژوند نوی حالات چی ګوری
داټوله شپه یوه ثانیه شی تیره

نازک خیالونه په نازکه ادا
شو رابرسیر یوه قصه شی تیره

چی سور سالو یی کړه راپورته کله
دسپوږمۍ مخ یوه لمبه شی تیره

بیا چی دی یار درته کتل نه کوی
دغه لحظه لږ څه ترخه شی تیره

په پستو شونډوچی مسکۍ غوندی شی
یو څو حرفونه زمزمه شی تیره

کله هیریږی ډیر دقدر شپه ده
لکه یو خیال یوه ټپه شی تیره

خدای دی دلبر راته خوشحاله لری
چی می دژوند ښه ګذاره شی تیره

دژوندون رازپه دغه شپه کی پروت دی
غواړم سوکاله اینده شی تیره

ډیر ښه راغلاست ورته دزړه له تله
څومره خوږه خوږه جرګه شی تیره

زما(حیران)نه چی ګیله ونکړی
دحیران یو ساعت وی غصه شی تیره

{/slide}{slide=نظم}
ستا د سپین مخ په کتومی ارام راغی
یارچی زلفی راخوری کړی ماښام راغی

په نشه د پاکی مینی بی هوش ګرځم
چی لیده می د دلبر وشی جام راغی

یارمی یو خندا ډالۍ که راته راکړی
په ډیر فخر به دا وایم انعام راغی

هسکه ونه تور زلفان او سپین یی مخ وو
پاکه خدایه په دی دم می اقدام راغی

د یار مینی تهمتی په چم ګاونډ کړم
څنګه وکړم نه صبریږی الزام راغی

د رقیب د لاسه دومره په ازار یم
چی می خولی ته نورد شرشور کلام راغی

زه (حیران)چی حیران ګرځم حیران نه ووم
چی حیران شومه د مینی پیغام راغی
محمدولی حیران کامه وال له تهران څخه

{/slide}{slide=غزل}
دا خو منمه چی انسان ښکلی دی
چی می خوښ کړی په ایمان ښکلی دی
جانانه تا سره فیشن خوند کو ی
زما شلیدلی ګر یوان ښکلی دی
یا به زما په سترګو ښه لګیږی
یا خو په ټولو کی جانان ښکلی دی
ز ما د زړه په و چه للمه اشنا
ستا د رڼو اوښکو باران ښکلی دی
دومره ښایسته زما په سترګو لګی
لکه په ستورو چی اسمان ښکلی دی
زه د خپل یار په مینه سر ور کوم
دده په وړاندی می وجدان ښکلی دی
ما ځان لید لی په ایئنه کی یار ه
داستا نظر دی چی (حیران)ښکلی دی
استاد محمدولی حیران کامه وال له تهرانه

{/slide}{slide=پښتو وایه}
په پردی ژبه مه غږیږه راته پښتو ووایه
پخپله ژبه مه شرمیږه راته پښتو ووایه
تا سره خپلی مور په دی ژبه خبری کړی
دخپلی موره وه شرمیږه راته پښتو ووایه
پردی زده کړه خپله مه هیروه سوال کومه
خیر دی پدی مه خفه کیږه راته پښتو ووایه
هرملت ګوره چی خدمت دخپلی ژبی کوی
قام شه د پرخی اوو ریږه راته پښتو ووایه
څومره ښایسته وی چی دخپل قام ترقي غواړڅوک
ته هم پښتونه وهڅیږه راته پښتو ووا یه
زما خوږه پښتو چی چیری اشناهیره نکړی
ګله همداسی ښه ښکاریږی راته پښتو ووایه
ښکلی جانانه پدی سپینه او خوږه خولګی دی
یو څو حرفونه وګړیږه راته پښتو وو ایه
په بله ژبه راته بای او ویلکم مه کو ه
(ولی حیران )وایی ورکیږه راته پښتو ووایه

{/slide}