زیب منتظرمسید

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=ځواب راکړه}
یاخواشناصفا دمینې نه ځواب راکړه
یامې درخپل کړه په سینه دې ځای دخواب راکړه
ناصحه نوریم ستړی شوی ستا له ډیرې وینا
چې مینه عشق ګڼي رواهغه کتاب راکړه
چې تداوي مې پردړزه [سروي پنځري] وکړم
راله درمل دې دپستو،سروشونډو ناب راکړه
نن به دهجر په [ميندار]کې سره تش کړوزړونه
مطربه ته واخله منګی ماته رباب راکړه
چې ومه ځوان ترينه به سوال دعیش دولت مې کاوه
اوس ورته خواست کړم داټول واخله خوشباب راکړه
شیخه روا،نارواټول تا په ټيکه اخيستي
ماته خوهم ترينه لږ برخه دثواب راکړه
شيخ سوداګردی په بدل کې دسجدې ترې غواړي
رمه دحورورا، سيندونه دشراب راکړه
زه (منتظر) دهوساژونددعاپدې دنياکړم
هلته هم ګوټ وړوکی ليرې له عذاب راکړه

۱۹/۲/۲۰۰۹
پیښورـ شمالي پښتونخوا

سروي پنځري = غلبیل غلبیل، سوری سوری
ميندار = بنډار

{/slide}{slide=دصحراګل}
زه ګل ،ګل دصحرا وم
په بيدياکې لوييدمه
نه ښکلا دچادبڼ وم
نه اميل دچادغاړې
بې خبره دګلدان وم
نه محتاجه د باران وم
نه اوبه چاراکولې
نه ويالې مې پيژندلې
وچې شونډې لندوې مې
دګهيځ پرخې پرڅاڅکو
دسهارتنکي نسيم به
زه له خوب راويښولم
دسپيرې بيديابلبلو
به په شونډوښکلولم
څوګړی څوشيبې ژوندوو
په خوښۍ مې تيرولو
خو!
چارابيل،چارا جداکړم
له سپيرې خړې بيديانه
شين خالۍخړې خيرنې
پونده جينې له څنګه
دشپونکي له دږوګوتو
له پګړۍ اوشملې دنګه
زيب زينت يې دخپل ځان کړم
دګملې يې بنديوان کړم
نه نسيم ،سیلۍ لګیږي
نه نغمې دبلبل اورم
نه دلمروړانګې ځليږي
نه خوپرخه رااوريږي
بس بې خونده يوژوندون دی
چې پرماباندې تيريږي

27/5/2008
پيښور

{/slide}

{slide=نورې دغم خبرې نه کوو}
راشئ ای ملګرو،نوردغم خبرې نه کوو
نه تویوواوښکې ، دماتم خبرې نه کوو
غم په خوشالي مینځو،ناخوالوته سرور راوړو
ټپ،پرهاردې ورک شي ، دملهم خبرې نه کوو
ستایوبه ښکلادبڼ،وږمونه به يې خونداخلو
تړمو،تړمواوښکودشبنم خبرې نه کوو
غوږنیسومطرب ته،دنغمويې سوزاوسازاورو
موږيې سراوټال،دزیراوبم خبرې نه کوو
لمریادوو،ورځ یاده ،رڼااوروښنايي ګورو
شپه هیره،تیاره هم دتورتم خبرې نه کوو
ډاردا درقیب نه دی ،له مینې لاس په سرچې شوو
تاتندی کړتریو،ځکه صنم خبرې نه کوو
نورنو(منتظره)خپل چمن کې خزان نه زغمو
تل غواړوپسرلی دبل موسم خبرې نه کوو
10/02/12012
جلال اباد

{/slide}

{slide=زما بخت}
دتقدیر په لوی کتاب کې
مادخپل قسمت او برخې
لیک اوپاڼه لټوله
ماویل څوترخې شپې ورځې
به ترې لرکړم اوراکمې
څوشیبې،ګړۍ،لحظې به
دخوښۍ کړم پرې ورزیاتې

چې مې ومونده افسوس دی
هغه پاڼه دبرخلیک خپل
تکه توره وه،تیاره وه
ټکي،توري يې هم توروو
هم په تور رنګ لیکل شوې
ناڅرګنده،لیده نشول
چې یې څه پکې لیکلي؟
نمې څه شول کموی ترې
نه مې څه ور زیاتوی شول
نمې توان و چې یې څیرکړم
بس بې وسه مې کتله
دبرخلیک مې تیاره پاڼه
دتقدیرپه لوی کتاب کې

21/08/2011
جلال اباد

{/slide}

{slide=کاروان رانه ورک شوی}
جهان رانه ورک شوی دی ،خپل ځان رانه ورک شوی
امید،هیله مومړه دي،هم ارمان رانه ورک شوی
څه لړې،څه توپان ګرم،څه هم موږپه سمه نه یو
منزل چې غلط کړی مو،کاروان رانه ورک شوی
چې خړمنځ دسیالانوکې،لږبل خوډیرخپل ګرم یو
احساس مودی مړشوی هم وجدان رانه ورک شوی
دبل په تمه ناست یو،چې ړنګ کوربه راله جوړکړي
غیرت اوننګ مو څه شو ،هوډ ، ایمان رانه ورک شوی
دګلو ګیډۍ غواړو ، خو لګیا کښت د اغزوکړو
پاګل یو لیوني ،ځکه بوستان رانه ورک شوی
منم چي یومین خو،بس دمینې چل مونه زده
چې مل موتل بیلتون دی اوجانان رانه ورک شوی
داکلی چي تالا دی، په هرکورکې ژړا اورو
ناکس موکس منلی،اصیل خان رانه ورک شوی
بیلتون یې زورور دی ،که خوزه شوم لږ بې هوډه
چې ځمکه رانه ورکه ده ، اسمان رانه ورک شوی
زه کلک یم انتظارکې (منتظر) به یم په تمه
خیریارکه په زړه سخت مې دی،نادان رانه ورک شوی
5/03/2012
جلال اباد

{/slide}