عزت الله ذکي

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 

{slide=توکل!}
شاعر: عزت الله (ذکي)
تل توکل په رب کوه چي مايوس نه شې
په هر دم رب يادوه چي بې وس نه شې
<<<<>>>>
مصيبت کي که ايسار شوې خير يې غواړه
په آُميد رطب شکوه چي هيڅ بس نه شې
<<<<>>>>
د پاک ذات د نعمتو ناشکري مه کړه
دا غضب ځان پوه کوه په هوس نه شې
<<<<>>>>
په باطلو وسوسو که زړه سلطه شو
حق مطلب تعقيبوه چي قفس نه شې
<<<<>>>>
په تدبير به خپل تقدير هيڅ تغير نه کړې
لوړ منصب مه خوښوه چي ته پس نه شې
<<<<>>>>
د ظاهر پرځای باطن له باطل پاک کړه
د طيب لار خپلوه چي په ترس نه شې
<<<<>>>>
ټول مخلوق ځمکه اسمان يې ثناخوان دي
ستر صاحب مه هېروه چي بې کس نه شې
۲۰۱۸/مارچ/۵مه
کندهار

{/slide}{slide=آې ذکيه لېونيه!}
لږ نظر کړه آې ذکيه لېونيه
ژوند سفر ده آې ذکيه لېونيه
<<<>>>
مسافر دي ټول ستنيږي له دنيا نه
ځان چمتو کړه آې ذکيه لېونيه
<<<>>>
په خندا وي که ژړا ژوندون تېريږي
تـل ژړا کړه آې ذکيه لېونيه
<<<>>>
ټول د مرګ په انتظار قبر ته درومي
نن ستا وار ده آې ذکيه لېونيه
<<<>>>
نيت صفا کړه که منزل اسانه مومې
زړه ښيښه کړه آې ذکيه لېونيه
<<<>>>
ربه موږ پر مستقيمه لاره سيخ کړې
دا دعا کـړه آې ذکيه لېـونيه
۲۰۱۸/مارچ/۳مه
کندهار

{/slide}{slide=د وطن درد!}
نـن مو ښوونځۍ، کلی او کـور په لاس د بـل ورانيـږي
روغـتون، کتـاب، پوهنه، امنيت مو د زابـل ورانيـږي
زما لـوی کندهـاره! ستا به کومـه، سـتونزه ياده کـړمه
 دا ځکه چي روزګان او هلمند، هم لکه کابل ورانيږي
عزت الله (ذکي)


ولې؟
اختر راشي، بهار راشي، ته رانه شـې
اوښکې مي ګوزار شي، ته رانه شې
ازار مـه کـړه اې زمـا د سترګـو تــوره
د غم زړه مي رابيدار شي، ته رانه شې
عزت الله (ذکي)

{/slide}{slide=وطن!}
زړه مي ژاړي، سترګې ژاړي، تن لمبه شوو
د ګل وطن حيثيت، مو خرڅ کړ، لولپه شوو
***
موږ وو اولس، دډيرو غټو، امپراطوريوو
خو اوس دا، کورګی راپاته، کنډواله شوو
***
عزت الله (ذکي)

{/slide}{slide=(( ښکلې ليلا ))}
خلګ دي ټول وايي، دا ددې کلي ليلا ده
رب ورکړې ښاپيرۍ، غوندي ښکلا ده


څوک يې په ټک مړه شوله له مينې
چا صدقه ورکړله د خپلې پاکې وينې
په دې مينه کي مزه پرته ريښتا ده

د کلي د چينې د پاسه يې کور دئ
ناسته پاسته يې د کور سره پيغور دئ
ورته ګرځي عاشقان هر يو وای زما ده


دا په څه مستۍ له کوره رابهر شي
چي وخت او مهال را د مازيګر شي
داد مينې په راز پوه ده بې وفا ده


نن په سرو لاسونو شنه منګي ډکوي
 اوس د چنار خوا کي څو زلمي لټوي
زړه وړي له کوګله داد عشق بلا ده


د ګودر غاړه هم له ښو زلميانو ډکه وي
جوته نه وي چي د چا طالع به شکه وي
ږدي ورته دامونه وای د ټولو محبوبا ده


ځيني ځوانانو بلوتوتونه وي آن کړي
سترګې يې د ليلا خوا ته وي نيولي
نمبر ورکړي وای زما مينه رسوا ده


ډيموکراسۍ مينه ساده کړله اسانه شوه
اوسنۍ مينه بازاري شوله ارزانه شوه
اوس يې يو ميسيج اجل دی دلروبا ده


تګ کوي د زرکې د حسن ښاپېرۍ ده
راغلې اوس پر وخت د خپل ځوانۍ ده
مین زړه وړي له کوګله په خندا ده


د پخوا مينې ساده وې ډيري ښه وې
له هر څه نه به خالي او په پاک زړه وې
عزت (ذکي) وايم اوسنۍ مينه سودا ده

شاعر : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

{/slide}{slide=(( ښکلې نړۍ ))}
يو ښايسته غوندي نړۍ ده
پکښي لمر دی هم سپوږمۍ ده
****
مخلوقات ټول  پکښي اوسيږي
خو په خپل شکل کښي ګيردۍ ده
****
د بشريت د زېږون ځای دئ
مالومه له تاريخه پخوانۍ ده
****
محل د ازل او مزل دواړو
که څه هم نورو ته کوچنۍ ده
****
بشر پکي پيدا پکي ښخيږي
پلمه د ژوند ده  آزادۍ ده
****
د عزت او ذلت ځای دئ
خبره د اسلام،  مسلمانۍ ده
****
څوک خوشحال پکي اوسيږي
چاته پېلامه د بدبختۍ ده
****
چا پکي عجيبه مزې وکړې
د چا کفن پکار دی، ليونۍ ده
****
بس په هر چا باندي تيريږي
ذکي وايمه ناڅي ښاپېرۍ ده
شعر : عزت الله ذکي

{/slide}