و.پښتنه

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=وۍ}

زه چې نړۍ ته راغلم .....
سترګې مې نه وې خلاٌصې ،
چې مور مې وۍ نارې کړې .
غوږو مې هرې خوانه  ......
د وۍ نارې واوریدې،
او د خپګان ژړاوې ،
مور مې په زور ،
د سلګو منځ کې وویل ،
چې بیا يوه نجلۍ شوه پیدا،
د غم غوټۍ شوه پیدا ،
........
یو خوا مې زړه کې هیله .....
د زوی نیمګړې شوله ،
له بلې خوا ټپ سارې ....
د کور او کلي شومه ،
لورې د غمو غوټۍ...
څنګه تا غیږ کې واخلم؟
څنګه تا کور ته یوسم ؟
څنګه دې پلار ته وایم ؟
چې بیا مې لور پیدا شوه  .
پلار دې ګواښونه کړي ...
دا یې ویلي راته !
چې ماته لور رانه وړې!
راته پیغور رانه وړې!
زه در نه زوی غواړمه !
د سترګو تور غواړمه !
زه اوریدلی نه شم ،
چې خلک ووايې راته !
« مال یې میراث پاتې شو»
.....
لومړۍ شیبو کې د ژوند
د مور له پیو سره
د ترخو زهرو په شان
د مور ترخې اوښکې
زما په تږي کام کې
راته راوڅڅیدې
دغه ترخې او غم لړلې اوښکې
له ډیره وخت راهیسې
نسل په نسل
د ویر ژلو
زوریدلو او رټل شوو میندو
دزړه له سوزه سره
زمونږ په کام  کې څاڅي......      

{/slide}{slide=مهاله هیلې}

نه مې   کوم   ګل  بوی کړی  نه مې   ګلشن    لیدلی
نه   مې    بورا   لیدلی،  نه مې    سوسن لیدلی
نه شر    شره      د   اوبو،   نه    د    بلبلو            نوا
نه مې ښایست د پرخې، د ګل په تن لیدلی
نه مې د غرونو څوکې ،نه مې شنې تنګې درې
نه مې     څپو کې روان، سیند د وطن لیدلی
نه مې منګی وه غیږ کې ،نه یم ګودر ته تللې
نه د خور لنډو ټولګی ،نه مې چمن لیدلی

ماته مې خپلې هیلې، داسې مهاله ښکاري                                 
ولاړ چې ګل څوک نه شی .په خپل مدفن لیدلی                             
                      

{/slide}{slide=مدینهء فاضله }

ځمه    هغه    ښار   ته   چې ظلمت   نه وي
زړونه  ویریدلې   له    وحشت     نه   وي
غوڅ چې د چا پزه او غوږ نه کړي څوک
سوی    په   اور    باندې   يې    میت       نه وي
خرڅه    په    بازار    لکه    متاع    نه   وي
داسې زورزیاتی او محکومیت نه وي
نه يې څوک حلاله کړي څاروي په شان
داسې   حیوانیت    او    بربریت   نه   وي
وا نه چوي څوک پرې    تور کفن د ننګ
لمر  په   ګوتو    پټ    د حقیقت    نه     وي

څوک يې په نا حقه  تور سنګسار نه کړي                                   
هلته   د    ظالمو     برائت     نه       وي                                    

{/slide}