زرغونه اعظیمی

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=زماپښتونه وروره!}
ستامیړانې ته مې سلام دی
ستادې هسکې غروراوشملې ته مې سلام دی
زه نړۍ کې ستاپه زمریتوب باندې نازیږم
زه ستادهرې لاری مل یمه
پوهیږم چې زماژوندله تاسره تکمیل کیږی
اوستاده؟
ستاده له ماسره
نوهې وروره!
په یادراوله هغه شیبې چې مويوځای دوطن آزادۍ لپاره جګره کوله
هوپه یادراوله هغه شیبې چې تاپرماغرورکوله
اوزماپت ستلولپاره خپل ځان قربانوال
وینی دی توی کړی
هوپه یادراوله داهرڅه
هغه وقت زه ستادم اوتوان ومه
نو
هي!
اوس څه وشو؟
ولی ته بدل شوي
ها؟
ولی؟
اوس مې صرف صرف یو کلام ده
ورحمیږه راباندې
پریږده مې دعلم اوپوهې دروازی نورپه مخ مه تره
پریږده چې زه هم ځان وپیژنم
دنیانه خبرشم
پریږده چې زه هم خپل لاړه پیداکړم
پریږده چې ستاجوګه شم
لکه څنګه چې ومه اویمه
اویوځل وګوره خپلې شاوخواته
چې له سهاره ترماښامه څنګه ستاملتیاکومه
وګوره زه هرسهارستاسره سم پاسیږم
اوپرته له دې چې پوشې زه دي لاسنیوی کوم
یاګوره کله چې زه تاسره څاړوي څروم ته راباندې نه شرمیږی
اوګوره هغه وقت هم راباندې نه شرمیږی چې کوڅه په کوڅه تاسره وچې ډودی تولوم بیاهم نه شرمیږی
اوهغه وقت هم نه شرمیږی راباندې
چېزسهارمې منګۍ په سروی اولیری څخه اوبه درته راورم بیاهم نه شرمیږی
نوولی؟
زماپه زده کړه باندې شرمیږی اوننګ کوی
ولی زماپرمخ دپوهې لاړی تړی
نورنوبس ده
پریږده مې
زه خپل ستړګې پرانیزم
زه هم ځان وپیژنم
اوته مې په پوه مه شرمیږه
زماپوهه تاته شرم ندی ستاویاردی
زه غواړم ستاویاراوسم نه شرم
نوراځه ته زمالاس شه
اوزه به ستالاس شم
په ګده په داوطن جورکړو
راځه موږهم قلم غوړه کړو
راځه چې موږهم قلم خپل وسله وګرځو
راځه نورنودپردویوخبرې مه منه
راځه چې په دسیالانوسیال شو
راځه راځه

{/slide}