کمال الدین وفا

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide= غزل}

توپان راغلی شنه نیالګی يې مات کړل
پیغلوګودرپریښودمنګی یې مات کړل
****
داڅنګه بی خونده وقت راغلی نن
ښځی راپاڅیدی سړی یې مات کړل
****
دسرسړی په وطن پاتی نه شول
مړژواندی پاڅیدل ژوندی يې مات کړل
****
چاموغیرت له زلمووتښتاوه
نامردان جګ شومیړنی یې مات کړل
*****
پروینوسل واری دښمن مات کری
ننني راغله پروني يې مات کړل
****
عجب ستایلونه دی وطن ته راغله
دخپلې ږیړی بزغلی یې مکات کړل
****
وفا دښکلوبه ډېرقدروتل
بدرنګ راغلی ګلالی یې مات کړل
زړه مې ناصبوردی یاره څه وکړم
سم تری جوړتنوردی یاره څّه وکړم
****
وسومه لمبه شومه له فراقه دی
زخم مې ناسوردی یاره څه وکړم
****
بهتر وهم له غروسره ستامینه کې
خوی مې دمنصوردی یاره څه وکړم
****
زه چې مخ ته درشم په نازتیره شې
څومره دی غروردی یاړه څه وکړم
****
زه به داخپل ژوندله تاقربان کړم خو
وخت زماتربوردی یاره څه وکړم

****
اوښکوته زماولی حیرانه شوی
دادعشق دستوردی یاره څه وکړم
*****
خیال داننګومې اشنا دردوړی
زړه زما مجبور دی یاره څه وکړم
****
زه (وفا)به دی خیرتردرګارشم
ستاطبیعت مغروردی یاره څه وکړم
*******

{/slide}