اسدالله غيرت

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 

{slide=ما څوک څه کوي غربته!}

ما څوک څه کوي غربته!
زه که مرم که پاتې کېږم
که له ځان سره ژاړيږم
که له زده کړو محروميږم
که پيوند ـ پيوند جامو کې
په همزولو کې ګرځېږم
که په ورانه کنډواله کې
پدې يخ کې ويده کېږم
ما څوک څه کوي غربته!
زه که مرم که پاتې کېږم
ـــــــ
نه مې پلار شته
نه مې ورور شته
نه مې بل د سترګو تور شته
بيا هم شکر دی خالقه!
يو مې مور شته
بل مې خور شته
پلار مې کال مخکې شهيد شو
د دښمن سره په جنګ کې
اخ، سپېرو خاورو ته لاړو
د افغان وطن په ننګ کې
چې پلارجان مې راپه زړه شي
سوې کوکې رانه وشي
لاس تر زنې غلی کېنم
له خپل ځان سره ژاړيږم
ما څوک څه کوي غربته!
زه که مرم که پاتې کېږم
ــــــــ
لوی اختر وي
خوشالي وي
خنداګانې وي مستي وي
د جومات په چوتره کې
کليوال سره راغونډ وي
د اختر په خوشالۍ کې
د جومات مخې ته پنډ وي
د عطرونو خوشبويي وي
د نکريزو بوی لګېږي
سپين کالي وي
تور بوټان وي
د سينګار توکي پرېمان وي
زه چې ځان ته فکر وکړم
په پيوند جامو شرمېږم
ما څوک څه کوي غربته!
زه که مرم که پاتې کېږم
ــــــــــ
د سهار اوه بجې وي
زه راغلی وم بازار ته
د لاسي ګاډۍ تر څنګ مې
لاس تر زنې غلی ناست وم
د يوې روپۍ ګټلو په ارمان وم
ځکه زه مې سرپرست د خاندان وم
په دې وخت کې را روان وي
ډلې ـ ډلې هلکان
سپين کالي تور واسکټونه
ښوونځي ته وي روان
زه چې دې صحنې ته ګورم
پټ په زړه کې خوشالېږم
خو چې ځان ته فکر وکړم
خپل راتلونکي ته ځورېږم
ما څوک څه کوي غربته!
زه که مرم که پاتې کېږم
ــــــــــ
د ګردېز يخه هوا وي
سخت ساړه وي
سخت شمال وي
دلته دا صورت حال وي
سپينې واورې را ورېږي
خو زما زړګی درازيږي
د خانانو بچي لاړ شي
په موټرو لرګي راوړي
ګرم کينې
ګرم څملي
زه له ډېرې بې وسۍ نه
ړنګه بنګه کنډواله کې
د مور غېږ کې ويده کېږم
ما څوک څه کوي غربته!
زه که مرم که پاتې کېږم
۱۳۹۷/۱۱/۱۶

{/slide}{slide=ياد}
ازاد شعر
اسدالله غيرت
له وړکتوب نه مې ترننه پورې
په خيال کې ډير يادونه وګرځول
دهريو ياد پر مخ به
زما دخيال دحجرې
دروازه بړنګه وه تل
ډيرو يادونو ته مې
دخيال حجره کې په کالونواوسيده ورکړي
تل مې هر ياد ته ورځ کې څوڅوځله
دخپلوسترګو له چينې څخه اوبه ورکړي
کله چې ځوان شومه په خيال کې مې يو ياد راشين شو
ديوه پاک يوه سپېڅلي ژوند بنياد راشين شو
يوداسې ياد چې له ګناه څخه امان راکوي
يوداسې ياد چې يادول يې ډيري ګټې لري
يوداسی ياد چې عذابونو ته مې نه  پريږدي
په لار غلطو قدمونو ته مې نه  پريږدي
اوس مې له خياله ټول يادونه ايسته وغورځول
تنها دمرګ ياد هغه ښکلی ياد
هغه سپېڅلی ياد
پکې ژوندی پاتې دی
چې دا فاني ژوندون مې
له ګناهونو بچ کړي
له عذابونو بچ کړي
۱۳۹۰-۱-۲۵ منداخيل

 

{/slide}{slide=غزل }
يو څوک زما لپاره
ورځ کې پنځه ځلې ، زما په حق کې  
د هر رنګ ستونزو څخه
د بچ کيدو په خاطر
د خوشحالۍ په خاطر
د يوې ښکلې زندګۍ په خاطر
د خدای ج په در کې دوه تنکي لاسونه
دوه ګلالي لاسونه
په عاجزۍ او په دعا جګوي
يو څوک زما لپاره
خدای ته سوالونه کوي
د هر لمانځه نه وروسته
يو ځوک زما لپاره
د ګريوانه لمنه
په سپينو اوښکو مينځي .
۱۳۸۹/۴/۷  منداخيل

{/slide}{slide=غزل }
زه اوستا يادونه ټوله شپه څراغ ته تېره کړو
نه راځي خوبونه ټوله شپه څراغ ته تېره کړو
ای خواږې شيبې ستا دليدو په هيله خدای پاک ته
ډير وکړوسوالونه ټوله شپه څراغ ته تېره کړو
ته چې بيلوې، زمونږ له غيږې نه ديارغيږه
مونږ به نوبيلتونه، ټوله شپه څراغ ته تېره کړو
مونږ ددې ارمان په خاطرخدايه په سجده باندې
راکړې جنتونه، ټوله شپه څراغ ته تېره کړو
کله کله زه اودالهام ښاپيرۍ دوه په دوه
ليکوغزالونه ټوله شپه څراغ ته تېره کړو
تل مو وي نيولي ای غيرته دالله در کې
دا خيرن لاسونه ټوله شپه څراغ ته تېره کړو
نيټه ۱۳۸۹-۴-۲۴
منداخيل

{/slide}