میرویس نجیبي

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 

 

{slide=یارانه}

خدایږو نشته دی سکون په یارانه کې
بس دی را دې شي بدلون په یارانه کې
د چوکۍ مینه خو ژوند له مونږه اخلي
مونږ ورکړی دی ازمون په یارانه کې
پیتاوي واعظ صحرا ته کړ مجبوره
لیونی نه وو مجنون په یارانه کې
نوي نسل ته د مینې کښت پکار دی
ګډ نصاب ته کړۍ مضمون په یارانه کې
لوې ملت د خلاصې ملیانو غرق کړ
رب دې راولي سمون په یارانه کې
دوي د حسن صفت عار ګڼي میرویسه
څه غیرت لري پښتون په یارانه کې
 

{/slide}{slide=غزل} 


ما چې دې دزلفو بلا واخیسته
تا رانه د مینې سزا واخیسته
ما چې ستا دخولې نه ژړا واخیسته
تا رانه د عمر خندا واخیسته
که په حسن ته پوره یی دلربا
ما هم د ګلمینې غنأ واخیسته
ټوکی یی کولی خو ریښتیا شوله
خبره مې دخولې نه اشنا واخیسته
بس داد له یی پرې نښودم ملګرو
ما نه یی له ورایه رضأ واخیسته
چې تا درغیدو تکل دی کړی
ایله دې د میرویس نه دعأ واخیسته

{/slide}{slide=کابل ته}

اوس په فکر د خپل ځان دي په کابل کې
ټول چارواکي په لړزان دي په کابل کې
اوس د غلو له ډلې ځان باسي لګیا دي
د چارواکو ټول خپلوان دي په کابل کې
نه د ولس غم ورسره دی نه د خاورې
ښه معلومه سګ شویان دي په کابل کې
طالبان دي که داعش که مجاهد دی
ټول زمونږه مجرمان دي په کابل کې
نه پوهیږو کوم عذاب باندې اخته دي
خداې وهلي ملکان دي په کابل کې
که دې مرګ باندې غوغا جوړیږی یاره
وژل کیږې ظالمان دي په کابل کې
د جهاد سپیڅلی نوم یی بدنام کړی
د اسلام ټیکه داران دي په کابل کې
خوله په واک کې خوځوه میرویسه خوار شې
د تنقید ډیر دشمنان دي په کابل کې

 {/slide}{slide=مارشال}


ته مارشال هغه مارشال دوستم مارشال شو
اوس دې شخه لکۍ ګرځي ډم مارشال شو
خدای پوهیږی د بې وسو ښاریه ده
دې وطن کې غم مدغم شو غم مارشال شو
شیخ فریده ته خبر شوې او که نه شوې
هغه ړوند هغه ګونګی لړم مارشال شو
اهلیت یی صدقه کړ له سیاسته
ټوکې نه دی مجبوریت وو سم مارشال شو
پښتانه دې پیڅې بره ساتي جنګ ته
قلم مات کړه کتاب سوځه بم مارشال شو
میمه حق یی دی چې ارتې تڼئ ګرځي
د بې واکو واکداري شوه هم مارشال شو

 {/slide}{slide=اختر ته}

ته اختر یی مونږ پوهیږو بختوره
ته لمانځلی محمد یی منوره
د لمانځلو شوق کې نه یو خو جنابه
اوس چې راغلې ستړی مه شې زوروره
هر کور کې د شهید ستاینه کیږي
زوې یتیم دی مور یی کونډه لور اوتره
غم ځپلې دلته ټولې کورنۍ دي
نیغ تیریږه له دې کلي له دې دره
ستا مقام د طالب کور دی بختوره
بیا د ارګ ماڼۍ ته ورشه معتبره
ټول د وینو په بوي مست زمونږ غټان دي
په هر حال کې خرمستي غواړي اکثره
هر کلی درته هغو وایی اختره
چې لري سینه کې زړه لکه ډبره
لویه خدایه نور په مونږ رحم وکړې
میم دعا کړي ته امین وایه دلبره

 {/slide}{slide=ملاصاحبه}

لا صاحب

ښه جوړه برنامه که
په سر دې عمامه که
د ممبر د پاسه کینه
په ایات دې پیلامه که
د صلحې حدیبې نه
ارشاد یو کارنامه که
د خداې رسول خبرې 
خطبه کې اقامه که 
اصلاح چې ملکان شي
خطاب یی په نامه که
سیرت راته شروع که
اخلاق زمونږ جامه که
نور قانع کړه لیډران
چې ختمه ډرامه که
ولسونه دعایه کې 
راټول په علامه که 
د میم کلام جنابه
هدف اساس نامه که

 

 {/slide}{slide=غزل}


ځنې ځنې شته دي د پاګل په څیر
ټول خلک خو نه وي یو د بل په څیر
شته دي بلا ډیر ښکلي خو دا یوه
رنګ لري خوشبو لري د ګل په څیر
خپل ګستاخ نظر په واک کې نه لرم
میشت د زلفو سیوري کې د غل په څیر
خوب کوم په خوب کې حقیقت دې شي
ستا په ګرمه غیږ کې د اټکل په څیر 
اوس هغسې نه یمه ملنګ یمه
لوټ مې زندګي شوه د کابل په څیر 
نه یمه د جنګ سړی افغان یمه
نه مې کړې مجبور ګوره د تل په څیر 
اوس هم میرویس ښکلو ته سترګک وهي
شنګ یی د ځوانۍ شته د اول په څیر 

 {/slide}{slide=زندګي}

سرګردانه ده اوتره زندګي ده
ساه تیګاه یمه دلبره زندګي ده 
هر ساعت د عزرایل تر څنګه ناست یو
شکر باسو منوره زندګي ده 

کله یو او کله بل ته کافر وایو
ای ! زمونږ خوشې کافره زندګي ده
لا یزاله مونږه ستا په نامه وژني
دا مو حال دی پیغمبره زندګي ده 
چې دنیا اخرت دواړه دې خراب وي
بیخ دي ووځه دا نو خره زندګي ده 
صبر هم د ایمان برخه ده ملګرو
د مومن سړي بهتره زندګي ده 
ایماندارو له ایمانه یو خلاص کړي
میمه دغسې مضره زندګي ده


 {/slide}{slide=سندره}

لږې رو خو له اکثرو نه سندره
جوړوم دې له خبرو نه سندره
ستا خبرې مرغلرې کیف به وکړي
جوړوم چې مرغلرو نه سندره
د چمبې اواز دې ټیټ که چمبه ماره
نن مې واوره له ملګرو نه سندره
په ګورګورو تورې شونډې مې خوراک شوې
نه صبریږي له ګورګورو نه سندره
بس له سترګو له بڼو یی جوړومه
مسلمان ته له کافرو نه سندره
شیخ د هغې ضمضمه غوښتې میرویسه
چې ده جوړه له شکرو نه سندره

 {/slide}{slide=چوکۍ}

شرپسند ناموس پریدي چوکۍ ګټي
په سرونو قدم ږدي چوکۍ ګټي
منم شراب ګناه ده خو ملا صیب
د قاتل ګناه بښي چوکۍ ګټي
یوې سپږې لپاره پوستین سوځي
عجیبه نه ده مفني? چوکۍ ګټي
د غرو دي که د سمې واکمنان دي
د مظلومو وینې سکي چوکۍ ګټي
ما په تا ' تا په ما وژني جهاد کړي
لور په لاس ځوانان ریبي چوکۍ ګټي
په روبلو په کلدارو په ډالرو
عقیده او سوګند خوري چوکۍ ګټي
میرویسه دواړه ورونه جنتیان دي
یو شهید بل یی غازي چوکۍ ګټي

 {/slide}{slide=غزل}


تل بیکاره بی روزګاره سړی سپک شي
خیلخانه کې تر بنډاره سړی سپک شي
ځنې سرې کرښې جبري وي مجبوري ده
کله کله بې اختیاره سړی سپک شي
تش پښتو یمه نیولی نور څه نشته
اوس که ووځم له دې ښاره سړی سپک شي
خپل حاکم چې زولانه دې کړي محضر کې
نه پاکیږي شي داغداره سړی سپک شي
ځنې ځنې شي د لارې د سر ونې
بې کتابه شي سنګساره سړی سپک شي
زړه چې ور نه وړې ناترسه دي میرویسه
د خوبانو له انکاره سړی سپک شي
 

{/slide}{slide=غزل}

ستا کتل د ناز خندا سړی تیر باسي
ځوانان پریده سم بوډا سړی تیر باسي
طالب جانه مدرسې ته د شپې مه ځه
د شیطان معلم ملا سړی تیرباسي
د حنا رباني مړاوې مړاوې سترګې
د کرزي غوندې بلا سړی تیرباسي
سپینه غاړه تړمې شونډې سینه چاکه
په والله چې خامخا سړی تیرباسي
له پنجابه لاس نیوی کوي چالبازې
پیښورۍ جونې رسا سړی تیرباسي
د کابل او پیښور ټاپکي لګیږي
تور لالی زمونږ دلخوا سړی تیرباسي
د تلوار خبره نه ده وخت به راشي
هسې غورې د انډیا سړی تیرباسي
میرویس څه وایی لګیا دی خبر نه دی
چې اکثر ډیره وینا سړی تیرباسي

{/slide}{slide=غزل}


پریده نه خورمه ډوډۍ طببعت مې وران دی
ډیرې مه وهه ناندرۍ طبعیت مې وران دی
سمه روغه انتروي مې ورته ورکړه
اوس په طمع د چیټۍ طبعیت مې وران دی
ما تیر باسي پوهیدمه چاره نه وه
ویل یی ځه په خوشالۍ طبعیت مې وران دی
د یوه په وړو کې شګه وه نور ښه وو
ویل یی ستا نشته لکۍ طبعیت مې وران دی
منجمنت دی اداره ده جامعه ده
تعریفات یوه نړۍ طبعیت مې وران دی
واسطې راسره نه وې نور تکړه ووم
شوه پلمه ژبه پردۍ طبعیت مې وران دی
د هغه سره خالي سلام کلام وي
مونږ به چیړي یو ګړۍ طبعیت مې وران دی
د میرویس د ژوند ریښتنې خاطري دي
تاته ښکاري کیسه ګۍ طبعیت مې وران دی

{/slide}{slide=غزل}

چې د اوښکو به جرګو جرګو کې ګرځي
ارمانونه د احساس  لمبو کې ګرځي
د ساقي د لاسه جام ځکه نسکور شو
چې نظر یی د قانون شملو کې ګرځي
د فلاح د لورې رو رانه غلط شو
یاد خو ځکه په زړو کیسو کې ګرځي
چیرې بیا به یی د حسن کیسه ګۍ وي
ځکه زړه مې د پردو دیرو کې ګرځي
دا خو ځکه چې ابرو د ژوند ګاڼه ده
پیغله مینه مې د زړه ورشو کې ګرځي
د روح پاڼې رنګینۍ ته څه په منډه
شاعر خیال ځکه په ګل کڅو کې ګرځي
چې د فکر په ټال زانګي میرویس ګوره
ستړی ستړی د اشنا کوڅو کې ګرځي

{/slide}{slide=غزل}
روښانه می کړه
دزړه له کومي
جانانه ستا لپاره
ستا دښلا لپاره
وایی چی ؛
مینه دپیغلو زیور
نو ستا دسینګار لپاره
دسکون په طمع
دخوږ ژوندون په طمع
نو:
ته او خدای جانانه
پریږده پریږده
مه پوکوه
بریده چی بلیږی
دښکلا دښار په بلۍ
چی دا
یو یا دګارپاتی شی
تل دی روښانه وی
دا دعشق ډیوګۍ
دا د عشق ډیوګۍ

{/slide}{slide=غزل}

ستا د شونډو مهماني که مې نصیب شي
د عشق رنځ ته به مې خپل قسمت طبیب شي
چې دنیا اخرت دواړو کې نږدې یو
بس راضي دې له مونږ دواړو نه حبیب شي
شاعري د جدایی له درده کیږي
چې یی خیال له شعره ووځي نو ادیب شي
د غربت خو دې دا نوم له دنیا ورک شي
بس سړی له سړو باسي چې غریب شي
چې دولت او طالع او نه لرې میرویسه
سړی څنګه د یار غیږې ته قریب شي

{/slide}{slide=ومنه قسم جینۍ }

زه درپسې مرم جینۍ
نورې سترګې ښکته کړه
نه لرمه زغم جینۍ
خدای به دې راواړوي
پاڼه د ستم جینۍ
وبه کړې ارمان ګوره
زه له کلي ځم جینۍ
ځه بلا دې ووهه
نه غواړمه غم جینۍ
رابه شي یو ورځ داسې
شونډې به دې خورم جینۍ
ما میرویس ته مه وایه
مه سکوه جیلم جینۍ

{/slide}{slide=ډزې }

بس دی یاره ظلم مه کوه ما خپل که
خدای لپاره لونګین سره مې مل که
چې مدام دې بس د مخ په ننداره یم
یاره ګل مې د رخسار یا د وربل که
هر عاشق دې د الفت سندرې وایی
زه لایق یم نوم مې ټولو کې اول که
ووځي نیغ له ځیګر ستا د نظر غشي
دا خونخواره څه خونخوار غوندې کتل که
ای په دار مې کړه شهید مې کړه په مینه
را تر غاړې د وریښمینو زلفو ول که

{/slide}{slide=غزل}

اوس مې شو په خیال له مانه هیره وه
ستا جفا یو کال له مانه هیره وه
راشه چې مننه درنه وکړمه
شپه دې د وصال له مانه هیره وه
بیا مې زړه ته راغلې زړه مې درکړلو
دا می د زړه حال له مانه هیره وه
زړنونه د افغان زلمو د کاڼو وې
ته خو لرې شال له مانه هیره وه
بیا مې بې اسرې چیرته کې پرې نه دې
ډير لرم وبال له مانه هیره وه
ګرانۍ په وعدو دې مودې واووښتې
مه ورکوه ټال له مانه هیروه
همدومره به میرویس لره کافي وه
ستا مینه مثقال له مانه هیره وه

{/slide}{slide=ډزې }

دې وطن کې مدام ډزې وي جانانه
سهار ډزې ماښام ډزې وي جانانه
د غیرت په نوم اکثره داسې کیږي
په نوبت د حمام ډزې وي جانانه
شعاریان دي عمل نشته دی جنګیږي
تش په نوم د اسلام ډزې وي جانانه
اوس پنا وړي مسلمان د کفر کور ته
د جومات په امام ډزې وي جانانه
اخر څنګه سړی پوه شي چې دا څه دي ؟
په سجده په قیام دزې وي جانانه
دلته مه راځه شهیده رانه نه شې
زه درځم چې ارام ډزې وي جانانه
وخت بی وخته دی میرویس کله درتلی شی
غلاوې ډيرې په بام ډزې وي جانانه

{/slide}{slide= غزل}

اوس مې شو په خیال له مانه هیره وه
ستا جفا یو کال له مانه هیره وه
راشه چې مننه درنه وکړمه
شپه دې د وصال له مانه هیره وه
بیا مې زړه ته راغلې زړه مې درکړلو
دا می د زړه حال له مانه هیره وه
زړنونه د افغان زلمو د کاڼو وې
ته خو لرې شال له مانه هیره وه
بیا مې بې اسرې چیرته کې پرې نه دې
ډير لرم وبال له مانه هیره وه
ګرانۍ په وعدو دې مودې واووښتې
مه ورکوه ټال له مانه هیروه
همدومره به میرویس لره کافي وه
ستا مینه مثقال له مانه هیره وه 

{/slide}{slide=غزل}
اوښکې خورمه اوښکې سکمه زندګي ده 
نیم که نه یمه که یمه زندګي ده 
بې له تانه اوس نیمګړې راته ښکاري 
چیرته مه ځه ورک شې غمه زندګي ده 
د هر نسل د ژوندون جدا تعریف وي 
شکر خدایه زمونږ ډمه زندګي ده
د کوم نیک انسان په پل که برابر شم 
په دې لاره ځم راځمه زندګي ده 
که هر څومره سترګې مړې کړې خو اغلئ 
بې اجله کله مرمه زندګي ده 
جنتونه د همه ښیګڼو کور دی 
ملا وایی هلته سمه زندګي ده 
یو شیبه کې بلا سترګو کې ورکیږي 
د میرویس خوشې مبهمه زندګي ده 
ــ

{/slide}{slide= غزل}

ژڼي مزدوري کوي 
جونې دې مستي کوې 
حق به مساوي غواړي 
کار به په سړي کوي 
یو دم په ژړا شي دا 
جنګ به په بنګړي کوي 
دا د لوپټې میرمن 
خدای سره دوستي کوي 
ښځه قدرمنه ده 
میم هسې شوخي کوي

{/slide}{slide=غزل}

چی ټول کیني په یوه ټغرجرګو ته
دومره وس خو خدایه ورکړې پښتنو ته
بس وطن چې مو اباد شې لویه خدایه
نور له  پوندو عقل راولې سرو ته
چی نړۍ دې په بچو تړي شرطونه
مرګی غواړم ای وطنه ستا بچو ته
دالفت په قدر پوه هریو انسان کړې
چې غاټول ګلونه راوړي ستا کمڅو ته
دهیچا د لومې سرویستلی نشو
څه جرأت خدایه ورکړې پرګنو ته
په راتلو دې یم خوشحاله خفه نشې
غټان کله پورته کنږې میلمنو ته
ټول قومونه کاڼه شوې دې میرویسه
اوس وهه دهمت ډول کڼوغوږو ته

{/slide}{slide= هیله}
چی ټول کیني په یوه ټغرجرګو ته 
دومره وس خو خدایه ورکړې پښتنو ته 
بس وطن چې مو اباد شې لویه خدایه 
نور له  پوندو عقل راولې سرو ته 
چی نړۍ دې په بچو تړي شرطونه
مرګی غواړم ای وطنه ستا بچو ته
دالفت په قدر پوه هریو انسان کړې 
چې غاټول ګلونه راوړي ستا کمڅو ته 
دهیچا د لومې سرویستلی نشو
څه جرأت خدایه ورکړې پرګنو ته
په راتلو دې یم خوشحاله خفه نشې 
غټان کله پورته کنږې میلمنو ته 
ټول قومونه کاڼه شوې دې میرویسه
اوس وهه دهمت ډول کڼوغوږو ته

{/slide}{slide= زما ملګرې زما جګړه ده}
په هر ځای کې راسره ده 
زما ملګرې زما جګړه ده
خیر دی لږه مانه مشره
دمشرانو فیصله ده
په هر غم هره ښادۍ کې
بې بلنې میلمنه ده
ښه تضمین دی د چارواکو
جنګ د ژوند یی وسیله ده 
مونږ ته پاتې شهادت دی 
دی غازي دی عجیبه ده 
مرې که مرمه ایکس مجهول دی 
لاینحله معادله ده 
نور ساکت وسه میرویسه 
پندانې کیسه اوږده ده

{/slide}{slide=غزل }

دخیال په فیصلو کی 
دحسن په جلووکی 
دعشق سینګار مستي ده 
دزړونو محکموکی 
دوصال خوښي شراب 
دشونډوپه جاموکی 
زړه دهیلو چوکیدار
دهجرتورو شپوکی 
شوتیت سوی آهونه 
دحسن په شغلو کی 
انسان انسان ته مینه 
وریښمینو عاطفوکی 
دا د خیبر دره خو 
پت دغرور مورچوکی 
حق دزینت میرویسه 
وایه څرګند مصروکی

{/slide}