{slide= عقله !}

های ! ورکه عقله

نن دې لټون پیلوم !

نورنو د خپلو ناخبره اوساده نیکونو

سپکاوی هم نه منم

چې څلوربول یې بولي

څوک یې (زمری) نومو ي

څوک یې شاهین او څوک یې پړانګ بولي

ساده ( انسان ) دآدم زوی یمه زه

چې خامې غوښې نه خورم

ما دغنمو په ډوډۍ پسې جنت پریښی دی .

پروطن سرنه بایلم

سر د وطن ترسیوري ساتمه ،چې فکر وکړي

( سر) د وهلو نه دی .

(سر) د ساتلو شی دی.

هرڅوک چې دې وطن ته بد راګوري

ځناور نه یم چې یې وداړمه

سرساتم فکر کوم :

که دا وطن ښایسته کولای نه شم

هرڅوک به بد راګوري

زه له هرچا سترګې ایستلای نه شم.

دلته سرونه نور ریبدل نه غواړي

دلته سرونه ویښول او پوهول غواړي .

لیونی نه یمه چې جنګ ته ولاړشم

په تاردزلفو کفن مه راګنډه

زخمي زخمي په تورو نه درځمه

د ناپوهۍ اواز مې درمه شه مینه !

د تاریخ خړ سیلاو ویاړونه یووړل

نور نو د تورو او د زغرو افسانه ورکه شوه

د مذکر تاریخ زاړه بابونه

د کمپیوټر د خیټور موږک ترغاښ لاندې دي.

وطن دتن په وینو نه ساتمه

دې ته دوچویلي خولې په کار دي

نور نو تاریخ ته د درواغولاپې نه وهمه

هرڅه ریښتیاوایم او :

( ژوند) ژغورمه.

{/slide} {slide=تاته !}

یوه بله عاشقانه

چې دزلفو دوږموڅپې دې ولاړې

له هغې شپې زماخوبونه په ناتار دي

چې دې زیری دراتلو ورسره نه شته

څه بدرنګه ماښامونه ددې ښار دي

چې لمن دې څرخ ونه خوري په هواکې

دښکلاخوشبويي ورکه ده له ژونده

زړه مې لویږي ، لویږي ، لویږي ، پسې لویږي

چې دې نه کړ په پیکي پورې ځوړنده

ستا دشونډو سیوری نشته په پیاله کې

بې رنګۍ کې دشرابو نشه سوزي

چې خوله دې پرې شبنم غوندې نه څاڅي

بې عطرۍ کې دګلابو نشه سوزي

ستا ګریوان خو زما له سترګو څخه تښتي

چیرې پټ شم له دې دومره هیاهو نه

چې پر لېچو دې نور سر ایښودای نه شم

چېرته یوسمه دزړه سوي اهونه

دهغو مازدیګریو دې یاد تل وي

چې به سیوري زموږ یو شول سره دواړه

په موسکا به دې کړې پټې تورې سترګې

زماساه به تخنوله چې ستا غاړه

بیا به هسې مازدیګر کله رانه شي

چې ته راشې په وړو وړو ګامونو

او بیا نښه زما په سپینو جامو کېږدې

په شوخۍ ، دخپلو شونډو دسرونو

۱۳۹۲ سلواغه ۱۲

{/slide} {slide=شېبه}


ستا دراتلو شیبه دې کله هم په زړه درګرځي ؟

چې ستا له هرګام سره زما دنفسونو موسیقي غږیده

ته به آرامه زما دمټو منځ کې پټه شولې

اوف ! زما دزړه درزهار

دتل په څېر مزاحم

هیڅ ځل ونه پوهېدم

چې ستا ټټر کې هم یو زړه رپیږي

په دې خبر نه وم چې

ستا دمرغۍ په څېر کوچنی ، خو مهربانه زړګی

ورو ورو

که

تند دربېده ؟

{/slide} {slide= پېغله چینه کې}

د بر کلي صاحبزاده يم 

پېغله چینه کې خپل وربل جوړوي

او د وږمو ډمې یې مخ ته ده نیولې د اوبو هینداره

د شپونکي ګام نه تیږه رغړي د چینې لوري ته

او پرې ماتېږي د اوبو هینداره

پېغله ښېراوې کوي

شپونکی یې لمانځي په سلام د مینې

د پېغلې شونډې په ښېرا اخته دي

خو یې د سترګو ژبه بل څه وايي

تا سره مینه لرم.


{/slide} {slide= مکتبۍ}

د بر کلي صاحبزاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
قصيده مې پخه کړې
ګرځومه کوزړۍ
ځوان مُريد د څرخي پېر يم
رنګ دې ورک شي کوډې نه کړم
کوډې باسم
بند بختونه خلاصومه
د مينو زړو ريبار يم
شکرانه مې يا مميز دي يا توتان دي يا مرۍ
څوک دسمال راته خامک کړي
څوک راجوړه کړي خولۍ
د برکلي صاحبزاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
نجونې ګردې رانه تاو وي
تاويزونه رانه غواړي
ملا تل راته په قار وي
سل کوپرونه راته وايي
خو پروا يې ډېره نه کړم
خدايزده ولې
د کوز کلي په زلميو باندې ګران يم
ماته راز د دوی مالوم دی
يو د خان په لور مين دی
بل ليدلې د ملا صايب لمسۍ
د برکلي صاحبزاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
د شنډ توت ډډې ته ناست يم
شنډو ښځو ته تاويز کړم
ماشومان له ځېله خلاص کړم
د برات د مياشتې سر دی
نن اوله پنجشنبه ده
يوه پېغله راته ناسته
زښته ډېره ښايسته ده
وايي داسې تاويز راکړه
چې مې پلار لږ بسلمان شي
ميرات مړی ولور کم کړي
خوږ جانان مې مساپر دی
په دوبۍ کې مزدوري کړي

نيمه شپه چې شي رابره
په سندرو باندې سر شم
ټول ماران مې په هوده دي
غږوم ورته شپېلۍ
د برکلي صاحبزاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
ژرنده ګړی مې ښه یار دی
ډېرې شپې سره يو ځای يو
ظالم ښه مست ربابي دی
د ځوانۍ سندرې وايو
شپه چې ښه ډېره پخه شي
بيا نو بله کړو دوهۍ
د برکلي صاحبزاده يم
يو مې آس يوه شړۍ
ژرنده ګړی چې نن راغی
په خندا يې راته وويل:
صايب زاده کيسې ته غوږ شه
نن اوړه مې د خان يووړل
کور يې ډک له ميلمنو وو
څوک له ښاره وو راغلي
په انګړ يې شور ماشور وو
يوه ښکلې مېلمنه وه
په ښايست وه ښاپېرۍ
کليوالو غوندې نه وه
ښکارېدله مکتبۍ
شرمېدله پټ يې وويل:
صايبزاده يار ته دې وايه
پېرخانې ته دې سلام دی
يو تاويز خو راته وکړه
چې جانان ته شم منظوره
شکرانه به پوره درکړم
خدای دې مه کړه ادې بوره
مکتبۍ راته دا وويل
بيا يې راکړ دا کاغذ
ژرنده کړي توبې وکړې
ويل يې ورانه زمانه شوه
مکتبۍ نه وه بلا وه
په خندا بېرته ستنه شوه
په کاغذ کې وو ليکلي:
(( په سندرو يم مينه
د نغمو يم لېونۍ
په يو چا مې زړه بايللی
غږوي ښکلې شپېلۍ
يو تاويز ورباندې وکړه
چې ما ګل کړي د پګړۍ
د برکلي صايبزاده دی
يو يې آس يوه شړۍ))

عبدالغفور لېوال
۱۳۸۳/۱۱/۴
متحده ايالات - مريلند

{/slide}


{slide= غزل}
راغلې پسرليه! ښايستونو سترګې تورې کړې
عجبه رنګيني شوه سرو ګلونو سترګې تورې کړې

اوس به د افغان خاوره هم وويني مستي لږه
ځوانانو پټکي وتړل او جونو سترګې تورې کړې

ګورو به رقيبه چې نفرت که محبت ګټي
باروتو سترګې خړې، قلمونو سترګې تورې کړې

بيا دې ملا جانه دا د حورو قيصه وکړله
بيا دې د لالچ او شهوتونو سترګې تورې کړې

دا د ګل اندام جانان د مينې کمال دى که نه؟
غم لاسونه سرۀ کړل چې يادونو سترګې تورې کړې

د عشق په جل وهليو د رحمت باران کېدونکى دى
ګوره چې د حُسن اسمانونو سترګې تورې کړې


مونږ به اوس حېرانه د رڼا په لاره تګ کوو
غږ د سباوون په تورتمونو سترګې تورې کړې
{/slide}{slide= غزل}
ما سره دې هغه کسان شپې کوي
څوک چې د خورو زلفو قيصې کوي

نۀ ځمه قدم به بهر نۀ کړمه
ما سره سودا د لوپټې کوي

ګل دې راله راکړو د ياداشت په خيال
خلک لېوني وي چې وعدې کوي

ياد هم زړۀ نه اوځي چې بنده نۀ وي
خپلې موجودګۍ له وظيفې کوي

چاته په ارمان به خدايه ناستې وي
چا سره به مينه پرښتې کوي

حورې د غِلمانو سره ښې لګي
ستا بنده دې هسې تماشې کوي

زړۀ يې غواړي ځکه راته جوخته ده
ښکلي خو له هر چا فاصلې کوي

زۀ يې انتخاب يم ګنې کلي کې
هر هلک زما پشان جامې کوي

سپين جوړه لاسونه د امېل په شان
غاړې ته چې راشي نو نخرې کوي

څوک چې په پيرۍ کې شراب بد ګڼي
هسې سپکاوى به د توبې کوي

ځوانه ده د ځوان احساس له خوبه هم
ځکه خو "شادابه" شوګيرې کوي
{/slide}{slide= غزل}
دا چې زړونو کښې تورتم دے

دا د ټولو نه لوئي غم دے!!

 

کۀ جذبه د لېونتوب وي

نو منزل ته يؤ قدم دے

 

حال د ژوند بس دومره ډېر دے

چې حالاتو سره سم دے

 

علامت د بربادۍ دے

مونږ تراشلے چې صنم دے

(ق)

يؤ سړے چې هيڅ يې نۀ زده

استاد هم دے، لارښود هم دے

 

دا لا کوم وحشت راخور دے

د هر چا سترګو کښې نم دے؟

(ق)

د ښار ډېرې دروازې دي

اؤ په هره يوه کښې غم دے!

 

دا تاريخ ورانول ګران دي

دا په زړونو کښې رقم دے

 

د ژوند ډېرې تقاضې دي

د انسان عُمر ډېر کم دے
{/slide}{slide= غزل}
د ژوند په رنګينو کې، د ښکلا په ائينه کې
بند کړى په جادو يمه يؤ چا په ائينه کې


د مينې روايته دې نه نور به لا څۀ سپک شې
مئين درته هم ګوري د دنيا په ائينه کې؟


دا قام چې د بري دعوې کوي نو زما خيال دى
بس يؤ ځل دې ځان وګوري لږ بيا په ائينه کې


نۀ ما سپوږمۍ ليدلې ده، نۀ تۀ رڼا ليدى شې
نۀ تا ځان ته کتلي دي، نۀ ما په ائينه کې


چې ځان ته پکې نۀ ګوري نو دا ئې هم ادا ده
حيران خو ورته زړۀ ايښى پخوا په ائينه کې
{/slide}{slide= غزل}
راغلې پسرليه! ښايستونو سترګې تورې کړې
عجبه رنګيني شوه سرو ګلونو سترګې تورې کړې

اوس به د افغان خاوره هم وويني مستي لږه
ځوانانو پټکي وتړل او جونو سترګې تورې کړې

ګورو به رقيبه چې نفرت که محبت ګټي
باروتو سترګې خړې، قلمونو سترګې تورې کړې

بيا دې ملا جانه دا د حورو قيصه وکړله
بيا دې د لالچ او شهوتونو سترګې تورې کړې

دا د ګل اندام جانان د مينې کمال دى که نه؟
غم لاسونه سرۀ کړل چې يادونو سترګې تورې کړې

د عشق په جل وهليو د رحمت باران کېدونکى دى
ګوره چې د حُسن اسمانونو سترګې تورې کړې


مونږ به اوس حېرانه د رڼا په لاره تګ کوو
غږ د سباوون په تورتمونو سترګې تورې کړې
{/slide}

——————————–

 

———————————–

 

د عبدالسلام اندړ سره لنډه پېژندګلوي

 

{slide=بې قیضې آس}
داوختونه ارمانونه
دفکروخیال داسوچونه
 لیدلي ژوندانهٔ ته ئې خوبونه
څنګه خاورې هیرې شُو
 داعصردا زمان
چې ظالم شولو انسان،
اوس ګرځي تورتموکې هرخواته ګنګوټان 
بربادشولې ‎څېرې
زموږ تنکۍ  نودې
راتلونکی نسل هم ئې ورځ هم ئې شپې،
ددغه جهان پرلمنه
هره ورځ نوې نغارې
چاته خوږې
چاته ترخې،
چېرته ژونددانسان
چېرته مري حیوان په شان
څوک لټون نه ستړی
څوک تړون نه ستړی
خوندې نشته چې پاتې په میان،
چا دریابونو کې پیداکړې خزانې
څوک ورک دي په تیارودتورې شپې،
څوک غنم نلري
څوک غم پر لمن
څوک آن نه پېژني
څوک ځان
څوک مینه دانسان،
وائي انسان وانسانیت
ته وای میره کړي محبت
دبشروبشریت کوي صفت
لکه راغلې وي له جنت،
فرهاد سره اړون کوي
کاردبیستون
چې ورسي شیرین ته
بیا دمرګ ئې تړون ،
څنګه وخت اوزمان شوغاصیب
بی مقصده یارانه نشته
مکار ده په چل ول
دژوندسرهٔ لعلونوته 
لوبه شوه درنه ورکوخوبونوته ،
موږته پکار سوچ عالمانه،
اغیارنیت ښکاري پټ لکه لَړَم
پاڼوګرئې نشته په وطن 
چه ګرځي هریودلته بی غم،
زیب زینت به موڅنګه ښکلاکړي په بازار 
لکه مَرۍ چې نشو جېل په یوتار،
چې نه توروي نه ټبر
دیارعشق شي شعار
وي یوازې مینه په دیار
علم پوهه جوړ کړي پکې معیار،
ښایسته جوړکړي سَره امېل
دُرمرجان شي سَره جېل
له تنګولارو یوځای سَره تېر،
په تیاروکې رسیدلې څوک چرته ترمنزل!
څو بلې ډیوې نکړي ورته په لار
علم معرفت ورته شعار
ځانته زین آس د دې عصروزمان
پلې اخیستی نشي قدم په بله لار،
په دغه آس کله رسېدی شوترمنال
چې نه ئې قیضه شته نه ئې نال (نعل)
پاتې شوو «صبوره» په تیاروکې له دې حال
 
               ****                

{/slide}{slide=ته ګرزې}

ته ګرزې
انتـظـار  يمه په  سترګـو کي  مي  تـه  ګر زې
غـرق کېـږي مې ګرېـوان ورســره تــه ګـرزې
ارمان  چي دي  په  ژوند کي  پوره نه  شو ياره
روح دي په عرش کې له سولې ســره تـه ګرزې
***
ته وې
د زړونــو دمحـبـت قـهـرمـان تـه وې
د سـولـې دوحـدت قـهـرمـان تـه وې
نـنګـرهـار د تـاريـخ دګلـو هـار شــو
د تــوري د غيـرت قـهـرمـان تـه وې
عبدالسلام اندړ

 انتـظـار  يمه په  سترګـو کي  مي  تـه  ګر زې

غـرق کېـږي مې ګرېـوان ورســره تــه ګـرزې

ارمان  چي دي  په  ژوند کي  پوره نه  شو ياره  

روح دي په عرش کې له سولې ســره تـه ګرزې

***

 د زړونــو دمحـبـت قـهـرمـان تـه وې

د سـولـې دوحـدت قـهـرمـان تـه وې

نـنګـرهـار د تـاريـخ دګلـو هـار شــو

د تــوري د غيـرت قـهـرمـان تـه وې

عبدالسلام اندړ

 

{/slide}{slide= دجګړې اور ساتي}
ښه دي سپي دڅښتن کور ساتي
دشپې ورځې  يې سمسور ساتي
د رهـبـر دي ښځـي کــونــډي شـي
زمــوږ کلـی لکـه سکــور ســاتــي
دا خره هم ښه  دي تردوی،بار وړي
رڼــا وژنـي  کـور مې تــور ســاتي
شـورا کـې دي جـنـګي مجـرمـان
پــلـو څـيـري خـپـلـه مـور ســاتي
دکـــلــي دبــچـــــــو قـــــاتـــــــلان
ځي سـرتـوره خپله خـور سـاتي
دپـيـړۍخــون خــواران  مُــلا يان
خپل نسلونـو تـه  پيغور ساتي
پــردۍ  رسـۍ پــه غـاړه پــراتـه
لا قـدرت د تـرور په زور سـاتي
پــه حکـومـت دي  کـودتا وشي!
قـاتـلان   او  رشوت خور ساتي

کارغان بچي سپـين نـه زېـږ وي
ټول نسلونـه يې رنګ تورساتي
د  اوښکـو چـيـنې وچـې سـولـې
اوس د ويـنو ويـنـو پــور ساتي
حـلقـې پـه خپلو سترګـو ويني
ځـکـه بـل دجـګـړې اور ســاتي
پـه سـتـرګـو چـې رڼــا وي  دزړو
مـينـه  تـل دزړونـو شـور ساتي
عبدالسلام  اندړنارام

{/slide}{slide= مابايللی کلی}
ما چې بايللی  دجانان زړه
ځکه چاودلی دآسمان  زړه
ترتيلو ويني شوې ارزانه
توپان وهلی دجاپان زړه

مابايللی کلی
غرونو کې پروت  دی څومره ښکلی کلی
جــهــاد پــه اور دی ســـوځـــولــی کلــی
ســړي يــې  ټـــول طــالــب  مــلا ووژل
اوس بـــې ســـړو زمــا نـــتــلــی کلـی
لويې بلا په خوله کې پروت دی يتيم
سروتــــورو بـــلاوو دی  وهـــلی کلــی
دخـرو غـويـو دی هم دسپو دی غوبل
سپـو خپلـو پـردو دی هم خوړلی کلی
پروت داغــزو که د وريـښـمو پــه لار  
سپــي راغـلـي  بيــا يـې داړلی کلی
ګــــــــمان چې بــدو سترګو نظـر کړی
پــه ويــنـوســرو کې لــمـبـېـدلی کلـي
ټوپک يـې دی کافـر  په لاس ورکړی
قـــاتــل مُـــلا دی غـصــب کــړی کلـی
دخـوک پوست  يـې په مخ را ځړولی
سحــر وجــادو يــې وېـده کـړی  کلـی
کــه ســره يـو نــه شي تــرټـلـي خــلـک
دپـلار نيـکـه يـې دی بــايـلــلـی کلی
دايـوسوال که مې قبول کړې خدايه
په خـوب  رڼــا مې وای لـيـدلی کلی
پرهار مي مه ګنډه خــوږېـــږم مـورې
پـټ پـټ بــه ژاړم  مـا بــايـلــلـی کلـی
وې ښـه دی چـې پـه دار راځـړېـدلای
چــا پــه خنـدا کاشکـي ليدلی کلی(۱)
دشيــطـانــانــو مــريــدان دي دلـتــه
کاشـکي خــو ميـنـو لــوبــولـــی کلـی
ګڼ ځنګل وای په اورکې سوځېدلی
نــه دسيسـوکـې  مـې لېدلــی کلـی
ټينګ مې ساتلی  په هوس کې دزړه
نـن دنــارام پــه هــرنـفــس کـې  کلـی
عبدالسلام اندړ نارام

(۱)  د شهيد محترم ډاکتر نجيب خبره ده

{/slide}{slide= څلوريځه}
چې يې په ضمير کې شيطان ځالي کړې نه وي
ناړي په تصويــر د جــانــان چـا تي کـړې نـه وي
پــه هـر قــدم او قــدمـو بـه يـې سـجـدې کــوم
لـه اظـهـار دميني افـغـان پـاتـي کـړې نـه وي
12/4-2011
سلام اندړ

{/slide}{slide= څلوريځه}
که غرض نه وي عرض به نه وي
کـه ليلا وي  خــو مــر ز بــه نــه وي
کــــه ويــنــه وي ، د ز‌ړونـــو لــيــلا
ميـنـه بـه وی خـو قـرض به نه وي
سلام اندړ
7/4/11
مالمو ـ سويدن

{/slide}{slide= څلوريځه}
په دې  کلي کې مې ژونـدپه دوذخــو کي تېــرکړ
دســروګلــو پـــه  اُميــدمي پـــه اغـــزوکي تېــرکړ
اې خدايه  زما  پــه مـــرګ بـــه  راتــه څـــه راکــــوې
چـې مي ژونــد دجـنـتـونـو پـه  ارزو کـي تـېـر کــړ
عبدالسلام اندړ

{/slide}{slide= اوسېږېږي}
په لوړوغرومو سره زمريان اوسېدل
اوس دپــرديــو ګـيـدړان اوسـېـږي
په شـنـه آسمـان مو عقابـان اوسېدل
ملګروهـلـتـه تــور کارغان اوسېږي
پـرې ديــدنــونــه دجـانـان اوسېــدل
هــغه ګــودر کـې خـفـاشان اوسېږي
په بـڼ  بـاغـومـوبـلـبـلان  اوسـېدل
نن  پـه ګلـونـو تـور مـاران اوسېږي
په جوماتو کې مو شيخان  اوسېدل
نن  څــه بــلا  لکـه پـيريـان اوسـېـږي
پـه مـينـه دلتــه افـغــانـان  اوسېدل
اوس مو په زړوکې شيطانان اوسېږي

عبدالسلام  اندړ

{/slide}{slide= ډالرخواره سپي}
زموږ د کلي جنګي سپي ډالر خواره شول
هم پلــرونه هم يـې بچـي ډالــر خواره شول
قـسـم زمــوږ پــه کلي يې قيامت جوړ کړی
زمــوږ د کلي هم پــردي ډالــر خــواره شول

زمـوږ دکلي پـه کوڅو يې لېـوان را وستل
په دې ورانو کنډوالو يې دېـوان راوستل
له لوی وحشي،ځنګله يې خوګان راوستل
اوه ســـرې اتــه ســرې ښـــامــاران راوستل

لــېـونــي ســپي ژبــي خــبـرو ته مي غاپي
ژړا  فــــريــاد دغـم سندروتــه مـي غاپي
دمـور يتمو بچــو،سر ببــروته مي غاپي
خويندو،مينـدو لـرو اوبـروته مي غاپي

د دغو سپو په غاړو کې حلقې پرتې دي
ځيني يې دي نوې،نوري  زړې پرتې دي
تراوسه مې په زړه،چړ يکي درنې پرتې دي
پښو،هم مې په خوله کې ځولنې پرتې دي

نامدار سـړي  يې  زمـوږ د کلي دي داړلي
پــه غپېدويـې لــــه خپــل کــوره دي شـړلـي
دا د کلـي سپـي لوی شيطان دي نـــازولـي
پـــه قسمـت  کـي، زمـوږ  دکلـي رسـېدلي

يوڅــو ســړوهــم دســپــــو لاره نــيـــولـي ده
يـــو څـــو نـــورو يې دخــرو لاره نيولي ده
لـيــږ نه! ډېـرويــې د غــلو لاره نيولي ده
دال خــــورو دپــاټـــکــو لاره نـيــولي ده

دوی چې غاپي،سره اورونـه يې له خولو وزي
کلی سوځـي،تور دودونـه  له کـوڅـو وزي
شــهـيــدي ويــنــي دکلــي لــه چـيـنـووزي
توره شپه ده،امــيـدونــه  مــولـه زړو وزي

ساړه يـې نـه دی زړونـه، ګرد عمر جنګېږي
چې دغه تورتوفان ته ګوري، لا مستېږي
لا يــې  کلــی پــه ټېــکه دی، ښه پړسېــږ ي
لا يـې پڅ نـه دي  غاښــونــه،نــور تېــرېـږي

هک حيران يم دغو سپوته،جادوګرښکاري
کپچه ماران دي ،خوماته پاړو ګر ښکاري
ګــرزي پـه هــوا،نن يــې بـالـوپــر ښکاري
په سترګو باورنشته،څومره باهنر  ښکاري

زمـــوږ دکلي خلک توره کښلي ناست وي
زمري چې له ځنګله وي تښتېدلي ناست وي
يــوتــر بــل بـبـر څــومــره ښــاغلي ناست وي
سپي چې غاپي بيالکه چرګوړي ناست وي

دې سپــو زمــوږ دکلــي ګــدرونـــه وران کړل
د مست څپانده سينديې ټول موجونه وران کړل
دمـينـي دخيرات يـې کچکولـونه وران کړل
جـامونه دساقـي هم يـې خومونه وران کړل

داسپين سترګي سپي،دکلي واکداري غواړي
دا لــېــونــي سپـي د ټــول کلــي خـانــي غواړي
دابـې شـــرم سپي د بــاغونـوباغواني غواړي
کلی يې خراب کــړ،نوره يې وراني غواړي

يو څود کلي سپي اوس تر ارګه رسېدلي دي
تــور مــاران مــوتــر تخــرګــه رسېــدلي دي
ددوی له کړنچا خلک ترمرګه رسېدلي دي
ريښې خـــلاصي اوس تر برګه رسېدلي دي

دې سپو زمــوږ دکلي ټـــول زلميان خوړلي
دلـوی زاړه جــومات يــې مـلايــان خوړلي
دکلــي دمـکتب يــې مــعلــمــان خــــوړلي
زمـوږ يـې سپـيـنــږيــري مشران خــوړلي

دا سپي مو دين او يمان ته سپکاوی کوي
افغاني عـهــد اوپـيـمان ته سپکاوی کوي
زاړه سـپـي نــوي جهان ته سپکاوی کوي
داسپي هـر اتل افغان ته سپکاوی کوي

دې سپوزموږ دکلـي ډېـوي بـلي مـړې کړې
په وينو يې دخلکو پنجې پلنې سرې کړې
د کلــي دآګــو يـې پښې شلي پـرې کــړې
له چا يې غوږونه له چايې پزي پرې کړې

ټــول کلی د دغــو سپــو په اراده کې دی
هم دخروغويو ګورم يې په ولکه کې دی
هغه تـورښـامار يـې هم خپله وده کې دی
دراز او ناز، خلوت يې پـه پـرده کې دی

دغه سپي زموږ دوران کلي کوڅې وېشي
داسپين مرمرين غرونه هم يې شېلې وېشي
دشـنـوډالــروبــوجۍ هم يـې خلتې وېشي
پــه سپينه رڼــا ورځ هــم يې دشپې وېشي
دې لېونو سپو،يودبل غاښونه مات کړل
مخ يې پر تندي،يودبل سرونه مات کړل
دغوسپو،دپلار نيکه رسمونه مات کړل
هغه دلوکلا يې جګ بــرجــونه مات کړل

نــورکلي خـان ،ملايان لري سړي لري
شــغالان او ګيــدړان لــري زمــري لري
وحشي خره لري،غوايي لري اوسپي لري
هسي نــه چې لــه يــو ســره لېـونــي لري

دا ټکــه يــوازي پر مــــوږه را لوېدلي ده
تــل لــه خپــله هـم لــه بــله رالــوېدلي ده
هــم لــه بـــره هــم لــه لــــره رالــوېدلي ده
لــه د بــانــدي هــم دنـــنــه رالـــوېــدلي ده

ترڅو چې داسپي زموږ له کلي ورک نه شي
تــرڅــويـې وهـل ټکـول پـه  کوتک نه شي
تر څودکلي ،داخالي سرونه ډک نه شي
څــو داتـوري څپي سپيني داټک نه شي

تــوري به چلېــږي، سـرونه به پرې کېږي
آسمانونه به خښمېږي،بمونه به اورېږي
ويـنـي بـه بهيـږي،کلي بـه غــرق کېــږي
کورونه خالي کېږي،سپي به لا غپېږي

دغه سپي  په دوعاوو باندي نه ورکېږي
په بــدوا او ښېراوو بــانــدي نه ورکېږي
په زاريــو په ژړاوو بـاندي نــه ورکېږي
سپکوسپورو،کنځاوو باندي نه ورکېږي


دغــوسپوته دټــول کلي پـــاڅــون په کار دی
دغو سپوته دموسا دوښمن قارون په کار دی
دغو سپوته دستالين په شان قانون په کاردی
ســايــبــريا، يــا ځنګل دامــازون په کار دی
خو!
دسنګــرمــي مــرچــلونــه نــړېــدلــي دي
دلــويــي کلامي دېــوالــونه نـړېدلي دي
ښه سـړي مي لـه ټول کلي تښتېدلي دي
قسم چې دګور تر څوکي رسېدلي دي

په قرآن چې خپلو کړو تــه مـي غضب راځي
باري خرو خپلوغويـو تـــه مـي غضب راځي
جــادوګـر و تــعـويــذوتـــه مـي غضب راځي
په خوله مي داسي سپوته لاهوالعب راځي
سلام اندړ

{/slide}{slide= دپرون اونن فتوا}
 مُلاپرون ويل  کافردی،بې ايمان دی
 نن وايي بيا،دهغه مـړی قهـرمـان دی
 ملا پرون ويل مرتد نامسلمان دی
نن بياوايي غازي دی قهرمان دی
ملايان ووچې له کوره يې فرارکړل
 ځيني يې حلال،ځيني يې په دار کړل
عبدالسلام اندړ

{/slide}{slide= ته ګرځېدې}
انتـظـار ومه،په سترګـو کي  مي  ته  ګر ځېـدې
چې ګرېوان مې غرق کېده ورسره ته ګرځېدې
د ديـدار  چي مي  نصيب  در سره  نه  شو  ياره
نن  په خوب کې مي له قبـره سـره ته ګرځېـدې
عبدالسلام اندړ
2010/8/3

{/slide}{slide= ساتي}
شپانه رمـې نن پــه لــېوانـو ساتي
سپيني کــوتــري  پــه بـازانـو ساتي
د شيطانــانــو پـه مـېـلــه کې چيري
څه  پخې غوښي په پشيانو ساتي
دخلکو سترګو تـه مو خاوري شيندي
چـرګي چـرګان په ګيدړانو سـاتـي
دګورم خـرو ته شنه ريشقه وي غـذا
دا رهــبــران يــې پــه ګلانــــو ســاتي
ويشي زموږ دکلي ورانــي کــوڅې
هغه کــوڅـې   پـه  شـغالانـو ساتي
دا پاک کلام په سرولمبو کې سېځي
بلــرنګ) اسلام په پنجابيانو ساتي
عبدالسلام اندړ

{/slide}{slide= دکليوالي نجلۍ فرياد}
په سپينو لېچومي بنګړي مات شول

مورې اوږو کې مي منګي مات شول

ســرولــمـبـو کـې ګـودرونـه سـوځي

تر پښو لاندي مي کودي مات شول

ځــوانـيمرګ کــړې ږيــرور مــلايــان

د وړو خويندو مي تندي مات شول

په ګـودر مې ځـوانيمرګ شو ديدن

مورې سينو کې مي ګوګري مات شول

دغــه لاره، لـــه اغـــزو ډکـــه شوه

لوڅو پښو کې مي اغزي مات شول

کـړل دميني مې زګــروي ګــودر کـې

هغه ګودر کې مي مغزي مات شول

د نـظــرمـات تـاويـذ پــه غــاړه تـلـــم

تور اوربـلونه مي تـنکي مات شول

دې ګـودر کـې اوس بـلاوي اوسـي

اوبــدلـي ولـونـه دپيکي مـات شول

نــوی پـــل پــه دغــه لاره نـشـتــه

زموږ د ټول کلي زلمي مات شول

نور نــاور تــه کـډي نــه راخـېــږي

نن د کوچۍ پـه غاړه ژي مـات شول

نن غـوټـۍ په سپړېـدو کـې رېــبــي

څه اوميدونه مي کمکي مات شول

۱۹۹۳
عبدالسلام اندړ

{/slide}{slide= لېوني خيالونه}
نن مي په سر کي څوخيالونه  لېوني دي
په لــويـه لار کي څـو ګامـونـه لـېوني دي
د درواغو په سجدويې جنت  وران کړی
زاړه  شيخان،که محـرابونـه لـېوني دي
پورته جګـو بـرجـوتـه سپـي خـتلي دلته
سپي دي لېوني،که منارونه لېوني دي
هدېرې وراني،خوني وراني ،کوڅې وراني
دلته پـيـران  کـه زيـارتـونـه  لېونـي دي
ميخانې ته  به سجده په اخلاص وکړمه
که  يې ساقي،که يې جامونه لېوني دي
ديدار دخپل جا نــان ته  به  مـي ورسوي
که پاس پرسرمي آسمانونه لېوني دي
عبدالسلام اندړ

{/slide}{slide= ما بي ګناه وهي}
په مخ مخ مي خپل دادا وهـي

قـسـم دی  مـا بـې ګـــنــا وهـي

که د مور په غېږ کې سر کېږدم

کلک  په سر مي بيا مُلا وهي

که  د ديدن خيرات  يې غواړم

بـيـا مـي سـم  لکـه ګـــدا وهـي

پــروت يـمه داغيار کـوڅـه کې

څه  بـې رحــمـه مـي اشنـا وهي

کـه  پـه چـيـغـو چـيـغـو ژاړمـه

شيـخـــان مـي  پــــه  ژړا وهـي

له شونډو مي مسکا په تېښته

خـپل پـردي مي په خـنـدا وهي

شهـيـدو ســـرو قـبـرو تـه سلام

جـاهــلان مي پـه رښـتيـا وهي

عبدالسلام اندړ

۲۰۱۰/۵/۵

{/slide}{slide=دثور اتمه}

مځکه سره وه،فضا سره وه آسمان سوروو
مـيـنه سـره وه،وفـاسـره وه ګـرېوان سوروو
توره شپه وه، ستړي شپه وه،سپوږمۍسره وه
رڼــا ســره وه، غـــرمــه سره وه جهان سوروو
*******
خويندو د ورور له وينو خال کېښود
پـه جـنـازه يـې زرغون شـال کېښود
مــور د زوی دراتـلو زېـــری غـواړي
پـه ګلستـان يـې ورته فال کېښود
پلار ديـدن پـســي ړنـدېــږي د زوی
په صـدقــه يې ورتــه مـال کـېښود
په غيرت يې خپله ويـنه ورکـړه
څـنګه بې ننګو ورتـه جـال کـېښود
دنـنـګ پــه لارکــې روزلـي زامـن
د دين پـه لار کـې ورته چال کېښود
لا دپـيـر پـه اراده کـې بـــنــد دي
چې پـه کاسه کې ورتـه دال کېښود
پـيـاده ګان مـريـدان زغـلـي پـسـې
لکه د خــرو يـې ورتــه نـال کېښود
پـلـوري واړه، واړه مـاشــومـان
ورته په غـاړو کې دسـمال کېښود
بـــاغ او بـڼ هـم يــې ګلـونـه وېـشي
دابــراهيم يـې ورتــه ټــال کـېښود
ګــونـګۍ شـوه د محـبــت سندره
ښــه د نفاق يې ورته نيال کېښود

عبدالسلام اندړ

{/slide}{slide= په خپل ټغرغلام}
که مـيـنـه مـيـنه ورورولـي شي محبت شي
ظالم اومظلوم نه وي يو ملي وحدت شي
ورک شـي زمــوږ دويـنـوتجـاران قــاتــلان  
قومونه يوشي،افـغـان يـوشي يوملت شي
دخـونخـوروپه سـربه سـرې لمبې شي بلي
دا کندي دوزخي بــه،بياجنت جـنـت شي
ايــرې ايــرې بــه،ددې کلـي جـادوګرشي
پورته له کوڅوبه دکوم ظالم وحشت شي  
زه کچکول په غاړه،دغيرت نارې وهمه  
په خپل ټـغرغلام يم،بار په مامنـت شي
عبدالسلام اندړ

{/slide}{slide= پښتانه}

ويـشـل شـوي پـه لـراوبـر پښتانـه
پـه لـيـکـو لـيـکوپــه ټـبـر پښتانـه
واک يـې دږيـــري لـه مــلاســره دی
اوري ديــوه قـــاتل رهـبــر پښتانه
د يــرغلګـرويـې سنګـر وران کـړی
يوبل وهي بيا پـه خـنـجـر پـښتانه
دسربازي ميدان ته په وياړدرومي
خـو بيا ګـډېـږي بـې ګـودر پښتانه
هآپه سرو ويــنـويې ګټلی تاريخ
نن خــرڅـوي يـې پــه ډالـــرپښتانه
لــه مکـنـاټـن نکِـر پـوښتـنـه وکـړه
وې دانګرېز څيري ځيګر پښتانه
وايي آسمـان زمـوږ په زور ولاړدی
ورانوي يـو دبل سنګـر پـښتـانــه
يويې عرب بل يې قريش بولي ځان
ورور ته به وايي بيانـــوکـــر پښتانه
لـه آسـمـانـو ځـانـونـه پـورتـه بولـي
پـراتـه دي لانــدي تــرسقـرپـښتانه
دويـنوپه سيلاب کـې چې غرق کېږي  
نن د مـيـونــدهــم دخـيـبــر پښتانـه
دکـوم ابـليس جــادو اثــر کـړی دی
لـه عـلــم پـوهـي بــې خــبــر پښتانه
له سپين سهارنه توره شپه کي خوښ دي
تــر وحشت لانـدي درپـه در پښتانه
ورور د ورور،زوي دپلارقوم دقوم
مــاتــوي يــو دبــل کـمــر پـښتـانــــه
کلي په کوريې دوښمني ده خدايه    
وژنـي خـپـل،بيادبـل پـسـر پـښتانه
پيـړۍ پـيـړۍ دلـتـه بــلاوي پــرتـې
خوري دزرمـت اودشـلـګــرپښتانـه
په کلي کورکي يې دوزخ جوړشوی
نن پکې ســوځــي دلوګر پښتانه
پيسې،روپـۍ اوشنه ډالرچې ويني
په پښو،نـه!ورځي په سـرپښتانه
چې يې ډېوه په کورکې بـلـه نه شوه
درانـه پـراتـه دي لکه غــر پښتـانه
ورته په زړو کې ډېره ګرانه مورکۍ  
نـن بــدلـوي يې لکـه خـــر پښتانه
پام ورتــه کـنـده د دوزخ جـوړېــږي
کـه نـه شي ټـول په يـو ټغر پښتانه
بلـرنګه سترګي بـه ړندې جوړېږي
کــه وويـنـي دسـبا لـمـر پـښتـانـه
۱۹۹۲/۱۱/۲۶

{/slide}{slide= ډېره ښه شوه}
تـوره شپه چې را رڼـه شوه ډېـره ښه شوه
دسيسه چې تماشه شوه ډ ېـــره ښـه شوه
دمـــيـنــي خـــبــرې چــې دي نــــه مــنــلـې
د ښا مــا ر پــرتـــاحـمله شوه ډېـره ښه شوه
ګرېوان کې مي سره شهيده اوښکه ګوره
ستا ګرېوان ته مېلمنه شوه ډېره ښه شوه
دنــارنــج ګل حــمــاسـه دي يــاد ده کــنــه؟
په اغــيـارچـې زلــزلـه شـوه ډېــره ښـه شوه
نن بــادارچې دغـلامــانـو غــلامـي کړي
دشهيد مي جنـډه سره شوه ډېـره ښه شوه
دار تــه ولاړ لکه مـنصور له ارمانـونوسره
بيا تــازه زړه کيسه شــوه ډېــره ښـه شـوه
شـهيـد د ارما نــو پـوره کـېدل غـواړي
شــاهــدهم پرتا مــکه شــوه ډېـره ښه شوه
د پَــردې شـا تــه هــآ رهــبــران قــاتــلان
څيري څيري يې پرده شوه ډېره ښه شوه
دسـروويـنوتــوفـانـونـه لا مستېږي پسي
دمحبت کيسه سړه شــوه ډېـره ښــه شوه
شعارونـه سـره، خبرې سرې،اورونـه سره
ږيـــره لنډه ښه اوږده شــوه ډېــره ښه شوه
ټــول رنګونــه سره ګــډ شول يــوله بلــه
ترې لاندي لويه دسيسه شوه ډېره ښه شوه
خبري مي په خولــه کې سلګوبندي کړې
هـره يوه داور لــمـبـه شـوه ډېـره ښــه شوه
ګېلې دزړه،پـه خوله چاتـه ويلای نـه شم
بلرنګه اوښکه په ګېله شوه ډېـره ښه شوه
دميخـانې زيـــارت خــوڅــه ګــنــاه نــه ده
داوعــده چې مي پوره شوه ډېـره ښه شوه
۱۳۸۹/۱/۱۱

{/slide}{slide= سره ټوليږي}
چــــوردی په چوکيوغداران سره ټــــوليــــږي
غله دتوروشپودي لوټماران سره ټــوليــــږي
دديــدن هيلــه مي دکن ته مسافره شـــــــــوله
دبلبل بالونه مات دي ټپوسان سره ټـوليږي
دوذخـونـه يې پــه شا جنــت تــه مونډي وهي
تېرې چړې په لاس دي قصابان سره ټوليږي
دځنګل قانون مات شوی ورنه زمريان تښتي
سـپي هم په کوڅوکې ګيدړان سره ټوليـــــږي
من د چنګښومـــاپـــوره دلته ليـــدلی نه دی
څله خوساډنډکې به ماهيان سره ټولېــږي
دغيرت نــورې کيسې راتـــه خوږې مـــه کوه
کــورکي دي نن وږي يتيـمان سره ټـولېـــږي
دالفت دمرغلرود خوشال ددرنې درنې قـــافلې
لايــق اوجهاني هم لـه کاروان سـره ټولېـږي
غوټۍشوه نيمخوا په دغه بڼ کې نه سپړېږې
ګـوره هـــدېــروکې شـهيــدان سره ټــولېـــږي
چــــې خومونـه مي دملا لــه سوټو نه ساتلو
تشو ميخانـوکې نن ساقيان سره ټـولېـږي
کورکې دپښتون مي نن ويرونه مېلمانــه دي
اوښـکې دسلام بــه له ګرېــوان سره ټـولېږي
۲۰۰۷/۴/۹ مالمو ـ سويدن

{/slide}{slide= خاطره}

ګڼه ګـــــو ڼــه غلې غلې ګـــو نګسې جوړ ي وې
هلته په قرارګا ه کې بيا مستي مېلې جوړ ي وې
مـــــــو ږ نــا خبر ه پټي پټې مـــعا مېلې جوړي وې
خــــــو لـې و ې پټي د سترګو ا يشار ې جو ړوې

لو يه قـــــــرارګا ه کـــې هـــم پيـر ه و ه پټه پټه
تـل پـــه تېــرېـــــــــدوکې هم ګــز مه و ه پټه پټه
خـــلـــکــو اولـــسو کـــــې اوآز ه و ه پټـــــه پــټـــه
خــــو لــه هم ګــــو يا پــــه کلــېمــه و ه پــټــه پـټــه

و ې امـــيـــرا ن جــــهـــاد ي قــــومــندانا ن راغلي
پـــروتـــــوکــو ل تـــه د ليکلو مــيــرزا يا ن راغلي
يوســر مشـاو ر نــور هـم ډ ېر ډېر رو ســـا ن راغلي
د مــــقـا ماتــــــــو جــنــرالا ن امــر يکا يــا ن راغلي

لـــه پــيـسو بـــه کڅــوړ ي اوتــــوبــــــرې ډکېدې
لــــه ســــلاح اومـــهـــمــاتـــوطيـــــارې ډکېدې
لـــه سرومــيـوجګې جګې سرې بيالې ډکېدې
غمجنوزړوکـــې دصــبــر پيـــما نــې ډکېدې



هلته ښې دخوند نــغمې مستي ګــډاوي بـه وې
دشهيــــــدانـــوپــه کوروکې انګولاوې بـــــه وې
وينــي وينــي بهېدې جـــګې غـــوغـاوي بـــه و ې
دعسکــراومــــجـــاهـــددســـرســوداوي بــه وې

ميخـانـو کې بــه خومونــه هم پيا لې ما تېدې
عبادتـــونـــه لمونځونه روژې روژې مـــــاتېدې
دســروشونډو پــــه لېدوګيلې ګېلې مـــــاتېدې
د ميـــو پــــه نېشــوکـــې تــو بې تــــوبې ماتېدې

چـاهم پــلونـــه مکتبــونـه جـوما تـــونــه ورانول
نوريې کــــورونــــه فصلونــه کارېزونه ورانول
دتــــوراوربـــل يې ښکلي نازک ولـــونه ورانول
ســــاقــــي هـــــم دا زاړه زاړه خـــومونه ورانول

اوږدوتوروبـرېتؤکې شونډي خولې وې پټي
تـــر ږيـــــرواوږدولا نـــدي دسيسې وې پټي
دځـــټ اوږدووېــښتانــــــوکـــــې اوږې وې پټي
دســــلام دپـردېـس زړه ګـېـلې ګېلې وې پټــي
۱۹۸۴ مسکو
ټـــــولـــه نړۍ کــــــــې عـــجيـــبه تماشه جوړه وه
دوطــــن دورانــــېــــدلـــــــودســـيســـه جــوړه وه
اسلام ووپــــه خـــطرکې لويه هنګامه جوړه وه
دبــــــا سيـــوا دودوژلـــو ښـــه پـــلمه جــــوړوه

غريب اوهم يې مجبوره انسانـــان خرڅول
شهيدشهيدسربازنوريې غازيا ن خرڅول
چا ګران افغانستا ن ټو ل افغا نا ن خرڅو ل
ښه ســوداګري و ه هم يې مرغا ن خرڅـول

نن يې ګوره نورې نورې دسېسې جوړوي
ښکلې ښکلې دجنت غوندې بنګلې جو ړوي
خـــپلــوخلکوتــــه دوذخ دا ورلمبې جو ړوي
لوی کورکې زموږ،وړې وړې کوټې جوړوي
2007-2-10
{/slide}{slide= ستړي ستړي}
اندېښنې مي په مغزوکې ستړي ستړي
فر يښتې مي په اوږوکې ستړي ستړي
دژونددهيلومې ګلونــه مړاوي مړاوي
بوراګاني لاش بـاغوکې ستړي ستړي
دړندوسترګوتـړمي تــــړمي اوښکي
انتظاردي پــه لېمــوکې ستړي ستړي
ګودرهم چينې مو هديـرې شوې ټولي
جنکۍدي هــديــروکې ستـړي ستـــړي
بياڅپوداوښکو مي ګرېوان لاهوکړ
شوې سولګۍ مې په سينوکې ستړې ستړې
دادحق غوښتنه مي ګناه شــوه لــويـــه
هم دعوې دي محکموکې ستړي ستړي
که راويښ نه شو پښتون له درانه خوبه
قام هم ژبه ورکېدوکې ستړي ستړي
ګوره نـــوري ژبې آسمانوتـــــه خــــېژي
ژبه زموږ پښتو پاړسوکې ستړي ستړي
پــــه چـــــوکيــــو مقامــــونـــوبـــــزکشي ده
هم جرګې دي امتيا زوکې ستړي ستړي
ورانــــي جـــوړېـــدو تـه انتظاردي ولي
خو پيسې دي په بانکوکي ستړي ستړي
ډک جــام دساقي هم يې خمونه مات کړل
رياکاري ده په سجدوکې ستړي ستړي
دمــيني جــام مــي له سلامــه سره ورکړه
سترګې زما په ژړېدوکې ستړي ستړي
۲۴-۰۶-۰۶ ستا کهولم
{/slide}{slide= خدايه پيداکړې}
بېرحمه زړوکې رحمت خدايه پيداکړې
وحشي نبضوکې شرافت خدايه پيداکړې
شاړي دووطن په ورورولي جوړېږي
دوروڼو مينځ کې محبت خدايه پيداکړې
دتـــــوپ وتفنک جنـــازې پورتـــه کړې
افغان وروڼوکې وحدت خدايه پيداکړې
پـــوړنی دمـــــــورمې توفانـــونــــو يووړ
بې ننـګه زړوکې غيرت خدايه پيداکړې
شپــــه لاډارونکې مېــلمنـــه ده دلتـــه
ټولو تياروکې معرفت خدايه پيداکړې
جـــــونګړه ورانـه پرې جنتونه جوړشول
په حکومتوکې عدالت خدايه پيداکړې
غـله اوجــلادان هم پاچاهي غواړي
دغومغزوکې علميت خدايه پيداکړې
ځناوران په انسانانوپاچاهي غواړي
ځنګلوکې هم حکومت خدايه پيداکړې
دزهـروپـــه ځای ګلونــــه وټـــــوکوې
لېونوکې معقوليت خدايه پيداکړې
۲۰۰۷/۵/۹ مالمو
{/slide} {slide= يرغمل دي}
ملتــــونـــه اولسونــــــه يرغمل دي
غرونه ټول دښتونــــــــه يرغمل دي
غلامان يو پيدا شوي غلامي کړو
ځانــــونه ټول نومونــــــه يرغمل دي
خولـې مـــــو بندي څه ويلای نـه شو
زوړونــــــه ټـول فکرونه يرغمل دي
اميددونه مي ټول خاوروته سپارم
کورونــــه ټـــول ښارونـــه يرغمل دي
په دې تياروکې ډېوه بــله نـــه شوه
پــــوهــــنــه مکتبونـــه يــــرغمل دي
ورانـــوکــــوڅـــوکې لاره ورکه شوله
څراغ او ټول برقـــونـــــه يـرغمل دي
ړنــدې ستــــرګې څــه ليدلاي نـه شي
اخبارونـــه کتابــــونـــه يـــرغمـــل دي
سپني دريــــا جـــــامې پـــه تــــن کړي
جوماتونــــه محــــرابـونـه يرغمل دي
اسلام يې ټينګ په ږيـــــروکې تــړلی
مــذهبونــــه ټول دينونه يـــر غمل دي
کلي کـــــوڅـــــې په وينــــوولمبـېدې
ګودرونــــه سره شالونـــــه يـرغمل دي
بـــاغ کې بلبـــــلان پـــه ژړا وژړېـدل
ګلشن کــې ټـــول ګلونـه يــرغمل دي
دقـــارون دزرو شرنــــګ شـــودلتـــه
ډالرونــه ټـول بانکونــــه يــرغمــل دي
ټکټونه دکنسرت شـــووپـــه ډالــــرو
هنـــرونــــه کنسرتــــونــه يــرغمل دي
عجيبـــه معــــامېلـه ده پـــه وطــن کې
ديپلومونه ټول پوستونه يرغمل دي
موږه ژوندي هيلي مــومړاوې شولې
ميونـــدونـــــه غيرتــونــه يرغمل دي
دميود خومونومستي مستي کيسې
شرابونه ټول جامونــــــــه يرغمل دي
اوښکو ګرېـــــــوانـــو تــــه هجرت وکړ
پــه سلګوکې سلامــونــه يـرغمل دي
سويدن ـ مالمو۲۰۰۷ ـ ۱۳۸۶
{/slide}{slide= ديلداشپه}
هــزارهـــزارکلونــــه تېر شول دلته


بېمار بېمارکلونــــه تېرشول دلته


سکندر چنکېـز ســـرونــــه وخوړل


روس اوانګرېــــزسرونـــه وخــوړل


واردانـــګرېـــزدغــلامانــــوراځـــي


هــــم دټـــولـــــو تروريستا نو راځـــي


دغې ورانــــې کنـــډوالې تـــــه و لي


تـــرمځکې لاندي خزانــــې تـــه ولي


خــــوګانـــــوسترګي سرې کړې ولي


مارانـــوسترکې ســرې کـــړې ولــــي


دلــوی ځنګل ظلم وحشت دی دلتـه


هيـبـــت د جـــهل اوظلمت دی دلتـه


ځـمکــه آسمان دلــته بدل شوه ولي


خټه انسان د لته بـــدل شــــوه ولــي


غلـــه پـــاچاهان اوسرداران تېرېــږي


زمريــان دګيدړوغلامان تېرتېريږي


بلــه ډېـــوه مـــوږ لـــه مسکـنه شـــړو


خـــــوږه بلـبلـــه مـــوږلــــه بڼــــــه شړو


خـــاوري ايـرې يې لــه ملکونـــوراړو


څــــونظـــريې يې لـــه قبرونــــوراوړو


ديـــــلدا شپه دديوکيسه ده دلــــــته

ســـلامـــه هيلــه مېلـــمنه ده دلــــــته
{/slide}{slide= دميني تنده}
ګـــرانــې وکــــړه دميني دي خـــــوږې خـــبــري


پــرېـــږده جــنــګـــودعوې ترخې ترخې خبري


په لوی خدای چې ستاديدن ته مي زړه کېږي


پرېږده ګــرانې بس کــړه زړې زړې خـبــري


په خدای چې ستا پښوکې خوزه ډېررغړېــدم


اوس ولــي راتــه کـــړې سپــرې سپـــرې خبـري


زمـــامــيـنــه زمـــاويـــنـــه خــــولـــه تـــاســـره ده


درتــــه بــــه نه کـــړمه ګـيــلې ګــيـلې خـــبــري


دمېلمه قــــدرکـــوه څه بــې غـيرت خــونـــه يې


ګــــوره ماتـــه مـــه کـــــړه چړې تېرې خبري


راتـــه دارمــه جـــوړوه اغـــيــارمـــه لـــمســـوه


خوله کې مه جوړه وه حلقې حلقې خبـــري


زه لــــه غــمـازه تــښــتم تــه ورتـــه نــازورکوې


درتـه کـړم سپيني سپـينـي پښتــنې خبري


ټـــول عـــمــردي په وره کې پيره دارولاړوم


ودي نه کړې خوږې دپستې خولې خبري


وږی تـــــــږی يــــم لا مـــي تـــــــرڅـــــوکـــــړوې


مه کړه پــه وږي خــولـه مــړې مــړې خبري


دميني ګــرمـــه وينه مــي ســـړوکــړه کنګل


هـــنـــوزراتـــه کـــوې تــودې تــــــودې خبـــري


ته ژوندون مي داورپـــه سرولمبوسوځوې


هــمـېش راتــــه کــــوې ســـړې ســـړې خـــبــري


لــــه ســــلام سره مي ميـنـه مــحبــت ومـــنـــه


کــه هـــرڅــوراتــــه کــوې تــرخې ترخې خبــري


پـه وچـوسپېروخــولــوخـولـيــږخنداراولــه


بس کـــړه نــوري بس کــړه دويــنو ســرې خبري
{/slide}{slide= سينې څيري}
لدردو،ډېرو،غموکـــــړې سينې څيري


برچو،تــورو،چــړوکـــړې سينې چيري


لــه ماغوندي بــې علمه ګيلــه نشته


رهــبــرپـوهــوســړوکـــړې سينې څـيـري


خـــيالـــونــه يــې آسمان تـــه رسولي


خوشال چې په شعروکړې سينې څيري


خواږه جانان ته ځان رسول ګران دي


فــرهــاددتوروغــروکړې سينې څيــري


ستي کېــدل خـــوڅـــه اسانـــه نــــه دی


پتنګانــو پـــه لمبوکړې سينې څيــري


چـــې ځــواني مرګي غوټۍ ورژېدې


بـلبـلوپــه ازغــوکــړې ســيــنـې څيري


سلګۍ مــي په سينه کې بندي بندي


اوښـکو ګـــرېـــوانــوکړې سينې څيري


دويــنــوويــنــوفـــوارې پــورتــه شــوې


تــــوپــــونـــوطيـاروکـــړې سينې څيــري


دتېښتي لاره تـــوروشپــوورکــه کړه


زلـمــو ټــــولـــو زړوکــړې سـيـنې څيري


دحـــق دعـوا تـرڅــوبــا طـلـه نــه کړي


کاذ بو فـيصـلـوکــــــړې سيـنې څـيــري


لــــوستـــلای نـــه شم نــوقلم را اخلم


يـې ګا نــوهــم واووکـــړې سينې څيري


ګـــرمــه جــګړه پــــه بــوتــلونـــوويشتل


شــوراګانـــو،جـــرګــوکــــړې سنې څيري


بـلــرنګ کاڼــه غوږونـه ړندې سترګي


ډالــــرونـــو ايــــروکـــړې سيـــنې څيــري

عبدالسلام اندړ
۰۷۰۸۲۶
{/slide}{slide= اوښکي تويږي}
خدايه لـو يه خدايه! نن اوښکي درهبرتو يږي
په نيمه ورځ په ما زد يګرهم په سحرتويږي

د لتــه اورو نـــه لګېد لي انسا نا ن سوڅېږي
لراو برکه لوي واړه د ي افــغانــان سوڅېږي
دګران وطن مي نوميالي قهـرمانان سوڅېږي
ستو ري ژاړي خدايه! نن اوښکي د قمرتويږي
په نيمه ورځ پــه مازديـګـرهــم پـه سحرتويږي

د لــته ژړاد لته غــو غــاده کــر بــلا جــــوړه ده
انسان په وينوکې لمبيږي عا شوراجــــوړه ده
دمسلــميـنــويـــود بــــل ســـره غـــزاجـــوړه ده
اولس ژاړي خدايه! نن اوښـکــي دافسرتويږي
په نيمه ورځ په مازديــګرهــم پــه سحرتويږي

دمسجدونــو محــرابو نوکې لمو نځونه کوي
هم يــې کونجنوکې دپاک کلام ختمونه کوي
پــه نيمــه شپـه کــې تهجـداوډېــر نـفلونه کوي
جومات ژاړي خدايه! نن اوښـکې دمنبرتويږي
په نيمه شپه په مازديــګرهــم پــه سحرتويږي

بس کړه اې قاتله لــه و ژ لو نــو رتــو بــې کوه
بس درشــوتــونــــو لـــه خــوړلونــو رتـو بې کوه
بس دوطــن لـــه و رانـــولـــو نـــو رتــو بـــې کـوه
پغمان ژاړي خدايـه! نن اوښکي دظـفرتـويــږي
پـه نيمــه ورځ په مازديـګــرهـم پــه سحرتــويـږي

ددونـيـا خلک آسما نــو نــو تـــه زينې جــوړوي
دپـــوهي پــه ر ڼــاکې مکتبونه مد رسې جوړوي
پښتون جــګــړې کو ي بچــو ته هديرې جـوړوي
ميونـــد ژاړ ي خـــدايه! نن اوښکې دخيبر تويږي
په نيمه ورځ پـــه مــــازديــګرهــم پــه سحرتويږي

څـوک پــنـدونــه نن د بــلخي اورحماني نه مني
څــو ک نـصحتــو نــه د سـيدآفـغــا نـي نه مني
څوک شعرونـــه دالفت،لايــق او جهانـي نه مني
بـــرات ژاړي خـــدايه! نن اوښکې داختر تـويـږي
پـــه نيمه ورځ په مازد يــګرهــم پــه سحرتـويـږي

اې ســــلامــــه لــه تــا نــه مــي خــنــداولــي خپه ده
ســولـګـيـوکــې لـــه تــــانـــــه مــې ژړا ولــي خپه ده
پـــه ويــنــو لــمبـېـــدلــي مــي لــيــلاولــي خــپه ده
دښته ژاړي خدايه! نن اوښکي دسپين غرتويږي
پـه نـيمـه ورځ پــه مازديــګرهــم پــه سحرتــويــږي

تــرڅـــو بــه اســـــرايــل اوعــــربــان ســره جنګېږي
تــرڅــوبــه يــولــه بــلـــــه افــغـانـــان ســره جنګېږي
تــرڅـــو بـــه مسلمــان لــه مسلمــان ســره جګېږي
توپک ژاړي خدايه! نن اوښکي د عسکرتويږي
پـه نـيمـه ورځ پــه مازديګرهــم پـه سحرتويږي

ولي امــريکا له ټــول جـهان ســـــره جګړې کوي
ګــوره امــريکا هــم عراقيان سره جـــګړې کوي
ترڅو به هغوي اوطــــا لـبـــان ســره جـــګړې کوي
امـت ژاړي خــدايــه! نـن اوښکي د بـشـرتــويــږي
پـه نـيمـه شپه پــه مازديــګرهــم پــه سحرتويږي

ســتــاد پـلــرود غـيــرتــو نــوآوازې چـــيــري دي
ستـــاهم د تورزنود توروکــارنــامې چيــري دي
ستـــاد تــوروغرولا لونــه اوفيروزې چيري دي
غــرونـــه ژاړي خــدايــه! نن اوښکي دممرتويږي
پـه نـيمـه ورځ پــه مازديــګرهــم پــه سحرتويږي

نن يې ويــنـم د لــتــه تـېــری پــه وړو نجنوکېږي
نن يـې ګـورم د لـته تـېـری پـه نـاموسونو کېږ ي
ټول جهان يي ويني تېری زموږ په کورونوکېږي
موريې ژاړي خدايــه! نن اوښکي ددخترتويږي
پـه نـيمـه شپه پــه مازديــګرهــم پــه سحرتويږي
2007-09-09
Malmö
{/slide}{slide= دوړکتوب داختر ياد}
د ګل پـــا ڼـو مخــو نــه ښکــلېدل
پـه نکريځو لاســونــه سره کېدل
لـه آسمانـــه بــه خــو ښۍاورېـدې
تـــرســهــاره بـــه بــتــۍ بـــلېـــدې
د مــوراو پــلارلاسونــــه ښکلېدل
خپه پـــرېشا نه زړونـــه ښکلېدل
آد م تــه پـــه عــذربــه هــوا و رتـــلـه
غلي بـــه يـوسـف تـه زليخـا ورتــله
فــرهاد تــه شير ينه پــه ژړاورتـــله
مجنون تــه پـه منډه بــه ليلاورتله
تـــازه ګلـــونــه پـــه اوربــل بـــه وو
څــه دوريښميني لونګۍ ول به وو
را يـــاد شـي ښــه مستـه ژ ړاراشـي
که نن خيا لو نو تـه مي بيا راشي
او ښکې بهيـږ ي مـــا يوسي راولي
و يـني تـو ېـــږي دو ښمنــي راو لي
ا تفاق چې په قـو نـومو نـوکې وي
ډ ېـوه بــلـه يــې کــورو نـــوکــې وي

عبدالسلام اندړ
2007-10-06۸
{/slide}{slide= داختر ډالۍلنډۍ}

اختردي ټولومبارک کړې
که مسافروي که ديار له څنګه وينه
اختره څومره بختوروې
چې جوړول دي دمينو ديدنونه
اختره زه له تا خپه يمه
دشيرين يار مي ولي نه راوړې حالونه
خدايه دا دي څه خدايي ده
دچااختروي دچاغم په کورکې وينه
اخترله ياره سره خوندکړي
چې يارمي نه شته دغم اوښکي تويمه
داسره لاسونه مي ياديږي
په لوی اخترمي خدايه ور ولې مينه
زماخوقسمت درسره نه شته
دشيرين يارپه قبروشينده ګلونه
زه به په بل اختر درځمه

دشهيديارپه وينووشينده ګلونه
{/slide}{slide= ژاړم}
چــې لــه مــوره پيدا شوی يـمه ژاړم
چــې تـــرګــوره رسېدلی يــمـه ژاړم
ورځــي پــــه ژړاپه شپه بلاوي خاندي
پــه شپوکـې راګـير شوی يــمـــه ژاړم
دمسکا پـــه آرزودونياتــه ډېوې بلوم
کـوچنی چــې رالـوی شوی يـمه ژاړم
دمحبت غېږه دي خلاصه کړه چې درشم
ستـاپـه غـېـږکــې کړېــدلی يــمـه ژاړم
څــوقــدمـه چې درواخـــلم ستاوخواته
بـېـرتــه شــا تــه ګـــزېــدلـی يــمــه ژاړم
قفس کــې مــي عمـر پــــه ژړاتېـرېږي
لــه قـفــــســه چــې وتــلی يــمــه ژاړم
هوسونه که مي ټول شهيد شهيدشي
خماردېـــدن تــه دي راغلی يـمـه ژاړم
لــمــن مــي ستا نيولي درتــه عذ رکوم
ستالــه غېـږ ي چې وتـلی يــمــه ژاړم
په مينه کې مي ستاالف اوميم زده کړه
دجاهل چــې کاتــب شــوی يـمـه ژاړم
مينه مي نــفــرت پــه غــاښو وچيچلـــه
ستاپه حال چې خبرشوی يـــمــه ژاړم
۱/۸/۲۰۰۷
2007-08-01
{/slide}{slide= ژاړي}
دخدای حکمت ته ګوره پاچاهان ژاړي

يــوازي نـه، ورسـره يې معاونـان ژاړي

لاره ورکــه شــوي تــوردودونــه دي ډېر

ټـــول ژاړي داخــليان اوخـــارجيان ژاړي

غونځيــږي ډلــي ډلــي پاچــاهي غواړي

په تــړمــوتـړمـو اوښکــو مـلايــان ژاړي

د لـويـي چـوکــۍ چـي آرمـانــونــه کــوي

نـــالــــوســتـي دچـــوکيـومـيـنـان ژ اړ ي

ځــان وژني خلک وژني پاچاهي غواړي

لـوي خــدايه ستا دربــارتــه طالبان ژاړي

چــي ليــدلي يې خــونــدونــه دچـــوکيــو

قــطــار ورتــه ولاړدي وکــيــلان ژ ا ړ ي

سياست نشتــه ټــوپکـونــه پــه اوږ ودی

ورزغــلــي پـه څــلــوروقــومـنـدان ژاړي

څـــه اورونـــه لـګـــيدلــي پــه چــوکـيـــو

تــرتــوروخــاورولانــدي شهيدان ژاړي

ښه جګــړه ده په چوکيوخدايه خيرکړې

ټول سـرتيـر ي عسکـر هم افسران ژاړي

دجــنت غونــدي بنګلې لا جوړي نه دي

خـطــرکې چی ځان ويني وزيــران ژاړي

چــوراوچــپــاول پــه جــنتونــو دی جوړ

دوذخ کــي غالمــغـال دی غريبــان ژاړي

چــې په څــټ يې کـوتکونه دي خــوړلي

تــوبې کوي روسان هــم انګرېزان ژاړي

کــنــده يــې کــينــدلــه لاره يې په کــنــده

متل يې ووهـېــر شــوی پنجــابيان ژاړي

هيلي شوې ناهيلي بلرنګ په ژړا وينم

ګلـــونــه بــاغ کــی نشته بـلـبـلان ژاړي

2007-11-13
{/slide}{slide= ځولنې شرنګوې}
ولي عــاشق تـه ځـولنې شــرنګوې
په رڼـاورځ هم يې دشپې شرنګوې
اوس خـودعشق خبري هېري شولې
څـلـه نـــوي نـو ري ز ړې شـرنـګـوې
شـهيدهــډوکي خومي تـه خـرڅـوې
څـوک راته لويي ته وړې شرنګوې
آسمـا نـه نـو رسکروټي مـه او رو ه
ګـډ ېـږې یخي هـم تـودې شرنګـوې
هـم ځولنې دي راته خوله کي پرتې
جــو ړه وې نــوري حـلقــې شرنګوې
نـورځــولـنـې زه پــه غـاښــومـاتـو م
تــه لاهـنـوزسپکي درنې شـرنګـوې
اغيارپرېـږده چـې زماپـه ژبه خـانـدي
بــلرنــګـه تــوري پــښتنې شـرنګوې
۲۰۰۷-۱۱-۲۷
{/slide}{slide= ځولنې شرنګوې}
ولي عــاشق تـه ځـولنې شــرنګوې
په رڼـاورځ هم يې دشپې شرنګوې
اوس خـودعشق خبري هېري شولې
څـلـه نـــوي نـو ري ز ړې شـرنـګـوې
شـهيدهــډوکي خومي تـه خـرڅـوې
څـوک راته لويي ته وړې شرنګوې
آسمـا نـه نـو رسکروټي مـه او رو ه
ګـډ ېـږې یخي هـم تـودې شرنګـوې
هـم ځولنې دي راته خوله کي پرتې
جــو ړه وې نــوري حـلقــې شرنګوې
نـورځــولـنـې زه پــه غـاښــومـاتـو م
تــه لاهـنـوزسپکي درنې شـرنګـوې
اغيارپرېـږده چـې زماپـه ژبه خـانـدي
بــلرنــګـه تــوري پــښتنې شـرنګوې
۲۰۰۷-۱۱-۲۷
{/slide}{slide= ماشومه}
دخـــواري مــوردسترګــوتــورمــاشــومــه
دمــظـــلــوم پــلارد مـټــوز و ر مــاشــومــه
دغــيــــــر تــو نـــو ډ ر ا مــه جــــــو ړ ه د ه
خــوتــه ژونـدی بــوره دي مــور ماشــومــه
دمورشيدې مـه کــړې هرڅه ميراث کړې
زمــان کــړې خــرڅ ولــي په زورماشـومــه
مــو ر انتـظـا ر ده پــه جــنـــت دي غــوا ړي
وعــدې خــوږې لانــدي تــرګـورماشــومـه
ښــه ده چــي خــرڅ شولــې تاريخ دي جوړکړ
څنګــه متاع شــوې دخــونخــورمـاشــومــه
دعـــــدا لــت بـــــا د ا ر ر ا و نـــــنــــګـــو ه
د لــتـه راغــلـي ســـره ا وتــو ر مــاشـــومــه
تـــا ســـر ه ســم بــه آســمــــــا نـــونـــه ژاړي
دخــواري مــور دســترګــوتــورمــاشــومـه
د اسي حــکومت تــه هېښ اوپېښ يـمـه زه
دسره کافـــرمــاتـــه پـېــغــو رمـــاشـــومـــــه
۲۰۰۸مالمو
{/slide} {slide= مـېـلـمـنـې اوښــکــي}
زمــا پــه ستر ګو مېلمنې د ي او ښکي
سپيني سپيني دي هم سرې دي اوښکي
تــو رمــو جــو نـــه دي ويــر ونــه ر ا و ړ ي
لــکه طــو فــان څپــې څپـې د ي اوښکي
دســفــر نــيــت يــې ګــر ېــو ان تــه کــړی
بــې ګــنـــاه اولچک پــرتــې دي او ښکي
ګــوره زمـــايــې هـــم جـــاغــې شکولــي
دچــالــه ظــلمه پــه ګــيلــې دي اوښکي
د آ رمــان غــنـــچــې يــې ز مــا ر ېــبــــلـي
پــڅــي پــڅــي هــم تــېــر ي دي اوښکي
ځـــــو ر وي يې څــــــه ګــنــاه يي کــړ ي
چي ســـړ ې د ي هـم تــو د ې دي اوښکي
ر ســـو ا ر ســـو ا يې مـيـنــه شــــولـــه
ګــرېــوان تــه پــه سـجـد ې دي اښــــکي
بـلــرنګ چــــي ټـــو ل پـــه ژ ړ ا ويــنـمــه
ز مــا د مــورتــرخــې تــرخــې د ي اوښکي
{/slide}{slide= دارزاقورياست ته}
تــا تـــــه وايــــم د ا رزاقــو ر يــاســتــه
لاس پـــه سر دچپړ اسيا نو له خــدمته
معلمان درپسي ژاړي
****
له لوږي مامورين دي وچي خولې ګرزي
لـه غـمـه دکـوپـون ددورځـي شپـې ګـرزي
لـه بخته پـه ګيلـه دي سترګي سرې ګـــرزي
پــه افــسوس دي يــادومــه لــه محــبـــتــه
تــا تــه و ا يــم د ا ر زا قــو مـــديـــريــتــه
معلمان درپسي ژاړي
****
د و ږ ي مــاشــوم ولــي ژ ړ ا نه ا و رې
هـــم ديـــخ وهــلــو انــګو لا نـــه او رې
په کلـي، ښا ر هــم پــه بـیـديـا نـه اورې
بــې خــبــر د مــــز د و ر انــــو لـه حــالته
تــــا تــــه وايــــم د ا ر ز ا قـــو ريــاسته
معلمان درپسي ژاړي
****

هم د وهــا بـــيـا نـومـلا يـــا ن راغلي
ډېر سرفـر وشـا ن د پــا کستا ن ر اغلي
عـربان دجــنـت ټـېـکه د ا ر ان راغـلي
افـغان تښتي دوحشـيانــو لـه وحــشـته
تـــــــا تــــــه وا يـــم د ارزا قــومـــد ريــته
مــعــلــمـــان درپسي ژاړي
****
هم دلــتــه دوښــمــنــان ســره وروري کوي
انــګــر ېــز د لته چـلـو نـــه شيطـا نـي کـوي
روس لـــه امــريــکا ســـره يـــا ري کـــوي
دوي ولي وېرېږي نن لـــه اخـــوا نــيــتــه؟
تـــــا تـــــه وا يــــــم د ار زاقــــــو ريــــاســـته
مــعـــلــمـــان درپسي ژاړي
****
لاندي مځکه لوړ آسمان سره دوښمن شو
مسلـمــان له مسلــمـــان ســــره دوښمن شو
يـــوآفـــغـــان دبــل آفغان سره دوښمن شو
نن ايـرا ن پښـــتو زبان ســره دو ښــمن شو
پښتانـــه مــي ټــول تباه شوو لـــه غيرتـــه
تـــــاتــــه وايــــم دارزاقــــــومـــد يــريــتـــه
مـــعــلـــمـــان درپــسي ژاړي
****
نـن سنـيان اوشـعـيـه ګان ســر ه جنـګـېـږ ي
پـنــجشيريـــان اوازبـــکان ســـره جنګېږي
پښتـــانـــه اوطـــالــــبـــان ســـره جنــګېــږي
کـــه رښتياوايــم ټـــول محـــروم دي له جنته
تـــا تــــــه وايــــــــم د ا ر زاقـــو مـــديــريــتـــه
مـــعـــلـــمــــان درپــــسي ژاړي
****
موريې ګـوره خپلـه ګـــرانــه لــورخــرڅــوي
پلار يي هم دخپــلو ستـرګـونــورخـرڅـوي
کــومنـــدان پــودر لکه انــګــورخــرڅـــوي
دلته خـلک مي تبـا ه شـو ولــه وحــشتـــه
تــــاتـــــه وايــــــم دا رزاقـــــو مــديــريـــتـــه
معلمان درپسي ژاړي
****
ســربــاز ان اوافسر ان دي فــقير ان شـول
استـادان اومــعلــمان د ي خر کاران شول
لوټــماران اوبــدماشان دي مارشالان شــول
پښتانــه مــي ټــو ل تبا ه شو و لـــه غيرتـــه
تــــاتـــــه وايــــــم دا رزاقـــــو مــد يــريـــتـــه
معلمان درپسي ژاړي
****
بيــســواده جــاهــلان دي جنرالان شول
چيري ورک دي پيلوټان قهرمانان شـول
چــپــړاســيان دريــسانــو ريـــسان شـــول
پښتــو ن ګـــو ر ي متعـصـب ته لـه محبته
تــــاتـــــه وايــــــم دا رزاقـــــو مــد يــر يـــتـــه
معلمان درپسي ژاړي
****
له اوړو ډکه سيلودي نن ويجاړه وينم
دافسر لکـه ګـدا بـوجۍ پــه غـا ړه ويـنـم
دمامـو رينو دکو پـون مغـازه ورانـه ينم
جها د تــبـا ه شــود ر هبر لـــه بــــرکــتــه
تــــاتـــه وايـــم دا رزاقـــــو ريــاســـتـــه
معلمان درپسي ژاړي
****
اجــيــران اومعلمان ســــتاريــسان ژاړي
مـامــوران اوچپړاسيان ستامديران ژاړي
خــواره واره دي ټــول کــوپــونداران ژاړي
اوښکي په ګرېوان دخپل بـــده قسمته
تــــاتـــــه وايــــــم دا رزاقـــــو مـــد يــريـــتـــه
معلمان درپسي ژاړي
****
مغاز و د ي تو ري وازي خـــولې نيولي
هــم ر هبر دغلـو دخلطو خــو لــې نيولي
غـلـو پــه جبر ز و ر دي مــغـــاز ې نــو لي
مامــورين چــي د ي نن ژ ا ړ ي لـــه ذ لتــه
تــــاتـــــه وايــــــم دا رزاقـــــو مـــد ير يـــتـــه
معلمان درپسي ژاړي
****


ولي مــامــو ر ين دي نن نسوار خرڅــوي؟
په کلي کورهم يې پــه بــا زا ر خـــــرڅـــوي
نــن پــه کابــــل سبايې پــه مـــزارخــرڅــوي
وشـــر مـــېــږ ه د دوی لـــه بــد حـــا لــتـــه
تــــاتـــــه وايــــــم دا ر زاقـــــو ريـــــاســـتـــه
معلمان درپسي ژاړي
****
نن پـــه وطــن کي مــاشــو مــان خـرڅېږي
پــه څــو ډ ا لــر وبــانــدي ايمـان خـــرڅېږي
ټـو ل مسلمانـــان هــم کافـــران خـرڅــېـږي
بربادشـــو ې د ږ ېــر ور ولــه قــــد ر تـــــه
تــــا تـــه و ا يــــــم د ا ر ز اقـــو ر يــــا ستـــه
معلمان درپسي ژاړي
۱۵/۱۱/۱۳۸۶
عبدالسلام ا ند ړ
{/slide} {slide= پسرليه!}
پراخو شنودروکي
لمن دلوړوغروکې
هاخوا په شېلوکي
شاړوګودروکي
دکلي په کوڅوکي
ستوري آسمانوکي
پسرليه!
نوي حماسې جوړېږ ي
ورسره نوري دسيسې جوړېږ ي

شاعران نقاشان هڅوې
احساس ورکوې
دومره دي بياستايي
شعرونه درته وايي
سرودونه درته وايي
ښکلي منظرې جوړوې
مستي ترانې جوړوي
پسرليه!
نوي حماسې جوړېږي
ورسره نوري دسيسې جوړېږ ي

دقلم اوښکي دکاغذ ګرېوان ته
په عاجزۍ داميد لاس اچوي
له تيارو دي راباسي
اوستا دحقيقت څېره
ورته ترسموي چې
مځکې آسمانونه
توري اوريځې بارانونه
دجګړې د اور دودونه
پسرليه!
نوي حماسې جوړېږي
ورسره نوري دسيسې جوړېږ ي

دتورډبرين غره خواته
دشپانه خوږه شپيلۍ غږېده
په لمن کې ښکلي ښکلي
توري پينه شوي کېږدۍ
پکي ناسته ځورېدلي جنۍ
دبوټوبارپه سرستړي کوچۍ
خروړی کېږدۍ رمې څاري
په ورځ هم يې دشپې څاري
پسرليه!
نوي حماسې جوړېږي
ورسره نوري دسيسې جوړېږ ي

ورسره خره او آسان
ورته پراته وي اوښان
دغره له زړه يخي اوبه
خوږې سامري سابه
له چينې اوبه په خرو راوړي
ژي پېغلي په اوږ و راوړي
پسرليه!
نوي حماسې جوړېږي
ورسره نوري دسيسې جوړېږ ي

ځنګلونه ، باغونه، چمنونه،
سيندونه ، بحرونه اوماهيان
مهربانه اوصادق انسانان
په دونيا ددوذخ په لمبو سوځي
په ورځو شپوسوځي
آهونوپه ګيلوسوځي
ګوره پسرليه!
نوي حماسې جوړېږي
ورسره نوري دسيسې جوړېږ ي

را نيږ دې شه يوه پټه خبره درته وکړم
مه خپه کېږه!
يوه هم پټه پوښتنه درنه وکړم
غلبلې هورا اورا مي درته وويلې
نارې تکبيرالله الله مي درته وويلې
نه هورا دي زما ومنله
نه الله الله دي زماومنله
خو پسرليه!
نوي حماسې جوړېږي
نوري دسيسې جوړېږ ي ورسره

سندونه دقهرله اوبو مه ډکوه
لښتي ويالې له وينومه بهوه
له ګوډلي او جونګړې موږه مه شړه
له خپلې کمپلې موږه مه شړه
زموږ ګوډلې نوري مه ړنګوه
توراوسره غوايان بيامه رالېږه
وږي لېوان مه مستوه
پرې څيرل داړل مه کوه
پرې ويني تويول مه کوه
خوپسرليه!
نوي حماسې جوړېږي
ورسره نوري دسيسې جوړېږ ي

سالم ته ذلت ورکوې
ظالم ته محبت ورکوې
پرخوارباندي غوبل جوړوي
شيطاني چل جوړوي
لار نيولودکابل جوړوي
شنه شنه ډالر ټولوي
پسرليه!
نوي حماسې جوړېږي
ورسره نوي دسيسې جوړېږ ي

دا بې انصافي دي پسرليه!
دادچل دوستي دي پسرليه!
زموږ له شعارونوزده کړه
له دوعا ګانو تکبيرونوزده کړه
موږخوران له ژمي ګېله نه لرو
هم له ژمي داوړي هيله نه لرو
وادي ورېدل؟
پسرليه!
نوي حماسې جوړېږي
ورسره نوري دسيسې جوړېږ ي

خوږه خنداوکه نه رالېږې
ښکلا دي په موږ نه لوروې
زموږ په حال زړه نه سوځوې
نويوسلام به خامخا قبلوې.
سپرليه دغاټول يوڅوګلونه راوړه
دياردخولې مي جوابونه راوړه
اخيرپسرليه!
نوي حماسې جوړېږي
ورسره نوري دسيسې جوړېږ ي
۲۰۰۸-۳-۲۰
{/slide}{slide= پراته دي}
دلته قـومـونـه پـښتانـه پـراتـه دي
لکه لوی غرونه ښه درانه پراته دي
خــوپـه سکـون دي حـرکـت نـه لــري
په سر واو ر وکي ښه ساړه پراته دي
هم پراخي مېني لـوی کـورونـه لـري
خوپه خپل کورکي مېلمانه پراته دي
پـه رڼــوستـرګـويـې تـيـاره خـپـره ده
وچـو ډا ګويـي هـم شپانـه پـراتـه دي
يـوبـل ســره وژنـي دجـهـاد په نـــامـه
پـټ دوښـمنان ورتـه زاړه پـراتـه دي
کلـه له خـوبـه بــه ويــده بيــدارشي
پـه خـوب ويـده ړانده کاڼـه پراته دي
ژبه يې خــواره هــم خـواريــږي پسي
يوڅــويې سم ډېــريې کاږه پراته دي
دکـوهي قـا ف دغــره وشا تـه اوسي
لويان لويان هم يې واړه پراته دي
تـــو ره،دوژ لـــو پــيـــړ ۍ تــېــر ه شوه
نـړ ۍ رڼـاخـود وی تــيا ره پـر اتــه دي
۲۰۰۶
صدر-- پيښور
{/slide}{slide= اې خــــلــــکــــو!}
رهــبــــران خـپـلـــه پــلاوونــه وهــــی
پـــه مــوږ غـريبـويې واښـــه وخــوړ ل
دخلکوغوښي يې په اور کباب کړې
ګـــرم ګـــرم،هـــم يـې ســاړه وخـــوړل
له دې رهبر نه ،زهـري مـارجـوړشوی
پېغلي زلـمي،هــم يـې واړه وخــوړل
ويـنـه پـه زړوکــې درېـــدلې ښکاري
غـشـي سيـنـوکې مـوکــاږه وخــوړل
خــوني سترګـو،دې کـرغېـړنـو مخــو
ډېــرګـــلا لي يــې پـه کــاتـه وخــوړل
زمـوږ پـه کـورونـویـې لېوان راوستل
دوی بـنــډلــونــه شنـه درانـه وخــوړل
دځـمکې ســـريـې پـه دوذخ بــدل کــړ
خنجرونه په سينه کې موزاړه وخوړل
د ا رهــبــر ا ن مـــو د ســرو جـــلا دا ن
ډېر په رڼا، ليږ يې په تيا ره وخوړل
وږي نــســونــه سوي چـيغـي وهــي
خـوار، اتامونـه ښـه وراسته وخوړل
خــوداوښکې دسلام بـه توفـاني وي
پـه ســر بـمـونـه يـې ړانــده وخـوړل

۸/۲/۱۳۸۷
مالمو – سويدن
{/slide}{slide= دسرشمېرنې دسيسه}
دسيسې مي په وطن کې ډېري ډېري وې
ليږي ليږي لاندي،ډېري یې برسيري وې
يوه يوه بر بنډېږي،پرې قومونه تباکېږي
نـن چې سرشمېرنه،په وطن کې زماکېږي
ژبـــې غــوڅـې، خـولــو تــه ځــولـنـې اچــوي
وېـش دی دډالـرو،کـورتـه مي لمې اچـوي
وطــن مـې ، دالـحـادپـه اورکـــې وسـوځېد
هــم چـور شو،دجـهـادپـه اورکـې وسـوځېـد
يــوڅــوعــرب بــنــد يـان، دلـتـه ايمان ګټـي
پــه ويــنــو د آفــغــان، د لــتــه قــرآن ګـټــي
مـوږ تــه نــورې نــورې،بــانـې مـه جــوړوﺉ
ګـورﺉ نــورې نــورې،کانـې مــه جـــوړوﺉ
ځـيـنـي مـلايــان دي، دشـيـطــان نــوکــران
بيـَاپـه پيـسـواخـلـي، انـګـرېـــزان نـوکـران
زمـوږ د ســــټـې،خـــيــال لـه ســره وبـــاســی
هم دورکـــې دا،ايــډيـال لـه ســره وبـاســی
کــنــه داسرې ويني،بياطغيان بـه وکـړي
پـام کـوه پـاڅـون،بيا دوزخيان بـه وکــړي
دشهـيـدشهـيـدي وينـي، بــيــاجــوشـېـږي
ســتـا کــکـرۍ ،خــــامـخــــاپـکې پـخـېــږي
وطــن مې خـــداي له تيـږو،غــرو ډک کړی
هــم دخـټــو خــــاورو لــه کـــوروجوړ کـړی
زه يــوه تــيــږه غــــواړم ،خــپل سر ماتوم
هم ستا کُــ‎فـوچــ‎وف، هــم دي هـنر ماتوم
ســــلام وايــي پــرتــــا، د انسان قـــاتــلــــه
لــعـنــت دخــــدای، ای دافــغـان قــاتــلـــه
۲۰۰۸/۵/۲۰
مالمو
{/slide}{slide= پردېسه هيله}
ستاپـه جدايي کې ولــوله بـه شمه
لکه سـوراور لمبــه لمبــه بـــه شمه

ساقي که يـوه پياله دې بـله را کړه
دښکلـوښکلــونــنـــداره بـــه شمه

شونډی دي ولي راتـــه بوځي کـړلې
زه دغــليــم حـومــه حومه به شــــمـــه

کــه راتـــه پټــه اشـــــاره دي وکـــړه
لکــــه ربــاب نــغمه نــغمه بــه شمه

که ګرمه غېږکې دي مانه لوبـوې
دزړه مــاڼۍکـې دي مېلمه به شمه

ګــرانــې ګنامـــې راتـــــه وښـــيه پټ
ګـرېــوان ته اوښکه مېلمنه بــه شمــه

که مې په غوږکې راته پټ و وايـې
غـمـازتـه زه تــوره تـېـره بــه شـمـه

دعشق کعبې ته دي سجدې کومه
ستاددېـــدن پلمـه پلمه بـــــــــه شمه

مـا دوصـال پــه ټـال کـې وځــنـګـوه
لکـه بنګي نـېـشه نـېـشه بــه شـمـه

دګل غـوټــۍ مـي پــه خنـدا سپـړوه
زه دسپـرلي خــوږه وږ مــه بــه شمـه

پـردېسه هيله مې پـوره کـړه ګــرانې
ستاپـه سينه سجده سجده به شمه

درته داوښکو به هارونــه جوړکړم
ستاپــه پښوکـې صــدقـه بـه شمه

ولي له ياري دي زما اينکار وکړ؟
لـــــکــه ښيـــښه زره زره بـــه شـــمـــه

کـــه دو صــال دي بــارانـونـــه وشــول
لکـه سورګل غونچه غونچـه بـه شـمه

کـه مي لـه ميني تـه پښېمانـه شــولې
ســلام پښـوکــې ځـــولانـه بــــه شمـه

۲۰۰۷/۶/۳
مالمو ـ سويدن
{/slide}{slide= ګرېوان ورڅيري کړ}
داچې پـښتون دپښتنې ګـرېوان ورڅيــري کړ
ځـکـه شـهـيـد د اديـرې ګـريـوان ورڅـيــري کړ
څـوک يې سـر ونـه وهي،نور يې ويني څـښـي
ځکـه زوی دخـپـلي ادې ګـريـوان ورڅيـري کړ
دلـمـرزريـنـي وړانـګي،پـه ګـوتـو دوو پـټــوي
محراب کې مـلادمصلې ګــرېـوان ور څـيره کړ
شپه خـوهسي تـوره شپه وه، وېـرونـکې هـلـتـه
ولي سپوږمۍدتورې شپې ګريوان ورڅيري کړ؟
ګـونـګـوغمـونـــومـې دزړه آيًــنـه را مـا تــه کـړه
نــو اســويـلو مې دګيلې ګـريوان ورڅيـري کړ
دا چـې اظــهـار دخـپـلـي ميني مې دعـوا وکړه
ځـکـه قاضي دمحکمې ګريــوان ورڅــيـري کړ
ګرېـوانـونـه رانـه اوښکې په رشوت کې اخــلي
ځکـه بــلـرنګ دميخـانې ګرېـوان ورڅيري کړ
{/slide}{slide= روحاني چاشهيدکړ؟}
هــغـه پـورې سپـېـره کلـي کـې
يــوڅــو سپـېـره کورونه ښکاري
پـــه ډېـروکـې اورونـــه، بــل دي
دې کــلي تــوردودونـه ښکاري
يــوکـورګی پـه دغـه کـلـي کـې
لـوېــدلـي يـې بـامـونـه ښـکاري
څـه پـېښـه هـغه کـورکـې شـوي
چې ړنګ يې دېوالونه ښکاري
څـو ورځـي يـې اور،نـه بـلېـږي
تـيـاره يـې دالانـونــــه ښـکــاري
دغه وران له ويـنـوډک کورکې
يــوڅــوبـبـرســرونــه ښــکــاري
لـه چــانـه مـې پـــوښـتـنـه وکـړه
دې کــورکې ډېر غمونه ښکاري
دې کـورکې يـوه مورکۍ په ژړا
يوه ناوي سره لاسونه ښکاري
هـلتـه! دوه ګلالـي مــاشومـان
شکېدلې ګـرېـوانــونـه ښکاري
دا کـورد روحـــانـي شـهيـد دی
غمجن پر ې آسمانونه ښکاري
***

مـاوې،دا بـې ازاره چـــا شــهـيـدکــړ؟
وې،قـاچـــاق بـــرد ايـروينو ښکـاري
ماوې،ګمان کوې کوم بل څوک به وي
وې،دوښمــنـان دمسليمينو ښکــاري

ماوې،خو،اوس کمونيستان ورک شوي
وې،کـــوم قــاتـــل دمــلتــونــو ښکـــاري
مـــاوې،دغــه قــاتــل کـــلـيـمـــه وايـــي
وې،پــه جــيــبــو کــې ډالـرونــه ښکاري
مــاوې،پـرېــميــږ ده چــې ښه ډېر وژاړم
راتــه ډېــرلــيــري سلامــونــه ښکـاري
۲۰۰۸/۶/۹
سويدن - مالمو
{/slide}{slide= ګرېوان ورڅيري کړ}
داچې پـښتون دپښتنې ګـرېوان ورڅيــري کړ
ځـکـه شـهـيـد د اديـرې ګـريـوان ورڅـيــري کړ
څـوک يې سـر ونـه وهي،نور يې ويني څـښـي
ځکـه زوی دخـپـلي ادې ګـريـوان ورڅيـري کړ
دلـمـرزريـنـي وړانـګي،پـه ګـوتـو دوو پـټــوي
محراب کې مـلادمصلې ګــرېـوان ور څـيره کړ
شپه خـوهسي تـوره شپه وه، وېـرونـکې هـلـتـه
ولي سپوږمۍدتورې شپې ګريوان ورڅيري کړ؟
ګـونـګـوغمـونـــومـې دزړه آيًــنـه را مـا تــه کـړه
نــو اســويـلو مې دګيلې ګـريوان ورڅيـري کړ
دا چـې اظــهـار دخـپـلـي ميني مې دعـوا وکړه
ځـکـه قاضي دمحکمې ګريــوان ورڅــيـري کړ
ګرېـوانـونـه رانـه اوښکې په رشوت کې اخــلي
ځکـه بــلـرنګ دميخـانې ګرېـوان ورڅيري کړ
{/slide}{slide= خرڅوي}
څـو ځـلـه يې خـرڅ کـړ نن يي بيا خـرڅـوي
څوک يــې په ګــډه، نوريــې جــلا خــرڅوي
سپـيـنـه روپۍ وه پــه تـــوراوربـل ځــلــېــده
ارزښت يـې ډېر وو،اوس يې وړيـا خرڅـوي
دغـاړي هــاريـې خدايه! شکېـدلــي ګـــورم
نـن دا نـــه دا نــه يــې پـــه دونــيــا خــرڅــوي
ماويل خـوب وينم،خدايه!رښتيايې مه کړې
نــن چــوردی،وطــن مــې پــه رڼــا خــرڅـــوي
هــرڅـه يـې کـباړ پـه کارخــاڼـوکې خـرڅ کړل
ويــاړ مــي دوطـــن پــه امــريـکا خــــرڅـــوي
سترګوکې اوښکه،زړه کي غوصه پيداشوه
بــلــرنــګــه! ولــي تــاج داسـيــاخــرڅـــوي ؟
2007-10-26
Malmö
{/slide}{slide= اخترته}
لــږ نــده پــــه ويـــنــو مــې لـيـــلا ولـيــده
تــورمـاښام وومياشت مـي په ژړاوليده
څنګه اخترشو؟
قـصـروکـي تـل مستي مېــلې جــوړېــږي
نــوري تــوري تـوري دسيسې جـوړېـږ ي
لــه ويـنــو دخـوار ډکــي بـيـالې جـوړېــږي
دلتــه پـه جـنـت کــې مـي ګــــنـاه ولـيــده
لــږ نــده پــــه ويـــنــومـــې لـيـــلا ولـيــده
تــورمـاښام وومياشت مـي په ژړاوليده
څنګه اخترشو؟
اخـتره خـوږې خـوږې شېبـې دي څه شوې
مــيــنـه دمــيـَنــو ولــــولــې دي څــه شوې
اختره نکريځي ښکلي سرې دي څه شوې
خـپـه وه پـه خـــوب کـې مـي بـېـګا وليده
لـــږنــــده پـــــه ويـــنــو مــې لـيـلا ولـيــده
تـورمـاښـــام وومياشت مـي په ژړاوليده
څنګه اخترشو؟
کــلــي تـــه مـي بـيـا لــوړې شملې راولـه
جـلګې تـــه مي بـيـامـستـي مېلې راولـه
يــاد تــه مـې زړې څــوخــاطــــرې راولــه
کـــه خـــوږه دســـولـــې مـــي دونياوليده
لـــږنــــده پــــه ويــنـــو مـــې لـيـلا وليده
تورمـاښام وومياشت مـي په ژړاوليده
څنګه اخترشو؟
يـــوځــلــي نــن مـړاوې غــوټۍ وغوړه وه
مــــزار دنــــاوو مي لُـــنـــګــۍ وغــوړوه
هــم پــرې دســروګــلـــو ګېــډۍ وغــوړوه
کـــه مــي مـيـنـه مــيـنـه پـکـې بـيـا ولـيـده
لـــږ نــــده پــــه ويــنـــو مـــې لـيـلا ولـيـده
تــورمـاښام وومياشت مـي په ژړاوليده
څنګه اخترشو؟
ګرانه غـمـجــن زړه ته مــي ګــيــلــې راولــه
ګـرېــوان تـه مـي اوښکې مېلـمنې راولــه
اخـــتـــره دســـــولــي فـــــــريــښتــې راولــه
دا تـــشــه پــيــالــه مــي ډکــه بــيــا ولــيــده
لـــږ نــــده پــــه ويــنـــو مـــې لـيـلا ولـيـده
تــورمـاښام وومياشت مـي په ژړاوليده
څنګه اخترشو؟
عبدالسلام ندړ
دکوچني اختر شپه
۱۳۸۷/۷/۹
۲۰۰۸/۹/۲۹
{/slide}{slide= يتيمه سوالګره نجلۍ}
لارکـې يـوه نـجـلۍ وه ښــه زلـه ښکارېــده
ډېـــره ګلالــۍ و ه خــوخــپــــه ښــکارېــده

شــړېــدلــی نـيــم پــوړنــی يــې پـــه سـروو
دانـيـم نـــوريـــې،ټينګ تـــړلی پـه کـمـروو

سـولګوکې هرچانـه پـه ګېله غونـدي وه
پـه سترګـويې اوښکه مېلمنـه غـوندي وه

نــه خويې پـه سترګو تور رانـجه ښکارېده
نــه خويې په شونډوتوراو سره ښکارېده

نه خويې پـه مخ کې څه سُـرخي غـوندي وه
نه خويې په زړه کې څه خـوښي غـوندي وه

نه يې په مړونــد کې،سره بنګړي شرنګېدل
نــه خـويې سينه بـانـدي ګـوګــري شرنګېدل

شــونـــډويــې نــيــولــې وې دويـنـوکـتــرې
سپين سپيڅلي،مخ يــې بهـېــدلې خـولــې

لــــه ملا هـــم چړي څـخـه يــې مـخ مخ پټاوو
خـــويـوه يـوه ســړي تــــه يــې پـلــوښــوراوو

مــاويـل دابــه حـجـابـه سـوالګـره نـجــلۍ
څــومــره ده چــلــبازه جـــادوګــره نـجــلۍ

بې غيــرته پــلار يې را ايــستــلي نـجلـۍ
لــويــه لار کې ،ســوال تــه در ولــي نجلۍ
******
يـارانــوپه زړه کـې مـي، غوصه پيدا شـوه
پښـــتني غيرت نــه مــي،ګيلـه پيـــداشـوه

اورمـي پـه زړه بـل شــوښـه نـيـږدې ورغـلم
څنګ تـه لکه تـنـدرستــــرګې سرې ورغــلـم

پـه بوڅوشونـــډو،ښـــه ورتـــه وغـــورېــدم
بــنـدوسـپـوږمـوکـې،هــــم ورتــه وبـوڼـېدم

مـړه مړه يې،دستـرګـو لــه کونـجــو را کتل
کــاږ ه کــاږ ه يــې،هــم لــه غــمــو راکـتـل

ماوېـــل اې سـوالګــرې نجلۍ څه شويدي؟
ولـي دي پـه ځــان،هـم دي پـه زړه شـويدي؟
******
وېـل يوڅووحشيان مې وو پـــه کـور راغـلي
زمــــوږ پـــــه کــــوڅــــه وو لــکــه اور را غــلي

زمـوږ خواروجونګړې تــه يـې اور واچـاوو
زمــاپــاکــې لـمنـي تـــه يـــې نـــور وا چـــاوو

زمـــا دپــوړونــي يــې پــاولــي وشـکـــول
زمــالــه سينې يـې،سـره ګوګري وشکول

شــــو دانـــه دانـــه مـې دســروزروامـېـل
وشـــلــېـدل دنـــجــنــولـــــروبـــــروامـېـل

زماد اوربــل سپينه روپـۍ مـــاتــه شوه
زمادزړګـي دخـيال مـاڼـۍ مـــاتــه شوه

وېل نـــه ســـړېـــږي دا د اورونـــوتـــوفــان؟
نورلا ګــرمـــيـږي دا دجـنګـونـــوتـــوفان

د ا زمـــا د وګـــــړو،دســـرو ويـنـوتوفان
مستــېـږي پســي دادعمـرونــوتــوفان

د دې بـڼ تـــازه ښکلـي ګلان ســوځيږي
زمــادنـيکــه نــام اونـښـان ســــوځـيږي

ځـــوانــــه تـسلي مــې دغــمـونــــو راکـړه
امـيـد دسـپـرلـي دســرو ګلــونــــو را کـړه
******
ورته هک حيران يـې دغه سوال ته شومه
ډېرخپه پـرېـشان يـې دغه حـال تــه شومه

وشــرمېــدم پـورتـه مـــي آسمان تــه کتل
وژړېــدم لانـــدي مــي ګــرېــــوان تــه کتل

مــاوېــل زمــالـيـلا ځـــورېـــدلـې نـجــلۍ
مـاوېـل اې زمـاښکلاسـوالګـرې نـجـلۍ

کـاشکي دومره خـواره مي ليدلي نه وای
کـا شـکي بې غمخواره مي ليدلي نه وای
*****
ښـه راتــه غــوږشــه اې غـمـجنې نـجــلۍ
دمـيـونـد لورې،مـلالې،زړورې نـجـلۍ

پـــه غـمـو،رنــځــودي څـــو خـبـرې کـوم
هم پـيـنـه کالــودي څــــوسـنــدرې کـوم

د هريوه خاين کــه جـــنــازه پــورتـــه شــوه
په خيبـرشمشادکه بـيـا جـنـډه پــورته شـوه

بياټــولو قو مونو کـې وروري پيـــدا شي
پاړسواو پښتو تــرمنځ دوستي پيـداشي

دجــهادپـه نــام نــــوره جــګــړه ختمـه شــي
دالحــاد پــه نام بيا دسيسه ختمـــه شــي

شپــو کې دخــوارانــو لـوټېــــدل ختم شـي
پــه ورځ ادارو کــې چــــورېــدل ختـم شـي

داتوري غولونکې خولې که ماتي شوې
که ورور ته هم دورور دسيسې ماتي شوې

دزړو رګـــوکـې بــــه مـحــبــت پـيـــدا شـي
دژونــد خيالــو کـــې بـه غيرت پيــداشي

ټينګـه به پــه مينه ورورولي جـــوړه شي
نجلۍ زمابه له تاسره يـــاري جـــوړه شي
******
نــوبيا بـه دي حال پـــه تـــرانــو کــې وايـم
هــم بـه دي حــال نـثـر يا شـعـروکې وايـم

خودبـه دي پـه بزم،هم سـرودو کــې وايــم
خود به دي رڼــــا ،په تـوروشپو کې وايـم

هــم پــه تــالابـڼ بــه پــسرلــی پيــداشي
بياستا دبـاهـو بـه ورک غمی پيـدا شي
******
هـــم درتــه حالــونـــه بــــه دزړه وليـکــم
نور بـــه درتــه نـــوي هــم زاړه وليــکم

ستــا دغلــوستــرګــوانــدېـښنـوته سلام
ستاد مي داو ښکو،الماس غموته سلام

ستاپه تړموتړمواوښکومي قسم دی
ستاپه چنګوچنګوزلفومي قسم دي

زمـا اوښکې بـه ګــرېـوان ته مرکه شي
زمـا سـربـه،ستا پښوتـه په سجده شي

لـه تـــا وګـرزم،ســتـا پــوروړی يمه
زه دهــغـوی، دلاســــه نيمکړی يمه

کابل
{/slide}{slide= باورنه لرم}
دکــوڅـې خــروړی آزاد ښـــه وي
خــــو،نـــه بــبــرتــړلــی پـــه پــښــو
لــه نوره، ځيني تښتي خـفـــاشـان
وايي،وايـي، يـولــه نـسلـه دزمــرو
تـل بــه يــې ژونـدون دغـلامـي وي
سـوټـي چي يې خـوړلـي پـه مـغـزو
که څـوک غواړي چې پـاچاشي دلته
تـنهـابــه وي ګــوروان،دشـلـوخـرو
لارورکــه،تيـاروپسي تيـارې دي
نيم ســتـرګـی پـــاچــا وي دړنـــدو
ژوي جـګـړې کـړي، يـوکيـږي ســره
مـــوږ يــــو،بـــلا وهــلـي پـــه ســـرو
خلک ډېردي خدايه نوريې ډېرکړې
خــواري ده پــه وطـــن کـې دســـړو
ورســــره مــل چــې لــــه ازلـــــه وي
يــــو بــل بـــه ســـره وژنــي پـــه چــړو
داغلي پــرهــارونــه بـه جــو ړ نـه شي
وهــلـــي پــه کــعــبـــه کـــې قــرآنـــو
دکـوم ساقي بـه،لاس نيوی کــومه
ځيني تښتم چې پروت وي په سجدو
وږي ،روي سپي ،به خر ونه خوري
ســلامـه! بـــاور نــه لــــرم پـــه غــلـو
{/slide}{slide= لنډۍ}
لنډۍ
دلوی اختر
ډالۍ
اختر په وخت دواورو راغی
زمــاديـــاردکلي لاري بنــدي دينـه
اختره څنګه به خوشال شم
چې مي په زړه پراته دلۍ دلۍ غمونه
اختره څنګه به خوشال شم
زه داغيار دلاسه اورکې ژوندکومه
که اخترراشي يارمي نه وي
له خنداډکه خوله به چاله ورکومه
یاره دخدای لپاره راشه
په نازک زړه مي غموځالي کړي دينه
ګرانې اختردي مبارک شه
سپينه خولګۍ مبارکي راکړه مينه
زما له ياره ګېله کېږي
د لــــوی اختر مبارکي نـــه را کوينه
خدای دي نصيب راسره وکړه
چې مي دعمرسودا لـنـډه شي مينه
دپېغلتوب اخترمي تېرشو
دسپين سري په اختر اوښکي تويومه
دمسافـربـه څـه اخـتـروي
چې دبېلتون لېونوسپوخوړلی وينه
سبا په ټول کلي اختر دی
مادجانان په وينونن سره کړه لاسونه
{/slide}{slide= چاوهلي؟}
ځـيني لېوني دي ،څوک درنـې جــفـا وهلـي
ځـينـي ړانــده پـه ستـرګـو، زړې بـلا وهــلي
سل آفتـه بــار چـي يـې پـه شا لکه دخـرو وي
هـغـه وګــړ ي، چـي پـه ســرو دي مــلا وهـلي
خــره وي اچــو لــی،بـيـادَمـګـري لــره زغــلـي
مرګ ته خوشالي کـړي،القاعدې فتوا وهلي
مـلا ورته پــه غــاړه کــې رســۍ وي اچــولـي
رغــړې لکه سپي، دنـــاپـوهـۍ ګُــنـا وهــلـي
دادخـدای(ج) ورکړي حـق نـه بـې خـبـره خـلـک
دي پــه تېـښـته له خـنـدا،سلګـو ژړا وهـلـي
رهـبـران دي،کوډګران دي واړه مـلايـان دي
دوزخ تــه انـتظـاردي،آه، واويــلا وهــلـي
{/slide}{slide= دبابا قبر په بمونو الوزي}
په قــبـــر دبـــابـــا چي مي بـمـونــه الــوزي
اکبر عـرشِ عظيم ته يې شـعــرونــه الـوزي

مـا ويل دسـروګلـونـو بــه غـونچې جوړوم
خــوبـونــو ســره ګــډ مي امـيـدونــه الـوزي

دبــلبــلا نـــوجــنــازې لــــه بــاغـــه ووتــې
په بـرخـه یـې دوزخ،تـرې جنتونه الوزي

هم له غرو دکوهي قاف دي شيطانان راغلي
د اور پـــه ســرو لـمــبـوکي قرآنــونــه الوزي

لاتـرڅــوبـه شيطانان زموږ په کلي کي وي
شـالــونــه سـره منګي هم ګـودرونه الـوزي
{/slide}{slide= سپرليه زموږ کلي ته مه راځه!}
سپـرلـيـه دغــه خـــوار کلي تـــه مـــه راځـــه!
زمـــوږ دغـه بـيـمـار کلـي تــه مـــــه راځـــه!

ورور ورور ته لېوه غوندي غاښونه چيچي
غـوښي يې خــوري هـم يې هـــډونـه چيچي

راغـلــي غـــرونــــه،پــه کلــي کاڼــي کاڼــي
ســره ګلـونــه ،دغـاټـول شول پـاڼـي پـاڼــي

زمـــوږ دکلـي هــغـه تــنـګي تــنګي کــوڅــې
ا‌‌َوړي را اَوړي، پـــه کــې دويــنـــو څــپــې

کلــی مي ټـــول شـو،کـنـډوالــې کـنـډوالې
پــــه کـي بــهـيـږ ي دويـــنـو ويـــنــو ويــالې

دلــتــه کنډوالــوکي نن پيــريان اوسېــږي
دنـګــو بــــرجـــوکــې شـيـطــانان اوسېــږي

نـــوي نـــوي نـــه شـتـه، لاکـيـسې دي زړې
دخـونـخــور زاړه جـلاد،لاسـرې دي چــړې

تـپـو هـم کــوڅــو کـې شـهيدان پــراتـه دي
لاپــه چـيـغـوچـيغـو يې بچـيان پــراتـه دي

ســـړي زمــــوږ لــــه کلــي کـــوچـــېـــدلـــي دي
څوک ورک دي څوک تر خاورو لاندي شوي دي



اسـمـانــونــه دي پـه خـشــم لا خــشميـږي
تـــاړاکـــونــه هــم تـــېـرشـــوي لا تـېـريــږي

زړه دي نــه ســوځي پـه حـال زمــوږ دکلي؟
لـېـونــي غــوايــان دي څــو ځــلــه راغـلي

لا ارواوي پـــه کــميــن کــي دي نــاولـي
څــو يـې ښکاري څــويـې پټي دي ساتلي

پـــه دې کلـي د دوزخ لــمــبــې بـــلــېـږي
لــړمان دي لوی ماران دي ترې تاوېږي

وران دي ګــــودرونــه،دکلـي چـينې وچي
منګي ټوټې ټوټې،کودوړي يې سکروټي

يوڅو سپين سري،زوی مړي،ميندي دلته
لا هــم لــټـــــوي ، ژوري کــــنـــدي دلــتــه

د ا شــنـه ښکلي بـاغــونـه سـوځېدلي دي
شنه طوطيان په سولګو ځيني وتلي دي

ګـوره !کـه راځـې زمــوږ پـه کلي بــانـدي
وزر غـــوړوه! زمــا پــه څــلــي بــانـــدي

زمــوږ له ارمانـونـو سـره يو ځای راځـه !
د سـولې شعارونوسـره يوځای راځــه!۱۳

ته او خدای! دجنګونو لمن ټـوله کړه!
پـــه خـوارو د ظــلـمـونــو لـمن ټـوله کړه!



راځـه! اخـتـر شـه زمـوږ پـه کلي بـانـدي
راشه! بختـورشـه زمـوږ پـه کلي بـاندي

درتــه وايــمـه! سـلام سـلام ســـپـرلـيـه
راوړه لــه خـنـدا ســره ډک جــام سپرليه

عبدالسلام اندړ ۱۳۸۷/۱۲/۳۰ Malmö
{/slide} {slide= سپو وخوړې}
زموږ دميندو، د پلــرو غوښي
زمـــا دوروڼــو،مـېــړنـو غوښي
دافــغــانــانـــو دهـــډو غــوښي
اوس توپـونـو طيارو وخـوړې
نن بــبــر لــغـړو سپــو وخــوړې
***
شــهــيـدان مــو لــه قــبــرو ووتــل
عــــزتــــونـــه لــــه کـــورو ووتــل
غيــرتـــونــــه لــه شـمــلو وو تــل
څنګه نن خپـلي،دپـردو غـوښي
اوس تـوپـونــو طيارو وخــوړې
نن بــبـــر لــغـړ وســپـو وخـوړې
***
القاعده امريکا يــان يې شـيـنـدي
دلته شيخ او اِمـامـان يـې شـينـدي
عــربــان او طــالـبـان یـې شـــينـدي
د تـاجــکانــــو پـښـتـنـو غــــوښــي
اوس تـوپــونـو طيارو وخـــــوړې
نـن بــبــرلــغــړ و سـپــو وخــــوړې
***
زمـوږ ويـنـي عامــريـانــو تـوي کـړي
څه چنګېـزڅــه انګرېـزانـو توي کړې
يـودبـل هـم افـغـانــانــو تــوي کړې
دمــاشـــو مــانــو اوزلـمـــو غــوښي
اوس تــوپــونــو طـيـارو وخــوړې
نن بــبـــرلـــغــــړ و سـپــو وخـــوړې
***
دلته سرې ويني روسـانــو توي کړې
مـجـاهــدو پـنـجـابـيـانــو تـوي کړې
مـلـېشې او تـسليميـانـو تـوي کـړې
دمــاشـــــومــانــــــو او زړو غـــوښـي
نن تـــــوپــــونــو طـيـارو وخـــوړې
نن لــغـــړ بــــبــــرو ســپــو وخــــوړې
{/slide}{slide= زموږ دکلي سپي}
زموږدکلي د کوڅو،د ابليس په شان څوسپيان دي
څــود بـل کلـي راغـلـي ، نـــور دخـپل کلي تـازيان دي

توري يې خـولې تېره غاښونــه، زموږدکلي سپي دي
چې ځـړېــدلې يـې نـسـونــه، غـوږونـه یـې لــنـډي دي
کوي په کلي کي جنګونه،که پلار که يې کـونګري دي
غوړوهـډوکو را ټـول شوي،غټ غټ که يې کمکي دي
مستي کـړي په کـوڅــو کي،ډېـر وژلي يې چرګان دي
څــود بــل کلـي راغلي ، نــور دخـپل کلي تــازيان دي

دکلي سپي چي غاپي،سره اورونـه يې له خولو وزي
وچ دي که لانـده سوځـي،تور دودونـه له کـوڅـو وزي
پـه ټـول کـلـي وحشت دی،امــيـدونــه يـې لـه زړو وزي
د کلــي لـــه کــو ګَـلـــه، ويــنـي ويــنـي پـــه لــښتو وزي
لـــه ګـيـدړو څـــه وېـــرېـــږي، دچـــرګــوړو قــاتـــلان دي
څــود بــل کلــي راغـلـي ، نـــور دخـپل کلي تــازيان دي

لا ساړه يـې نـه دی زړونـه،وينـي وينـي ګـرمـې چښي
لايـې ډک نــه دي نـسونـه ، وينـي وينـي يخـې څټــي
لا يـې کلی پـه ټېکه دی،غوښي غوښي نرمې شکوي
لا يـې پڅ نـه دي غاښونه،غوښي غوښي وچې چيچي
ړانده کاڼـه پـرې ښه دي، د دغوسپو چې مـُريدان دي
څــود بـل کلـي راغـلـي ، نـور دخـپل کلي تـازيان دي

حيران يم دغو سپوته،دا سپي نه دي،جادوګرښکاري
پـه سترګـو بـاور نــشته،سم سړي لکه زرګر ښکاري
ځانونه چې سينګارکړي،په خدای لکه افسر ښکاري
رنګـونـه خـپل بـدل کـړي ، په رښتيالکه ډاکتر ښکاري
ډېـر خلک يـې چيچلي،سـپي بـه نـه وي داماران دي
څــود بـل کلـي راغـلـي ، نــور دخـپل کلي تــازيان دي

زمـوږ دبچـيـانـويـې کـتاب،ټـول مکتبـونـه وران کړل
زموږه د مست څپانده سينديې، ټول موجونه وران کړل
په کلي يې تياره کړه،پرې جوړ يې،ټول بندونه وران کړل
ډک لـه ســرو ګلـو نو يې،زموږ واړه بــڼــونـــه وران کـړل
ډلـي، ډلـي پـه هـرلـور ي ،دوی پــراتـه لکـه لـېـوان دي
څــود بــل کلــي راغــلــي ، نـــور دخـپل کلي تــازيان دي

زمـــوږ ه دکلــي يــې جـــونـګـړې اوکـورونــه وران کړل
زمــوږه دمـينـي داظـــهــار يـې مـحـــلـــونــه وران کړل
زمــوږه دمـينـي دخـيـرات يـې کچکـولــونه وران کړل
يـو جـــام يې دســاقـي، زمايـې ټول خومونه وران کړل
هـا زمــوږ دکلـي سپــي ،بــيـادسـاقيانــو جــلادان دي
څــود بـل کلـي راغـلـي ، نـور دخـپـل کلي تازيان دي

نـامـــدارنـامـــدار سـړی يـې،زمـوږ د کلي دی داړلـی
ورتــه دومـــره يې غـپلـي ،چې يـې له کلي دی شـړلـی
لــوی سپـی زمـوږ د کلـــي،خـپـل بــادار دی نـــازولـی
قسمــت کـي دغـه حــال ، زمــوږ دکلــي رســېــدلی
کــوم چې سرونـه بې مغزودي ،هـغه يـې غـلامان دي
څــود بـل کلـي راغـلـي ،نــو ردخـپل کلي تـازيان دي

داسپين سترګي سپي دي،زموږ دکلي واکداري غواړي
بې شرمه يې کونګري دي،اوس دټول کلي خاني غواړي
سترګې يې سـرې کړي،زموږ په باغ کې باغواني غواړي
دپلار کور يـې راخراب کــړ، لا نـــوره يــې ورانـي غـواړي
جــوړه مسته يـې مـېـلــه ده،ډېرپه کلـي کي وحـشيـان دي
څــود بــل کلــي راغــلـي ، نـــور دخـپـل کلي تــازيــان دي

يــوڅـو يــې ازادګـــرزي ، ډېـريـې پـه غـاړودي تـړلي
زمــوږ دبـڼ ښــکلـي ګلـونه يـې، پــه زهـرو دي لـړلـي
پــــه ژړا وو انـګـــولا وو، بـــلـــبـــلان يــې دي شــــړلـي
وې بـاغـونـه ټـول تـالاشـول، له ريښـويـې دي خـوړلي
اې بلرنګه داسپي نه دي!،ملامت يې سګبازان دي
څــود بـل کلـي راغلي ، نـور دخـپـل کلي تـازيان دي
{/slide}{slide= کانديدان}
ولاړدي دافـغـان اصيل بچــيـان کانــديـدان
نـومـونـه يې دي،لوړ په ټول جهان کانديدان
لـه هـــر قــدمــه بــه يـې سـل ځــلــه ځــارېــږ م
بيا که راژونـدی کړ ي،فخر افغان کانديدان
ځـينـي د روس يـادانګــريـز پښوکـې رغـړي
هـم شــتــه دغــلامـانــو غــلامـان کانــديـدان
د نــوشيروان دعـدل چـيغه يـې په خـولـه کې
د لـمـر په څېر روښـانه غــاصـبـان کانــديـدان
حـوضـونـه يـې لــه ویـنـو دخـوارانـو ډک کـړل
بـېــغـمـه پکـې لامـبـي قـــاتـــلان کانــديــدان
دلـتـه مـيـونــدهلته خـيـبـر باندي ناورين دی
راکـېـټ سـره راغـلـي طالـبـان کانــديــدان
څپـې دهلمنـد سـرې شوې، آمو طـغيان کوي
پـه پټــو ستــرګــوګــرزي مـلايـان کانـديـدان
پامير په کوچ، زلزله ده په سپين غره بانـدي
په مست آتڼ ورګډ دي مـزدوران کانديدان
يـو يــو جـنـت ته ، دا نـور ټول دوزخ ته لېږي
د الــهـام ،استخــارې وارثــان کانــديـــدان
زما جـنـتـي خـاوره يـې دوزخ کــړه خوارتــه
قسمت چې راته وېشي دا شېخان کانديدان
داځــيـنـي نــه پـــه خـپـلـه نــه دبــل پــه ويــنـــا
نـه پوهيږي،په خدای دي،لېونيان کانـدیدان
پـه ژبـه ګـونګ،سترګـې ړنــدې،لکـه لـټکـه
څـه غــواړي؟څـه کـوي؟بېـسوادان کانديدان
بـلـرنګـه!کـورکــوڅــه دي لــه چـپـاوه ساتــه
تـيار دي غـنيمـت تــه ،لوټماران کانـديـدان
په خدای په ويښه خوب کې لوی خطر وينمه
خيرکړې،خير!چي راغلي بدماشان کانديدان
وطــن کــي دسـيسـې دي تـوري تـوري ډېــري
مستي کړي په ډالـرو عـشـقبـازان کانـديــدان
لا تــېـره نــــه وي يـــوه غــمــيــزه، بـــلـــه راوړي
دويــنـــو بــهــولـــو ،جـــلادان کانـــديـــدان
عبدالسلام اندړ
۲۰۰۹/۷/۲۲
Danmark - Fredericia
{/slide}{slide= پردېسي اوښکې}
د خدای(ج) بښلي او وياړلي شهيد داکترصاحب نجيب الله د ملي روغي جوړي دتيوري نړيوال مبتکر د شهادت د دیارلسم تلين په ياد اوغم کې

عبدالسلام اندړ

بيامي سترګوکي ولاړي پيره داري اوښکې
ځي ګـرېـوان ته ننواتـي ګنهکاري اوښکې

روح دي رالـېـږه داوښکو جـنـازې تېـرېـږي
تړ مې تړمې سپني سپني اوهم سر ې تېرېږي
ستــالــه کلـي ښـاره اولــه کــوڅـې تـېـرېــږي
د چــادلاســـه زماشـهيــدي خــواري اوښکي
ځي ګـرېــوان ته نـنواتـي ګـنهکاري اوښکي

کلــه ميـــنه محبت،يااميــد ونـــــه پا لـــــي
له فراق سره په جنګ پردېسه زړونه پالـي
دشـهـيـد د ارمـانـو مـړاوې ګلـونـــه پـالـي
بهېږي ستاپــه يـاد،رڼې آبشاري او ښکې
ځي ګـرېـوان ته ننواتي ګنهکاري اوښکې

ستادسـولې ارمانو پوره کېدوپه تمـــــــه
ستا مـزار ته په تلو اردرسېد و په تمــــــه
ستادجوړې په آسمان دځلېدو په تمـــــــه
شوې څپې لکه دبحرښې شانداري اوښکې
ځـي ګرېـــوان تــه ننواتي ګنهکاري اوښکې

دغــمــو نــوتـسـلـي پــه بـهـېـدوکــي کـوي
خپل جانان ته انتظار په رغړېـدو کې کوي
غم دی،غم تــربڼولانـدي څڅېد وکي کـو ي
کلـه ښکاره کلـه پټي شــرمساري او ښـکې
ځـي ګرېـوان تـه ننــواتي ګنهکاري اوښکې

چي پټي پټي ترلېمو لانـددي له شـرمه سي
بيا بـه ښکاره پـه آننګو بانـدي لـه ننګه سي
کـه ماتـي مـاتـې لــه بــڼــوسـره د بــز مـه سي
دشهيدجانان په غم کې وفاداري اوښکې
ځي ګــرېـــوان ته نـنـواتي ګنهکاري اوښکې

تـرسنګساره باړخوګا نوتـــه موجونه وهي
پـه تـلـوار ددارحـلقـې تـه بـه ټــوپــونه وهي
پــه قــبــــرودشـهـيــدانــوطـــوافـــو نـه و هي
په ځوانۍ کي ځوانيمرګې دي سنګساري اوښکې
ځـي ګـرېـوان ته نـنـواتي ګنهکاري اوښکې

شهيدداغونه،په زړو کې ولــو لې راو لــي
دجــلاد،قـاتـل پـه کــوربــه زلــزلــې راو لـــي
نــورې نـورې پـه قـهـرڅـپـې څـپـې راو لـــي
په شلېدلوګرېوانوکې ځي سالاري او ښکې
ځي ګـرېـوان تـه نـنـواتي ګنهکاري اوښکې

هـم بـه بـې رحـمــه تـــوفـانــونـــه جــوړکـــړي
هم بـه يـوځاي شي سره رودونـــه جو ړکــړي
خامخابه ستا قاتل ته دوذخونــــه جوړکـړي
په قهرچې خشميږي دي حــقــداري اوښکي
ځـي ګرېـوان تـه نـنـواتي ګنهکاري اوښکي

بيابه لوېدلي هغه ټيټي شملې پورته کړي
له زړوڅه به دميني ميني ګيلې پورته کړي
د شريرله مخه، به توري پرد ې پو رته کــړي
لاسو لګوکې دي يتيمي تو به ګاري اوښکې
ځـي ګـرېـوان ته نـنـواتي ګنهکاري اوښکې

که داوښکو فوارې له ګرېوانوپورته شو ې
درشوتـــو جـنازې لـــه اداروپـــورتــه شـوې
تعصوبونومعامېلې که له قومو پورته شوې
نوبه بياجنت تـه درومي کامګاري او ښـکې
ځـي ګـرېـوان تـه نـنـواتـي ګنهکاري اوښکې



شهيده!دار ته،دګلوسرې غونچې دروړمه
ستاشهيدشهيد مزار تـه به جنډې دروړمه
ولي در بـارتـه د ي رڼــابـلي ډېــو ې دروړمه
په شهيدشهيدګرېوان کې ناقراري اوښکې
ځـي ګـرېـوان تـه نـنـواتي ګنهکاري اوښکې

که د کلي په کوڅوکې خوشالي جوړه شــي
که موبياپه مېنه مېنه ورور ولي جو ړه شـي
دنيمګړي ژوندنبضوکې به ځواني جو ړه شي
د دوزخ لـه عـذابـونـو دي بېــزاري اوښــکـې
ځي ګـرېـوان ته نـنـواتي ګــنهکاري اوښکې



سـردي راپـورتـه کـړه ستـرګـي دي وغـړوه
دغـه داوښکو جـنازې خـو لېــږڅـه وځنــډوه
دخپل رحمت پـه اوږويـې لېږڅـه وځنګـو ه
ډېري ډېري ځورېـدلي بې غمخواري اوښکې
ځي ګرېـوان تـه نـنواتـي ګنهکاري اوښکې

لويه خـدايـه تـوفـان او که زمان يې تـو يـوي
يــودبــل مسلـمين اومـسلـمـان يـې تـويـوي
پردي ملامت نه دي خپل افغان يې تـو يـوي
سپيني مـرغـلــري زرني زرنيګاری اوښکې
ځـي ګـرېـوان ته ننواتي ګنهکاري اوښکې



دلته ستا د ارمـانـو،هــلته مي ديـار او ښکــې
پـورتـه ځړېــدلي بـڼـوکـې مـي پـه دار اوښکې
نن له دردوسره مي يـو ځـای د دلـدار اوښکې
مستي مستي د ي ځنګېږي ښې خماري اوښکې
ځي ګـــرېـــوان تـــه نــنـواتـي ګنهکاري اوښکې
عبدالسلام اندړ
{/slide}{slide= څلوريځه۱}
زمــا پــه دېــره کـې تـنــور ګــرم وو لا ګــرم شــو
ديارپه کـوڅـه کـې ژونـدون شـرم وو لاشـرم شـو
لاوچې نه دي ويني ځيني څاڅکي څاڅکي څاڅي
دې تـېـره خـنـجـرتــه ورمـېـږ نــرم وو لانــرم شـو
2009-09-03
عبدالسلا اندړ
{/slide}{slide= انتخابات۱۳۸۸}
حـيلـه ګـر او جـادوګـر انـتـخـابـات وو
د بې ښـکـر او ښکـرور انـتـخـابـات وو
د کورو په دېـوالو،جنګ او جګړې وې
د عـکسـونو د پـوستـر انـتـخـابـات وو
نن يـارۍ يـار ۍ کې لـوبـه ورانه شوله
په رښتيا ستينګر ستينګر انتخابات وو
د چور لښکرې ، په ټول وطن دي خورې
د کــمــزور او زورور انـتــخــابــات وو
آس لـه خـــرو ســـره تـــړلـی پـه غوبـل دی
د بې سـتـرګـو سـتـرګـور انـتخابـات وو
د چا يې ګوتي د شهادت کړې غوڅې
د لـــغــړ او تـــور بــبــر انــتـخـابـات وو
زمـاد ورور پــز ه غــوږونــه شول غــوڅ
د بـې غــوږ او غــوږور انـتـخـابـات وو
چـاته يـې نـغدي، چاته وعدې دچوکۍ
د کــــــلـــدارو،د ډالــر انــتـخــــبـات وو
هم سـپو هم مـېلـمنو ښـه سـره ومـروړل
ډېر بـدنامـه شــرم اور انـتـخـــابــات وو
پايلي پايلي نتېجې يـې ويني سرې دي
غم انګـېـزانـجــر بـنـجــر انــتـخـابـات وو
!مـيونـــده لامـبــو مـه وهــه په ويــنـو کې
غــرکـېـږې! دا دخـنـجـر انـتـخـابــات وو
بـلـرنـګــه!مـلا يان دي، مـلا يـان وژنـي
وروڼـو څـنګـه ستمګــر انـتخابـات وو
عبدالسلام اندړ
{/slide}{slide= فساد نه ورکېږي}
تـرڅو چې يوخـاين اورشوت خور ژوندی وي
د جـهل اوجـهالـت په نـيـلي سپور ژوندی وي
خـود،دويـنـو په ســيـلاب کـې بـه غــوټـې وهــو
تــرڅــو چې بــېـــرحمه حـرام خــور ژونـدی وي
مـــقـام اومـــنـــزلـت بــه غـــنـيمـت وي دلــتــــه
ترڅو چې يوچاپلوس دشيطان ورور ژوندی وي
اغــيــاره په اطـــمنــان دي خـپـل کارونـــه کــوه
تـر هــغـو چـې پـه ژبـه مي سـانـسـور ژوندی وي
پــه ږيـــــرو اوتــســبـو يـــې يــقــين نـــه لــــرمــه
تر څوچې،ددې تورټـوپک يې زور ژونـدی وي
چـې داتـور يـاغــي مـــاران تــرڅـو وده نـــه شـي
تـرهغو بـه،دا لـوی ابـليس ســرزور ژوندی وي
زمـــاد شــونـــډو خـــنـــداګانــي بــه پــه دار وي
تــرڅـــو ديـــتمــانــو شـــورمــاشور ژونـــدی وي
اوس پوه شوې؟چې فسـاد اورشوت نه ورکېږي
تـرڅـودانګرېــز غلام اوهم يې ورور ژوندی وي
نــومـيـنـه مـيـنـه بـه مـي تـل وي ځـــوانــيمـرګــه
تــرهـغوچې دزړه په سترګــو کــور ژونـدی وي
عبدالسلام اندړ
۱۳۸۸/۸/۱۴
{/slide}{slide= هرڅه سرچـپـه شول}
چا چې ديموکرات ته سورکافر ويل

په فـخــردهــغـــه کافـــر نــــوکــرشــول

وې پــه رڼــو ستـرګـو بـه نــړۍ ګـورو

هـغوی له تـنـګـنظــرو تـنـګنظـر شول

وېـلـې مـيـنـه دکـوډو مـصـنـوعـي ويل

هـغـه دوښمن دکـوډو،جادوګــر شـول

دا دنــبـيـانـــو وارثــــــان مــــلايــــان

سپين سترګي دملي اوردو افسر شول

وېـلې دعــلــم زور اسمــان تـه خېــږي

جــاهـــلان دي، پر هرڅه زورور شـول

د کــلــي لـــه زاړه جــومــاتــه تــښـتـي

شيخان دي کليسا کې منجـور شول

وې دخــېــټــــورو بـــه عــلاج کــــوو

کارچې پيل شو بې خېټوخېټور شول

وې چــاره دږيــــرو بـــه نـــيـــي کـــوي

هم نـيـي هــم بـې ږيـــرو ږيـــرور شــول

وې دړنــدو په دې تــيــاره بــــا زارکې

ړانــده لــه سترګــورو،سترګـور شول

نـه فــريـاد اوري، نـه زخـمـونـه ويـنـي

غــوږور وو،لا نـــورهـم غـوږور شـول

د دې وطـــن د بخــت کاسـه چـپـــه ده

غــلــه اوقــاتــلان يــې ګــورنــرشــول

دعــدل دوکان دې بــاز ارکـې نـه شته

زموږ قاضيان دوينو سودا ګـر شول

دا څـه ډول بـلـــرنـګـه افــغـانـان دي

وروڼه دي ټول،له وروڼو مرور شول

عبدالسلام اندړ

1384ل ل
{/slide}{slide= زَړه سندره}
څوک چې دې وطن کې،وزيران او حاکمان شي

ښه سړي وي،وروسته له قدرته،بيا لېوان شي

ورتــه نورخـلک د طن مو،غـلامـان ښـکـاري

په خـروسپاره،ورتـه ځـانـونه،باداران ښکـاري

کـه کوم مشردلته،دخوارانوخدمـتګارشي

سم دمــلا دکــفــردسـيسـو کـې ګــرفـتــارشي

لاجګړې دي دلته،څوک سپي څوک غويي جنګوي

مـلايـان لکـه دسـپـوغـونـدي ســړي جــنګـوي

دلـته پـاچـــاهـي هــم مـلا او طــالـبـانــو وکــړه

ملحد،مجـاهــدهـم غـلام دپنجابيانـو وکـړه

داسي لېوني وو،خپل،نـه يې پـردي پېـژندل

دخوارانوبچي،نه يې خپـل کـونګري پېـژندل

خلک يې وچيچل،لايوبل ته خولې اچوي

زهـري غـاښـونــه،ګل تـه لکه چـړې اچوي

لا پــراتــه دي،دلــتـه يـې کـډه اړلــي ده

،په خــزانـه يـې زموږ،خـېـټــه اچـولي ده

موږملامت نه يو،چوکۍ يې جادوګره ده

دا دپـــېــړ يــو،دســــدۍ زَړه ســنـــدره ده

عبدالسلام اندړ
{/slide}{slide= نظرماتی}
خاطره
ګڼه ګـــــو ڼــه غلې غلې ګـــو نګسې جوړ ي وې
هلته په قرارګا ه کې بيا مستي مېلې جوړ ي وې
مـــــــو ږ نــا خبر ه پټي پټې مـــعا مېلې جوړي وې
خــــــو لـې و ې پټي د سترګو ا يشار ې جو ړوې

لو يه قـــــــرارګا ه کـــې هـــم پيـر ه و ه پټه پټه
تـل پـــه تېــرېـــــــــدوکې هم ګــز مه و ه پټه پټه
خـــلـــکــو اولـــسو کـــــې اوآز ه و ه پټـــــه پــټـــه
خــــو لــه هم ګــــو يا پــــه کلــېمــه و ه پــټــه پـټــه

و ې امـــيـــرا ن جــــهـــاد ي قــــومــندانا ن راغلي
پـــروتـــــوکــو ل تـــه د ليکلو مــيــرزا يا ن راغلي
يوســر مشـاو ر نــور هـم ډ ېر ډېر رو ســـا ن راغلي
د مــــقـا ماتــــــــو جــنــرالا ن امــر يکا يــا ن راغلي

لـــه پــيـسو بـــه کڅــوړ ي اوتــــوبــــــرې ډکېدې
لــــه ســــلاح اومـــهـــمــاتـــوطيـــــارې ډکېدې
لـــه سرومــيـوجګې جګې سرې بيالې ډکېدې
غمجنوزړوکـــې دصــبــر پيـــما نــې ډکېدې



هلته ښې دخوند نــغمې مستي ګــډاوي بـه وې
دشهيــــــدانـــوپــه کوروکې انګولاوې بـــــه وې
وينــي وينــي بهېدې جـــګې غـــوغـاوي بـــه و ې
دعسکــراومــــجـــاهـــددســـرســوداوي بــه وې

ميخـانـو کې بــه خومونــه هم پيا لې ما تېدې
عبادتـــونـــه لمونځونه روژې روژې مـــــاتېدې
دســروشونډو پــــه لېدوګيلې ګېلې مـــــاتېدې
د ميـــو پــــه نېشــوکـــې تــو بې تــــوبې ماتېدې

چـاهم پــلونـــه مکتبــونـه جـوما تـــونــه ورانول
نوريې کــــورونــــه فصلونــه کارېزونه ورانول
دتــــوراوربـــل يې ښکلي نازک ولـــونه ورانول
ســــاقــــي هـــــم دا زاړه زاړه خـــومونه ورانول

اوږدوتوروبـرېتؤکې شونډي خولې وې پټي
تـــر ږيـــــرواوږدولا نـــدي دسيسې وې پټي
دځـــټ اوږدووېــښتانــــــوکـــــې اوږې وې پټي
دســــلام دپـردېـس زړه ګـېـلې ګېلې وې پټــي
۱۹۸۴ مسکو
ټـــــولـــه نړۍ کــــــــې عـــجيـــبه تماشه جوړه وه
دوطــــن دورانــــېــــدلـــــــودســـيســـه جــوړه وه
اسلام ووپــــه خـــطرکې لويه هنګامه جوړه وه
دبــــــا سيـــوا دودوژلـــو ښـــه پـــلمه جــــوړوه

غريب اوهم يې مجبوره انسانـــان خرڅول
شهيدشهيدسربازنوريې غازيا ن خرڅول
چا ګران افغانستا ن ټو ل افغا نا ن خرڅو ل
ښه ســوداګري و ه هم يې مرغا ن خرڅـول

نن يې ګوره نورې نورې دسېسې جوړوي
ښکلې ښکلې دجنت غوندې بنګلې جو ړوي
خـــپلــوخلکوتــــه دوذخ دا ورلمبې جو ړوي
لوی کورکې زموږ،وړې وړې کوټې جوړوي
2007-2-10
{/slide}{slide= غلامان}
که ورک نـه شي لــه وطـنه عــربـي غلامان
که تيت اوپرک نه شي پردي پردي غلامان
داســلام اومسلمان دبـدبخـتـيو عـامــل
که ورڼـه نـه شي شعيه هــغه سُني غلامان
مـاړه شـول پـه ډالـرو،لا تــږي زمـوږ دوينو
دايوڅو رسـۍ پــه غـاړه انګـريزي غلامان
خپـل رنګونـه چې په بېـړه بـدلوي بلـرنګه
پرون سره وو،نن تورشوي قراردادي غلامان
غـرق کـېـږي به دويـنـوپه تـوپـان کـې دشهيد
کله خــوران،جــلادان،هــاتنظيمي غـلامان
چې يې بل کړی اور،خـامخابه پکې سوځي
هــادکلـــدارو،يــورو هــاډالــري غـــلامـان
دا داور لمـبـې بـه تــرمـــريخـه پــوري رسـي
که مات نه کړي ځنځيرونه ايراني غلامان
افغان،يتمان به لا په ژونددوزخ کې سوځي
څوژوندي وي معاش خوره پنجابي غلامان
عبدالسلام اندړ
۲۰۰۹/۱۲/۱۲
{/slide}


{slide=(( مينه))!}
د  سترګو په  کاسو کې چې د  مينې څراغ  بل  شي
زړګۍ ئې شي ساقي ، خمار د  يار ور سره مل شي
خالونه شي بې نظمه  د بنګړو نه  هم  څه  مات شي
دنــيــا  ورتــه  بــدلــه  جــنــتــونــه هـــم بــدل شـي
کچکـول  له  غاړې  وباسي  واکمن  د  ارادې  شي
په زړونو پاچاهي کړي خو اسير د تور اوربل  شي
د تندې  روژه  ماته  کړي د شونډو ښکلي جام  کې
اختر د خوښۍ جوړ شي ټول ترخه ورته عسل شي
کاکړ چې  ټـپې  اوري  د  رباب  ښکـلـو تـارو کې
د  شعـر څـيـره  بدله  لکه  نـثـر  چې  غــزل  شي


انجينر کبير کاکړ         ۱۴ . ۰۵ . ۲۰۱۲

{/slide}{slide=(( مشران))!}
کابل او پيښور ټول لر او بر په  کاڼو  ولي
سپين غر په کاڼو ولي او خيبر په کاڼو ولي
تاريخ اوعظمت د خپل وطن نه بې خبر دي
د پلار  نيکه د جګې شملې سر په کاڼو ولي
احساس د احمدشاه اوخوشحال خان په اورکې سوځي
يو « چيغه دغيرت » بل ئې« چونغر» په کاڼو ولي
شين سترګي خولا پريږده چې تورڅټي ئې تير باسي
د  قام  ملي مشران  هم  ئې  سنګر  پــه  کاڼو  ولي
ښه مست دي په چړچوکې خپل ولس ورڅخه هيردی
زمـونـږ د  اکـبـر خان غـازي خـنـجــر په کاڼو ولي
د  چرسو د  نصوارو او  د  نورو ليوني  دي
مسجد  کې  د  ملا سره  منبر  په  کاڼو  ولي
د دغسې «مشرانو»پاټکيانو مخ ور تور کړۍ
په نوم د افغانيت چې خپل رهبر په کاڼو ولي
.............................انجينر کبير کاکړ

{/slide}{slide=سپرليه !}

د آزاد شعر په پلمه        
سپرليه !
تا خو ويل چې په دې بڼ کې       دا تور ډکي د ساتلو نه دي
دا په ډډ پوچې   ،   يوځل بيا د کينولو نه دي
دا په زړه تور سکاره نور ،  د سپينولو نه دي
ما هم همداسې ويل     ،    لکه چې تا ويلې    
ته مرورشوې بيا رانغلې   ،   مګر                                                          زه دې تل لار څارمه ۔
ما ويل چې ته به رايشې
دغه بې سره نښتر ، به ځانته سر پيدا کړي
کريزوهلي به بيا  ،  د  وزر   پر   پيدا کړي
د مستۍ شور  به  جوړ کړي       ،       وا  به  لوزي                                 ونه په ونه ، شاخ په شاخ    ،  ځالې به جوړې کاندي
دنوي  ژوند په هيله          خو ته رانغلې
ما ويل چې ته به رايشې                                                                               دا کاړسيندونه به شي ډک                                                                            دا تريدلې سرګردانه هيلۍ
به پکې  لامبي او خوښي به کوي
دا سره منګي به په ګودر کې                                                       قطارونه جوړ کړي
دا تور بنګړي به مات شي
نور سره او شنه به جوړ شي           خو ته رانغلې
ما ويل چې ته به رايشې
رګ او ريښې د جل وهلو  دښتو                                                               به شي خړوبې له خوښۍ نه                                                                           د آسمان  په اوښکو                                                                                       هوسۍ به رايشي ، د څيړيو په خيمو کې به دمه دمه شي           ښادې  ،  آبادې به شي          خو ته رانغلې

ما ويل چې ته به رايشې
د وچو شونډو په چينو به ، فوارې جوړې شي
د زړونو تل کې  به  ميلې جوړې شي
مينه به مينه تخنوي                                                                                          د سوما خم به تشوي  او محبت به کوي         خو ته رانغلې
ما ويل چې ته به رايشې
بڼ به شي جوړ،بڼ به سمسورشي                                                           بڼ به له ښکلوڅخه موړشي                                                                        دا تورې څڼې به اميل پيدا کړي                                                             هم به رامبيل  هم به چمبيل پيدا کړي                                                    خو ته رانغلې                                                                                                          ته مرورشوې          مرور سپرليه  ،                                                                د زړګي سر سپرليه ،        کلي ته  رايشه  !
انجينر کبير کاکړ ، ۱۴ /۳ /  ۲۰۱۱

{/slide}{slide= د زمان جبر}
مونږ  د پوهنې   د  روزګار  څه   فقيران  خو  نه   وو
په   رڼا  ورځ   چې  لار   ورکيږي   د  زمان   له   جبره
مونږ   له  هوس  او له  خوښۍ  دلته  راغلي   نه   يو
چې  په  راتلو مې  نن  ګواښيږي   د  زمان   له  جبره
مونږ سره چا هم په خپل وخت کی مرسته ونکړله
دا  په  پنډونو  چې  اوس  کيږي   د  زمان  له  جبره
مونږخوددوی په دښمنۍکی په دې حال اخته شوو
اوس چې دا زوړ دښمن دوستيږي د زمان له جبره
زمونږ  سلام  ته  له   ډير کبره  عليک  نه   وايه   چا
لاس  په  سينه  چې  اوس  دريږي  د  زمان  له  جبره
مونږ    ترحم   ،  مهرباني    له    چا    ليدلې    نه     وه
اوس لکه پلار  پر مونږ  رحميږي  د زمان  له  جبره
په  صليبي مرض  اخته   ظاهر  باطن  ئې   بيل  دی
چې   عقيدې   مو  ساتل  کيږي   د   زمان   له   جبره
شمشادخيبرپاميرسپين غرلاهسې جګ ولاړدي
که  ئې  پر  سر  کاروان   تيريږي   د  زمان   له   جبره
وخت به ئې رايشي چې ملاله بيا خپل غږ اوچت کړي
ميوند کې  سور  بيرغ   جګيږي   د   زمان   له  جبره
کاکړه  دا  ورځ   به  راځي خو ته  به   ئې  او که   نه ؟
د  تيښتې  بيا  ميدان  ګرميږي    د  زمان   له  جبره

انجنير کبير کاکړ
۱۰    ـ    ۱۱    ـ    ۲۰۱۰
{/slide}{slide= پسرلۍ}
سپرليه شين شوی شنوباغو کې ګرځه !
لکه  سپوږمۍ  په آسمانو  کې ګــرځه !
ســـــتا په نخرو په کرشـمـو پوهـيــــږم
هلته په سـپـيـنـوښوقصـروکې ګـرځـه !

زما  په  ورانـــو کـنډوالو  څه  کـــوې
پـه  دغـو  شاړو  کــرونـدو څه  کـوې
دلـته ، د  وچـو اغـزو نـور څه نـشتــه
په  دې  سـرمـاتـو  چـنارو  څه  کـوې

تـاتـه ئې تخت د سلـيـمان جــوړکــړۍ
له تائې ښکلـۍ تـنکۍځـوان جـوړکړۍ
اوس دبـوراق د آس لـه پـاسه سـپورئې
ځان دی بـلـبـل هـزارداستان جوړکړۍ


دلـته خـوڅـيـرې ګـريـوانـونـه  ډيـردي
په پـښو او غـاړو ځنځيـرونـه ډيـر دي
ګــوره  کاروان  د لـيـونــو وګــوره  !
دلـتــه مـيــن بــبــر سـرونــه ډيــر دي

دلـتـه  وږمې  لـکه  سـيـلـۍ  چــلـيـږي
د اسـرافـيـل د وخـت شپـيـلۍ غـږيـږي
غرونه شول ټول د(تورې بورې)زامن
ګلـونـه سـره  ګيډۍ ګيډۍ  رژيـــــږي

نو ای  سـپـرلـيــه ! د سـاقــيانــو سـره
هــغــو شنــو ستـرګـو آشنـايانـو  سـره
زما زړې  حجرې کې نه ځـــائـېــږۍ
اوسۍ دوبـــۍ کې د شـيـخـانـو سـره !

زمـا  د جګې شـمـلـې سـر خـفــه  دی
زما د توری ډال سپـيـن غـرخـفـه دی
ورشه  تـپـوس  مې د کاکـړ نـه وکـړه
زمـا شـمـشـاد زمـا خـيـبــرخــفــه دی
انجينرعبدالکبير کاکړ
{/slide}{slide= د ښو صفت}
ښه نجلۍ ښه ئې خولګۍ زما خوښیږي
ښه تنکۍ په ملا نرۍ مې نه هیریږي
ښه وینا ښه ئې خندا ده زه ئې غواړم
ښه روغتیا ښه خوشحالتیا ده زه ئې غواړم
ښه خبره مرغلره مې د یار ده
ښه په خټه مینه وره مې دلدار ده
ښه انوار ئې د رخسار هروخت ځلیږي
ښه رفتار ښه ئې کردار ښه معلومیږي
ښه ئې مینه نازنینه ده ښه ښکاري
ښه په ښکلو کې سنګینه ده ښه ښکاري
ښه خوږه ده ښه درنه زما دنیا ده
ښه ښایسته ښه پښتنه زما لیلا ده
ښه بوستان ښه ګلستان پکې بهار دۍ
ښه جانان ښه ئې مغان ګل او ګلزار دۍ
زه کاکړ د ښو کومه صفتونه
چه د ښکلو څخه واخلمه خوندونه

المان
{/slide}{slide= د تاریخ سبق}
پمعلم ياد کړه تاريخونه
د کابل ټول حصارونه
جګدلک او ميوندونه
دافغان انګليس جنګونه
سهار غــــــــــــــــــــــږ شو
شور او زوږ شو
مکتب وسو ، مکتب وسو
معلم مړ شو ، معلم مړ شو
د شهيد معلم په مړي
ژاړي ، ژاړي اولسونه
تاريخ ليکي تاريخ شميري
ددې پيښو ، تاريخونه
اوس !
نه معلم شته ، نه مکتب شته
نه ئې درس نه ئې سبق شته
نه تاريخ نه رياضي شته
نه پښتو او نه فارسي شته
دا وطن به څوک ودان کړي ؟
دا به څوک سيال د جهان کړي
{/slide}{slide= احساس}
پدا څومره خوار وطن دی او ولس څومره بدبخته
جګړه شوه دوامداره ، خدای خبر کله ختميږي
مونږ ټول ترينه راوتي يو هيڅ څوک مو هلته نشته
نو ولی به مې زړه ، په دې وطن باندی خوږيږي
*يورو راته رسيږي ، زه به ولی ناشکري کړم
دانور ټول سادګان دي ، چه وطن ئې لا ياديږي
چه کينم دخپل ځوی، يائې دمورڅنګ کی په مينه
په ژوندکی ئې هيڅ شۍ مزی اوخوندته نه رسيږي
په خوله خو د ولس او د وطن نومونه اخلم
تر نورو می لا ژبه ، په همدو کی ښه چليږي
زما د شخصي ګټو نه ، قربان شه مـلي ګـټی
چه زه يمه دنيا ده ، له دې غير هر څه ختميږي
ظاهر کی ښه افغان يم حقيقت کې چه هرڅوک يم
د ښو او بدو لاره ، په همدی ځای کی بيليږي
چه کور، ډوډۍ ، کالي ، ورته رسيږي لاخفه دي
افسوس ددوی په حال،وچوډاګوته چه خوښيږي
شل کاله ئې شوه تير لا بې خبر د ښو او ښکلو
ديسکو او سينما په ( هغو نورو*) نه پوهيږي

نمانځي دې استقلال او يا دا نوری ملي ورځی
دوی خوشی خپلی خاوری،خپل ولس ته هوسيږي
کاکړه ! ستا احساس او عقيده له ما نه بيله
حالات تا ځوروي خو ، پر ما هرڅه ښه تيريږي

انجينرعبدالکبير کاکړ
جرمني ۱۸ .۰۸ .۲۰۰۸
{/slide}{slide= وطن}
پچه سجدې ورته کومه ، ليـونۍ د سجدو زه يــــم
لوغړن يـــــمه سوزيږم ، په آرزو د ليدو زه يــــم
د چنګيز د ګوډ تيمور ميراث خورو ظلم روان دۍ
په درياب کې چه ډوبيږي،هغه بې لاس بې پښو زه يم

ګناه
د يار کوڅې ته که کعبه ووايــم
دا به وړه وي او که لويه ګناه
زه ګناهګار يــمه مـيـن د مينې
که مې شي مينه بيا حساب په ګناه

ساقي
ساقي د اور د لاواګانو ډک جامونه راکړه
چه مانتيه پرې وسيزم ، هغه پيکونه راکړه
ښه مې خُمار کړه چه دويرې نړۍ ورانه کړمه
قوت د زړه د توپاني بحرو موجونه راکړه
انجنر عبدالکبير کاکړ

جرمني ۳ . ۱۱ . ۲۰۰۶
{/slide}{slide= نظرماتی}
لږ مې واخستل د ځان لپاره بنګ
او يو څه ورسره وه لاچي لونګ
د لونګو نه مې جوړ کړ ښه اميل
ورته ور مې کړه د زړه له وينو رنګ
دا اميل مې واچوه ورته په غاړه
په سينه باندې ئې جوړ شو شرنګ او پرنګ
بيا ئې وکتل په مينه مينه ماته
مړاؤو سترګو ئې د ځان کړمه ملنګ
ما ويل چه د زړه سوال ورځنې وکړم
دځمري زړه مې سينه کې شو په تنګ
له حيا نه ناتوان او بيچاره شوم
بيانو شوم خپل خوار قسمت سره په جنګ
انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۱۸ .۱ .۲۰۰۸
{/slide}{slide= څوک یم}
پزه په فقيرۍ کې سکندر يمه
مست يم دمستانو قلندر يمه
تل به يم آزاد اسارت نه منم
خيرکه نه يم ښادشرارت نه منم
خوله ، ژبه ، خبره مې ، يوه وائې
څه شۍ چه اولس غواړي هغه وائې
هر انسان خپل حق د انسانيت لري
حق د ژوندانه په شرافت لري
نه يم بل څوک نه يم زيږ افغان يمه
زه د لوړو غرو غيرتي ځوان يمه

انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۲۷ .۵ .۲۰۰۷
{/slide}{slide= خوب}
ېو پېوند اخلم په څانګه کې ئې ږدمه
دا پېوند په مېنه مېنه لوېومه
له دې څانګې نه را وا خلم ېو سور ګل
په ډېر شوق ئې په اوربل د چا ټومبمه
زړه مې ډک وي د سوالونو اُمېدونو
نه پوهېږم څه ترې غواړم څه کومه
خو چه ځان ته ئې نږدې کړم شمه وېښ زه
بېا نو کېنم اوښکې ورو ورو تو ېومه

انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۲۰ . ۱ . ۲۰۰۸
{/slide}{slide= خیال}
د زړه حجره کې مې ګُلونه کرم
ليوني خيال کې ګُناهونه کرم
په شنه اَسمان کې درته ستوري شميرم
تسبوکې ستا د نامه توري شميرم
په اَذانو کې پيغامونه ليږم
د زړه له سوزه سلامونه ليږم
په راز او نياز کې ديدنونه کوم
ږدمه سُجدې درته نفلونه کوم
عُذر زارۍ کوم دوعا کومه
زارۍ په دَر کې د الله کومه
چه ته زما او زه شم ستا دلبره
ټول ژوند يَو بل ته با وفا دلبره

انجنر کبير کاکړ
08 .01 . 21
{/slide}{slide= نظرماتی}
ګوره راته ګوره چه کتو کې دې اثر وینم
خوښ یم له ژوندونه چه ستا سترګې هرسحروینم
وله غشې وله ښکار د زړه مې په تلوار کوه
بې له دې دې غشې هره ورځ په خپل ټټر وینم
ستا دتوروسترګوله هیبت چه سترګې پټې کړم
ریږدم وارخطا شم پټ په پټه کې محشر وینم
زه خو ستا د سترګو په فرقه کې پيره دار یمه
جوړې زلزلې شي د بڼو چه ستا لښکر وینم
مه غړه وه سترګې داغیارلورته خراب به شم
هسې هم خراب یم خرابه کې مې سنګر وینم
ورکړه نظرماتۍ د سروشونډو چه راغلۍ دۍ
ستا درکې ولاړ غریب کاکړ مست قلندر وینم

انجنر عبدالکبیر کاکړ
جرمني 05 .12 .10
{/slide}{slide= سرکښه لیونی}
پزه هم چېـــــــــــــــــــــــــرې فرزانه وم ، فرزانه يم لا تر اوسه
تل بېـــخوده دېـــوانه وم ، دېــــــــــــــــــوانه يم لا تر اوسـه

جدايي نشته وصــال دى ، ځنې بعد هم خيــــــــــال دى
له هغه چې همخانه وم ، همخــــــــــــــــانه يم لا تر اوسه

چې راغلى په جهان يم ، خبر شوى په خپل ځـــان يم
د رازونو خزانه وم ، خزانـــــــــــــــــــــــــــــه يم لا تر اوسه

په عالــــــــــــــم زما خبرې ، خلك كـــــــــا په نيږدې لرې
په وگړي افســــــانه وم ، افســـــــــــــــــانه يم لا تر اوسه

چې د مخ پلو يـې وا شو ، يو مشـــال و چې نما شو
هغه دم پرې پروانـــــه وم ، پروانــــــــــــه يم لا تر اوسه

ناوكي يې د مژگـــــان دي ، چې بلا زما د ځــــــــــان دي
ورته عمر نښـــــانه وم ، نښــــــــــــــــــــــانه يم لا تر اوسه

چې يې ځان سره اشنا كړم ، له هر چا يې شا په شا كړم
له عالمه بېگـــــانه وم ، بېگــــــــــــــــــــــانه يم لا تر اوسه

هغه بحر چې محيط دى ، په افراط او په تفريط دى
د ، غه بحر دردانــــــه وم ، در دانـــــــه يم لا تر اوسه

هغه شان له خپله يــاره ، بې وكيــــــــــــــله بې ريبـــــــــاره
زه خوشحال چې يگانه وم ، يگــــــــــــــــانه يم لا تر اوسه
{/slide}{slide= داښایست}
نن ئې شین خال د سورکوشونډو له پاسه
په لیـد لو ئې اسیر شوم سمدﻻسه
*****
دوه کوتری د یاقوت لري سرونه
دوه بی سترګو ﻻسو وکړه دیدنونه
*****
د شین خال په رالویدو شومه حیران زه
مګر نشوم په خپل کار کښی پښیمان زه
*****
هغی وکړلو پر ما داسی تهـمت بیا
ګناهکاره ! څنګه نشوی خجالت بیا
*****
ما ویل زه په ګناهونو کښی زړه ور یـم
یـم سرکـښ د لیـونـیانـو قلـنـدر یـم

انجنر عبدالکبیر کاکړ
جرمني 07 . 03 . 04
{/slide}{slide= سوالګر}
په زړو يادونو کرښې کشومه
بيا ئې هيڅکله په ژوند نه يادومه
درته نه ليږم سلام په آذانو کې
تر سهاره به نفلونه نه کومه
درنځورزړګي احوال به ښکاره نکړم
ستاد لوري به ئې ورو وروصبرومه
د شپيلۍ په ژبه حال چاته نه وايم
کرۍ شپه به په زارو نه تيرومه
ددې ستورو په ليدو به تسل نه کړم
د سپوږمۍ دمخ خالونه نه شميرمه
ډير مې ولوستل د ميـنې کتابونه
نور يوسف او ذُليخا نه يادومه
نه کرم به کشميالي د بام په سَر کې
د ديدن په پلمه ځان نه غولومه
ستا په کلي او کوڅه به بيا در نشم
زه کاکړ يم دا وعده پوره کومه

انجنر کبير کاکړ
07 .12 . 25
{/slide}{slide= سوال}
وروســتـه له کلونـو
په نـیـمګړو اُمیـدونـو
مايو سوال ورځنې وکړ
*****
هغه شنه شوه په خندا شوه
بیا شوه ډکه له حیا په شرمیدلو
په پـستـو پـستـو خـبـرو
راته وې ویـل کاکړه !
زمونــــــــــږ کلي کې
د خولې ورکول منع دي

انجنر عبدالکبیر کاکړ

جرمني 05 .12 .04
{/slide}{slide= جګې شملې}
ارتې ارتې دښتې
شاوخوائې دنګ دنګ غرونه
ټول په کاڼو پوښل شوي
یو شمیر تور
او ځینې سره لري رنګونه
تور خو تور دي سوځولي
مګر سره زمونږ ځوانانو
په سرونو دي سره کړي
نن همدا جګې شملې چه
په سرونو مونږ تړلي
د سرو کاڼو برکت دۍ
که نه :
هر څه مو بایللي

انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني 05 .11 .27؟
{/slide}{slide= مېړانه}
پهر څه به تير شي
په هر چا به تير شي
وختونه به تير شي
ځواني به تيره شي
ښکلا به بدله شي
زَړه بـــــه شي
او مـړه بــــه شي
مګر !
ميړانه پاتې کيږي
او تاريخ پرې ليکل کيږي

انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۱۰.۹ .۲۰۰۷
{/slide}{slide= استقلال}
نـور دې نـه تـجـلـیـلـومــه ! نور دې نه را یادومه !
خـو لـرم در سره مـيـنـه ای زما ګـرانـه وطـنـه!
سـتـا پـه سـمـو او پـه غـرونـــو پـه قـبـرو پـه زیـارتـونـو
خـاورې دوړې د ټـانـکـونــو وطـن ډک لـه دوزخـونـو
لـه نـا چـارې بـه ورځـمـــــه سرې جـنـډی ئې ښورومه
نـور دې نـه تـجـلـیـلـومــه ! نـور دې نـه را یـادومه !

د تـاريـخ هـيـر شـوه درسـونـه را کوي تـل پـيـغـورونـه
پـرمـا بـار شـوه لکـه غـرونـــه د نـا کـسـو تُـهـمـتـونــــه
پــه اغـيـار چـه ځـان سـاتـمــه پګـړۍ لرې غـور ځومـه
نـور دې نـه تـجـلـيـلـومــه! نور دې نه را يادومـه !

پـخـوانـي زاړه ً یــــارانً دي دا ًشین سترګيً اشنایان دي
شـپـــــوداره ً کاوبـایـان ً دي په ظاهرکې ټول ًدوستان ًدي
شـاه شـجـاع بـــــه یـادومــه په بې ننګو ځان شـمـیرمه
نـور دې نـه تـجـلـیـلـومــه ! نور دې نه را یادومه !

دوی تـه هـیـڅ ویـلۍ نـشــــم ورتـه پـاس کـتـلۍ نـشـم
مـظـلـوم ورور ګـټـلۍ نـشـــم نـو تـا هـم ساتـلۍ نـشـم
خـپـل غـازیـان بـه هـیـرومـه ژوند په مرګ حـسابومه
نـور دې نـه تـجـلـیـلـومــه ! نور دې نـه را یـادومـه !

زه کاکـړشــوراوفــریـاد کــړم چه امان* کله را یاد کړم
د خـپـل قام نـفـاق بـربـادکـړم غم ځپلي زړه ناښاد کړم
اوښکـې پـټـې تــویــــومــه ځان په مړو کې شمیرمه
نور دې نـه تـجـلـیـلـومـه ّ! نور دې نـه را یـادومـه !

دا هــم وايــم ګـران وطـنـه تا بـه ساتـم له دُښـمـنـه
لـه دې سـره او تـور بُـویـنـه کـه بَهـر دي کـه د نـنـه
زه خـپـل فـرض ادا کـومـــه هـمـیـشه دې ياد ساتـمه
تـا بـه تـل تـجـلـيـلـومـــه تـا بـه تـل را يـادومـه

که خـوستۍ که ننګرارۍ يــم لـغـمـانۍ که قـندارۍ يــم*
هـراتـۍ کـه مـزارۍ يـــم بدخـشۍ که کابـلۍ يـــم
په وحـد ت به دې پـالـمـه د ورورۍ لاس ورکــومــه
تـا بـه تـل تـجـلـيـلـومــه تـا بـه تـل را يـادومــه

پـلار سـپارلـۍ امـانـت ئـې زمـونـږ مـيـنـه مُحـبـت ئې
هم موشان ئې هم شوکت ئې د افغان ننـګ او هـمـت ئې
پـه سرو ويـنـو دی ساتـمـه هــم دی زه ابـادومـــه
تـا بـه تـل تـجـلـيـلـومــــه تـا بـه تـل را يـادومــه

زه دی ستا يم څو ژوندۍ يم د مـيرويس ، احمد بچۍ يـم*
د اغـيـار د مخ اغـزۍ يــم مـيـړنۍ لکـه ځـمـرۍ يـم
تـر اټـک ئـې زغـلـومـه شـمـلـه نیغـه ګـرځـومه
تـا بـه تـل تـجـلـیـلـومـه تـا بـه تـل را يـادومــه
زه لـرم درسره مـيـنه ای زما ګرانه وطـنـه!

* له امان څخه منظور پا چا امان الله دۍ چه په 1919 کې ئې استقلال اعلان کړ.
*ننګرارۍ (ننګرهارۍ )، قندارۍ (قندهارۍ )
*د ميرويس څخه منظور ميرويس نيکه او د احمد څخه منظور احمد شاه با با دی .
انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني 06 .11 .01
{/slide}{slide= ګناه}
پد یار کوڅې ته که ً کعبه ً ووایم
دا به وړه وي او که لویه ګُناه؟
زه ګُناهګار یمه مین په مینه
که مې شي مینه بیا حساب په ګناه
06 .10 .28

وطن

چه سُجدې ورته کومه ، لیونۍ د سُجدو زه یم
لوغړن یمه سوزیږم ، په اَرزو د لیدو زه یم
د چنګیزد ګوډ تیمور، میراث خورو ظلم روان دۍ

په دریاب کې چه ډوبیږي هغه بی لاس بې پښوزه یم
{/slide}{slide= ګوانتنامو}

پومه د جګو جګو غـرو ځلمکۍ
ټوله دنیا راته خپل غر ښکاریده
ټـولـه دنیا د غـره دا شـنه لـمـنـه
چه څـریدل پکې زمونږ مالـونه
پورته په لوړو کې دا شنې شنې څیړۍ
د ماڼوګانو تـمام شنه ځـنـګلـونه
*****
زه د قصرونو نا أشنا
ماته ماڼۍ خپلی خیمې ښکاریدې
زه د نړۍ په اټمونو
په ټانکونو او توپونو
لا خبر هم نه وم
ماته د جنګ وسیله
زما سوټۍ او د غره کاڼي
او یا هم سوک څپیړه
*****
خو د ملا له خولې نه
چه دقیامت ورځ ده راتلونکې
سوال ځواب د ښو او بدو
دوزخونه ، جنتونه
بله دنیا،ابدي ژوند
له ژوند به واخلو
هلته خوندونه
*****
چه نا خبره ، شو ټکهار
له هرچا ورکه، شوه خپله لار
ژوندون شو ختم، دنیا شوه ختمه
دنیا لا څه چه، عقبی شوه ختمه
پوه شوۍ نه یم، څه پرما تیر شول
هیڅ مې یاد نه دي، هرڅه مې هیرشول
*****
خو
چه د زخمونو په درد کې ویښ شوم
او بیا په حال ، راغلمه
ما وېل چه شکر ، خدایه شکر
د ًصلاتً له پله تیر شوۍ یمه
په ډیر غرور مې شا او خوا وکتل
نو بیا مې غږ کړ چه : هۍ هۍ !!!
اۍ پهره داره د جنت پهره دا ر !
دا خو د اوسپنو قفس دۍ
ما قصرو ته یوسه !
ما د بهشت ، ښکلو باغو ته یوسه !
ملا چه وېلي وه
ما هأغه جنتو ته یوسه !
حورې غلمان راښیه !
هغه د شاتو او شودو
ډک ډک خومان راښیه !
زه د ًصلاتً له پله تیر شوۍ یمه
زه جنتي، جنتي شوۍ یمه
*****
ده په ځیر ځیر ، په تروه ټنډه
راته وکتل او وئې ویل :
چه یس یس ، ګوانتنامو، ګوانتنامو
زه پرې هیڅ پوه نشومه
چه د ه څه وفرمایل
زه پرې هیڅ پوه نشومه
چه ده څه وفرمایل

دا وه ( ګوانتنامو!) انجنير عبدالکبير کاکړ ۰۶ .۰۲ .
{/slide}{slide= احساس}
لدا څومره خوار وطن دی او ولس څومره بدبخته
جګړه شوه دوامداره ، خدای خبر کله ختميږي
مونږ ټول ترينه راوتي يو هيڅ څوک مو هلته نشته
نو ولی به مې زړه ، په دې وطن باندی خوږيږي
*يورو راته رسيږي ، زه به ولی ناشکري کړم
دانور ټول سادګان دي ، چه وطن ئې لا ياديږي
چه کينم دخپل ځوی، يائې دمورڅنګ کی په مينه
په ژوندکی ئې هيڅ شۍ مزی اوخوندته نه رسيږي
په خوله خو د ولس او د وطن نومونه اخلم
تر نورو می لا ژبه ، په همدو کی ښه چليږي
زما د شخصي ګټو نه ، قربان شه مـلي ګـټی
چه زه يمه دنيا ده ، له دې غير هر څه ختميږي
ظاهر کی ښه افغان يم حقيقت کې چه هرڅوک يم
د ښو او بدو لاره ، په همدی ځای کی بيليږي
چه کور، ډوډۍ ، کالي ، ورته رسيږي لاخفه دي
افسوس ددوی په حال،وچوډاګوته چه خوښيږي
شل کاله ئې شوه تير لا بې خبر د ښو او ښکلو
ديسکو او سينما په ( هغو نورو*) نه پوهيږي

نمانځي دې استقلال او يا دا نوری ملي ورځی
دوی خوشی خپلی خاوری،خپل ولس ته هوسيږي
کاکړه ! ستا احساس او عقيده له ما نه بيله
حالات تا ځوروي خو ، پر ما هرڅه ښه تيريږي

انجينرعبدالکبير کاکړ
جرمني ۱۸ .۰۸ .۲۰۰۸
{/slide}{slide= مینه}
دشمعی سوځيدل دسپوږمۍ شپی رايادوم
په مينه محبت کې سرې لمبې را يادوم
*****
چه لری چيری پټ يم د راتلو لارئې څارمه
په خدای خورمه قسم همدا شيبی را يادوم
*****
کرۍ شپه چه يم ويښ درازاونيازپه خيال اخته يم
وړی وړی خبری ئې خوږی را يادوم
*****
د شعر ‌ډيوه می بله ده دمينی په يادونو
سندری پښتنی پکی ټپی را يادوم
*****
چه نه ئې لوږۍ خيږي مګر کړنګ ئې دجامونو
کاکړه په خُمار کی سترګی سری را يادوم
انجينر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۰۸ .۰۸ .۲۰۰۸
{/slide}{slide= د ټپوسانو حکومت}
دا قصه می چيری لوستی وه کتاب کی
ليکل شوی وه د باز ټپوس په باب کی
يو نظام وه په ټول مُلک کی د بازانو
پاچاهي عــقــاب کولـــه په مــرغــانـــو
پاس په لوړو کی د لويو غرو له پاسه
حکومت وه د بازانو بی وسواسه
کابـيــنـــه کی اتـفــاق وه اتحاد وه
صداقــت سره ريښتـينۍ اعـتـماد وه
د بازانو منځ کی ښه ټينګه وروري وه
ښه په مينه محبت کی ښه دوستي وه
دعقاب په کال کی يوځل رخصتي وه
يـو د ځان بل ئې د فــکر آرامي وه
په هـمـدی صورت کلــونه تيـريدنه
چه ناڅاپه ټول نظام ئې ګډوډ شونه
هغـه دا وه چه ناروغ شو بل پاچا
تا ويل چه قيامت جوړ شو په دنيا
دۍ پا چا د انسانانو په دنيا وه
عدالت کی ايمانداره تر هر چا وه
۱ ـ
دۍ پاچا وه وزيران ئې عالمان وه
په خپل کار او وظيفه کی مُخلصان وه
د پاچا د ناروغۍ شروع درمان شو
پاچا خپله ،خپل مرض لره حيران شو
نو را وی غــوښتل د ځمکی عالـمان
د مرض تشخيص به کړي ورته بيان
دوی کی يوشميرښه هوښياره طبيبان وه
د تعليم د تجربو ټول خاوندان وه
سره کيناستل شروع ئې کړه بحثونه
چا دارو دَوا ښوده ، چا تاويزونه
په آخره کی د ټولو دا سلا شوه
دا تشخيص ددوی بازانو ته بلا شوه
هغه دا چه ده ته وينه ضروري ده
د مرغانو د پاچا وينه حتمي ده
د عقاب په وينه دۍ حتماً روغيږي
د بل وينه ده ته هيڅ نه پکاريږي
پاچا ورکړ صدراعظم ته يو فرمان
چه دې کار ته آماده کړه وزيران
د عقاب ځای ته ورتګ دوی ته ډيرګران وه
دې مشکل ته رسيدل تمام حيران وه
ـ ۲ ـ
دعقاب ځاله وه لوړ دغره په سر کی
ددی ټولو غرونو لوړ په يو کمر کی
مګـر کال کی به يو ځـل بازان راتلـل
د ځـنـګلــو ، باغـــو لــه پاسه الــوتـل
وزيرانو مقـرر ډير جاسوسان کړل
څلور خواوو ته دغرونو ئې روان کړل
چه معلوم د اوسيدو ځای د عقاب کړي
بيائې بند په خپلو لومو داجناب کړي
سرئې غوڅ کړي ډک له وينونه ئې جام کړي
هرڅه زرئې دژوندون کار ورتمام کړي
بيا به واخلي له درباره انعــامونه
چه پاچا ئې پر سر واړوي جامونه
هــری خـواته به مـيلی وي اتــڼــونــه
برپا شوي به وي ښه ښکلي جشنونه
جـاسوسانــو هــره خــوا معــلــومــولـه
د عقاب د ژوندون ځاله ئې څارله
*********************************************
تقديري کارونه ګوره چه څه کيږي
د خوښۍ ژوندون په غم څنګه بدليږي
هلته پاس د لوړو غرونو په سرو کی
عـقـاب الـوته په ښکلو سر درو کی
چه راستون شو قرارګاه اوخپل محل ته
د دربار د فرمانو اصلي مورچل ته
وظيــفــه ئې ورکړه خپلی کابينی ته
د ميلی ځای کړۍ معلوم بلی جلسی ته !
دری بازان شوه مؤظفه په دی کار
چه يو ښه ځای کړي پيداپه خپل اختيار
بازان والـوتل په سمــو او په غــرونو
ګرځيدل په شنو ځنګلونو او باغونو
ډيرښه شين او ښکلۍ ځای ئې کړ پيدا
چه ثاني ئې بل ځای نه وه پر دنيا
ځای تعين شو بازان لاړل خپل محل ته
ددی دنګوغرو له پاسه خپل مورچل ته
دتلو وخت ئې کړ معلوم خپله جلسه کی
د دويمی مياشتی پای لومړۍ هفته کی
په دی وخت کی دا احوال ورسيدنه
چه عـقـاب کوي ميله ښکته راځينه
دا خـبــر ورسـيـده تـر جاسـوسانــو
د ناروغ پاچا تــر ټــولــو وزيــرانــو
چه معلوم شو د عقاب د مـيلی ځای
جال،دامونه ئې کړه هلته ځای پرځای
دميلی پرځای کی خوشی ئې مرغان کړل
بی وزره ئې زرکان او مـړزان کـړل
هلته تيتی ئې کړی ډيری اومې غوښی
د راتلو د کيناستو ځای شو په نښی
په اُمـيـد د انـتـظار ورځی تـيريـږي
چه که خدای کول عقاب به را رسيږي
د عقاب د راتلو ورځی را نږدی شوې
د بازانـو د پرواز بڼی تيری شوې
پنځه ورځی مخکی لاړل دری بازان
د مـيـلی د محــل خــواتــه شـتـابان
چه که ګوري هری خواته مړزان دي
ښی اومی غوښی،سيسۍ،ښکلي زرکان دي
رنګارنګ مرغان پراته دي په محل کی
هری خوا په ميله ځای او په ځنګل کی
ډوب په فکرکی دادری تنه بازان شول
په ليدودډيروغوښودوی حيران شول
معلوميږي چه دې کارکی کوم يو رازدۍ
افشأ کړۍ ميله ځای کوم يوغماض دۍ
دا محل ئې په نظر ډک له خطر شو
چه سويان،هوسۍ،زرکان ئې ترنظرشو

بازان لاړل خپلی سيمی خپل مورچل ته
بيـا د خـپـلی کابيـنی اصلي محـل ته
هـلـتـه خپـلـه عــقــيـده ئې کـړه بيان
په ليدو د ميلی ځای شوو مونږ حيران
هلته هرڅه په بل شان را معلوميږي
که مونږ ورشو خاماخا يوڅه پيښيږي
ښکاري داسې چه داځای ډک له خطر
ښه به داوي له ميلی شو لاس په سر
وړانديز دادۍ چه ميله وکړوبل کال ته
بل کال لاړبه شو لويديز او يا شمال ته
د بازانو په وړانديز فسخه ميله شوه
د عـقاب له خوا تائېده فــيصله شوه
خو بل کال هم په بل ځای کی همداحال وه
د بازانو سره بيا ، هماغه سوال وه
دريم کال ته هم تکرار شو دا داستان
عاقبت ته ددی کار شوه ټول حيران
چه دا دومره ډيری غوښی او مرغان
څه لپاره دي پراته پردې مکان ؟
چــاره نــه وه بازان لاړل وارخطا
چه له دې رازه دا نور کړي هم آګاه

دوی تکرار کړه فـيصله په قاطعيت
ښه پــه کلکه اراده پـه پاک نـيت
داځل بيا رخصتي فسخه کړه بازانو
تصميم ونيوه مجـلس کی وزيرانو
د عـقاب حضور ته لاړل څو بازان
فــيصلـه ئې خــپــلــه کړه ورتــه بيان
د عـقـاب سره پيداشوه څه سوالونه
شو مصروف په ساعتو کوي فکرونه
چه ټــپــوس راغۍ حضورتــه دعـقاب
وې ويــل چــه ای زمــا عالي جـنـاب !
مونږه ستا خوشحالي غواړو هـرزمان
څو چه ته ئې ، ته زمونږه ئې سلطان
تاته ډيــره ضروري هـرکال مـيـلــه ده
د روغــتـيـا لــپـاره دا ښه وسيلـه ده
بازان نه غواړي چه ستا فکر آرام شي
شايدغواړي چه دوی ستا قايم مقام شي
ښه تحريک ئې کړ عقاب په وزيرانو
ها د سخـتو ، بدو ورځـو په يارانو
په غضب شو عقاب وې ويل بازانو !
تاسو ټول ياست برطرف بې پروايانو

چا چه کړۍ دۍ غـفـلت په وظيفه کی
ورته ځای نـشـتــه زما پــه کابينـه کی
مخ ئې واړاوه ټپوس ته شو ګويان
له هـمـدی شيبـی زما دۍ دا فــرمان !
ای ټپوسه ! ته کړه جوړه له مرغانو
ښه مظبــوطه کابـيـنـه لــه صادقـانو !
د ټپوس کابينه جوړه په مهلت شوه
له ړومبي نه تروروستي په ًمصلحتً شوه
د ميلی ځای ته ئې ولـيږل دوستان
لـه دې نـوې کابينې دری ټپوسان
دوی چه ولـيدلی هلته غوښی ډيرې
د خدمت وعـدی ئې ټولی کړلی هيرې
بـيرتــه راغــلـل وې ويـلې چـه جنـابه !
ای زمونږه د سرتاج ، زړور عــقـابه !
دغه ځای ددې نړۍ پر سر جنت دۍ
زمونږ دری واړو همدغه مصلحت دۍ
د ښکلا ثاني ئې نشته پر جهان کې
ځمکه څه چه لابه نه وي پر آسمان کې
د هـوسۍ دغـوښو شته پکی ورنونه
د سويانـو دي پراتــه ټـول اندامــونه

هــری خواته بی وزره مـړزان شتـه
سيسۍ څه چه پکي رنګارنګ زرکان شته
هـلتـه شتــه د نـرمو غـوښو ګودامـونه
زر به ورشوچه له ژوندواخلوخوندونه
په ورتګ کی ځنډ خورا لويه ګناه ده
دا دری کالــه شـوې تاسره جــفـا ده
د ټپوس د حکومت فيصله دا شوه
نهايت کی د عقاب هم پرې رضا شوه
عــقـاب ورکړه نوي نوي فـرمـانونــه
يو شمير دلته به پر مخ بيائې کارونه
نور به لاړشي د تفريح او ميلی خواته
حرکت بـه ټـول کوو په خـير سبـا ته
چـه سبا شـو ټول تيار وه حـرکت ته
اوس نوګوره دعقاب شان اوشوکت ته !
قطارونو کی ولاړ ډير ټپوسان وه
دکارغانو سره نور هم ډير مرغان وه
ټول ولاړ په ډير تعظيم وه په ادب کی
په دربارکی چه اوچت وه په منصب کی
عـقـاب وليدل صفونه تری روان شو
يوساعت وروسته جداله خپل مکان شو

د ټپوس کابينی جوړ کړه قطارونـه
دعقاب په ښي او چپ کړي پروازونه
آخــر ټـول ورسيدل هـغــه مکان ته
هغـه شين ، رنګين د ګلو ګلستان ته
ټپوسان شوه ټول اخته په چورولو
څوک مصروفه شوه دغوښو په خوړلو
عقاب پاتی شوحيران خو وخت تری تيروه
پخوانۍ ټول عظمت ور څخه هير وه
په دې پوه شوچه ئې کړې ښه خطا ده
د ټپوس په انتخـاب کی اشتباه ده
خو چه کـيـنـاسته پر ځـمکه عالــيشان
شوه چارپـيـر ورنه د ځـمکی جلادان
جال ئې واچوه عقاب پکی بندي شو
بيا فــوراً د مرګ په حُکم تُهـمتي شو
د چړو سره ئې راوړه يو لوی جام
چه ډير زرئې دمرګ کارکړي ور تمام
عــقـاب وويل ، چــه ګـورۍ انسانانـو !
زه پاچا په ټــول جهان يم د مرغانو
ما د چا په حق کی کړې څه ګناه ده ؟
چه زما په مرګ د ټولو نن رضاه ده

جلاد وويل ستا نوم ګوره عقاب دۍ
دادری کاله مونږ ايستلۍ ډيرعذاب دۍ
مونږه ايښي تاته درې کاله دامونه
ستا پر سر مونږ وه خوړلي قسمونه
چه ستاوينه مونږه وړوخپل ګران پاچاته
دې عادل، فاضل،غښتلي شاهنشاه ته
ځورولۍ ناروغۍ هغـه ډير زيات دۍ
که جوړيږي نو دا ستا دسر ذکات دۍ
هغه صرف داستا په وينه به جوړيږي
غيرله دی نه به ئې ژوندپه مرګ بدليږي
عقاب پوه شو چه ،دده وينه ،دَوا ده
همدا اوس ضرور پکار دلوی پاچا ده
نو ئې وويل جلاد ته په قــرار کې
ای جلاده شتاب مکړه په خپل کار کې !
زه هم غواړم چه پاچامو روغ رمټ شي
صحت مندستاپه رقم سره کټ مټ شي
مبـا دا چه شي چَــپـه وينــه په لار کې
د خوښۍ او د جذباتو په اظهار کې
بيابه نه وي نوره وينه چه پری جوړشي
هسې نه چه ئې زړګۍ په مرګي سوړشي

ما ژوندۍ وَرْ وَله زرخپل ګران پاچا ته !
هــغــه ستر او مدبره شاهــنشاه تـه
جلاد وَر وَسته عقاب تر زمامدارخپل
بيائې ودراوه پرمخ کی دواکدارخپل
عـقاب ورکړه په ډير ُعجز کی سلامـونه
لـه هــيــبــتــه ريږديــدل ئې انـدامـونه
بيــائې وويــل عالــيقــدره عالــيشانه !
زه به خپل سر تل قربان کړمه له تانه
تاتـه وينه ده پکار زه بـه ئې در کړم
درکوم به ئې ترڅو چه تا بهـتر کړم
يو ځـل نه ، داکار کومه په سل واره
ترڅو ته شې د صحت نه برخورداره
زه به هروخت يم حاضرستاپه خدمت کی
دا وعده در سره کړم په صداقت کی
هـميشه زمونږ تر منځه به دوستي وي
له دوستۍ نه به لا زياته ښه وروري وي
اوس دې خوښه چه څه کړې قومانده ستا ده
ستا پــه هــره قــومانده زما رضا ده
شاهـنشاه وه د شاهـانــو نه هــوښيار
د عقاب سره دوستي ئې کړه اختيار

د عقاب په وينه جوړ شو ستر سلطان
دواړه شوه ددوه خوږو وروڼو په شان
يوه ورځ ئې لـه عــقـاب وکړه پـوښتـنه
چه درې کاله مونږه ايښي وه دامـونه
څه عــلــت وه چه را نغــلې ته ميلې ته
لــه پخــوا نــه ټــاکل شـوې مـحـلې تــه
عــقــاب وويـل زمــا وروره سـلـطانه
اوس پر مائې ته ، له ځانه ځنې ګرانه
هغه وخت مې کابينه کې ټول بازان وه
چه ټول عمر، زما ژوند هم په امان وه
ما سپارلي وه کارونـه اهـل کار تـه
ټول بازان وه چه ورتلل پخپله ښکار ته
د مردارو غوښو ښکار ورته ذلت وه
دا چه رانغلم همدا ئې ټول علت وه
خـو چـه کلــه ټـپـوسان شوه وزيران
هله زه شوم ستا د لومو بنديوان
پای

انجنير عبدالکبير کاکړ
جرمني ۰۸ .۱۰ .۲۰۰۸

يادونه : ددې مثنوي نثر د ښاغلي ولسمل دی چه په ً افغان ً جريده کې ئې نشرکړۍ وه.
انجنر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۱۸ .۱ .۲۰۰۸
{/slide}{slide= شهید}
لد اُفق په سرو سکروټو کښی ئې کور شو
زړه ئې ورکړ د ﻻله وو پسرلي ته
په غروب باندی ئې څیری خپل ګریوان که
تسلیم نشو د تیارو شپو لیوني ته
*****
اسمان شو کوڼ ، شمله کږه شوه هلته
اورمیږ ئې ټیټ ، ځمکه وړنده شوه هلته
غرونه هماغسی په خوب ویده وه
د کربلا دښته بیا سره شوه هلته
*****
تر پوﻻد کلک نه ماتیدونکۍ ستورۍ
چه وه د ستورو ځلیدونکۍ ستورۍ
نن ئې په غاړه کښی حلقه پرته ده
په حسین ، توره لوپټه پرته ده
*****
نن د کوکانو په میله کښی شغالان نڅیږي
پخوا مړشوی یوځمرۍ ، دلته په دار ځړیږي
دا د بازانو باز را ولوید د کارغانو مخ کښی
د میړنو دا میړنۍ به ، میړنۍ یادیږي
*****

انجنر عبدالکبير کاکړ
شهید جرمني 07 . 01 .02

دۍ وه ستر لکه نښتر او یا چنار
هسک وﻻړ په ډیر غرور لکه ښامار
دا ریښتینۍ ٌاسماعیل ٌ د منصور ورور
د غیرت او د میړانی د ژوند پلار
د ٌحسین ٌ په پَل چه پَل کیښود حسین

ابدي شو د عربو افتخار
{/slide}{slide= فلسطین}
لزه فلسطين يم د غمو فلسطين
د شهيدانو د جنډو فلسطين
نه مې ځواني پاتې شوه نه باوفاشوه ياران
نه په چا ځان پلورمه ، نه وهم لافې د ځان
اوس يم دبدوتوروشپوفلسطين
زه فلسطين يم دغمو فلسطين
زه ئې ځپلۍ يمه ، ډير ځوريدلۍ يمه
وژاړم چاته خدايه ، خپلو هير کړۍ يمه
يمه د سوو اوسيلو فلسطين
زه فلسطين يم د غمو فلسطين

پريږدۍ چه وژاړمه ، اوښکې مې وبهوم
څو ليونۍ نشمه ، وينې مې و څڅوم
په وينورنګ يم ددردوفلسطين
زه فلسطين يم د غمو فلسطين
په راکټومې ولي ،تنکي ځوانان مې وژني
عربوګورۍ راته، پيغلې ځلميان مې وژني
د وير د چيغو ماتمو فلسطين
زه فلسطين يم د غمو فلسطين
پرون صبرا شتيلا ، نن شوه غزه کربلا
له صيهونيزمه دفاع، کړي امريکا اروپا
زه يم بې کسه له عُمرو فلسطين
د شهيدانو د جنډو فلسطين
زه فلسطين يم د غمو فلسطين

انجينر عبدالکبير کاکړ
{/slide}{slide= ګلیواله}
لما سلام ورکه پــــه مينه
ډيـــره ښکلې ده سنګينه
زړه کې پاکه ده ساده،ده
نازئې نه زده خو درنه ده
خورم قسم ډيره خوږه ده
کليـــــــواله پښتنــــــــه ده
ستړي مشي ئې کړه هيره
وار خطا ښکاريده ډيره
ريـــــږديدله ريـــــږديدله
له حيا نه شرمـــــيــــــــدله
ساه نيولې په نيمـــــکه
د خوږې ژبې په څوکه
دائې وويل چه پوهيږې؟
راته ګران ډيرمې خوښيږې
انجينر کبير کاکړ ۲۰۰۹.۰۶.۲۲۸
{/slide}{slide= ننګ}
لپه دې ( جان آغا ) ، دغـه کلۍ څـنګه ودانـيـږي؟
چې(مورئې بټيارۍ وي)ځوی ئې نه فتح خانيږي*
*****
چې نه ګوري تاريخ د پلارنيکه اود خپل قام ته
وطن ورته پردۍ شي ، په پـردو به حسابـيـږي
*****
چې خـپل لکه پردۍ او پردي دوست حسابـوينه
دا نه ده سرلوړي ، چې اورميږهرچاته ټيټيږي
*****
غـږيـږي به په نورو ژبـو، فـخـر به کـوي هـم
په خپلې مورنۍ ژبه ، ګونګۍ شي نه غـږيـږي
*****
آزاده اوسيدل ، په خـپـل آزاد وطـن کې ښه دي
بې نـنګ ، دغلامۍ په ژوندانه باندې خوښيږي
*****
دچاچې نه وي شرم ، نه حـيـا لـه خـپـل اولـسـه
پـه دې آزارګـټـلي مې ، زړګـۍ کلـه خـوږيـږي

انجينر عبدالکبير کاکړ
جرمني ۱۸ .۱ .۲۰۱۰
*فتح خانيږي ( فتح خان کيږي )

{/slide}

زیاتې مقالې …