غزل

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


میرویس نجیبي

ځنې ځنې شته دي د پاګل په څیر
ټول خلک خو نه وي یو د بل په څیر
شته دي بلا ډیر ښکلي خو دا یوه
رنګ لري خوشبو لري د ګل په څیر
خپل ګستاخ نظر په واک کې نه لرم


میشت د زلفو سیوري کې د غل په څیر
خوب کوم په خوب کې حقیقت دې شي
ستا په ګرمه غیږ کې د اټکل په څیر 
اوس هغسې نه یمه ملنګ یمه
لوټ مې زندګي شوه د کابل په څیر 
نه یمه د جنګ سړی افغان یمه
نه مې کړې مجبور ګوره د تل په څیر 
اوس هم میرویس ښکلو ته سترګک وهي
شنګ یی د ځوانۍ شته د اول په څیر