هیندارې

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالملک پرهیز
هېنداره یم د ژوند زه حقایق  بیانوم
تصویر د ښه او بدو برالا څرګندوم
چې ځان وینې هینداره کې غصه شې ولې ماته
زه هرڅه په خپل شان او بې ریا انځوروم

ته کاڼي ولې، ولې او هیندارې ماتوئ
ماتېږم ماتېدو کې نور هېندارې جوړوم
په هر یوه ټوټه کې به ځلېږي ستا انځور
زه ستا د نارواوو تصویرونه جوړوم
د شپې له تور څادره بهر شي رازونه
د لمر له رڼاګانو یرغلونه جوړوم
تیاره کې د لېوانو او دېوانو بدمستي
نو ځکه ټول تیارو ته زه د جنګ اعلان کوم
د لمر د راختو مخه نیولی نه شي څوک
سهار او مازیګر افق په وینو رنګوم
دا جنګ د تور او سپين هر ماښام وي تر سهاره
د وړانګو په چړو تور څادرونه څيروم
پیدا ته په تیارو يې ، تیارو کې دې ژوندون دی
بچی د سپېله داغ یم زه تیارې پنا کوم
ته ژوند کړې څو جګړې وي او د وینو سور توفان
زه ژوند د ګل غوټې یوې موسکا کې لټوم
ته هر قدم چې اخلې وحشتونه زېږوې
 زه ستا له هر ناورینه جهانونه بچوم
یو اورد مینې بل کړم  څو وریت شي نفرتونه
دنیا د جهالت له تور تنوره خلاصوم
یو ځل که مینې بیا زموږ زړو ته لاره وکړه
بیا نوې دنیاګۍ به زه انسان ته جوړوم
ستا روح کې مینه نشته ستا تومنه له غمو ده
راوتی یم میدان ته تور دېوان مرداروم
یو ورځ د نفرت ټول زنځيرونه ستا ماتېږي
د مینې په برېښنا دا تورتمونه رڼوم
 کاروان د رڼا نه ځي نور په شا له خپله هوډ
ماڼو د توفانو یم مات کشتۍ ساحل ته وړم
پتنګ له ډېرې مینې ځان ستي کاندي لمبه
زه هم له خپلې مینې جهانونه تودوم
تا ماتې کړې هیندارې ددې ښار په بې رحمۍ
دنیا به کړم هینداره حقیقت به ځلوم
هر خوا ځي ستا د لاسه د وینو سیلابونه
پرهر ته د ټپیانو مرهمونه جوړوم
وطن زما ویجاړ ستا له تورو دهشتونو
نور پرېږده دا بې شمېره دا ټپونه رغوم
غوږونه دې که خلاص دا پېغام د زمانې دی
د ظلم د ماڼیو لوړ برجونه ماتوم
اولس یوموټی کېږي د رڼا په دغه لار
د ظلم اووحشتونو تور دورونه ختموم
که ژوند کې سمون غواړې اوچته له درانه خوب شه
هینداره یم ځلېږم نوی ژوند انځوروم
نور مه وله کاڼي او هیندارې ماتې نه کړې
همدا کاڼي به ستا په لور سبا ګوزاروم
پرېږده سلسلې د تیارو ورک شي له وطنه
که ويښ زما ولس شي بیا جشونونه جوړوم