ستایونکي

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

س . سېلنی

بگاښ

د بکېړې بنسټ کېښود پرونېو

د بگاښ په واک گواښنه ده نن پایله

دي څرګند د دې اوږدې کېسې لوبغاړي

چلولي ترې په گډه گټي وټې

 

-*-*-

ستایونکي

د نومو تر شا مو جوړ کړل مورچلونه

پر گواښونو سړوو پرې ټټرونه

پردي پالو د پردو په جال کې كښېوستو

رانه ورک یې د ژغورنۍ کړل چمونه

*-*-*

سپېڅاندي

د سپېدو په نوم کاروان سره يو مللي

خپلو موخو ته لا نه يو رسېدلي

کږو لارو ته یې سيخ کړو څاروانیانو

گړنگو ته سرلاټۍ يو پریوتلي

-*-*-

روښاندي

یو لښکر وکړ تکل مخ پر رڼا

څو تورتم کړي پر گونډو د سپین سبا

پردي پالو تالي څټو سرلښکرو

د پردو موخو ته مخ کړ دوي ته شا