سوله

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

           

سوله د څوکۍیو د باران خبره نه ده

سوله د هرچور او د تالان خبره نه ده

دقوم او دمذهب  د ژبې دټبر دعوا

سوله د خواهشّ د غرامت خبره نه ده

ګټه تاوان خو خامخا وي په هره لاره

سوله د زَرو کان د زیان خبره نه ده

امن سترارزښت ده دژوندون ښکلی نوښت ده

سوله کې را ټول دي د حیران خبره نه ده

راځئ چې سره ټول یوه غوټۍ شود یو بڼ   

سوله زرغون باغ ده د تاوان خبره نه ده

داسې په مینه روان  د دې مینې لیوني

سوله د تعقل د  زمان  خبره نه ده

صبوره سولې کارته د تدبیرسره ورځه

سوله د عزت څه د ساروان خبره نه ده