څه باید وکړو چې سهار تازه او با انرژي اوسو؟

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

ددې دپاره چې سهار تازه او باانرژي اوسو او له خپلې ورځې زیاته ګټه اوچته کړی شو ، یو څو ساده ټکو ته مو پام را اړوم : 

د لمر د لومړیو وړانګو په ځلېدو سره د خونې یا کوټې تورې پردې لرې او کړکۍ پرانیزئ. له کړکۍ بهر وګورئ او پرېږدئ څو د لمر وړانګې ستاسې د سترګو پر تور ولګېږي

.

د لمر وړانګې کله چې زموږ د سترګو پر تور لګېږي ، زموږ په بدن کې د خوب هارمون یا میلاتونین کچه کموي . کله چې د خوب د هارمون کچه زموږ په بدن کې ټيټه شي ، د انرژي دپاره پوره ځای پیداکېږي نو له دې کبله موږ ځان تازه او له انرژۍ ډک احساسوو.

بله خبره چې باید په پام کې ونیسو داده چې سهار له خوبه تر پاڅېدو وروسته کله چې په خپلو پښو ودرېدو په کار ده له اوبو ډک یو لوی ګیلاس وڅکو. زموږ ماغزه هله ښه کار کوي کله چې زموږ ماغزه د خپل اړتیا وړ اړینې اوبه تر لاسه کړي وي او د اوبو کچه يې ټيټه شوې نه وي. موږ د شپې له خوا اوبه نه څکو چې دا کار زموږ د مغزو د اړتیا وړ اوبه کموي.

عبدالملک پرهیز