پوهېږي د کرونا ویروس په دوه دقیقو کې ټول بدن ته خپرېږي

طبیعي علوم
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له ډنمارکي علمي منابعو څځه

د عبدالملک پرهیز ژباړه

د کوروناویرس ترټولو مهمه وسله هغه وړتیا ده چې کولی شي زموږ د حجرو د انجن خونه برمته کړي او د خپل ځان د پراخ تولید لپاره له هغې څخه د فابریکې په توګه کار واخلي. پوهیږئ چې څنګه د ویروس ذرات بدن ته ننوځي او لکه د برېښنا په څېر په دوه دقيقو کې زموږ بدن ناروغه کوي

.

د ویروس ذرات د سترګو ، پوزې یا خولې د مخاطي غشا له لارې بدن ته ننوځي.

 

آبي غونډاري: د ویروس ذرات

ذرات د میکروسکوپي پروتینونو په وسیله پوښل شوي چې د بهر په لور غزېدلي. چې د پنجی یا وږي پروتین په نامه هم یادېږي، همدا د وږي پروتین دي چې ویروس ته يې خپل نوم ورکړی دی ځکه دا تر یو بریده د تاج يا په لاتیني ژبه کې (کورونا ) بڼه لري.

 

ژېړ رنګ: د وږي پروتین

کله چې ویروس د بدن یوې حجرې ته نژدې کېږي نو د وږي پروتین د کلي په څېر چلند کوي او د حجرې د مالیکولونو پر مخ چې د رسپتورونو په نامه یادېږي، ځان نښلوي. تازه څيړونکو ته جوته شوې چې د کورونا ویروس زموږ د حجرو پر یو ټاکلي رسپتور چې د ACE2 په نامه یادېږي او تر ډېره په سږو کې شتون لري، ځان نښلوي.

 

روښانه سره غونډاري: د ACE2 رسپتورونه دي

کله چې زموږ په حجرو کې د ACE2 رسپتورونه او وږي پروتینونه سره ونښتل د ویروس غوړقشر زموږ د حجرې له ممبران سره ګډېږي . اوس د ویروس ارثي یا جنتیکي کود یا رمز RNA زموږ د بدن د حجرې منځ ته ننوځي .

 

سره لیکې: د ویروس RNA

په حجره کې ویروس د حجرې انجن یا ماشین برمته کوي او هلته خپل ارټي کود یا RNA ځای پر ځای کوي. د څېړنو پر بنسټ څرګنده شوې چې د کورونا ویروس د RNA د ۳۰۰۰۰ تورو په په شا او خوا اوږدوالی لري.

په دې وخت کې ناروغه حجره د ویروس RNA د لارښود په توګه کاروي او د پروتین په جوړولو پيل کوي. په دې وخت کې د بدن د معافیت یا دفاعي سیستم له کاره باسي او د ویروس د نویو ذرو یا توکو جوړول پیلوي. هره ناروغه حجره ، مخکې له دې چې لومړنی ویروس له منځه لاړ او مړ شي د ویروس د توکو تر یو میلیون ‌ذرې کاپي او تولیدوي. د ویروس تولید شوي ذرې کولی شي د بدن پاتې حجرې ناروغه او یا هم له بدن څخه بهر راوځي او د سږو کوچنیو څاڅکو په وسیله نور کسان ناروغه کوي.

 

آبي غونډاري: د ویروس نوي ذرې یا توکي.