واوره - ممکن ددغه سپین څادر په اړوند مو دغه ۱۰ ټکي لا تر اوسه نه وي آورېدلي

طبیعي علوم
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه د عبدالملک پرهیز

هر کال واوره اوري خو شاید له دغه رازونو لا خبر نه یاست.‏

د واورې په اړوند څومره پوهېږئ؟ دلته د واورې په اړوند ځنې مالومات وړاندې کوم چې هیله ده ستاسې خوښ شي.‏

‏۱- واوره یو منرال دی.‏

یو منرال باید دغه پنځه ځانګړنې ولري:‏

  • باید جامد وي
  • د کیمیاوي فرمول په بڼه لیکل کېدی وشي.‏
  • اتومونه يې د کریسټالي جوړښت په بڼه یو ځای شوي وي.‏
  • په طبیعي ډول رامنځ ته شوي وي.‏
  • غیر عضوي وي.‏
  • عادي کنګلې شوي اوبه ‏H2O‏ ، په دې ډول ویلی شو چې کنګل او واوره دغه پنځه واړه شرطونه پوره کوي.‏


‏۲- وارې پردۍ هسته يا زړى لري، واوره د بړاس شوي اوبوماليکونه دي، چې د اتمسفير تر صفر درجې لاندې په کنګل بدل او منجمد ‏

کېږي. مخکې له دې چې بهير پيل شي ، بايد يوه ميکروسکوپي هسته شتون ولري چې ماليکولونه د هغې تر شا او خوا سره راټول او ‏سره ونښلي . هسته د کتالېز په بڼه کار کوي، چې کېدى شي، ګرد يا مالګه يا داسې نور ... وي. که چېرې اتمسفير بيخي پاک وي په دې ‏حالت کې د واورې کېدو د بهير د پيل دپاره په کار ده څو د هوا درجه تر منفي ٣٨ درجې د سانتي ګراد ښکته شي، په دې حالت کې د ‏هستې له شتون پرته بهير پيلېږي.‏


‏٣ـ واوري ويلې کېږي او پر باران بدلېږي.‏

په لوړه فضا کې چېرې چې وريځې شتون لري، تل هوا سړه وي نو ځکه باران د واورې په بڼه پيلېږي. ګله چې واوره په ورېدو پيل ‏کوي د هوا تودوخه پورته ځي او د هوا تودوخه د ځمکې د مخ تر تودوخې تودېږي او واوره ويلې کېږي. دا کار دفعتن نه پېښېږي ‏بلکې تر باران دمخه کله چې د ٥٠٠ متره مربع په اندازه يوه توده طبقه رامنځ ته شي، واوره په باران بدلېږي .‏


‏٤- واوره لږ تر لږه ٣٥ بڼې لري.‏

‏ د ورېدو په وخت کې واوري پاڼې د رطوبت او تودوخې په لږ توپير سره بدلون کوي او مختلفې بڼې غوره کوي. له همدې کبله د ‏واورې دوه پاڼې يوشان نه وي، د واوري ځنې اساسي بڼې شتون لري چې تکرارېږي. واورې پېژاندونکي په دې عقيده دي چې لږ تر ‏لږه د واورې ۳۵ مختلف ډولونه شته دی.‏


‏۵- واوره بې له دې چې ویلې شي په بړاس بدلېږي

واورې کېدی شي آن تر صفر درجې لاندې سړه هوا کې ، کله چې آسمان شین هم وي، په هوا کې ورکې شي. دا پروسه د ‏‏'‏sublimation‏' په نامه یادېږي، په تیربیا کله چې پرواوره وچ او قوي باد لګېږي، دغه بهیر خورا چټکېږي. دا حالت دا امکان برابروي ‏څو واوره د ګنګل او جامد حالت څخه نیغ په نېغه د ګاز - د اوبو د بخار حالت ته واوړي. د جامو د وچولو دپاره دا یوه ډېره ښه هوا ده.‏

‏۶- واوره د متودوخې مثبته درجه زغملی شي


کله چې واوره د وچ اتمسفیر په وخت کې ورېږي د واورې بړاس د یخنۍ د ساتلو زمینه برابروي که څه هم د تودوخې درجه لوړه وي. ‏له تیوریکي پلوه که چیرې د هوا درجه مثبت اوه ته ورسېږي ، لا هم واوره ورېږي. خو په دې حالت کې باید د هوا د رطوبت کچه ‏په سلو کې د ۲۰ په شا او خوا کې و اوسي.‏


‏۷- واوره د ژوند څخه ساتنه کوي

کله چې واوره داوږده مهال دپاره پرته وي - بیخي د مایع اوبو په څېر - د فنګسونو د ساتنې او د هغې د شنه رنګ سبب ګرځي. سور ‏رنګه (شنه) فنګسونه ‏Chlamydomonas nivaliser‏ ( د سره رنګه هندوانې په څېر) د واورې د سره رنګ ،د دلیل په توګه بیانېدی ‏شي چې خورا ښه خوند لري خو د معدې د تکلیف سبب ګرځي.‏


‏۸- واوره په اغیزمنه توګه عایق رامنځ ته کوي

پر ځمکه د واورې یوه طبقه په سلو کې ۹۰ تر ۹۵ تشې لري چې له هوا څه ډکې شوي دي او پر ځمکه آرامه پرتې وي. له همدې کبله ‏په اغیزمنه توګه د غږ او د تودوخې د څپو مخه نیسي. زیات کسان پوهېږي چې څرنګه تازه واوره د غږ مخنیوی کوي ، ۲۵ سانتي متره ‏پېړه واوره د ۱۵ سانتي متره ښيښې په اندازه د عایق کار کوي چې حیرانونکې برېښي. ‏


‏۹- واوره په څرګنده توګه رڼا منعکسوي

واوره سپينه ده له همدې کبله ژر نه ویلې کېږي. که چېرې واوره توره وای، نو د لمر تر وړانګو لاندې به ان که هوا تر صفر درجې ‏لاندې هم وای، ډېر ژر به ویلې شوې وای. د واورې سپین رنګ د لید وړ وړانګو ټول رنګونه بېرته منعکسوي ، که نه وړانګې پر ‏تودوخې بدلېدې او د واورې د ویلې کېدو سبب کېدلې شي. نوې واوره په ټولیز ډول له په سلو کې ۸۰ - ۹۰ وړانګو ته انعکاس ورکوي، ‏خو پخوانۍ واوره تر دې لږ وړانګې منعکسوي او زیاته پخوانۍ واوره تر نیمايي لږ وړانګې منعکسوي.‏


‏۱۰- واوره ټوله ځمکه پوښي ( په ځانګړو حالاتو کې) ‏

نژدې ۶۴۰ میلیونه کاله دمخه ځمکه د کنګلې او واورې په وسیله پوښل شوې وه له قطبونو نیولی د استوا تر لیکې پورې. دا حالت د ‏ځمکې د واورین توپ په نامه یادېږي چې ددغه ستوري د دنننیو ګازونو - ترموستایت خونه کې (اGreenhouse gas‏) د بې نظمۍ له ‏امله ؤ چې له نیکه مرغه ترموستایت بدلون وکړ او اقلیم ښه شو . دې کار نژدي ۱۵ میلیونه کالونه په دربر کې ونیول.‏