ولس دې په اصلاحاتو کې فعاله ونډه واخلي

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې له کلي واخله، تر ولسوالۍ، ولایت او ان مرکز پورې چې څه دولتي او نادولتي ادارې او عامه تاسیسات او بنسټونه دي د تېرو جګړو له امله متاثره شوي، ویجاړ شوي، یا غیر فعال دي، یا په کې وړ کسان نه دي استخدام او له دې امله یې فعالیت او د خدماتو برخه پڅه او د خلکو د قناعت وړ نه ده.

له همدې امله جدي او عملي اقداماتو او پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ده او دغه اصلاحات یوازې په حکومتي کچه نشي راتللی، په دې برخه کې د ولس پراخ او فعال ګډون حتمي دی. د بېلګې په توګه په یو کلي کې ښوونځی دی. د ښوونځي اداره یا بې کفایته ده، یا فاسده ده او یا بله هره ستونزه چې لري، مقصد کلیوال یې له فعالیت او د زده کړې له بهیره راضي نه دي.

د دغې ستونزې د حل لپاره حتمي نه ده چې کلیوال منتظر پاتې شي چې له مرکز څخه کوم هیئت ورشي او د دوی ستونزه ورته حل کړي. یا یوازې په ویلو، یادولو او شکایت کولو سره د دغې ستونزې د حل هیله ولري. د دې اسانه حل لاره داده چې کلیوال دې په خپلو کې سره جرګه شي. بیا دې د ښوونځي ادارې ته ورشي. هلته دې له مسوولینو سره د دوی ستونزې واوري.

دغه کلیوال دې د ښوونځي امکانات هم وګوري او دا دې وارزوي چې له یادو امکاناتو څخه څومره استفاده کېږي یا نه کېږي؟ د ستونزو له اورېدو وروسته کلیوال پوهېږي چې اصل مشکل چېرې دی؟

کله چې دوی ستونزې تشخیص کړي، نو بیا د ښوونځي ادارې سره په شریکه ورته مناسبې حل لارې لټولی شي. کومې ستونزې چې د کلیوالو په مرسته حلېدلی شي، هغه دې هملته ځای پرځای حل کړي او کومې ستونزې چې د هغوی له وسه پورته وې، هغه دې مرکز ته راجع کړي او د هغوی پاملرنه دې ورته وغواړي، مګر په دې برخه کې د کلیوالو همېشنی تعقیب خپل ځانګړی ارزښت لري.

اصلاحات یوه دایمي پروسه ده، دا د یوې ورځې او دوه ورځو خبره نه ده او نه هم په یوه او څو غونډوکې په ګډون او خبرو سره اصلاحات راتلی شي. دا پروسه چې څومره دوامداره او فعاله وي، نو همغومره به یې پایلې ګټورې  وي.

په دې کې شک نشته چې ولس اصلاحات غواړي، مګر خبره داده چې یوازې په غوښتنه نه ستونزه حل کېږي او نه هم اصلاحات راځي د دې لپاره د ولس پراخ ګډون حتمي او ضروروي دی. دا ډېره مشهوره معقوله ده چې حق ورکول کېږي نه، اخیستل کېږي، نو پکار دی چې ولس او کلیوال له مفسدینو څخه خپل حق واخلي او هغوی پرېنږدي چې د دوی په حق کې غفلت او ظلم وکړي.

ولسمشر غني د جنیوا کنفرانس ته په وینا کې وویل: "زموږ د اصلاحاتو اجنډا د اسلامي نظریو په برخه کې د عدالت له جریان سره سمون لري. دا د اقتصادي، امنیتي او سیاسي مشروعیت اساسات رامنځ ته کوي. داسې هیڅ کوم ریفورم نشته چې زموږ خلکو ورڅخه هرکلی نه وي کړی. د ډېرو اصلي انتقاد چې ماته یې ویلي دا دی، چې دولت په چټکتیا سره اصلاحات نه راولي. "

د غني حکومت د کرزي د وخت حکومت نه دی چې  د فساد پر وړاندې دې بې تفاوته وي. د فساد پر وړاندې تر بل هر چا په خپله ولسمشر غني زیات حساس او جدي دی. کلیوال دې خپل غږ لوړ کړي، ولسمشر غني یې اوري او جدي اقدامات کوي، مګرد کلیوالو سکوت د دوی په زیان دی.