متقي د دوحې ناسته کې پر 'معناداره' ګډون ټینګار لري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلسن سره په کتنه کې ویلي چې د دوحې درېیمه ناسته کې د طالبانو د حکومت د استازو د ګډون څرنګوالی څېړي او په دې اړه به خپل دریځ اعلان کړي.

ددغه وزارت له ادرسه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي متقي په دې کتنه کې ویلي چې د طالبانو پالیسي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متوازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده او "د دوحې ۳مه ناسته کې د معناداره ګډون غوښتونکي دي، چې پایله یې د افغان ولس او هېواد د سوکالۍ سبب شي."

ښاغلي متقي له توماس نکېلسن سره په کتنه کې دا هم ویلي چې کابل کې یې د ملګرو ملتونو د سیاست او سولې په چارو کې د دغه سازمان د سرمنشي له مرستیالې رزماري این ډي کارلو سره په خبرو کې هم د دوحې درېیمې ناستې په باب خبرې کړې او د طالبانو د استازو ګډون د ارزونې په حال کې دی چې له پایلو وروسته به په دې تړاو خپل وروستی دریځ روښانه کړي.

توماس نېکلسن د دوحې راتلونکې ناسته کې د طالبانو ګډون مهم بللی او وايي‌ چې په دې ناسته کې به پر خورا مهمو مسلو خبرې وشي.

کابل کې د ایران سفارت هم پر خپل اېکس/ټویټر یوه پیغام کې لیکلي چې ښاغلي نېکلسن د دغه سفارت له مرستیال غلام رضا نجاري سره هم کتلي دي.

افغانستان لپاره ایران سفارت وايي دواړو خواو په دې کتنه کې "د دوحې درېیمې ناستې او له افغانستان سره د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو په تړاو خبرې" وکړې.

د طالبانو حکومت د دوحې ناستو د لړۍ په لومړۍ او دویمه غونډه کې برخه نه وه اخیستې او د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ظاهرآ د دې لپاره کابل ته تللی، چې دوی یې په راتلونکې ناسته کې ګډون ته وهڅوي.‌

په پام کې ده چې د دوحې درېیمه ناسته د روانې جون میاشتې په دېرشمه جوړه شي.

د تېرې فبرورۍ پر ۱۸مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه ځانګړې دوه ورځنۍ غونډه وشوه،‌ چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پکې د نه ګډون پرېکړه کړې وه.

د طالبانو حکومت چارواکي وایي، د دوحې راتلونکې غونډه کې په دې شرط ګډون کوي چې د دوی دریځ او شرایط ومنل شي.

هغه مهال په دوحه کې د طالبانو د حکومت سفیر ډاکټر نعیم له بي‌بي‌سي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو،‌ د دغو شرایطو ډېر جزییات ورنه کړل، خو وویل، نه غواړي "په ناسته کې تشریفاتي ګډون ولري."ښاغلي نعیم د نه ګډون لامل د دوی دوو مهمو غوښتنو ته د مثبت ځواب له نه ویلو سره غوټه کړی و.‌

د دوحې لومړنۍ ناسته د تېر ۲۰۲۳ کال د مې په لومړیو کې جوړه شوې وه.

د غبرګولي پر څلورمه (مې ۲۴مه) په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي له امیر خان متقي سره لیدنه کې نوموړي ته بلنه ورکړې چې دوحې ته سفر وکړي.‌

ښاغلی الخلیفي د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و او پر ښاغلي‌ متقي سربېره یې د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء له درېواړو مرستیالانو او همدا راز د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له سرپرستانو سره هم ولیدل.

د یادونې ده چې دا قطري پلاوی په داسې مهال کابل ته تللی، چې د ملګرو ملتونو لخوا دوحه کې د افغانستان په تړاو درېیمې ناستې ته چمتووالی روان دی.

ډاکتر الخلیفي کابل ته له تګ مخکې افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره هم لیدلي وو.

د عکس تشریح،دوحه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو او تر هغې وروسته د څو پړاو بې پایله بین الافغاني مذاکراتو کوربنه وه.
ښاغلي وېسټ پر خپل اېکس/ټویټر یوه پیغام کې لیکلي وو، له ډاکتر الخلیفي او سفیر فیصل بن عبدالله آل حنزاب سره یې په افغانستان کې مخې ته پر پرتې لارې خبرې کړې. هغه زیات کړې "د غونډو د سمبالولو، د حل لارو پراخولو او د ګډو زمینو موندلو او پاللو کې، د قطر د فعالې ونډې ستاینه کوم".

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر ظاهرآ همدې ته به کتو "افغانستان او قطر د سختو ورځو ملګري" بللي او ټینګار یې کړی چې "دغه ملګرتیا لا پیاوړې شي".

د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون یو شمیر لوېدیزو هېوادونو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خپلې دیپلوماتیکې استازولۍ هم دوحې ته لېږدولي او خپلې چارې له هماغه ځایه سمبالوي.