افغانستان په کرکټ کې یوګاندا ته لویه ماتې ورکړه؛ فاروقي پنځه لوبغاړي وسوځول

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان د ۲۰۲۴ کال د کرکټ په نړیوال جام کې په خپلې لومړۍ لوبې کې یوګاندا ته د ۱۲۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړي فضل فاروقي د مخالفې لوبډلې پنځه لوبغاړي‌ وسوځول. دی لومړی افغان لوبغاړی شو چې په شل اوریز نړیوال جام کې په یوې لوبې کې پنځه لوبغاړي سوځوي. د لوبې غوره لوبغاړی هم فاروقي شو.

فضل حق فاروقي څلور اورونه وکړل او یوازې نهه منډې پرې وشوې.

په نورو افغان توپ‌ اچوونکو کې نوین الحق او راشد خان دوه- دوه او مجیب یولوبغاړ وسوځاوه.

یوګاندا د ګیانا په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د منډو بلنه ورکړه. افغانستان په ۲۰ اروونو کې د رحمان الله ګربز د ۷۶ او ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ منډو په مرسته یوګاندا ته د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پیلوونکو افغان لوبغاړو رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ تر ۱۵۰ منډو ورپورته ملګرتیا وکړه.

یوګاندا بیا پخپل نوبت کې یوازې ۵۸ منډې وکړلې او تر ۱۶ اورونو وروسته یې ټول لوبغاړي وسوځیدل.

افغانستان خپله دویمه لوبه د جمعې په ورځ له نیوزلنډ سره کوي.