بلوچستان کې امنیتي ځواکونو د چمن پرلت "خېمې سوځولې او مشران یې نیولي دي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بلوچستان ايالتي حکومت او امنيتي ادارو د چمن پرلت مشران نيولي دي او احتجاج کوونکو له خوا يوه مياشت وړاندې د افغانستان ټرانزیټ پر مخ تړل شوې د کوژک لار يې بېرته پرانستې ده.

ځايي خبریالانو او یو شمېر پرلت کوونکو بي بي سي ته ویلي، د لار خلاصولو پر مهال امنيتي ځواکونو د احتجاج کونکو خيمې سوځولې او اوښکې بهوونکی ګاز یې پرې کارولی دی.

د مرستیال کمشنر دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، تېره شپه (سه شنبه) مرستیال کمشنر د پرلت کمېټې مشران د خبرو اترو لپاره خپل دفتر ته بللي وو، خو همدې وخت کې څو تنو کارګرو (چې په لغړيانو مشهور دي) پر هغه برید وکړ او دفتر کې يې وسایلو ته اور واچاوه.

په اعلامیه کې ویل شوي په دغه برید کې مرستیال کمشنر ته زیان نه دی اوښتی.

بلخوا، د پرلت غړي وايي مرستیال کمشنر د پرلت دغه مشران د مذاکراتو په پلمه بللي وو او له هغه ځايه يې تر نيولو وروسته یې کوټې ته رسولي دي. دوی وايي، دا هر څه له مخکېني پلان سره سم عملي شوي دي، ځکه د هغو په وینا د پرلت له ماتولو مخکې د انټرنټ او ټیلیفونونو شبکې بندې شوې وې او زیاتوي چې "دا یې یو ښه ثبوت دی."

موبایل او انټرنېټي خدمتونه
سیمه ییز خبریالان وايي، په چمن کې له تېرو څو ورځو راهېسې د موبايل اړيکو کې ستونزې رامنځ ته شوي او د ټيليفون او انټرنېټ ايالتي شبکې (پاکستان ټيلي کميونيکېشن) په چمن او کلا عبدالله کې د انټرنېټ خدمتونه ځنډولي وو.

يو ځايې خبريال د نوم نه څرګندولو په شرط بي بي سي ته ويلي، تېره شپه د پرلت کمېټې د مشرانو تر نيولو وروسته ليويز او اېف سي سرتېري سمدلاسه کوژک ته ورغلي، د پرلت خېمې یې سوځولې او دغه لار یې خلاصه کړې ده.

امنيتي سرتېرو پر پرلت کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي ګولۍ هم کارولي دي، چې له امله یې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي دي.

ځايي خبریالان وايي، په سيمه کې اوسمهال هم د قهرجنو احتجاج کوونکو او امنيتي سرتېرو تر منځ تاوتریخوالی لیدل کېږي.

سربېره پر دې احتجاج کوونکو د چمن پر مطبوعاتي کلب هم ډبرې ورولې دي او د دغې ودانۍ ولکه يې خپل لاس کې اخیستې ده.

پر مطبوعاتي کلب د قهرجنو اعتراض کوونکو د برید ځینې وېډيوګاني په خواله رسنيو کې هم لاس په لاس کېږي. خبريالان وايي احتجاج کوونکو کلب ته زیان اړولی او دوی ته هم دننه د تلو اجازه نه ورکوي.

احتجاج کوونکو د مرستیال کمشنر دفتر مخې ته هم پرلت وهلی دی او د خپلو مشرانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

مرستیال کمشنر اطهر عباس له بي بي سي سره په خبرو کې د پرلت اوو تنو مشرانو د نیولو خبر تائید کړی او وايي له پرلت کوونکو سره خبرې روانې دي.

په چمن کې د پاکستان حکومت لخوا د (ون ډاکيومنټ رژيم) په نوم پاليسۍ له مخې د پاسپورټ او ويزې شرط حتمي کولو پر ضد، ځايي خلکو له اتو مياشتو راهیسې پرلت پیل کړی دی. ځايي خلک وايي، د تېر په څېر دې د کرښې دواړو غاړو ته له ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکول شي.

د پرلت ګډونوالو او ځايي چارواکو او امنیتي کسانو ترمنځ د تاوتريخوالي پېښې وخت ناوخته رامنځ ته کېږي خو له تېرو څو اوونيو راهیسې دغه پېښې ډېرې شوې دي.

يو مياشت وړاندې د مې په څلورمه نېټه د پرلت ګډونوالو او ايف سي سرتېرو تر منځ سختې نښتې شوې وې، چې پکې د اعتراض کوونکو په وينا امنيتي سرتېرو د دوی دوه غړي په ډزو وژلي او ګن نور ټپيان کړي وو.

تر هغو نښتو وروسته د پرلت ګډونوالو د پاکستان او افغانستان تر منځ پر کرښه په کوژک غره سیمه کې د ټرانزیټ لويه لار بنده کړې وه.

اعتراض کوونکو د پېښې پرضد په احتجاجي توګه ټول بانکونه او د پاسپورټ دفتر هم تړلي او څو ورځې وړاندې یې سيمې ته د پوليو مخنيوي واکسين کوونکو ورغلې ډلې هم په زور بېرته اېستلې وې.

د يادونې ده چې د چمن پرلت والو او حکومت تر منځ له دې وړاندې هم څو ځله خبرې شوې دي، خو کومه پايله يې نه درلوده.

په مرکز کې د حکومت مخالف ګوندونو اتحاديې (تحفظ ایين پاکستان) مشرانو هم تېره ورځ له حکومته غوښتي، چې د چمن ولس ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وينا کې د دغې اتحاديې مشر محمود خان اڅکزي پر حکومت غږ وکړ، چې د چمن له ولس سره اوږده مهاله پایله لرونکې خبرې وکړي.

دغه راز د تحريک انصاف ګوند يو مشر او د مرکزي اسمبلۍ پخواني مشر اسد قیصر هم ویلي، حکومت د چمن له ولس سره له خبرو اترو داسې ډډه کوي، لکه چې دا خلک د دې هېواد وګړي نه وي.

د اسد قیصر په وينا حکومت په دغه سيمه کې پخپله د ځان خلاف سازش کوي او خلک پاڅون ته پاروي.