د ایران بندر عباس چاودنه کې "تر اوسه ۱۴ تنه مړه او ۷۵۰ ژوبل شوي دي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ایراني رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي، د بندر عباس په شهید رجايي بندري سیمه کې یوې زورورې چاودنې پراخه ویجاړي رامنځته کړې چې لا یې هم لامل نه دی په ګوته شوی.

له چاودنې وروسته لوګې او لوخړې د دغې سیمې په هوا کې لیدل کېدې. بندرعباس کې د بېړنیو چارو یوه ویاند ویلي، "پېښه کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او ۷۵۰ ټپیان شوي چې ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي."

روغتونونو کې په پراخه کچه له خلکو د وینې ورکولو غوښتنه شوې.

رپوټونو کې ویل شوي چې تر ډېره اداري ودانۍ زیانمنې شوي. " چاودنه دومره زوروره وه چې د یوې ودانۍ چت پر کارکونکو نړېدلی."

د دغه بندر یوه کارکونکي د تسنیم په نوم ایراني خبري اژانس ته ویلي " یو شمېر کارکونکي لا هم تر نړېدلي چت لاندې بندي او د ژغورنې هڅې یې کېږي."

د هرمزګان ولایت د بېړنیو حالاتو د سمبالښت چارو مشر ویلي " د پېښې لامل د هغو کانتینرونو چاودنه وه چې مهرلاک شوي نه وو."

ځېنو رپوټونو کې دا هم ویل شوي چې چاودنې په کانتینرونو کې د کیماوي توکو له امله ډېرې زورورې وې.

عیني شاهدانو خبریالانو ته ویلي " لومړۍ په لږه اندازه اور ولګېد خو په سیمه کې د ۴۰ سانټي ګراډه تودې هوا له کبله په چټکۍ دغه اور پراخه شو او د چاودنو لامل شو."

ایراني رسنۍ وايي د پېښې لویوالی په دومره کچه و چې تر ۵۰ کیلومترۍ یې ودانۍ، موټرې او د ژوند بېلابېلې برخې زیانمنې کړي دي.

د هرمزګان ولایت د بندرونو ادارې مرستیال اسماعیل مکي زاده وايي، د ژغورنې ډلګۍ د سمندر، ځمکې او هوا له لارې رسېدلي او د اور وژنې هڅې کېږي. ښاغلی مکي زاده ویلي، سم لاسي دغلته په بندرونو کې د توکو د لېږد بهیر ځنډول شوی.

د ایران د تېلو د چاڼ او ویش ملي شرکت له پېښې وروسته یوه اعلامیه خپره کړې او ویلې یې دي، چاودنې "په هغه سیمه کې د دې شرکت سره تړلي چاڼ ځایونو، د تېلو زېرمو، د توزیع کمپلیکسونو، یا د تیلو پایپ لاینونو سره هیڅ تړاو نه درلود."