محمدروښان ښاد
له افغانستان سره په پوله د پرتو هېوادونو له ډلې له پاکستان پرته نور هېوادونه د افغانستان او سیمې ثبات ته ژمن دي، ځکه هغوی دا درک کوي چې باثباته افغانستان د سیمې او د دوی د سیاسي ، اقتصادي او نورو ګټو د خوندیتوب لپاره ګټور دي.
هند له کابل سره د سولې، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې پوره همکار دی، ځکه هند باورمند دی چې باثباته افغانستان د هند د ثبات لپاره ګټور دی او همدارنګه دغه دوه ملګري هیوادونه یو د بل متقابلو ګټو ته ژمن دي.