محمدبشیر یوسفزوی
افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه قرار لري او دغو بین المللي تروریستانو ته تر ډېره طالب جنګیالیو د فعالیت او ورانکاریو زمینه برابره کړې چې مخامخ ملاتړ او تمویل یې پاکستان کوي. د پاکستان موخه داده چې افغانستان په جنګ کې ښکېل وساتي، د قوي نظام او باثباته افغانستان مخه ډب کړي، د افغانستان زېرمې لوټ او اوبه وړیا استفاده کړي، پاکستان دا او دېته ورته نورې شومې موخې لري