لمړۍ برخه
ترټولو معلومه خبردا ده چې د افغانستان جګړه ډېر پېچلي ابعاد لري چې د ګاوندیو او له اوقیانوسو هاخوا قدرتو د جاسوسي شبکوپلاس د خپله افغانانو په مټ پرمخ وړل کېږي، ترڅو چې دا مزدوران د دین، ژبې او قوم په نوم شتون لري د دې ناروین پای څه آسانه نښکاري مګرداچې خِرد په شعور، قاطعیت په عمل او عدالت په وجدان حاکم شي توراو سپین سره جلاشي، په خواشنۍ چې آن چارواکو د مصلحتو بدل کې دلته دعدالت او انصاف کاسهٔ نسکوره کړې