لیکونکې
زلمی نصرت
اتمه برخه
د حزب الله د تشکیل په هکله!
په دې کې کوم شک او شبهه نه شته چې محمد گل خان مومند یو سني و، او تمایل او باور یې درلود چې افغانستان کې سنیان سره بسیج کړی، د سنیانو حاکمیت چې اکثریت تشکیلوي ښه ټینگ او مضبوط کړی، هغه د پښتو ژبې د تعمیم او ترویج له پاره کار کاوه، هغه د افغانیت او د همدې محور په تقویت او تمرکز او د بیگانه کړیو د عمالو٬ ځپلو او کمزورولو کې د افغانستان سلامتیا بقا لټوله