پروفیسور نورمحمد غفوری
د مارچ د اتمې نېټې- د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت
د میلادي جنتري د مارچ د مياشتې په اتمه نېټه چې معمولاً د لمریزې هجري جنترۍ د حوت د میاشتې له اتلسمې نيټې سره سمون خوري، په ټوله نړۍ کې ښځې او دښځو د حقوقو پلویان سرکونو ته راوزي، مارشونه او مظاهرې کوي، په لویو هالونو کې غونډې او په وړو مجلسو کې د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په نوم نمانځي.