پوهاند محمد بشیر دودیال
د " مرکزی او جنوبی آسیا: سیمه ییز پیوستون، فرصتونه او ننګونې " نړیوال کنفرانس ته داقتصاد له نظره یوه لنډه کتنه
په نړې کې منطقویتوب ( reginalism) اوس یوه منل شوی او آزمویل شوی ښکارنده ده. د۱۹۰۰م. کلونو په لومړیو کی یو ناڅاپي ااقتصادی انقلاب پیل شو، هغه پر زمکه د کار ترڅنګ، دصنعت د میکانیزه بڼې قوت موندل و. د۱۹۷۰م. کال څخه وروسته تکنالوژکی بدلون ورو ورو نړۍ په یوه کلی بدله کړه چی د یوویشتمې پیړې په پیل کې دغه کلی نور هم سره متحد شو.