اېمل پیاوړی

د ناټو د غړو هېوادونو کنفرانس هر کال ترسره کېږي، سږکال د جولایی په ۱۱ نېټه د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې ترسره شو چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ورغلی و. دغه کنفرانس د افغانستان د خلکو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره یوه مهمه بریا او لاسته راوړنه وه. په دې دلیل چې په هغه کې ډېر تمرکز پر افغانستان و او هر څه په کې مثبت وارزول شول.

د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ترمپ څخه واخله تر وروستي ویناوال پورې ټولو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ وستایلې. د دوی تحرک او مسلکي وړتیا یې تائید کړه او دا یې ومنله چې دغه مېړني ځواکونه یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د تامین په موخه د ترهګرو پر وړاندې جنګېږي او مبارزه کوي.

 د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو له همدې امله د ۲۰۲۴ کال تر پای پورې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ، تجهیز ، روزنې او تمویل په موخه خپلې ژمنې تازه کړې. د ناټو د ژمنو ارزښت په دې کې دی چې دا سازمان د خپلونظامي مرستو پر مټ زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه زیات تمیولي او هغوی ته مسلکي زده کړه ورکوي.

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو همدارنګه په ملکي برخه کې د افغان حکومت او ولسمشر محمد اشرف غني د برنامو ستاینه وکړه، خصوصاً له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې د حکومت د اصلاحاتو هرکلی وکړ او دا یې ښه او مثبت ګام وباله. د اصلاحاتو بهیر د چټکتیا او دوام غوښتنه یې وکړه.

د بروکسل په غونډه کې افغانستان مثبت وارزول شو او د نړیوالو پام لا ډېر شو او هغوی په دې باوري شول چې د ولسمشر غني حکومت او اداره هغه څه په ډېره کمه موده کې ترسره کړل چې مخکېني حکومت په څوارلسو کالو کې د ټولو امکاناتو باوجود ونشو کړای. د دغه کنفرانس د ټولو ویناوالو په ویناو کې د افغانستان په اړه مثبت لیدلوری موجود و . هغوی د جمهور رئیس غني د اوربند د نوښت د قدردانۍ ترڅنګ د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې بشپړ ملاتړ وکړ.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني چې د افغانستان د خلکو او دولت پهاستازیتوب یې په دغه کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه، د ناټو مشرانو ته د افغانستان د اوسنی امنیتي وضعیت، تهدیدونو او فرصتونو په اړه دقیق او هر اړخیز معلومات ورکړل. او همدارنګه یې د غونډې په څنډه کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره دوه اړخیزې لیدنې هم لرلې.

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو تعهد وکړ چې پس له دې به په افغانستان کې زیات تمرکز په اولویتونو او نیمګړتیاوو کوي. یانې دوی به د افغان حکومت له ملي برنامو او د افغانستان د خلکو له لومړیتوبونو او مهمو اړتیاو سره ځانونه عیاروي، تر څو د دې مرستو موثریت زیات شي او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره بهتره نتایج ولري.

د ناټو سازمان د سیمې په هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان د سولې په برخه کې مثبت نقش ولوبوي او د افغانستان حکومت سره د سولې په کامیابولو کې همکاري وکړي.

 

 

 

 

 

 

 

مطیع الله سحر

ډیورند کرښه هغه ناسور ټپ دی چې درملنه یې یوازې او یوازې له افغان ولس سره دی، مګر تور پنجاب دغه ټپ رغېدلو ته نه پرېږدي. د تاریخي اسنادو له مخې دغه ناسور ټپ په ۱۸۹۳ز. کال دنومبرپه۱۲نېټه برتانوي هند پر امیرعبدالرحمن خان پر زور تحمیل او لاسلیک کړه. ډیورنډ یې ځکه بولي چې هنري مورټېمرډيورنډ دبرتانوي هند دبهرنيوچارو مرستیال و او په دې برخه کې د هغه هڅې زیاتې محسوسې وې

محمد بشیر یوسفزوی

سیاسي احزاب د ټولنې او خلکو اشد ضرورت دی، خو دغه احزاب باید د هېواد د اساسي قانون د فرمایش مطابق خپل ځانونه عیار کړي. اساسي قانون حکم کوي چې سیاسي ګوندونه باید بې وسلې وي، مالي سرچینې یې رڼې او مشخصې وي او همدارنګه دوی باید سراسري وي، د قوم ، سیمې او ژبې په اساس نه وي

محمد بشیر یوسفزوی

ولسمشر غني پرون د افغانستان د وروستیو پېښو او په بلجیم کې د ناټو او سعودي کې د سولې په اړه د نړۍ د دیني علماو د غونډو په اړه مطبوعاتي کنفرانس درلود. د کنفرانس د پوښتنواو ځوابونو په برخه کې د کابل نیوز خبریال د ثبت نام اوسنۍ پروسې د ستونزو، د دوی د تحریم د ګواښ، ولسمشریزو ټاکنو پرځای د جرګې رابللو او نورو موضوعاتو په اړه د سیاسي احزابو د وروستۍ ناستې او پرېکړې په اړه پوښتنه وکړه

اېمل پیاوړی

د سعودي په ملاتړ او چندو مستو طالبانو ډېر افغانان له تېغه تېر کړل، ډېرې میندې یې بورې او زامن یتمیان کړل. سره له دې چې له همغه اوله سره د طالب جګړه ناروا جګړه وه، ورور وژنه وه، حرامه وه، د خپل ولس او هېواد پر وړاندې دښمني وه، مګر بیا هم سعودي له طالب څخه لاس نه اخیسته او پټ او ښکاره یې د هغوی ملاتړ کاوه

محمد بشیر یوسفزوی

که امریکا د افغانستان دولت له همغږۍ پرته له طالبانو سره خبرې وکړي، نو  د افغانستان د سولې او جنګ د برخلیک په اړه د امریکا دغه ډول تصمیم  به ځینې ستونزې او اندېښنې له ځانه سره ولري. په لومړي ګام کې به د افغان دولت د حاکمیت حق سلب او متضرر کړي. پر حکومت به د خلکو باور ته زیان واړوي او د افغانستان دښمنانو او د حوکت سیاسي مخالفینو ته به دا پلمه او دلیل په لاس ورکړي چې افغان حکومت د خپل واک او اختیار خاوند نه دی او څه چې د امریکا خوښه وي، نو همغسې اقدام کوي

مطیع الله سحر

د بلجیم پلازمېنه بروکسیل کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونوغونډې د ناټو د قومندې پر جوړښت او پوځي خبرو سربېره په افغانستان کې د سولې او پخلاینې او له افغانستان سره د خپلو ژمنو د تازه کولو په اړه هم بحث او خبرې وکړې. افغانستان لا هم نه یوازې د نړیوالو له پامه نه دی لوېدلی، بلکې دوی کوښښ کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له تامین وروسته د انکشاف په برخه کې د مهمو کارونو په ترسره کولو سره افغانانو ته د ارام او هوسا ژوند زمینه برابره او اسانتیاوې زیاتې کړي

محمدبشیر یوسفزوی

دا تقریباً په عام او همېشني دود بدل شوی دی هر وخت چې ټاکنې را نږدې شي، نو ورسره جوخت ائتلافونه، حزبونه، قومي شوراګانې او نور مختلف جوړښتونه او حرکتونه هم را پیدا شي او په یو نه یو ډول د خپل ځان د مطرح کولو او خپل غږ پورته کولو کوښښ کوي.

دا هڅې خپلې خاص او مشخصې موخې تر شا لري، ځینې د امتیازاتو لپاره وي، ځینې د فشار لپاره وي او ځینې هم یوازې د دې لپاره وي چې څنګه د خپل رقیب د ماتولو لپاره د بل پر وړاندې ودرېږي او ځینې هم ممکن د هېواد او ولس د کار او خدمت لپاره دغسې جوړښتونو کې ځانونه منظم کړي، مګر دغه وروستۍ د کار او خدمت ډله یا ډېره کم رنګه وي او یا هم ډېره غیر فعاله وي


 ترومپ ازبیگا نگی متحدان برای آغاز جنگهای تجاری اشتباهات
 را در سیاست خا رجی مرتکب شده است اما بزرگترین
 اشتباه او» بارک اوباما « است
From alienating allies to starting trade wars, Trump has made plenty of
 foreign-policy errors. But his biggest blunder is the one Obama handed him
نادرترین وبی مفهوم وبی ماهیت ترین سیاست خارجی ودفاعی ایاالت متحده امریکا در حال حاضر
چیست ؟ دراینجا کمبود کاند یدان شا یسته وبا ارزش وجود ندارد ؟ پیگیری بی هدف ازدفاع موشکی
استراتیژیک،که ازدهه )1827 )هزینه ای بیش از)877 )ملیارددالرداشته است اماهمچنان نمی تواند
محافظت قانع کننده ای را علیه حتی یک کپسول هسته ای ما نند کره شما لی را فراهم کند .
افسردگی احمقا نه ریس جمهور »دونالد ترومپ« با یک جنگ جها نی تجا ری وبویژه ادعا

بقیه را در ضمیمه مطالعه نمایید

ګلرحمن رحماني

په افغانستان کی ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړل چی د امریکا، ناټو او طالبانو تر منځ د افغان سولې په اړه د دې زمینه برابره شوې ، چی په نږدې راتلونکي کې امریکا له طالبانو سره د نړیوالو ځواکونو په حضور کې د سولې خبرې شروع کړي . ایا په ریښتیا هم امریکا له طالبانو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي ؟ ایا د دې زمینه برابره شوې ده چې امریکا دې له طالبانو سره د افغان حکومت له مداخلې پرته د سولې خبرو ته کښېني ؟

زیاتې مقالې …