ليک. نذر محمد بړيچي. جنوبي پشتونخوا کوټه.
جولايي ۲۵ کال ۲۰۱۸ په پاکستان کي عام انتخابات وسو د ملک ټولو سياسي ګوندونو سره عام يعني ازاد حثيت باندي خلقو په کشي هم برخه واخستله. په ټوم ملک کشي پرامنه انتخابات وو، خو پشتون وطن د پخوا په شان په غم او وير کشي راګير وو. نورو قامونو خپلي ګټي ووتونه حسابول خو پشتون خپل شهيدان ټپيان او درغلي باندي فرياد او چغي ووهيلي. په پيشور کشي هارون بلور باندي بريد وسو پشتانه په کشي شهيدان کړل سول. په کوټه مشرقي بائي پاس د پشتنو په پولنګ باندي بم دهماکه وسوه. پنجه ديرش بے ګناه پشتانه په کشي شهيدان سول. او په درزنونو