‎لیکواله: پښتنه کلیواله
‎افغانستان دتاریخ  په اوږدو کی ‌‌‌‌‌‌ډیر قهرمانان 
‎روزلي، اونومونه یې دتل لپاره په تاریخ کې په زرینو پاڼو لیکل شوي دي، په دی ورستیو کی په تاریخ کې یو بل ځلانده ستوری چی خپل ځان یې دنورو دژغورلو لپاره قرباني کړ د ملي  اردو قهرمان سرتیری شهید محمد عمر دی ، چی دجلال آباد په ښارکې  یو ځانمرګی  وروسته تر هغه چې وپیژندل شو چې انسان وژونکي مواد یې په ځان پورې تړلي وه په خپلو قوي  مټو په داسې  حال کې چې یو بل قهرمان


لیکنه : ډیوه افغان
په ظاهره طالبان شعار ورکوي چې موږ د امریکا په وړاندې جهاد کوو او ترې کرکه لرو ، ځکه چې امریکایان یرغلګر دي او له افغانستان څخه يې محوه کوو.
د افغانستان د دولت او د طالبانو په جګړه کې ۹۹.۹۹سلنه افغانان شهدان شوي ، چې دلته نه بهرنی وژل شوی، او نه کوم یرغلګر.
ددوی جګړه په عمل کې د افغانانو سره ده ، د خپلې خاورې سره ده ، د خپلو خلکو سره ده ، د خپل پل او پلچک سره ده

ګلرحمن رحماني

اختر د ټولو مسلمانانو لپاره د خوشحالیو مناسبت دی، ځکه په اخترونو کې خلک یو د بل کره ورځي او د اختر مبارکي ورکوي. ځوانان له خپلو همزولو سره خوښۍ او مېلې کوي، مګر په وروستیو کلونو کې د جګړو شدت له ځوانانو څخه دغه خوښي هم اخیستې، ځکه د ناامنیو او وسله والو له وېرې له ښارونو لرې پرتو سیمو ته په سیل نه شي تللی


مینه منکل
‎له هغه وخته چې پاکستان د نړۍ په نقشه په جعلي توګه تپل شوی، تر ننه هره کړنه يې د انسانانو په تېره بیا د مسلمانانو پر ضد ده .د ټولې نړۍ ترهګرو ، په یو نه یو ډول به پاکستان لیدلی وي، هلته به يې اوبه څکلې وي ، هلته به روزل شوي وي، او هلته به يې د مسلمانانو وژل زده کړې وي


‎‌‌‌‌‌‌پښتنه کلیواله  
‎د نړۍ ټول خپلواک هېوادونه ، هر یو ځانګړي کورني او بهرني ستراتیژۍ لري، چې د هغو پر بنیاد خپلې تګلارې تعینوي .
‎د اکثرو هېوادونو بهرنۍ ستراتیژۍ اوږدمهاله دي، که هر څومره حکومتونه تغیر او تبدیل کېږي خو بهرنۍ تګلارې او پالیسۍ یې په خپل حال پاتې وي.
‎او نوي حکومتونه هماغه پخوانۍ تعقیب کوي او پر بنیاد یې عمل کوي

محمد روښان ښاد

د سولې زښتې زیاتې چغې مو ووهلې، لاسونه مو لپه کړل، دعاګانې مو وکړې. خوشبیني او هیله مندي مو وښوده، لاریونونه، جشنونه او پاڅونونه مو وکړل. مګر سوله چې ورکه ده لا همغسې نادرکه ده. نه سوله راغله، نه مو سر او مال خوندي شو، نه وینه بهېدنه ودرېده او نه هم د بدمرغه جنګ کمپله ټوله شوه

اېمل پیاوړی

د اولیاو سیمه او د اسلامي نړۍ فرهنګي پلازمېنه غزنی د افغانستان د دښمنانو ظلمونه او وحشتونه ولیدل. په غزني له څو خواو برید وشو او په دغو تروریستي بریدونو او بدمرغه تپل شوې جګړه کې نه یوازې د غزني ښکلا لولپه شوه، بلکې زموږ هېوادوالو ته په کې د سر او مال پرېمانه زیانونه واوښتل

ګلرحمن رحماني

ولسمشر محمد اشرف غني د ملي او مهمو مسایلو په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې له سیاسي ګوندونو ، عالمانو ، د ښځو له شبکو ، د انتخاباتو د څار له بنسټونو او د رسنیو له استازو سره د انتخاباتو ، سولې، له طالبانو سره د احتمالي اوربند، په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستو او د افغانستان د ځینو مهمو او روانو حالاتو په اړه جلا جلا ناستې درلودې او د هیواد د اوسني وضعیت په اړه یې د سیاسیونو او جهادي مشرانو سره په مختلفو برخو کې نظریات راټول کړل

لیکواله :ډیوه افغان
څلوېښت کاله کېږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده ، دې جګړې سړی او نه سړی ونه پېژنده ، له ډېرو وطن ورانو ، او جنګي جنایت کارانو يې اتلان جوړ کړل، حال دا چې هغه اتلان نه وو،بلکې جنګي جنایت کاران وو، هغوی رتبې واخیستې ، هغوی جعلي عزت پیدا کړ، هغوی جعلي نوم پیدا کړ، هغوی په زوره بلډنګونه پیدا کړل، او بالاخره هغوی ملي اتلان شول


پښتنه کلیواله
‎د
‎پنجابي تر ټولو دروېزګر ګور ته ورشه دوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې وروړه او ورته ووایه چې د لاهور د لرې پرتې سیمې د وړې لارې یو وړوکی پلچک والوځوه، سم د لاسه به درته ووايي ته مسلمان نه یې، یهود یې څنګه د خپل هېواد پلچک والوځومه ؟
‎راشه زما ځینو خلکو ته ، پنځه زره افغانۍ ورکړه، چې هغه جومات کافر شوی دی ، په ممبر کې یې بم کېږده او وایې لوځوه، سم د لاسه دا کار کوي، او دا ممبر د دوزخ په اور لاهو کوي

د پاکستاني پارلمان اکثریت د تحریک انصاف په نوم د ګوند مشر، عمران خان ته رایه ورکړه او نوموړی به ژر د هغه هېواد د لومړي وزیر پتوګه لوړه وکړي.

تر هرڅه مخکې د عمران خان په اړه چې ویل کیږي، په ټاکنو کې د پوځ په مټ بریالی شوی، ولېدل شي چې د نوموړي حکومت سره، پوځ کوم چلند غوره کوي. د پاکستان په تاریخ کې ملکي حکومتونو هیڅکله د واک پیر نه دی بشپړ کړی او مخکې تر وخته یا نیغ په نیغه د پوځي کودتا په مټ نسکور شوي اویا د پوځ په هغه، دغه پلمو له منځه تللی دي

زیاتې مقالې …