په نړۍ کې د ولږې توپان!
لیکوال محمد سليم سليمان
د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو د نړيوال پروګرام (WFP) د تازه راپور له مخې هر شپه شاوخوا ۸۲۸ ميليونه کسان په نړۍ کې وږي کېږي او په نړۍ کې شاوخوا ۳۴۵ميليونه کسان د خوړو د خونديتوب food security له جدي ګواښ سره مخ دي؛ يانې په دې مانا چې دا شمېر وګړي د منځنۍ او ډېرې کچې کالوري او پروټینو له کمښت او خوارځواکۍ سره لاس وګرېوان دي.