پانګونه او بهرنۍ پانګونه
پوهاند محمد بشیر دودیال
Investment and Foreign Investment
پیاوړی اقتصاد د هر هیواد او هر ملت هیله ده. نن ورځ د هیوادونو پرستیژ، بین المللی حیثیت او په نړالو مسایلو کې یې دریځ او د نظر ورکولو اهمیت، د دوی دخپل ملت په وړاندی یی د درناوی او منل کیدوڅرنګوالی او ډیر نور مسایل اقتصاد او اقتصادی قدرت پورې اړه لري. له نیکه مرغه افغانان اوس د اقتصاد په اهمیت پوه شوي دي، او دا یې درک کړې ده چې افغانستان داقتصادی پرمختیا ډیر ښه طرفیت لري او هر افغان حق لری چې د ښه اقتصاد خاوندان شي.