د زده کړې په ښه والي کې د پروژې مېتود اغېزې

علمي ، فلسفي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی عبدالرشید ملکزی 
تقریظ :پوهنوال ولي الله او استاد علاالدین  حسام د ښوونې او روزنې  پوهنځي استادان

د لنډيز انګلیسي
سریزه
په دې علمي او څېړنيزه لیکنه کې په زده کړه کې د پروژې مېتود په کارونې سره د زده کوونکو ګړندی کېدلو، د مسؤل کولو او د ستونزو د هوارۍ په چاپيریال کې د روزلو، زده کوونکو کې د ګډ کاردروحي د پیاوړي کېدلو، د کارپر مهال نوې تجربې ترلاسه کولو، پوښتنې مطرح کولو، د نظرونو اخیستلو، پلان جوړولو، وړاندوینه کولو، ځینې نظریې نورو ته بیانولو، تصور کولو د پرېکړې کولو په اړه په دې مقاله کې  یادونه شوې ده.
د څيړنې موخې د پروژې مېتود په وسیله زده کوونکو ته د امکان ورکولو، په خپل ځان کې د پروګرام جوړونې يا ځاني رهبري او څارل ځواک اووړتیا ته پراختیا ورکولو اوهمدارنګه له پروژې مېتود څخه په ګټې اخیستلو سره زده کوونکي په خپله د خپل ځان لپاره د موضوع د ټاکلو او په خپله دهغې د حل لپاره دکړنو اوفعاله توګه وروستۍ پايلې ته د تررسېدوپورې فکرکولو) اوتقلیدکولوکې په څرګنده توګه دبدلون رامنځته کېدل دي. په هغو بدلونونو کې چې په ۱۹ پيړۍ کې د زده کړې په پروګرامونو کې رامنځته شول، دا ښه وګڼله شوه، چې زده کوونکی د کور، چاپیریال، ښوونځي او نورو ټولنيزو او کلتوري چارو کې په رېښتينې توګه برخه واخلي، څو ماشومان د راتلونکي نسل د مسئولینو په توګه مبتکر او د ټولنې ګړندې غړي شي. د دې موخې ترلاسه کولو لپاره، د پروژې مېتود ډېر اړین دی..زده کوونکي په ګډه دستونزې لپاره دحل لارې لټوي.     د لیکنې څېړنيزه بڼه تر ډېره کتابتوني ده، چې په اړه يې ګټور معالومات له داخلي او بهرنیو سرچینو څخه راټول او د مقالې وړ ځايونو او برخو کې ځای په ځای شوي دي                               (.ذکي ۱۳۹۹    ، ۱۱۷مخ)
د څيړنې پایله ښيې چې د پروژې په مېتود کې زده کوونکي د زده کړې مرکز دی، د زده کوونکي مغز د وړاندیز په ترسره کولو سره پرمختګ کوي، خپله ذهني ځواک په کاراچوي او د هغوی ذهن نورهم فعالېږي. د پروژې مېتود د تجربو د بیا رغونې څخه لاسته راځي. همدغه شان د پروژې مېتود په ګروپي ډول هم ترسره کېږي، چې په ګروپي کار سره زده کوونکي یو د بل نظریات اوري، زده کوونکي جراتمند او باوري روزل کېږي.همدارنګه دوی پخپل منځ او ټولنه کې ځای مومي او له زده کوونکي یو ټولنیز شخصیت جوړېږي. ( Колобов  ۲۰۱۵)
  دمسئلې طرحه 
      دپروژې پرمټ زده کړه د زده کوونکي ژوند ته معنا ورکوي، هغه د خپلې پروژې د موضوع لپاره ډېر لوست کوي؛ نو هغه د ویلو، اندازه کولو، نظریو پیدا کولو وړتیا پیدا کوي، زده کوونکي له ژونده خوند اخلي د ژوند په ورځنیو کارونو کې عملي ورګډېږي، چې دا کار د دوی ټولنیز خصوصیت پیاوړی کوي.
د پروژې مېتود څخه کار اخیستنه زده کوونکي ته دا ځواک ورکوي، چې خپل ژوند پخپله په غوره توګه جوړ کړي، چې په ښوونځيو کې په دې برخه کې ستونزې شتون لري، د دې ستونزې له منځه وړلو لپاره د پروژې مېتود ترسرلیک لاندې مقاله به څه نا څه دغه تشه ډکه کړي او پر دې سربیره به د مسلک خاوندانو سره مرسته وکړي، چې د پروژې مېتود وپېژني او د تدریس په ښه والي کې  ترې ګټه پورته کړې، چې په دې توګه په ښوونځیو کې د شته ستونزو کچه راټيټه شي. 
د څيړنې اړتیا او  ارزښت
   د موضوع ارزښت په دې کې دی،چې لوستونکي د زده کوونکي دطبیعي ډول ګړندي کېدو، په تدریس کې دپروژې مېتود په ارزښت اواهمیت، پروژې مېتود کې د زده کوونکي د زده کړې په مرکزي رول، د زده کوونکي مغز د وړاندیز په ترسره کولو سره د پرمختګ، د پروژې مېتود د تکرار څخه د زده کړې ښې پایلې او د تدریس په ښه والي کې د اړین رول د لوبولو څخه مالومات تر لاسه کوي. که چیري په دې برخه کې ونه ليکل شي، د مسلک د خاوندانو معلومات به پوره نه شي. د دې مقالې د مطالعي څخه وروسته د ذهني ځواک د ودې او د هغوی د ذهن د زیات ګړندیدو په ارزښت پوهېږي.  لوستونکي په تدریس کې د پروژې مېتود د ارزښت پوهېدلو پورې اړوند معلوماتو ته په لاس رسي کې زياتوالی راځي، کوم چې د تدریس په  بهیر کې ترې نه گټه.پورته کړي، لوستونکی په دې پوهېږي، چې د پروژې مېتود څخه څرنګه ګټه پورته کړي. 
پوښتنې 
د پروژې مېتود مفهوم  څه شی دی؟
د پروژې مېتود اغېز څه دی؟
موخې 
د پروژې مېتود په مفهوم پوهېدل.
د پروژې مېتود په اغېزو پوهېدل
تېرو لیکنو ته کتنه 
بیان . محمد فواد   د ۱۹پېړۍ په دویمه نیمایي کې داسې نظر ورکړ، د ماشوم یا زده کوونکي په مرسته د یوې موضوع پلټل او څېړل په یو خاص وخت کې په خاصې انرژۍ سره د پروژې مېتود څخه عبارت دی. جان دیوي (    ۱۸۵۹-۱۹۵۲م  ) په نظر ماشوم په طبیعي ډول فعال دی، د پروژې په مېتود کې زده کوونکی د زده کړې مرکز وي، د ماشوم مغز د وړاندیز په ترسره کولو سره پرمختګ کوي، خپله ذهني ځواک په کار اچوي او د هغوی ذهن نورهم فعالېږي. 
حقیار ،عبدالمنان  تربیتي ارواپوهنه کې لیکي د ویلیام کالپاتریک (W.Kilpatrick) ( ۱۹۵۰-۱۸۵۶) د هغو پوهانو له ډلې څخه دی چې د فرانسیس پارک (۱۹۰۲-۱۸۳۷) میلادي او جان دیوي او نورو د افکارو د مجموعې څخه پروژې مېتود ته يې واقعي رنګ ورکړ او ښوونې او روزنې په چوکاټ کې د زده کړې دښه والي لپاره د څلورو پروژو د کړنو وړانديز کړی چې عبارت دي له:
۱-ابتکاري پروژې : لکه دځينو کومکي مواد جوړول په نوې بڼې سره ،مقاله لیکل ، شعر او شاعري، مسابقات ، نمایش نامي او دارسي نور 
۲-هنري پروژې :چې د هنري کړنو لپاره سازمان ورکول کيږي لکه خیاطي ، نقاشي ، رسامي او نور 
۳-تمریني پروژې :د تمریني پژوژو اصلي موخه د ځینو مهاروتونو زده کړه وي لکه د ریاضي په مضمون کې عدد نویسي ،د حساب څلور عملیې د زده کړې پروژې او نور.
۴-د مسئلې یا ستونزې د حل پروژه : د مسئلې یا ستونزې دحل د پروژې موخې د مسئلې عملي حل وي د بېلکې په توکه غواړو دا مسئله حل کړو (ځینو ځایونو کې ولې باران زیات او ځینو ځایونو کې کم اوري (شهیدزوی ۱۳۹۹، ۱۳۶مخ)
شریعتمداري علی اکبر په نظر په دې مېتود کې زده کوونکي یو پر بل، استاد او پر ځان باور زده کوي، په دې مېتود کې زده کوونکي په ازادانه ډول کړنې ترسره کوي او د خپل کار مسئولیت پر غاړه اخلي.
منصور ، مجاب وایي، که چېرې زده کوونکي په انفرادي ډول په کار واچول شي؛ نو د هغوی د لوست، لیک تحقیق او پلټنې استعدادونه غوړېږي.همدغه شان پروژه په ګروپي ډول هم ترسره کېږي، چې په ګروپي کار سره زده کوونکي یو بل نظریات اوري، زده کوونکي جراتمند او باوري روزل کېږي Ru.wikipedia.org/wiki/методпроектов))
مواد او کړنلاره 
د لیکنې څېړنيزه بڼه تر ډېره کتابتوني ده، چې په اړه يې ګټور معالومات له داخلي او بهرنیو سرچینو څخه راټول او د مقالې وړ ځايونو او برخو کې ځای په ځای شوي دي. د لیکنې ژبه د پوهېدلو وړ او د مسلک خاوندان کولی شي، چې د ژوند په بهیر کې ترې ګټه پورته کړي. 
کلیدي کلمي   پروژه، مېتود  ښوونکی، زده کوونکی ،ډله اېز ګروپي کار
موندنې
لومړی باید پوه شو چې تدریس څه شی دی؟ د تعریف له مخی تدریس د زده کوونکو په فردي یا ډله ییز ډول لارښوونې ته وایي. اوس پوښتنه دا ده چې دالارښوونه څرنګه ترسره کېږي؟ ددی لپاره د نړۍ فیلسوفانو، ارواپوهانو اود ښوونې اوروزنې کارپوهانو ځیني اصول وضع کړي،دتدریس دښه والي لپاره د ځینو مېتودونو څخه کار اخیستل کېږي،چې یوهم له هغوڅخه دپروژې مېتود دی. ددې لپاره چې دپروژې مېتود په ښه ډول وپېژنوباید لومړی مېتود وپېژنو، چې مېتود څه ته وایي؟ د مېتود اصطلاح یوه یوناني کلمې څخه اخیستل شوې ده اومانا یې طریقه، روش او تګ لاره ده، یا په عبارت مېتود د هغه منظمې طریقې اوتګ لارې څخه عبارت دی، چې د یو علمي موضوع دزده کړې لپاره غوره کېږي        (ملکزی ۱۴۰۱،  ۵۲مخ)
د تدریس طریقې دښوونکو دکار له خورا اړینو وسیلو څخه ګڼل کېږي. په هره کچه چې ښوونکي د تدریس له پراخو او بېلا بېلو طریقو سره بلدتیا ولري، په هماغه اندازه به د درس د پر مخ وړلو پر مهال بېلا بېل وسایل له ځان سره ولري، چې د همدې وسایلو په واسطه کولی شي، د وخت او ځای د شرایطو په پام کې نیولو سره خپل د خوښې وړ مواد او موضوع د زده کوونکو په واک کې ورکړي. د تدریس په لړ کې باید هیڅ زده کوونکی غېر فعال اورېدونکی او تمبل ونه اوسي، د تدریس طریقه باید داسې واوسي، چې له زده کوونکو څخه هوښیار، بیدار او تيز هوش جوړ کړي او د چارو په په سرته رسولو کې فعال ګډون وکړي، چې ښه زده کړه د موخو لپاره ترسره شي؛ نو ښوونکي د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره له هر راز لارو کار واخلي؛ خو په اوسني وخت کې د زده کړې موخو ته د رسېدو لپاره د زده کوونکي په ونډه ټینګار کېږي.(درمل، ۱۳۹۵، ۵۴مخ)
اوس په تدریس کې د پروژې اهمیت د پېژندلو لپاره د پروژې مېتود څیړو، نو تر هر څه لومړی باید د پروژې مېتود په شالید لنډ معلومات ولیکو (۱۵۹۰-۱۷۶۵) د پروژې څخه په تدریس کې د هندسي په علم کې په روم او پاریس کې کار اخیستل کېده.(۱۷۶۵-۸۰۱۸) په جرمني، فرانسه او سوټزرلنډ کې د اینجينرۍ په نوي ښوونځيو کې کارول کېده او همدغه شان د ویلیام او جرز په مرسته په امریکا کې وپېژندل شو. (۱۹۱۸-۱۸۸۲) وخت نا وخت په مسلکي علومو کې له پروژې مېتود کار اخیستل کېده.
د کالپاتریک او توراندیک (۱۹۱۸) له خوا تشریح شو، کار پوه جان دیوي له خوا پرې نیوکه وشو او هغه په سیستماتیک ډول وڅيړه او د یوې تیورۍ په بڼه یې رامنځته کړ. ۱۹۷۰ نه تر نن پورې د پروژې مېتود خورا بریالیتوب سره په بهرني هېوادو په ښوونځيو کې لکه متحده ایالاتو، لوی انګلستان، بیلجم، اسرائیل، فلینډ، جرمني، ایټالیا، برازیل او هالینډ کې د پرمختک لوړ کچې ته رسېدلی دی. د پروژې مېتود په بنسټيزه توګه په متحده ایالاتو کې د ۱۹ پېړۍ په پیل کې رامنځته شو، په هغه وخت کې د ستونزو د مېتود په نوم پېژندل کېده.                                    ( فضلی‌خانی ۱۳۸۵      ،۴۴۴مخ   )
اوس راځو چې پروژې مېتود څه ته وایي؟  ښوونکی په دې مېتود کې یوه موضوع ټاکي، وروسته  پوښتنې کوي او زیار باسي، چې زده کوونکي پوښتنې یو په یو راټولوي او ورو ورو د پروژې کار بشپړ کوي، یا د زده کوونکي په مرسته د یوې موضوع پلټل او څېړل په یو خاص وخت کې په خاصې انرژۍ سره د پروژې مېتود بلل کېږي. یا په بل عبارت پروژه په لغت کې پلان، سکیم او تصمیم ته وایي او په اصطلاح کې د ځانګړو موخو د ترسره کولو لپاره، د ټاکلو کړنو سرته رسولو ته پروژه ویل کېږي (ملکزی۱۰۱،۱۴۰۰مخ )
 په حقیقت کې پروژې مېتود زده کوونکي د زده کړې لپاره چمتو کوي، د هغه هڅې او پلټنې د دې لامل کېږي، چې زده کوونکي د پلټل شويو موادو له امله پوره چمتو وي. د زده کړې مهم اصل چمتوالی دی، هغه زده کوونکي چې له نورو زیات چمتوالی ولري، په زده کړه کې په ښه ډول برخه اخلي، استاد لپاره هم د پام وړ وي. پروژې پر بنسټ زده کړه یو ماډل دی، چې د پروژو پر بنسټ زده کړې تنظیموي. د ښوونکو لپاره د دې مېتود په لارښود کې د ورکړل شوي تعریف له مخې، پروژې د ننګونو پوښتنو یا مسئلو پر بنسټ پیچلي فعالیتونه دي، چې زده کونکي  د ستونزو حل کولو، پرېکړه کولو او څېړنیزو فعالیتونو کې ښکیلوي؛ زده کونکو ته فرصت ورکول کېږي، چې د اوږدې مودې لپاره نسبتا خپلواک کار وکړي اوپه پای کې دوی د حقیقي تولیداتو مشري کوي https//motamem.org.
د پروژې مېتود اغېزهمدا ده، چې زده کوونکي پر کار بوخت ساتي، هغه اړ دی چې د پروژې لپاره هڅه وکړي او چمتو والی ونیسي، تر څو خپله پروژه په ښه ډول سرته ورسوي. د پروژې مېتود زده کوونکي د دې ته اړ کوي چې یوه ستونزه په عملي ډول د څو ورځو یا اونیو په بهیر کې حل کړي. د پروژې مېتود داسي کړنې دي، چې زده کوونکي یې په یوه موضوع کې د ښې څېړنې په موخه د مينې او امکاناتو له مخې په فردي یا ډلیز ډول سرته رسوي. زده کوونکي په پروژه کې دکار پړاونه او نتيجه لیکي. د پروژې په سرته رسولو کې لاندې ټکې په نظر کې نیول کېږي 85blogfa.com:http//mollemiran
د يوې درسي موضوع په اړه څېړنه او د هغې رپوټ ورکول 
د یوې موضوع په اړه د معلوماتو راټولول. 
د چارت موډل چمتو کول 
د زده کوونکو د کار دوسیه 
د زده کوونکو کاري دوسیه د زده کوونکو یوه ټولګه ده، چې له ښوونکي او زده کوونکي سره د زده کړې د بهیر په څرنګوالي کې مرسته کوي. (ملکزی     ۱۴۰۱ ۱۰۸مخ). د پروژې مېتود جان دیوي امریکایي عالم(۱۸۵۹-۱۹۵۲م) لاسته راوړنه ده، چې د دیوي له خوا ډېرمروج شو. د پروژې مېتود د همدې عالم لاسته راوړنه ده او د ده په هڅو په نړۍ کې مروج شو، چې په لومړي ځل دا مېتود د کالپاتریک له خوا تعریف شو، جان ډیوي له خوا په سمه توګه ور وپېژندل شو، چې وروسته د دیوي میرمن او کالپاتریک وده ورکړ پروژې مېتود د زده کونکيو لیوالتیا راوپاروي او زده کړې سره يې علاقمند کوي. پروژي مېتود هره کړنه انفرادي، یا ډله ایزه وي، د ښوونکي یا نورو خلکو په مرسته تر سره کېږي، زده کوونکي باید په خپلواکه توګه پلان جوړ، تحلیل او ارزونه یي وکړي. په دې توګه، دوی په روښانه توګه د پروژې موخې ترلاسه کولی شي، د ډیوي په نظر زده کوونکي په طبیعي ډول ګړندي دي، د پروژې په مېتود کې زده کوونکي د زده کړې مرکز وي، د زده کوونکي مغز د وړاندیز په ترسره کولو سره پرمختګ کوي، خپله ذهني ځواک په کار اچوي او د هغوی ذهن نورهم فعالېږي. ډیوي وایي چې پروژه د تجربو د بیا رغونې څخه لاسته راځي. زده کوونکي یو پر بل، پر استاد او پر ځان اعتماد زده کوي، په دې مېتود کې زده کوونکې په ازادانه ډول فعالیت ترسره کوي او د خپل کار مسولیت په غاړه اخلي(شهیدزوی ۱۳۹۹    ، ۱۳۵ مخ).
دا مېتود زده کوونکي فعال، مسئوول او د ستونزو د هوارۍ په ماحول کې روزي. استادان یوازې لارښوونه کوي، زده کوونکو کې د ګډ کار روحیه پیاوړې کېږي، د کار پر مهال نوې تجربې ترلاسه کوي اولاندې کړنې تر سره کولي شي: پوښتنې مطرح کول، دنظرونواخیستل، پلان جوړول، وړاندوینه کول، ځینې نظریې نورو ته بیانول، تصورکول د پریکړې په اړه فکر کول او تقلید کول. 
     د پروژې د کړنو په بهیر کې په زده کوونکو کې لاندې وړتیاوې رامینځته کېږي
 ۱-غبرګون مهارتونه
۲.- د لټون (څېړنې) مهارتونه.
۳. په همکارۍ کې د کار کولو وړتیا او مهارتونه.
۴.د مشري مهارتونه او وړتیاوې.
۵. د اورېدلو مهارتونه.
۶. د وړاندې کولو مهارتونه
Ru.wikipedia.org/wiki/метод проектов
امریکایي فیلسوف جان ډیوي وایي، چې علم غیر ثابت، بدلېدونکی او نه ختمېدونکی دی، نو د زده کوونکو د سمې روزنې لپاره عملي حل مهم دی، نو همدا د پروژې مېتود دی، چې د زده کوونکو سره په ژوره زده کړه کې مرسته کوي. د ډیوي په نظر د پروژې پرمټ زده کړه د ماشوم ژوند ته معنا ورکوي، هغه د خپلې پروژې د موضوع لپاره ډېر لوست کوي، نو هغه دویلو، اندازه کولو، نظریو پیدا کولو وړتیا پیدا کوي، ماشوم له ژونده خوند اخلي، د ژوند په ورځنیو کارونو کې عملي ورګډېږي، چې دا کار د دوی ټولنیزخصوصیت پیاوړی کوي. د کالپاتریک په وینا د پروژې مېتود څخه کار اخیستنه ماشوم ته دا ځواک ورکوي، چې خپل ژوند پخپله په غوره توګه جوړ کړي. (شهیدزوی   ۱۳۹۹، ۱۳۵مخ)
کله چې د زده کړې توکي استعمال نه شي او یا هم زده کړه نوره زیاته نه شي، نو خلک به د زده کړې توکې له یاده وباسي، کله چې له پروژې مېتود کار واخستل شي، نو هغه څه چې زده کوونکي پر خپل مټ او په خپلو هڅو لاسته راوړي. په اسانۍ او ژر نه هېرېږي. د(t.s.Shatsky) (۱۹۰۵)په وینا کله چې زده کوونکي په عملي ډول په کاربوخت شي، نو دهغوی مغزپه کارلوېږي، د ستونزودهوارې لپاره عملي ګامونه اخلي،په همدې لحاظ د خپلوتجربواوماحول څخه ګټه اخلي.
یوه تدریسي پروژه درې مرحلې لري.
۱-فهرست (زده کوونکي او استاد موضوع خوښوي).
۲-پروسس (زده کوونکي په لټون پیل کوي، خپلې لومړنۍ موندنې وړاندې کوي).
۳-تولید (دوی خپله تیاره کړې پروژه وړاندې کوي.
 (Карл.Фрей) کارل فري په نظرد پروژې په مېتود کې لاندې مرحلې په نظر کې ونیول شي .
    د ماشومانو خپلې پوښتنې او خبرې د پروژې په اړه.
    -دماشومانو د ځوابونو لپاره ځواب او تحلیل جوړول.
    -دهغوی لومړني موندلي معلومات ازمایل.
    -استاد یا لارښود سره د خپلو پیدا کړو معلوماتو شریک کول.
    -دستونزو د هوارۍ او د پروژې د سمون او رغونې لپاره وخت.            (مخ ۲۳، ۲۰۱۵  Колобов)
د کالپاتریک په نظر پیدا ګوژیکي پروژې څلور مرحلې لري:
    -وړاندیز کول.
    -پلان جوړول.
    -تنظیمول.
    -پرېکړه کول.
چېرنولوف وایي، که چېرې زده کوونکي په انفرادي ډول په کار واچول شي، نو د هغوی د لوست، لیک تحقیق او پلټنې استعدادونه غوړېږي. همدغه شان پروژه په ګروپي ډول هم ترسره کېږي، چې په ګروپي کار سره زده کوونکي یو د بل نظریات اوري، زده کوونکي جراتمند او باوري روزل کېږي. همدارنګه دوی پخپل منځ او ټولنه کې ځای مومي، دوی یو له بل، استاد او د ټولنې غړو سره اړیکه نیسي. چې په اداري اصطلاح کې ورته کمیونیکیشن سکل(Communication.skill) وایي اوله زده کوونکي یو ټولنیز شخصیت جوړېږي، ځکه چې کله یو څوک په یوه ډله کې خپل نظر څرګندولی شي؛ نوهغه بیا په ټولنه کې هم ورته کار کولی شي او مطرح کېږي                            (۲۷مخ، ۲۰۱۵،  Колобов)
ګروپي کاردغړو ښه پوهېدلو ته وده ورکوي، هغه پروژه چې د فرد پر ځای یو ګروپ ته ورکړل شوې وي، په هغې کې د زده کوونکي ټولنيز خصوصیت نور هم زیاتېږي، هغه زده کوي چې څرنګه د نورو خلکو سره کار وشي او بیا په تېره په ګډ کار کې همکاري وشي،هغه حتما په ګروپ کې د ملګرو له خوا د ځینو کارونو په ترسره کولو ګمارل کېږي، له استاد پرته د خپلو همکارانو هم یو څه زده کوي او کوښښ کوي، د تکړه زده کوونکې په څېر دا هم مرکز وګرځي، چې دا کار د زده کوونکي شخصیت ته ډېره وده ورکوي. د پروژې مېتود په ګروپي ډول کار له بل هر څه په تخنیکي علومو کې ډېر اغېزمن دی، لکه د یو موټرمودل جوړول یا د کالیو د ډیزاین جوړول. همدارنګه د صنف اخبار جوړول چې په دې سره زده کوونکی د موضوع په اړه کنجکاوې او پرځان باوري روزل کېږي.                                                                            ( Ru.wikipedia.org/wiki/метод проектов)
په پروژه کې د استاد اغېز: 
 ښوونکی اوروزونکی په خپله یوه ستره منبع ده، پر زده کړه څار لري او د زده کوونکو لپاره اسانتیاوې برابروي، په زده کړه کې تر هر څه مهمه دا ده، چې موضوع د زده کوونکو او ښوونکو لپاره څومره دلچسپه ده، څومره چې موضوع دلچسپه وي، د زده کوونکوعلاقې وړ وي په هماغه اندازه زده کړه په ښه ډول سرته رسېږي. نو اوس ښوونکو ته ښایي، چې زده کړه زده کوونکو ته د پروژې لپاره د ښوونځي د مفرداتو او د ښوونکي مسلکي پوهې او زده کوونکوعمر سره سم غوره او زړه راښکونکې موضوع وټاکي. 
جان ډیوي په پروژه کې د استاد په لارښوونې ډېر ټینګار کوي، وایي چې، استاد به په یوه پروژه کې خپلو زده کوونکي سره د موضوع په لټون او هغوی سره د پروژې په تطبیق کې مرسته کوي. د ماشوم ذهن لا د پلان جوړولو او موضوع ټاکلو په موډ کې نه دي، هغه اړ دی چې د استاد مرسته او لارښوونه وغواړي         (    مخ ۴۳،  ۲۰۰۴ Пахомова Н.Ю
پروژې مېتوداو دزده کړې نورمېتودونه:
لکه څرنګه چې د ښوونې او روزنې علماوودا نظرورکړی،چې د پروژې مېتود له نورو هغو ډېر غوره او هر اړخیزو مېتودنو دی، هغه په دې چې په دې مېتود کې شخصیت په هر اړخیز او ټولنیز ډول وده کوي، په دې مېتود کې دزده کړې نور مېتودونه لږ او یا ډېر توپیر سره کارېږي، لکه د ګروپي کار مېتود، دغه وخت چې کله زده کوونکو ته په ګروپي ډول يوه موضوع د پروژې لپاره ټاکل شوې وي، نو دوی په ګډه د یوه ګروپ په څېر په نوموړی موضوع کار کوي. 
همدارنګه د سوال او ځواب مېتود موږ ګورو، چې د پروژې بهیر کې زده کوونکي د ځینو پوښتنو سره مخامخېږي؛ نو دوی اړدي، چې د پوښتنو د حل لپاره ځوابونه پیدا کړي، که هغه پخپلو منځو کې حلوي، یا یې له استاده پوښتي او یا هم بهر د موضوع په اړه له نورو متخصیصینو سره ګوري.
  د مباحثې مېتود: زده کوونکي چې کله د ستونزو سره مخ شي؛ نو دوی د ستونزې د هوارې لپاره له استاد سره او یا هم که په ګروپي ډول کار کوي، نو په خپلو منځو کې مباحثه کوي.
دلوست مېتود: زده کوونکي له پلټنې وروسته لاس ته راغلي، لیکلي مواد راټولوي او د هغې په لوست پیل کوي، نو د دوی د لوست ځواک وروسته پیاوړی کېږي.(علی ۱۳۹۰،  ۴۱۸مخ)
د کار یا دندې ټاکلو مېتود: کله چې زده کوونکي په ګروپي ډول په یوه پروژه کې په کار بوخت شي، نو دوی هر یو بیا په ځانګړو دندو ګمارل کېږي، چې هر یو کوښښ کوي، تر څو خپله دنده په غوره ډول سرته ورسوي    .(شهیدزوی،۳۵،۱۳۹۹ مخ)
پایله
ددې موضوع په پای کې دې پایلو ته ورسېدو،چې فعال تدریس مېتود په دې نظرولاړ دی، چې زده کوونکي یوازې نېغ په نېغه ونډه اخیستنې، یانې د زده کړې د فعالیت له لارې مهارتي او ذهنیتي مفاهیم ترلاسه کوي او زده کوونکي ته په درسي فعالیت کې نېغ په نېغه ونډه ورنه کړای شي، زده کوونکي غېر فعال پاتې کېږي او زده کړه به ژوره نه وي او زده کوونکي به يې ژرله یاده وباسي، په دې لیکنه کې کومه پايله ترلاسه شو د دې ښودنه کوي، چې زده کوونکی د پروژې مېتود له لارې نوو فکرونو زده کولو لپاره فعاله ونډه ورکول کېږي(ملکزی ۹۷،۱۴۰۱مخ)
په تدریس کې د پروژې مېتود په وسیله څېړل او د مسئلې د حل په عملیه کې ترلاسه شوي معلومات د پوهې یوه برخه جوړوي او په دې توګه د نورو مسئلو له حلولو سره مرسته کوي. دپروژې د بشپړولو وروسته ورو ورو د زده کوونکو په نظریاتو کې هم بدلون راځي. په رېښتينې توګه پروژه زده کوونکی د زده کړې لپاره چمتوکوي، د هغه هڅې او پلټنې د دې لامل کېږي، چې زده کوونکي د پلټل شويو موادو له امله پوره چمتو وي. د زده کړې مهم اصل هم چمتوالی دی، هغه زده کوونکي چې له نورو زیاته چمتوالی ولري، په زده کړه کې په ښه ډول برخه اخلي، استاد لپاره هم د پام وړ وي.
د لیکنې په پای کې دې پایلو ته رسېږو، چې د پروژې مېتود اغېز دا دی، چې زده کوونکي پر کار بوخت ساتي، هغه اړ دی، چې د پروژې لپاره هڅه وکړي او چمتووالی ونیسي، تر څو خپله پروژه په ښه ډول سرته ورسوي. هغه مېتود دی، چې زده کوونکي په کې یوه ستونزه په عملي ډول د څو ورځو یا اونیو په بهیر کې حلوي. پروژې کړنې، زده کوونکي یې په یوه موضوع کې د ښې څېړنې په موخه د مينې او امکاناتو له مخې په فردي یا ډلیز ډول سر ته رسوي، زده کوونکي په پروژه کې د کار پړاونه او نتیجه لیکي.
مناقشه
بیان ، محمد فواد وایي، چې علم غیرثابت، بدلېدونکی او نه ختمېدونکی دی، نو د زده کوونکو د سمې روزنې لپاره عملي حل مهم دی، نوهمدا د پروژې مېتود دی، چې د زده کوونکو سره په ژوره زده کړه کې مرسته کوي.
د ډیوي په نظر د پروژې مېتود پرمټ زده کړه د زده کوونکي ژوند ته معنا ورکوي، هغه د خپلې پروژې د موضوع لپاره ډېر لوست کوي؛ نوهغه د ویلو، اندازه کولو، نظریو پیداکولو وړتیا پیدا کوي، زده کوونکي له ژونده خوند اخلي د ژوند په ورځنیو کارونو کې عملي ورګډېږي، چې دا کار د دوی ټولنیز خصوصیت پیاوړی کوي.
 د دحقیار ،عبدالمنان  په وینا د پروژې مېتود څخه کار اخیستنه زده کوونکي ته دا ځواک ورکوي، چې خپل ژوند پخپله په غوره توګه جوړ کړي. په حقیقت کې د پروژې مېتود زده کوونکی د زده کړې لپاره چمتو کوي، د هغه هڅې او پلټنې د دې لامل کېږي، چې زده کوونکي د پلټل شويو موادو له امله پوره چمتو وي. د زده کړې مهم اصل چمتوالی دی، هغه زده کوونکي چې له نورو زیاته چمتوالی ولري، په زده کړه کې په ښه ډول برخه اخلي، استاد لپاره هم د پام وړ وي،
 پارسا،وایي،که چېرې زده کوونکي په انفرادي ډول په کار واچول شي؛نودهغوی د لوست، لیک تحقیق اوپلټنې استعدادونه غوړېږي. د(چیرنیلوف) په وینا کله چې زده کوونکي په عملي ډول په کار بوخت شي؛ نو د هغوی مغز په کار لوېږي، د ستونزو د هواري لپاره عملي ګامونه اخلي په همدې لحاظ د خپلو تجربو او ماحول څخه ګټه اخلي. تر ډېره بریده زه هم د دوی نظر تائیدوم.
وړاندېزونه:
1.    له ښوونکو، مېندو او پلارونو دا تمه کېږي، چې پروژې مېتود په اغېز پوه شي.  
2.    د مسلک خاوندانو هیله کېږي، چې د پروژې مېتود په ګټوځان پوه کړي. 
3.    د ښوونې او روزنې محصلينونه هيله کېږي، د پروژې مېتود څخه د ګټې پورته کولو سره په ځان کې بدلون راولي.  
4.     ښوونکو  نه هيله کېږي، چې د تدریس د ښه والي لپاره د نورو مېتودونو تر څنګ  د پروژې مېتود نه هم ګټه واخلي.  
ماخذونه
۱-احمدزی، ګلاب.(۱۳۹۴).  ارواپوهنه. کابل: د میوند خپرندويې ټولنپوهنه مطبعه ..
۲-بیان ، محمد فواد  (۱۳۹۴).  میتود عمومي تدریس. کابل : انتشارات  نامی..
۳-پارسا ، محمد . (۱۳۹۲). روانشناسي تربیتي  تهران : انتشارات سخن .. 
۴-عبدالرشید، ملکزی. (۱۳۹۷) . مدیریت ارواپوهنه  .جلال اباد :  هاشمي خپرندویه ټولنه .
۵-حقیار عبدالمنان .(۱۳۹۴). روزنيزه ارواپو هنه.(ژباړه ، حسن خان درمل )کردېز علمي خپروندیه ټوبلنه .
۶-شریعتمداري علی اکبر (۱۳۶۹). روانشناسی تربیتی تهران  انتشارات سپهر  
.۷- شریعتمداري علی اکبر (    ۱۳۹۷) د زده کړې مشاوره پيښور :میهن حپروندویه ټولنه 
۸-   Более  подробную  информацию  о   Дьюи,  Кильпатрике  и   Шацком см.: Российская   педагогическая   энциклопедия.     М., 1993–1999. — Прим. ред
۹-    Колобов   О   А  Фадеева  М    В   проектное развитие  Руководство  к  действию  нижний  новгород     (2015).    
۱۰-    Пахомова Н    .Ю. Проектное   обучение  что это?  // Методист,  №1, 2004.  – с. 42.                                                                                                     Ru.Wikipedia.org/wiki/метод проектов.  
http//mollemiran85blogfa.com: 16