عبدالملک پرهیز
کله چې څوک د خپلې خبرې یا پیغام تر لېږلو مخکې د مقابل لوري له غبرګون څخه وېرېږې؛ دا کېدی شي د یوې ناسالمې اړیکې نښه وي.
۱. لا دې د «لېږلو» تڼۍ نه ده کېکاږلې، خو د مقابل لوري له غبرګون څخه وارخطا یې!
تصور وکړئ چې غواړئ یوه خپلوان، ملګري، د ژوند ملګري یا همکار ته پیغام واستوئ. پیغام مو هم ډېر عادي دی؛ یوازې غواړئ ورته ووایئ چې د هغه غوښتنه نه شئ منلی، نن ورسره لیدلی نه شئ، یا له یوې خبرې سره یې موافق نه یاست.
خو لا مو د پیغام د لېږلو تڼۍ نه ده کېکاږلې چې په ذهن کې مو اندېښنې پیلېږي:
«که دا خبره ورته وکړم، غوسه به نه شي؟»
«هسې نه زما خبرې بدې تعبیر کړي؟»
«که راسره اړیکې پرې کړي، څه به وکړم؟»
«که زما خبره بېرته پر ما واړوي او ما ملامت کړي؟»
«که بیا راته لسګونه خبرې وکړي او شخړه جوړه شي؟»
دا حالت ښيي چې انسان یوازې د خپل پیغام د منځپانګې په اړه فکر نه کوي، بلکې د مقابل لوري د احتمالي غبرګون په اړه لا دمخه اندېښمن دی.
په سالمه اړیکه کې انسان باید وکولی شي خپل نظر، اړتیا او مخالفت په عادي ډول څرګند کړي. البته، د هر پیغام د الفاظو په اړه فکر کول طبیعي دي؛ هر څوک غواړي خبرې یې په درناوي او مناسبه ژبه وي. خو که د یوه ساده «نه» ویلو یا د خپل نظر څرګندولو پر مهال له سختې وېرې سره مخ کېږې، دا د پام وړ موضوع ده.
۲. تاسې پوهېږظ چې له یوه لاسوهنه کوونکي یا ځان محوره انسان سره د «نه» ویلو پر مهال څه پېښېدای شي
خو کله هم سړی ځکه وارخطا وي چې له مخکې یې تجربه کړې وي. کله چې د مقابل لوري غوښتنه نه مني، یا داسې څه ورته لیکي چې هغه یې نه خوښوي، ښايي له غوسې، ملامتۍ، سپکاوي یا احساساتي فشار سره مخ شي.
د بېلګې په توګه:
په کورنۍ اړیکو کې:
یوه خور نه غواړي د خپلوانو په یوه غونډه کې ګډون وکړي، ځکه ستړې ده یا نور شخصي کارونه لري. خو پوهېږي چې که «نه» ووایي، ښايي داسې خبرې واوري:
«ته خو نور زموږ له کورنۍ سره علاقه نه لرې!»
«موږ چې تاته هر کله څه وایو، ته یې هېڅکله نه منې!»
«تا ته اوس خپلوان ارزښت نه لري!»
په دې توګه، د هغې ساده پرېکړه د مینې او وفادارۍ د ازموینې په بڼه وړاندې کېږي.
د مېړه او مېرمنې په اړیکه کې:
مېرمن غواړي خپل مېړه ته ووایي چې د هغه د کورنۍ د یو غړي ځینې خبرې یې خپه کوي. خو د دې پر ځای چې په ډاډه زړه خپل احساس څرګند کړي، له مخکې اندېښنه لري:
«که دا خبره وکړم، ښايي راته ووایي چې ته زما له کورنۍ سره دښمني لرې.»
«کېدای شي خبرې مې پر ما واړوي او ما ملامته کړم.»
«شاید څو ورځې را نه خپه شي او خبرې ونه کړي.»
یا مېړه غواړي خپلې مېرمنې ته ووایي چې د هغې یوه غوښتنه د ده له وس او امکاناتو پورته ده، خو د احتمالي غوسې او شخړې له امله چوپ پاتې کېږي.
د ملګرو ترمنځ:
یو ملګری نه شي کولی د بل ملګري هره غوښتنه ومني. خو پوهېږي چې که مخالفت وکړي، مقابل لوری به ورته ووایي:
«ته نور پخوانی ملګری نه یې!»
«کله چې زه درته اړتیا لرم، ته نه یې!»
« تا ته زموږ ملګرتیا هېڅ ارزښت نه لري!»
په دې ډول، د نظر اختلاف یا د یوې غوښتنې نه منل د دوستۍ د ختمېدو له ګواښ سره تړل کېږي.
البته، هر څوک چې د «نه» په اورېدو خپه کېږي، لاسوهنه کوونکی یا ځان محور نه دی. انسانان احساسات لري او کله ناکله له رد کېدو خپه کېږي. مهمه دا ده چې ایا د مقابل لوري غبرګون په تکراري ډول د وېرولو، ګناه احساسولو، ملامتولو او کنټرول لپاره کارول کېږي که نه.
۳. پیغام ړنګوې او بېرته یې لیکې؛ ځکه هڅه کوې چې مقابل لوری خپه نه شي
د متن یوه ډېره مهمه برخه دا ده چې انسان خپل پیغام څو ځله ړنګوي او بیا یې لیکي.
کېدای شي لومړی داسې ولیکي:
«زه نن نه شم راتللی.»
بیا فکر وکړي چې دا جمله ډېره سخته ده، نو بدل یې کړي:
«بښنه غواړم، نن لږ مصروف یم، که امکان وي بله ورځ به سره ووینو.»
بیا هم اندېښمن شي او ورزیاته کړي:
«هیله ده خپه نه شې، باور وکړه چې زما موخه دا نه ده چې ستا غوښتنه رد کړم.»
وروسته یوه موسکا یا د مینې نښه هم ورزیاته کړي، څو پیغام یې نرم ښکاره شي.
دا ټول په خپل ذات کې بد نه دي. په لیکلو کې د نرمې او مؤدبې ژبې کارول د ښې اړیکې برخه ده. ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې انسان د ادب او درناوي لپاره نه، بلکې د مقابل لوري د غوسې د مخنیوي لپاره خپل پیغام په لسګونو ځله بدلوي.
یانې د پیغام اصلي موخه نور یوازې د خپل دریځ څرګندول نه وي؛ بلکې دا وي چې مقابل لوری په هېڅ صورت خپه نه شي.
انسان داسې فکر کوي چې که هره کلمه په ډېر احتیاط وکاروي، که پوره بښنه وغواړي او که خپل پریکړه په اوږدو توضیحاتو کې پټ کړي، نو ښايي مقابل لوری غوسه نه شي.
خو یوه مهمه پوښتنه دا ده:
ولې باید د یوه عادي او درناوي ډک پیغام د لېږلو لپاره دومره رواني انرژي مصرف کړې؟
۴. څنګه خپله خبره وکړې چې مقابل لوری غوسه نه شي؟
دا پوښتنه د متن د ژورې رواني موضوع مرکز دی.
په ناسالمو اړیکو کې سړی کله ناکله داسې انګېري چې د مقابل لوري د احساساتو د کنټرول مسؤلیت هم د ده پر غاړه دی.
هغه له ځان سره وايي:
« که په سمه ژبه خبرې وکړم، هغه به غوسه نه شي.»
«که ښه وضاحت ورکړم، زما خبره به پر ما راوا نه ړوي.»
«که ډېر نرم چلند وکړم، شخړه به نه پېښېږي.»
خو حقیقت دا دی چې ته د خپل چلند، الفاظو او مسؤلیتونو کنټرول لرې؛ د بل انسان د احساساتو او غبرګونونو بشپړ کنټرول نه لرې.
ته کولی شې په درناوي خبرې وکړې، خو دا تضمین نه شې کولی چې مقابل لوری به خامخا ستا خبره په ارامۍ ومني.
د بېلګې په توګه، که یو څوک ستا له «نه» ویلو سره موافق نه وي، کېدای شي خپه شي. دا د هغه احساس دی او هغه حق لري چې خپل احساس ولري. خو دا حق نه لري چې د خپل خپګان له امله تا سپک کړي، وویروي، و دې ګواښوي یا دې د خپل تصمیم د بدلولو لپاره تر فشار لاندې راولي.
د سالمې اړیکې توپیر همدلته څرګندېږي: په سالمه اړیکه کې اختلاف منل کېږي، خو په ناسالمه اړیکه کې کله ناکله د اختلاف حق هم تر پوښتنې لاندې راځي.
۵. څه وکړې چې ستا خبرې بېرته ستا پر ضد ونه کارول شي؟
په لاسوهنه کوونکو اړیکو کې ځینې وختونه سړی د خپل اصلي پیغام پر ځای د خپلو الفاظو د دفاع لپاره مجبورېږي.
د بېلګې په توګه ته وایې:
«ستا د دې خبرې له امله خپه شوم.»
خو مقابل لوری ځواب درکوي:
«ته خپله تل داسې خبرې کوې!»
«ته ولې هر څه شخصي کوې؟»
«زه خو ستا د خیر لپاره خبرې کوم.»
«اصلي ستونزه ستا په چلند کې ده، نه زما په خبرو کې.»
په دې توګه، هغه موضوع چې تا مطرح کړې وه، له بحثه وځي او ته د خپل شخصیت، نیت او احساساتو په دفاع بوختېږې.
دا ډول چلند د ملامتۍ اړولو یا د بحث د اصلي موضوع د بدلولو بڼه لرلی شي.
کله ناکله انسان د دې لپاره چې بیا له داسې حالت سره مخ نه شي، د خپلو خبرو په وړاندې ډېر احتیاط کوي، مهم مالومات نه شریکوي او ان خپل احساسات پټوي.
د ځان د ساتنې لپاره دا ګټوره ده چې خبرې لنډې، روښانه او له سپکاوي پرته وساتې.
د بېلګې په توګه:
«زه ستا غوښتنه درک کوم، خو دا ځل یې نه شم منلی.»
«دا موضوع زما لپاره د بحث وړ ده، خو نه غواړم په سپکاوي سره خبرې وکړو.»
«ما خپل احساس څرګند کړ. له تا سره د اختلاف حق لرم، خو نه غواړم زما احساسات بې ارزښته وګڼل شي.»
«زه اوس خبرو ته چمتو نه یم. کله چې دواړه ارام شو، بیا به خبرې وکړو.»
دا جملې د مقابل لوري د قانع کولو لپاره نه دي؛ بلکې د خپل دریځ د روښانه کولو او د خبرو د سالمو حدودو د ساتلو لپاره دي.
۶. له ځانه وپوښته: د مقابل لوري په غبرګون کې څه شی ما دومره زما ډاډ له منځه وړي او وارخطا کوي مې؟
دا د بحث تر ټولو مهمه پوښتنه ده.
کله چې د یوه پیغام له لېږلو مخکې وېرېږې، لږ تم شه او له ځانه وپوښته:
- ایا زه د هغه له غوسې وېرېږم؟
- ایا اندېښنه لرم چې اړیکه به راسره پرې کړي؟
- ایا له دې وېرېږم چې زما خبرې به پر ما واړوي؟
- ایا د هغه د خپګان په لیدلو سره ځان ګناهکار احساسوم؟
- ایا تل هڅه کوم چې هغه خوشحاله وساتم، ان که زه پخپله نارامه شم؟
- ایا د اختلاف پر مهال زما خبرې اورېدل کېږي، که هر ځل زه د خپل ځان دفاع ته اړ کېږم؟
- ایا د هغه د مزاج له بدلون سره سم خپل چلند بدلولو ته اړ یم؟
دا پوښتنې له انسان سره مرسته کوي چې د خپلې وېرې سرچینه وپېژني.
کېدای شي په یوه پخوانۍ اړیکه کې دې څو ځله د مخالفت له امله سپکاوی، قهر، ګواښ یا اوږده چوپتیا تجربه کړې وي. اوس که څه هم مقابل لوری حاضر نه وي، ستا ذهن د پخوانیو تجربو له مخې د احتمالي ستونزې اټکل کوي.
دا د زده شوي احتیاط یوه بڼه کېدای شي: انسان د تکراري ناخوښو تجربو له امله هڅه کوي چې د شخړې د رامنځته کېدو نښې له مخکې وپېژني او ځان ترې وساتي.
البته، دا ډول وېره یوازې د لاسوهنې له امله نه وي؛ پخوانۍ کورنۍ تجربې، د شخړې وېره، د رد کېدو اندېښنه او نور رواني عوامل هم پکې رول لرلی شي.
۷. دې اړیکې ته له څه سره عادت کړی یې؟
د مقابل لوري د غبرګون په اړه ستا وېره ښايي تاته وښيي چې دې اړیکې ته په څه ډول چلند کولو عادت کړی یې.
د بېلګې په توګه:
الف ــ له اړتیا زیات وضاحت ورکول
ته د یوه ساده تصمیم لپاره اوږده کیسه کوې، ځکه فکر کوې چې که هر څه تشریح نه کړې، مقابل لوری به دې خبره ونه مني.
ب ــ تل بښنه غوښتل
ان هغه وخت هم بښنه غواړې چې کومه څرګنده تېروتنه دې نه وي کړې؛ یوازې د دې لپاره چې شخړه پای ته ورسېږي.
ج ــ د خپل دریځ بدلول
په لومړي سر کې دې پرېکړه کړې وي، خو د مقابل لوري د خپګان، قهر یا ملامتۍ له امله بېرته شاته کېږې.
د ــ د نورو د خوښې لپاره ځان بدلول
خپل نظر، جامې، ملګري، د ژوند طرز او ان د ورځنیو پرېکړو ډول بدلوي، څو مقابل لوری خپه نه شي.
هـ ــ د بل چا د مزاج مسؤلیت پر غاړه اخیستل
که مقابل لوری غوسه وي، ته فکر کوې چې هرومرو دې کومه تېروتنه کړې ده او باید د هغه د خوشحالولو لپاره یو څه وکړې.
دا ټول چلندونه په هر حالت کې د رواني لاسوهنې ثبوت نه دي؛ خو که په یوه اړیکه کې په دوامداره توګه تکرارېږي او ته پکې خپل غږ، ازادي او ارامي له لاسه ورکوې، نو د اړیکې د کیفیت د ارزونې اړتیا شته.
۸. د شخصیت کومې ځانګړنې دې د مقابل لوري د لاسوهنې لپاره کارول کېدای شي؟
انسان باید یوازې د مقابل لوري چلند ونه څېړي، بلکې دا هم درک کړي چې د خپل شخصیت کوم اړخونه یې په ناسالمه اړیکه کې تر فشار لاندې راولي.
د بېلګې په توګه:
مهرباني او خواخوږي: ته نه غواړې بل څوک خپه کړې، نو کله ناکله د خپل حق او اړتیا پر ځای د هغه احساساتو ته لومړیتوب ورکوې.
د مسؤلیت احساس: ته غواړې خپلې ژمنې پوره کړې او د نورو ستونزې هم درک کړې؛ خو کېدای شي یو څوک له همدې ځانګړنې ناوړه ګټه واخلي او تل د خپلو ستونزو مسؤلیت پر تا واچوي.
د اړیکو ساتلو لېوالتیا: ته دوستي، خپلوي او کورنۍ اړیکې مهمې ګڼې؛ نو د اړیکې د خرابېدو له وېرې له خپل حق څخه تېرېږې.
د اختلاف نه خوښول: ته سوله او ارامي غواړې؛ خو ځینې کسان ښايي ستا له همدې ځانګړنې څخه په کار اخیستو سره خپلې غوښتنې پر تا ومني.
ځان ملامتول: کله چې ستونزه رامنځته شي، لومړی خپل ځان څېړې او فکر کوې چې ښايي تېروتنه زما وي. دا د ځان د ارزونې ښه ځانګړنه کېدای شي، خو که تل یوازې ته ځان ملامتوې او د بل کس مسؤلیت نه څېړې، نو اړیکه یو اړخیزه کېږي.
دلته باید یوه مهمه خبره روښانه شي: مهرباني، خواخوږي، وفاداري او د مسؤلیت احساس کمزورۍ نه دي. دا ارزښتمنې انساني ځانګړنې دي. ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې یو څوک له دې ځانګړنو څخه ناوړه ګټه واخلي او ته د اړیکې د ساتلو لپاره خپل حدود له منځه یوسې.
۹. په افغاني ټولنه کې دا موضوع ولې ځانګړې پاملرنه غواړي؟
زموږ په ټولنه کې کورنۍ، خپلوي، د مشرانو درناوی، د خلکو ترمنځ اړیکې او ټولنیز اعتبار مهم ارزښتونه دي. دا ارزښتونه په خپل ذات کې مثبت دي؛ خو کله ناکله د شخصي حدودو د نه منلو لپاره هم کارول کېږي.
د بېلګې په توګه، یو ځوان نه غواړي د یوه خپلوان په غوښتنه پور ورکړي، ځکه خپله مالي ستونزه لري. خو د دې پر ځای چې په ډاډه زړه خپل وضعیت بیان کړي، له دې وېرېږي چې خلک به یې بخیل وبولي.
یوه ښځه غواړي له یوې کورنۍ غونډې څخه د ستړیا له امله پاتې شي، خو د دې اندېښنه لري چې د مېړه کورنۍ به یې بېاحترامي وګڼي.
یو زوی له خپل پلار سره په یوه موضوع کې اختلاف لري، خو د دې لپاره چې د پلار د غوسې او ملامتۍ مخه ونیسي، خپل نظر نه څرګندوي.
یو ملګری د سیاسي یا فکري اختلاف له امله د بل ملګري له فشار سره مخ کېږي او په پای کې د دې لپاره خپل نظر پټوي چې دوستي یې له منځه ولاړه نه شي.
په داسې حالاتو کې باید د درناوي او اطاعت ترمنځ توپیر وشي. د مشرانو درناوی مهم دی، خو دا په دې مانا نه ده چې انسان خپل ټول شخصي حقونه او د فکر ازادي له لاسه ورکړي. همدارنګه، د کورنۍ د یووالي ساتل مهم دي، خو د کورنۍ یووالی باید د یوه غړي د تلپاتې چوپتیا، وېرې او ځان قربانۍ په بیه نه وي.
۱۰. څنګه له دې حالت څخه د وتلو لپاره عملي ګامونه واخلې؟
لومړی: د پیغام د لېږلو پر مهال خپل هدف روښانه کړه.
له ځانه وپوښته: «زه څه ویل غواړم؟» نه دا چې «څنګه یې ووایم چې مقابل لوری هېڅکله خپه نه شي؟»
دویم: لنډې او روښانه جملې وکاروه.
د هرې پرېکړې لپاره اوږده دفاع ته اړتیا نشته. د بېلګې په توګه:
«مننه، خو دا غوښتنه نه شم منلی.»
«زه له دې نظر سره موافق نه یم.»
«اوس د خبرو لپاره مناسب وخت نه دی.»
درېیم: د مقابل لوري احساسات ومنه، خو د هغه ټول مسؤلیت پر غاړه مه اخله.
ته کولی شې ووایې: «پوهېږم چې زما له ځواب څخه خپه شوې، خو زما پرېکړه هم باید درک کړې.»
څلورم: د خپل غبرګون او د هغه د غبرګون ترمنځ توپیر وکړه.
ستا مسؤلیت دا دی چې په درناوي خبرې وکړې؛ د مقابل لوري مسؤلیت دا دی چې خپل غبرګون په مناسبه توګه اداره کړي.
پنځم: د اړیکې تکراري بڼه وګوره.
ایا یوازې په یوه موضوع کې اختلاف شوی، که هر ځل چې خپل نظر څرګندوې، له غوسې، ملامتۍ او ګواښ سره مخ کېږې؟ د یوې پېښې پر ځای تکراري چلند ته پام وکړه.
شپږم: که اړیکه له ګواښ، تاوتریخوالي یا جدي کنټرول سره مل وي، خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړه.
په داسې حالت کې یوازې د یوې ښې جملې کارول ستونزه نه حل کوي. د باور وړ کس، مسلکي مشاور یا اړوند مرستندویه ادارې ملاتړ غوښتل مهم کېدای شي. که د خپل نظر څرګندول د فزیکي خطر احتمال زیاتوي، لومړی د ځان د خوندي ساتلو پلان جوړ کړه.
له پورته بحث څخه داسې پایله اخلو چې ته د نورو د مزاج د کنټرول لپاره ژوند نه کوې.
که د یوه عادي پیغام له لېږلو مخکې څو ځله خپل الفاظ ړنګوې، بېرته یې لیکې، موسکا ورزیاتوې، بښنه غواړې او اوږده توضیحات وړاندې کوې، نو لږ تم شه او له ځانه وپوښته:
«ایا زه یوازې هڅه کوم چې په ښه او درناوي ډکه ژبه خبرې وکړم، که له دې وېرېږم چې مقابل لوری به زما د خپل نظر او پرېکړې له امله راته سزا راکړي؟»
دا توپیر ډېر مهم دی.
په سالمه اړیکه کې ته کولی شې له مقابل لوري سره موافق و نه اوسې، یوه غوښتنه رد کړې، خپل احساس څرګند کړې او د اړتیا پر مهال واټن واخلې؛ پرته له دې چې د خپل هر غوراوي لپاره د نه ختمېدونکي دفاع او توجیه کولو اړتیا احساس کړې.
ته د بل چا د غوسې د مخنیوي لپاره د خپلو خبرو، احساساتو او ژوند د قربانولو مسؤلیت نه لرې. د متقابل درناوي اړیکه هغه ده چې دواړه کسان پکې د خبرو، اختلاف او د «نه» ویلو حق ولري.
د اړیکې ناسالمه فضا
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode