ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې په مشارکت زیات تمرکز وکړ او تل په دې هڅه کې و چې د دولت او خصوصي سکتور مشارکت رامنځته کړي او په ډېرو برخو کې په دې برخه کې پرمختګونه لري، خصوصا د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې په برخه کې

 
 
راچليږې د سېليو توفان ورو ورو                                 د ژوندون له باغه ريبي گلان ورو ورو
هره ورځ د چا د تللو هنگامه ده                                 کډې باسې له دې ښاره ، ياران ورو ورو
                                                                                                                                                               « صدیق کاوون»

 

رهبري او مدیریت هغه مفاهیم دي چې کله ناکله مترادف یا د یو او بل پر ځاي استعمالیږي او ډیری وخت ددوي تر منځ بنسټيز توپير نالیدل شوی انګیرل کیږي، حال دا چې داسې نه ده بلکه ددې دواړو تر مننځ توپیر شتون لري. مدیریت د موخو ترلاسه کولو لپاره مدیریت د مادي او انساني قوې همغږي کولو ته وایي.

اېمل پیاوړی
د کندهار د بېلابېلو اقشارو استازو د کندهار د پوهنې په اړه خپلې اندېښنې، غوښتنې او وړاندیزونه په وضاحت له جمهوررئیس غني سره شریک کړل او دوی ته یې په جرئت سره وویل چې دلته په پوهنه کې د زورواکو او غیر مسوولو کسانو لاسوهنې په دې اندازه زیاتې دي چې د معارف نظام یې سقوط ته نږدې کړی دی

 

 

 

ولي الله ملکزی

 

د الجزیرې نړیوالې ټلویزیوني شبکې د اولاد په روزنه او پالنه کې د میندو او پلرونو د نهو غټو تیروتنو په اړه یوه علمي او اکاډمیکه څیړنه خپره کړې چې لیکواله یی میرمن مادلین المشارقه ده. دا چې څیړنه ډیره په زړه پوری او د ګڼ شمیر سروې ګانو او احصائیو پر بنسټ ولاړه ده،

 

لونګۍ، پګړۍ او لنګوټه،چې ځینې يې شمله هم بولي؛ اسلامي سنت او بیا په افغانستان کې د افغانانو لرغونی ملي دود دی،چې ځینو شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې اشاره ورته کړې ده.
لونګۍ د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو لکه پاکستان،هندوستان، ایران، تاجکستان او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې کارول کېږي
.

 
مطیع الله سحر
افغان مېرمنې تر پخوا اوس زیاتې فعاله شوي دي. دوی ته کاري فرصتونه او زمینې زیاتې شوي، د زده کړو پر وړاندې یې کنګل مات شوی او دا مهال ډېرې افغان مېرمن په زده کړو بوختې دي، په بېلابېلو ادارو کې مهمې دندې او مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کوي او د ټولنې دغه اکثریت چې څومره له غیر فعال او فلج حالت څخه راوځي، نو همغومره د ټولنې پرمختګ سره ډېره مرسته کېدلی شي

محمدروښان ښاد

 

په کابل ښار کې په دې وروستیو کې جنایي جرمونه زیات شوي و او د خلکو اندېښنې هم ورسره زیاتې شوې وې، ځکه هره ورځ به د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې څو جنایي پېښې کېدلې. یا به اختطاف و، یا به یې د پیسو او نورو لپاره خلک وهلي او وژلي و او داسې نورې ډېرې بېلګې وې چې د خلکو ژوند او ارام یې له ستونزو سره مخ کړی وو.

اېمل پیاوړی

ولسمشر غني د حساب او کتاب سړی دی، په دې مانا چې د شفافیت، کارونو او خدماتو د ښه والي په خاطر همېشنی ټینګار دادی چې د ولسمشر په ګډون ټول مسوولین، وزارتونه او ادارې باید ولس ته حساب ورکړي، هیڅوک هم له حساب ورکولو څخه معاف نه دی، ځکه ولس باید پوه شي چې د دوی لپاره څه ترسره شوي ، څه نیمګړي پاتې او څه هیڅ نه دي ترسره شوي؟

اېمل پیاوړی

 

د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو ناسته کې چې د روان کال د غبرګولي په ۲۴ نېټه د قرغیزستان پلازمېنه بېشکیک کې ترسره شوه، ولسمشر غني په کې د خپلې وینا پرمهال پر افغان سوله او سیمه ییز اتصال زیات تمرکز او ټینګار وکړ. نوموړي وویل، "موږ، اکثریت افغانان په خورا لېوالتیا سره د خپل اسلامي دولت د ادارو د جوړولو لپاره خپل لیدلوري تعقیبوو،

مطیع الله سحر

په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ ولسمشر غني د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه پلازمېنې اسلام اباد ته سفر ولري. د ولسمشر غني دې سفر ته ډېرې هیلې او امیدونه دي او باور دی چې دا سفر نه تشریفاتي او نمایشي نه، بلکې کاري او عملي سفر وي، ځکه چې له یوې خوا پاکستان له بار بار غوښتنو، بلنو، عذرونو او ننواتو وروسته ایله په دې وتوانېده چې ولسمشر غني پاکستان ته په سفر او ورتلو راضي کړي.

زیاتې مقالې …