‎لیکنه : ‌‌‌‌‌‌ډیوه افغان
‎فساد هغه بده او برباد کوونکې پدیده ده چې د یوې ټولنې هره ښېرازي له منځه وړي.
‎په کومه ټولنه کې چې فساد وي هغه ټولنه د هرپرمختګ څخه لرې پاتې کېږي، او وګړي یې ستومانه او نا هیلی ژوند لري.
‎دا چې په افغانستان کې اوږدې جګړې تېرې شوې نو فساد هم داسې وغوړېده چې له منځه وړل ېې ناممکن وه، په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان خلکو یو منظم نظام نه درلوده او نه هم داسې کوم زړه


‎لیکواله : پښتنه کلیواله 
‎سوله او امنیت د هرې ټولنې د وګړو لومړنۍ اړتیا ده کله چې په يوه ټولنه کې سوله او امنیت وي، هغه ټوله په هر لحاظ پرمختګ کوي، کله چې کومه ټولنه کې سوله او ثبات وي هغه ټولنه کې ، اقتصاد ، کلتور، پوهنه ، رغونه، بیا رغونه، مطبوعات، دا هرڅه مخ په وړاندې ځي

اېمل پیاوړی

د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې د تروریستي بریدونو او چاودنو د زیاتوالي اصلي لامل د دښمن او ترهګرو ډلو قوت نه دی، بلکې دوی په مخامخ جګړه کې مات شوي او زموږ له زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخېدو جرئت نه لري، له هغوی څخه ځانونه پټوي او له غرونو څخه ښارونو ته راغلي دي، تر څو د وحشتناکو بریدونو په ترسره کولو سره د خلکو په زړونو کې وېره واچوي.

مطیع الله سحر

څوکلونه کېږي چې په افغانستان کې د داعش ترورستي ډلې احتمالي حضور ته په پراخه کچه تبلیغات کېږي او په داخلي رسنیو کې یې په اړه ضد او نقیض خبرونه خپرېږي. دغې ترهګرې ډلې په وروستو وختونو کې په افغانستان کې خپل حضور پراخه کړی دی. دغه ډله د افغانستان د نورو سیمو په پرتله په ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې ډېر جنګیالې لري.

محمد روښان ښاد

قضا مازدیګر چې د لمر وړانګې په ژېړېدو او لوېدو وې، پر بهسودو پل ښار ته د غځېدلي واټ پر غاړه د ملي اردو سرتېری محمد عمر بیدار او په تیارسئ حالت کې ولاړ و. ښار ته تلونکي موټر، پلي او سپاره یې په غور څارل. په چا به یې چې شک راغی، نو هغه به یې پلټه او بیا به یې د تګ او نه تګ اجازه ورکوله


‎لیکواله: پښتنه کلیواله
‎فساد یو ناوړه عمل دی چی دیوې ټولنې  بدبختي پکې رانخښتې ده.
‎که په لن‌‌‌‌‌‌ډ ‌‌‌‌‌‌ډول ووایو هر  هغه عمل چې  د قانون خلاف وي فساد دی یعنې  فساد جرمی عمل دی چی دی نړۍ په ‌‌‌‌‌‌یو شمېر هیوادونو کې په مختلفو بڼو شتون لري،  زموږ په ګران هېواد  افغانستان کې فساد په مختلو ‌‌‌‌‌‌ډولونو موجوددی چې له پخوا څخه پاتې وه، خو اوس یې دولت د ختمېدو مبارزه لري


‎د قومونو یووالی.
‎لیکواله : ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌پښتنه کلیواله. 
‎یووالی د یوې ټولنې اصل جوړوي، که چېرې موږ نورو پرمختللو هېوادونو ته وګورو نو د ټولو قومونو د یووالي په اساس جوړ شوي، او پرمختګ یې کړی ، په نورو هېوادونو کې خلک ځانونه ی قومونو نه ویشي  ، ځکه چې هغو ته خپل هېواد ګران دی او ملي ګټې ورته اړینې دي، د مثال په ‌‌‌‌‌‌ډول هندوستان هېواد د سترو صنعتي او پرمختللو هېوادونو څخه شمېرل کېږي

محمدبشیر یوسفزوی

فساد هغه منفوره پديده چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان نوم ورسره تړل شوی دی. دا پدیده د ادارو پر فعالیتونو باندې منفي اغېزه لري او امنیتي او دفاعي ادارې چې د حکومت د بودجې او نړیوالې ټولنې د مرستو لویه برخه ورته ځانګړې شوې، له دغې پدیدې څخه اغېزمنې شوي. ولسمشر غني له همدې امله د خپل حکومت له پیل څخه له دغې بدې پدیدې سره جدي مبارزې باندې تمرکز وکړ. په دې برخه کې یې عملي هڅې وکړې، قراردادونه یې اصلاح کړل. مفسدین او جنرالان یې بندیان کړل. وزیران یې علني محکمه کړل او لا هم دغه هڅې په همغه جدیت دوام

 

اېمل پیاوړی

په تېرو څلورو کالو کې د ولسمشر غني د ځانګړې پاملرنې له برکته د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل، تجهیز او مورال کې پام وړ بدلون او ښه والی راغلی دی. دلیل یې دادی چې د حکومت د رهبرۍ په کچه دوی ته توجه زیاته شوې. د اصلاحاتو بهیر د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لیکو پیل شو. د دوی په خوړو، درملو او اعاشه کې پام وړ بدلون راغی. زموږ مېړني، اتل او زړور سرتېري له دې د ډېر څه مستحق دي، ځکه دوی د خپل سر او ژوند په بیه شپه او ورځ د هېواد د دفاع او ساتنې په برخه کې هلې ځلې کوي. لوږې او ستړې تېروي

 

اگر شهریارست اگر زیردست   -     بدین روز ِ مرگش بباید نشست
نیابد گذر کس برین تیغ، مرگ  -     چو باد ِ خزانست و ما همچو برگ
نماند   بگیتی    کسی    پایدار  -      اگر بنده    باشی  و گر  شهریار

ژباړه: محمد بشیر یوسفزوی

د هغو کسانو لپاره چې وایي اشرف غني د خپل ملت لپاره څه کار کړی دی؟

جمهور رئیس محمد اشرف غني سره له دې چې په ملي یووالي حکومت کې ۵۰ سلنه ونډه لري، بیا یې هم د ملت لپاره داسې کارونه کړي دي چې د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو په دېرشو کالو کې نه دي کړي.

1_ ډاکټر محمد اشرف غني یوازینی جمهور رئیس دی چې هغه غله او لوټمار یې چې د جهاد له نوم څخه په استفادې یې له حکومت څخه باج اخیسته، څنډې ته کړل، خلک او حکومت یې له بې ځایه لګښتونو څخه خوندي کړل.

زیاتې مقالې …