محمد روښان ښاد
د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي همکاریو د کنفرانس فوقالعاده ناسته چې د ترکیې د ولسمشر په نوښټ د یاد سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې جوړه شوې وه افغان ولسمشر محمداشرف غني هم ورغلی و، نوموړي دغې غونډې ته د وینا پرمهال وویل: ”تېره یوه اونۍ کې تر فلسطینیانو زیات شمېر افغانان له منځه تللي دي. خو ما ځان مکلف وګڼلو چې په دغه فوق العاده ناسته کې د فلسطین له خلکو سره د خپلو وطنوالو د همدردۍ د څرګندولو لپاره ګډون وکړم