عبد الباري جهاني: نور محمد تره کي خپله ټولنه سمه نه پيژندله

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

مرکه: ولي الله ملکزی 

د خان،‌ ملک او ملا مثلث چا او ولې ړنګ کړ؟ آیا پښتانه رښتیا توندلاري او د تشدد لارویان دي؟ موږ ولی ځینو پخوانیو شاعرانو ته بابا ګان وایو؟ د همدې او نورو پوښتنو د ځوابونو په خاطر مې د ملی سرود د شاعر او د اطلاعاتو او کلتور له پخواني وزیر،‌ ښاغلي عبد الباري جهاني سره ځانګړې مرکه کړې چې ستاسې په خدمت کې ده.

جهاني صیب: تاسې ۱۶ د نظم او شاعرۍ اړوند او ۱۸ کتابونه د نثر په برخې کې لیکلي او درې نور د چاپ په درشل کې دي،‌ دا راته ووایه چې د نظم په لیکلو کې راحت احساسوې که نثر په آسانه لیکې؟

ځواب: د شعر لیکل ډیر تلاش او خواري نه غواړي، البته زه همیشه له ځوانانو سره په دې ټکي ټینګار کوم چې د شعر لپاره هراړخیزه مطالعه وکړي او د کلاسیک شعر لپاره خو بیا ځانګړې مطالعه لازمي ده. زما په آند د شعر لوستل د نثر له لوستلو څخه اسان وي ځکه چې شعر معمولا لنډ وي. هر نثر او په ځانګړي ډول څیرنیز نثر کافي، وخت او زحمت ته ضرورت لري. خو فکر کوم چې د تاریخ نثر ترټولو ستونزمن او لانجمن کار دی. دلته باید لیکوال مطلق بې پرې و اوسي او د یو ویښته په اندازه هم د کوم اړخ خواته میلان او د پلوۍ احساس ونه لري.

پوښتنه: پښتنې ټولنې عبد الرحمان،‌ خوشحال خټک او حمزه شینواري ته د میرویس نیکه او احمد شاه دراني په څیر، د بابا ګانو القاب کاروي. آیا فکر کوې چې پښتانه خپلو شاعرانو ته د دغو نیکو په کچه احترام لري؟

ځواب: درناوی په خپل ځای ښه کار دی، خو زما له نظره ټول پښتانه ټولو شاعرانو ته بابا نه وايي، خوشحال خان او غني ته ډیر کم وګړی بابا وايي. د بابا نوم او لقب ډیره پخوانۍ سابقه نه لري؛ په شلمې پيړۍ کې یو شمیر ادیبان او شاعران په پيښور کې راغونډ شول او عبدالرحمن مومند ته یې د بابا لقب ورکړ چې هغه یې په رښتیا وړ او مستحق وو. له هماغې راهیسې د بابا کلمه د هغه د نوم یوه برخه وګرځیدله او د شعر او شخصیت اغیز یې د زمانې په تیریدو سره همداسې اغیزمن پاتې دی چې بل څوک د غه مقام ته نه دې رسیدلی.

پوښتنه: زموږ په ټولنې کې متاسفانه هنرمندانو ته په ټیټه سترګه کتل کیږي او ډم ورته وايي چې البته زه پخپله له دې اصطلاح سره هیڅ موافق نه یم. د ډاکټر ناشناس په ګډون، ډیرو هنرمندانو ستا اشعار سندریز کړل، هغه یې کمپوز کړل او له دې درکه ډیر مشهور شوی هم شول؛ آیا دوئ تاته د سندریزو اشعارو فرمایش درکوي، که ستا نظمونه یې له اجازې پرته کمپوز کړي او پخپل سر یې ویلي دي؟

ځواب: له ما څخه نه چا اجازه اخیستې او نه ما چا ته اجازه ورکړیده؛ بلکې دوئ د خپلې سلیقې او اړتیا له مخې زما شعرونه انتخاب او کمپوز کړيدي. زه باید په ډاګه ووایم چې د فرمایش د اخیستلو استعداد نه لرم او نه یې لیکلای شم. ما پخپل ژوند کې د چا لپاره فرمایشي شعر نه دی لیکلې. حتی ډاکټر صیب ناشناس زما شعرونه پرته زما له اجازې او مشورې کمپوز کړي او ویلي یې دي چې زه بیا څلور پنځه کاله وروسته ورسره مخ شوی یم.

جهاني صیب: ته د ښاغلي حامد کرزي پخوانې دوست، کلیوال او ملګرې ېې، خو وزارت درله ښاغلي ډاکټر اشرف غني درکړ، کیدای شي وجه یې راته ووايې؟

ځواب: بلې،‌ له کرزي صیب سره زما دوستي ډیره پخوانۍ او نژدې ده؛ تراوسه هم یو له بل سره ارتباط لرو او یو بل ته د اختر مبارکۍ ورکوو. زه به چې کله کابل ته لاړم نو دوه درې شپې به یې خامخا په کور کې میلمه ووم او د ماښام ډوډۍ به مې ورسره خوړله. خو کرزي صیب کله هم له ما څخه غوښتنه نه وه کړې چې د هغه د کابینې وزیر شم. البته ډاکټر صیب اشرف غني چې یو عالم سړی دی، اوس هم ورته ډیر درناوی لرم او له پنځه څلویښتو کالو راهیسې ورسره پیژنم؛ یو ماښام یې راته پخپله ټلیفون وکړ چې د لوړو ښوونو او د اطلاعاتو او کلتور د وزارتونو پوستونه خالي لرو. نو څرنګه چې زه له مطبوعاتو او راډیو ټلویزیون سره زړه سابقه لرم، نو د دغه وزارت چارې یې ماته را وسپارلې. کله چې ما ولیدل هغه څه چې زه یې باید ترخپلې وسې وکړم، ما ونه شو کولای تر سره یې کړم ځکه حالات بل ډول وو نو ما استعفا ورکړه او د هغې دلائل مې په تفصیلي ډول تشریح کړل.

جهاني صیب: زموږ په دودیزې ټولنې کې د خان، ملک او ملا یو مثلث شتون درلود، د هر چا حد او سرحد معلوم وو او له برکته به یې د کلي‌ او کور ستونزې مخکې له دې چې علاقدار، ولسوال او والي ته وړاندې شي پخپلو منځونو کې هوارولې. یا په بلې معنا غوټه به د غاښ په ځای، په لاس خلاصیدله. لطفا راته ووایه چې دغه مثلث چا او ولې ړنګ کړ؟

ځواب: هو، لکه تا چې ورته اشاره وکړه زموږ په ټولنې کې دغه مثلث موجود وو او زموږ واکمنانو هم منلی او ساتلی وو. ولس ورته د یو ډول کلتوري او ټولنیز تقدس په سترګه کیدل؛ خو دا مثلث د ثور کودتا مات کړ. د ثور له فاجعې څخه وروسته جهاد شروع شو او پرله پسې انقلابونه راغلل. مجاهدین راغلل، بیا طالبان راغلل، بیا امریکایان راغلل او دا دې طالبان بیا راغلل. له دې ټولو سترو بدلولونو سره بهرني ځواکونه او لاسوهنې هم مل وې، نو دغه ډول مثلث چې په هرې ټولنې کې شتون ولري هغه به ماتیږي. په ایران کې یو انقلاب راغی، ولی هغه ټولنیزه اډانه او باورونه چې د رضا شاه تر زمانې پورې په ایران کې موجود وو، هغه مات شول. دلته د ثور د کودتا په مقابل کې اجتماعي عکس العمل ډیر توند وو، ځکه د خلقیانو کړنې ډیرې شدیدې وې.

پوښتنه: څه فکر کوې د تشدد او توندلارېتوب دغه نظریه او څپه چې د ډیورنډ د لیکې دواړه خواوې ځوروي، له کومه شوه؟ ټول ګورو چې د همدغو ډ‌لو له وجې پښتانه په دې تور تورن چې دوئ توندلاري او اورپکي دي، د قلم په ځای ټوپک او د سولې په ځای جګړه خوښوي؟

ځواب: برعکس، ما هر وخت ویلي او وایم چې په دنیا کې ترهرچا زیات سوله خوښې او پُر امنه قوم، همدا پښتانه دي. په پښتنو باندې جنګ تپل شویدی، دوئ جنګیالي دي خو هله جنګ کوي چې بل څوک یې د دوئ په خلاف پیل کړي. دا جنګونه ورباندې مغلو، انګریزانو، شورویانو، امریکایانو او پاکستانیانو تحمیل کړيدی. دا جګړې، د پښتنو خپلې جګړې نه دی؛ پښتون قوم جنګیالی دی خو جګړه مار نه دی او د پښتنو د تاریخ ټول جنګونه دفاعي دي. ډیر قومونه شته چې کله ورباندې تعرض شوی نو یا یې هیڅ مقاومت نه دې کړې او یا یې ډیر لږ کړیدی؛ خو کله چې د پښتون په مذهب،‌ خاورې او کلتور باندې برید شوی، بیا یې نو ډیره تونده او کلکه دفاع کړیده. د ثور د کودتا په مقابل کې یې ډیر سخت عکس العمل وښود. علت یې همدا وو چې نورمحمد تره کی او دغو نور، که څه هم د همدې ټولنې بچیان او دلته زیږیدلي وو، خو خپله ټولنه او د هغې عنعنات یې نه پيژندل او د واک په اوله میاشت یې حملې شروع کړې. خلقیانو به سزا لیدلي وي یا به یې نه وي، خو دې قوم ډیره سخته سزا ولیدله.

جهاني صیب: هیڅ شک نه شته چې اوس مهال ته د هیواد او بلکې د ټولو پښتنو په کچه یو منل شوی شاعر، مورخ او څیړونکې یې، خو دا هم څرګنده ده چې ته محدث او شرعي عالم نه یې. د (وهابیان څوک دي؟) په نوم یو کتاب دې ولیکه چې ما هم لوستې دی. په دې وروستیو کې، د ځینو احادیثو، فتوا ګانو او د اسلامي تاریخ د ځینو خونړیو پيښو په هکله ستا ځینې مقالې او څیړنې خپرې شوې. لوستونکو داسې وانګیرله چې ګواکې تاهغه نقد کړي او ګواکې بل نظر لرې؛ آیا همداسې ده او دا انګیزه درته څرنګه پیدا شوه؟

ځواب: د یو مسلمان په توګه، ما هیڅکله په هیڅ صحیح حدیث باندې هیڅ انتقاد نه دی کړی او نه یې لرم. کله چې ما د تصوف او اسلام په نوم کتاب ولیکه چې ممکن تا به لوستې وي؛ هغه مهال څه خلکو زما دا کتاب په ځینو مذهبي باورونو باندې تیرې وباله، ځکه دوئ د تصوف دغه طبقه خلک ډیر مقدس بلل او ما د تقدس دغه سرحد مات کړ. ما خو د دوئ له کتابونو څخه دغه موضوعات را اخیستي او په هغو مې استناد کړیدی. زما همیشنۍ هڅه دا وي چې لیکنه مې مستنده او له دلیل سره وي. د احادیثو په اړه ما همدومره لیکلي چې کله د یوې موضوع په اړه درې څلور مختلف روایتونه وي، نو ښکاره ده چې یو له بل سره به تناقض لري. دا څرنګه ممکن ده چې د یوې موضوع په هکله دې څلور واړه روایتونه صحیح وي؟ یقینا چې یواځې یو به یې صحیح او کره وي. یا ځینې شیان دي چې زموږ عنعنې ته راننوتي چې هغه په احادیثو یا مذهب کې اصلا موجودیت نه لري.

د بیلګې په توګه، د سنګسار مسئله به را واخلو چې رجم یوازې د زنا سزا ده. په قران شریف کې د رجم مسئله هیڅ شتون نه لري او د هغې د اثبات لپاره د څلورو ګواهانو د ګواهۍ په کچه سخت شرائط وضع شويدي کوم چې اصلا غیر ممکن دي. زما په باور، دا په بنده ګانو باندې د الله تعالی خاص رحم دی چې دا حدود یې دومره سخت کړي او سل دُرې سزا یې ورته ټاکلې ده. ما کوښښ کړې چې پخپلو لیکنو کې یوه لاره خلاصه کړم؛ چونکه موږ ټول مسلمانان یو نو دین، مذهب او مذهبي کتابونه باید له انحصار څخه را وویستل شي. پاتې شوه زما د دینې زدکړې خبره، نو ملکزی صیب ما تر یولسم صنف پورې په مسجد کې دیني درسونه لوستي دي. له ملا محمد نور آخوند، ملا عبد الحمید آخوند او له ملا عبدالستار آخوند څخه مې د تفسیر، فقهې، عقائدو او صرف او نحوې درسونه لوستي دي. موږ او مذهب جوخت را روان یو او موږ ورسره بیګانه نه یو. ما چې هرکله کومه مذهبي موضوع لیکلې، نو د کتاب نوم، صفحه او حتی شماره مې ورسره یاده کړیده. بله دا چې بنده خو له سهوې خالي نه دی؛ که چیرې شوې وي نو زه یې عفوه غواړم.

پوښتنه: پښتو شعر جهاني ته څه ورکړل او جهاني، شعر ته څه ورکړل؟

ځواب: که ډیره شکسته نفسي ونه کړم نو ما پښتو شعر ته ډیر څه نه دي ورکړي، بلکې اصلي خبره دا ده چې شعر زما خواته راغلی او ما لیکلی دی. زه ترهغې د شعر په لټه کې نه یم ترڅو ماله پخپله نه وي راغلی. البته ځوانانو ته مې هروخت ویلي دي چې که څوک شعر لیکي نو باید ډیر جدي یې ونیسي،‌ ځکه شعر د ټوکو څیز نه دی. شاعر باید مطالعه ولري، خواری وکړي او پرله پسې یې ولیکي او دیته منتظر پاتې نه شي چې کله شعر راغی نو بیا به یې ولیکم. زه همدا اوس اشعار ډیر لولم ترڅو ډیر یې ولیکم، حتی د فارسي اشعار هم ډیر لولم.

جهاني صیب: ته نن د شعر او ادب د شهرت په بام ولاړ یې، ماته ویلای شې چې ستا آیډیل او د خوښې شاعران څوک دي چې ته یې اشعار لولې، خوند ترې اخلې او له هغوئ څخه یې زده کوې؟

ځواب: هغه مازې همدغه دوه خانان دي، یو یې خوشحال خان او بل یې غني خان.

جهاني صیب، که په یوې یوې جملې کې راته ووایې چې د ژوند ترټولو خوږه خاطره دې کومه ده چې نن دې هم خوله ورباندې خوږه او یاد یې تازه دی؛ همدا شان د ژوند ناخوالې خاطره دې کومه ده چې اوس دې هم ځوروي او د کړاو احساس یې تا نه پریږدې؟

ځواب: هغه خوندوره خاطره چې زما ژوند یې را جوړ کړې، هغه له ارواښاد صدیق روهي سره زما پيژندګلوي او دوستې ده. زه یې تل هڅولې یم، زما ننګه یې کړې او ډیره زمینه یې راته برابره کړیده. که د روهي صیب همکاري زما په ژوند کې نه وه، نو ما به نه په کوم سیمنار کې برخه اخیستې وه او نه به مې دومره لیکنې کړې وې لکه څومره چې نن دي. او د ژوند تر ټولو ناخوالې خاطره مې؛ د لومړنۍ میرمنې وفات او له ما څخه د هغې جلا کیدل دي.

—--------------------------------------------

یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay