اقبال لاهوری شاعر بلند آوازۀ ادب فارسی ست، او با آن که زبان مادری اش هندی است در فارسی اشعار نابی دارد که در حلقات ادبی جایگاه بلندی را احراز کرده است، شعر و نثرش پخته، رسا و مطابق معیارهای پذیرفته شدۀ ادبی است اما محتوای بعضی از اشعارش قابل نقد و بررسی است! ازان میان این شعر او:
یاد ایامی که سیف روزگار
با توانا دستی ما بود یار
اقبال در این بیت بیاد ایامی افتیده و با افتخار آن را از خود دانسته توصیف می کند که شمشیر کشان عرب در کشورهای جوار و دور و نزدیک از کشته ها پشته ها ساختند و پدران و مادران ما و شما و همین اقبال را که برهمن بودند سر بریدند و خواهران و مادران شان را غنیمت گفته بردند و در بازارهای مکه و مدینه و شام فروختند، این شمشیر آختۀ عرب بود که در سرزمین های ما جوی های خون جاری کرد و از خون پدران و نیاکان ما آسیاب را به گردش آوردند و گندم را آرد کردند و لشکر غارتگر عرب را تغذیه کردند، نه شمشیر روزگار در دست ما بود و نه دست ما توانایی چنین وحشت را داشت، فرض کنیم که این شمشیر ننگین روزگار در دست توانای اقبال و اقبال ها بود مگر شمشیر چه افتخاری دارد که کسی به آن بنازد؟ شمشیر وسیلۀ کشتار است، کشتار مردم بیگناه توسط شمشیر به امر و هدایت هر کسی و هر خدایی که باشد جنایت است! و افتخار بر جنایت، جنایت نا بخشودنی ست.
تخم دین در کشت دلها کاشتیم
پرده از رخسار حق برداشتیم
در این بیت همان توحشت عرب ها را بخود نسبت می دهد و افتخار می کند که تخم دین را در کشت دلها کاشته است، حال آنکه این فخر فروشی را عرب ها باید بکنند نه اقبال و یاهیچ عجمی دیگری که به زور شمشیر عرب مسلمان شده است، تخم دین را عرب ها به زور شمشیر بر دیگران تحمیل نموده اند نه اینکه اقبال و امثال او در دل دیگران کاشته باشد، و پرده را هم بر روی حق انداختند نه این که برداشته باشند.
ناخن ما عقدهء دنیا گشاد
بخت این خاک از سجود ما گشاد
اقبال در این بیت کاملاً خطا رفته است، کدام عقدۀ دنیا را کلک ما کشوده است؟ واقعیت این است که همه عقده ها را در دنیا ما خلق کرده ایم، نه اینکه عقدۀ را کشوده باشیم و کدام بخت از سجود ما گشوده شده است؟ بخت با کار و تلاش کشوده میشود نه با سجده، و سجده زشت ترین و جاهلانه ترین کاریست که یک انسان در مقابل هر موجودی یا هر خدایی بجا می آرد، مردم غیر مسلمان حتی نه می دانند که سجده چیست اما عقده ها را با کار و کوشش بدون سجده کشوده اند.
از خم حق بادهء گلگون زدیم
بر کهن میخانه ها شبخون زدیم
اقبال در این بیت گزاف قبلی را تکرار کرده است، بادۀ گلگون را از خم بزعم خودشان حق و شبخون بر میخانه های کهن را عرب ها زده اند نه ما، ما همیشه برده های بیجان و گوش به فرمان عرب ها بوده ایم هستیم و خواهیم بود بدون اینکه حق و حقیقتی در میان باشد.
ای می دیرینه در مینای تو
شیشه آب از گرمی صهبای تو
از غرور و نخوت و کبر و منی
طعنه بر ناداری ما میزنی
اقبال در این دو بیت باز ادعاهای پوچ و میان تهی خود را به غرب ابراز می کند و می گوید که شما در دین کهن باقی مانده اید و تهمت های ناروا بر آنها می بندد که شما از غرور و نخوت و کبر و منی به ناداری ما طعنه می زنید، حال آنکه غربی ها می دیرینه یعنی دین کهنۀ خود را در واتیکان حبس کرده اند و هیچ گونه علایقی با دین ندارند و هیچ گاه هم به ناداری ما طعنه نه زده اند و نه می زنند بلکه تا آنجا که توان دارند در رفع ناداری ما کوشیده اند و می کوشند، همین اقبال و ملیونها تن امثال اقبال از فیض و همت و سخاوت انسانی غرب به مدارج عالی دانش رسیده اند، همین اقبال درغرب تحصیل کرده از همانجا دوکتورا گرفته توسط همانها به شهرت رسیده و باز انچنین پاس خدمت می دارد!
جام ما هم زیب محفل بوده است
سینهء ما صاحب دل بوده است
اقبال در این بیت نیز از همان غرور کاذب یاد آور شده که هیچگونه واقعیت عینی نداشته و ندارد، جام ما هم زیب محفل بوده است، کدام جام؟چگونه؟ زیب کدام محفل؟ فخر فروشی بی معنی، سینۀ ما صاحب دل بوده است، یعنی چه؟ مگر سینۀ دیگران بدون دل است؟
عصر نو از جلوه ها آراسته
از غبار پای ما بر خاسته
این بیت واقعاً مضحک است! جلوه های عصر نو از غبار پای ما برخاسته؟ چنین ادعای از زبان یک فیلسوف بسیار شرمناک است! کدام یک از جلوه های عصر نو از گرد پای ما برخاسته؟ کاش آقای اقبال چند تای ازان جلوه ها را بر می شمرد تا ما هم می دانستیم.
کشت حق سیراب گشت از خون ما
حق پرستان جهان ممنون ما
اقبال در این بیت تا جایی درست گفته، تاریخ شاهد است که در راه به اصطلاح حق، خونهای زیادی ریخته شده و هنوز هم می ریزد و این کشت حق سیراب نه شد و سیراب شدنی هم نیست! اما کشت حق چرا باید از خون سیراب شود؟ سیراب شدن کشت حق از خون ما چرا؟ مگر حق نه می تواند یا نه می توانست کشتش را با آبیاری سیراب کند نه به خونیاری؟ یا اصلاً نیازی به کشت و آب و خون نداشته باشد؟
عالم از ما صاحب تکبیر شد
از گلِ ما کعبه ها تعمیر شد
اقبال در این بیت همان یاوه هایی را که ملاها بر فراز منابر نشخوار می کنند به نظم آورده که هیچ مفهومی در آن وجود ندارد، عالم از ما صاحب تکبیر شد یعنی چه؟ عالم به اثر زحمت و کار و تلاش صاحب تکبیر یعنی بزرگی و عظمت شده نه از ما، ما چه کاری کرده ایم که عالم را به بزرگی رسانده باشیم؟ و خود ما تا هنوز آنقدر کوچک و خرد و حقیر و ذلیل استیم که از وجود خود شرم داریم، از گل ما کدام کعبه آباد شده؟ اگر شده مفاد آن کعبه های که از گل ما ساخته شده به بشریت چیست؟
حرف اقراء حق بما تعلیم کرد
رزق خویش از دست ما تقسیم کرد
اقبال در مصراع اول این بیت موضوعی را مطرح کرده که هیچ ربطی بما ندارد، نخست این که «اقراء» یعنی بخوان کلمه است نه حرف! جالب است که این علامۀ روزگار تاهنوز فرق بین حرف و کلمه را نه می داند، دوم اینکه کلمۀ اقراء اگر هم گفته شده باشد مشخص به پیغمبر گفته شده نه به ما زیرا ما هزاران سال قبل از این که کسی به ما تعلیم اقراء بدهد می خواندیم و می نوشتیم، قرار روایات درست و نادرستی که ملا ها بنام حدیث نوشته اند چنین آورده اند که جبریل صحیفۀ را در چیزی پیچیده به پیمبر داد و گفت اقراء و او جواب رد داد تا اینکه به اثر فشار های خشن مکرر توانست آنرا خواند، در مصراع دوم ادعای کاذبی را بیان می کند که بدور از واقعیت است، رزق خویش از دست ما تقسیم کرد کدام رزق؟ چگونه تقسیم؟ از زمانی که تاریخ بیاد دارد اکثریت مطلق جامعۀ بشری به اثر گرسنگی فقر و بیچارگی با مرگ دست و گریبان اند، تنها در افریقا بیست ملیون انسان بحال مرگ زندگی می کنند پس این چگونه تقسیم رزق و چگونه دست است که اقبال به آن می بالد؟ حال آنکه دست گدایی ما همیشه بسوی غرب دراز است.
گرچه رفت از دست ما تاج و نگین
ما گدایان را بچشم کم مبین
اقبال در این بیت تاج و نگینی را که دیگران به اثر کشتار و چور و چپاول وحشیانه بدان دست یافته بودند از افتخارات خود می داند و به آن می بالد و از دیگران توقع دارد که ما را بچشم کم مبین.
در نگاه تو زیان کاریم ما
کهنه پنداریم ما خواریم ما
اعتبار از لاالاه داریم ما
هر دو عالم را نگه داریم ما
اقبال در این دو بیت دیگران را گوشزد می کند که در نگاه شما اگر زیان کار و کهنه پندار و خوار استیم اما! از لا اله اعتبار داریم و هردو عالم را ما نگاه داشته ایم، خیلی مضحک است، پیش از ما در طی ملیون ها سال گذشته که سر و کلۀ ما و لا الاه هنوز پیدا نه شده بود، این عالم را چه کسی نگاه داشته بود؟ و در ملیونها سال آینده بعد از ما، این هردو عالم را چه کسی نگه می دارد؟ واقعیت مسلم این است که ما نه تنها زیان کار، کهنه پندار و خوار هستیم بلکه ننگ بشریت هم هستیم.
از غم امروز و فردا رسته ایم
با کسی عهد محبت بسته ایم
اقبال در این بیت ادعا دارد که ما از غم امروز و فردا رسته ایم، اگر این سخن او درست است پس این همه لاف و گزافی را که تا حالا گفته آمد برای چه بود؟
در دل حق سرِ مکنونیم ما
وارث موسی و هارونیم ما
مهر و مه روشن ز تاب ما هنوز
برق ها دارد سحاب ما هنوز
ذات ما آیینهء ذات حق است
هستی مسلم ز آیات حق است
اقبال در سه بیت آخر فقط یاوه سرایی کرده است، در دل حق سر مکنون؟ وارث موسی و هارون دو شخص افسانوی که هر گز وجود خارجی نداشته اند چه ربطی به آنچه او تا حال گفته آمد میتواند داشته باشد؟ مهر و مه رو شن ز تاب ما هنوز، یعنی چه؟ برق ها دارد سحاب ما هنوز یعنی چه؟ مهر و ماه و برق و سحاب ملکیت شخصی کسی نیست، مخلوق خداست و برای کار معینی خلق شده اند روشنی و برق آنها به هیچ کسی وابستگی ندارد، ذات ما آیینۀ ذات حق است؟ مغلطه است، ذات همه کاینات آینۀ ذات حق است نه تنها ذات ما، ذات ما در برابر عظمت کاینات مثل یکدانه خردل در قعر اقیانوس است.
عزیزی غزنوی
تورنتو/کانادا
"د نویو لاسوندونو تر لاسه کول، نوي تفکر، نوي قضاوت او نوي امکانات رامنځ ته کوي"
عبدالملک پرهیز
د وایله په ښارکي د وزیر محمدګل خان مومند د یاداشتونو اړوند ، د درنې غونډې درنو ګډونوالو!
خوشحال یم چې ستاسې درنو فرهنګیانو په غونډه کې مې د کډون فرصت تر لاسه کړ.
د پښتو ژبې د وتلي لیکوال، شاعر، ادیب او سیاستوال ددغه علمي سمینار درنو ګډونوالو
زه تاسې ته ددغه علمی سمینار دجوړېدوله امله په افغاني مينه مبارکۍ وایم اوتاسې ته دلازياتو برياو هیله کوم .
ددې علمی اوسياسي متفکر اوفرهنګي شخصیت دکار او ژوند د ټولو اړخونو راسپړل او څېړل له هيواده بهر د یو سمينار تر حوصلې او امکاناتو وتی کار دی خو بیا هم باور لرم چې دغه علمي سمینار به د ارواښاد محمد گل خان مومند دکار او ژوند هغه اړخونه روښانه کړي کوم چې تر اوسه په تیارو کې ساتل شوی.
درنو دوستانو
!
که څه هم اروښاد وزیر محمد ګل خان مومند له نن څخه زیات کلونه دمخه په حق رسېدلی خو د هغه شخصیت، کړنې او اندونه لا تر اوسه هم زموږ د ټولنې توده او حساسه موضوع ده.
د نویو لاسوندونو تر لاسه کیدل د نوي تفکر او نوي قضاوت نوي امکانات رامینځ ته کړل.
نو ځکه اړینه بریښي څو د لاسه شویو تاریخی واقعیتونو او حالاتو په اډانه کې د نوموړي ژوند او اندونه په بې پرې ډول و څېړل شي او د هغه اندونه چې د باثباته او غوړیدلي افغانستان سره نه شلېدونکی پیوند لرل دي، نور هم برجسته او د ټولو د پوهاوي او خبرتیا له پاره وړاندې شي. ځکه دا له یوې خوا د محمدګل خان مومند شخصیت او خدمتونو ته درناوی دی او له بلې خوا به مرسته وکړي څو د تیرو تجربو په رڼا کې اوسنی حالت درک او د راتلونکي دپاره سم او پر ځای ګامونه اوچت شي او د غوړیدلي او ثبات لرونکي افغانستان لاره روښانه کړي.
دوستانو!
د تاریخي مسایلو اړوند قضاوت د هماغه وخت د حالاتو پر بنسټ تر سره کېدی شي په کوم کې چې مسایل پیښ شوي. نو ځکه د وزیر محمدګل خان مومند د کار او فعالیت اړوند هم هغه وخت سم قضاوت کولی شو چې د هغه د کار او ژوند چاپیریال وپېژنو.
. زما په اند اوباور ارواښاد محمد گل خان مومند د ژوند، زيار اوهڅي په یو داسې چاپیریال کې ترسره شوې چې افغانستان د نړۍ یو له ډېر وروسته پاتې هیوادونو څخه ؤ، په افغانستان کې فیوډالي او تر هغې مخکې شرایط واکمن ول، هیواد په مطلقې بیسواده کې قرار درلود. افغانستان د دوو سترو استعماري زبرځواکونو یانې د لویې بریتانیا او تزاري روسيي او وروسته شوروي اتحاد د سیالۍ ډګر ګرځیدلی ؤ. افغانستان تازه خپلواکي تر لاسه کړې وه خو لا هم یې د سترو استعماری ځواکونو له پرله پسې تیریو سره د مقابله کوله، افغانستان لا د تیرو څو پیړیو له توفانو او زلزلو او تاو تریخوالي وتی نه ؤ چې له کورني اړودوړ سره لاس او ګرېوان شو.
افغانستان تر خپلواکۍ وروسته د پېړیو وروسته پاتی والی د له مینځه وړلو دپاره هلې ځلې پیل کړې چې د وخت د سترو زبرځواکونو د مقصدونو سره د ټکر له امله د هغوی له ورانکاره چلند سره مخامخ شو.
وزیر محمدګل خان مومند هغه څوک ؤ چې د خپلواکۍ په جګړه کې یې ګډون کړی ؤ او د اماني تنور د دورې ملګری ؤ، هغه د اماني دورې د پرزېدو وروسته د هیواد غمجمن او ناوړه حالت په سترګو ولید او یو له هغه کسانو ؤ چې له تیارو څخه د افغانستان د ایستلو دپاره یې مټې ونغاړلې.
هغه له اړدوړ وروسته د هیوادو د ښېرازۍ دپاره پر مهمو دندو کې د هیواد د روښانه راتلونکي دپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړې.
درنو دوستانو
هغه لیدل چې د هيواد دښمنان له څلورو خواوو په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هیواد واکمنۍ او د ځمکې بشپړتیا ته ګواښونه او خطرونه رامينځ ته کوي.
هغه د با احساسه او مسوول انسان په توګه نه شو کولی ددې هر څه تر وړاندې بې توپیره پاتې شي.
د نوموړي د دريځ او دندې غوښتنه هم دا وه چې ددې هر څه تر وړاندی اړین او کوټلي ګامونه واخلي.
نو که هغه له یوې خوا ځان د هیواد د غوړېدو او پرمختیا مسوول باله، له بلې خوا یې ځان د نظم او امنیت د تامین مسوول هم باله، داد هغه دنده او مسوولیت ؤ څو له اړو دوړ او ګډوډیو څخه هیواد وژغوري او په ټول هېواد کې نظم او ثبات او امنیت ټینګ کړی او د خلکو سر او مال خوندي کړي.
د امنیت او مصئونیت رامینځ ته کول د هر دولت تر ټولو مهمه دنده او هدف دی. د نظم او ثبات د شتون څخه پرته هیڅ پرمختیایی چارې سرته رسیدلی نه شی.
د هیواد دښمنانو غوښتل چې د قوم، ژبې او مذهب تر نامه لاندې هیواد له ثبات څخه بې برخې کړي.
دا خطر د دوو لوریو افغانستان ته متوجه ؤ. یو د سترو زبرځواکونو له لورې چې غوښتل یې افغانستان د خپل اغیز په دایره کې راولي او بل د سیمي د ګاونډیو هیوادونو چې د سترو زبرځواکونو سره په معامله کې یې غوښتل خپلې ګټې په افغانستان کې تر لاسه او زموږ هیواد دترقۍ او پرمختک له کاروان څخه وباسي.
پاکستان چې تر دویمې نړيوالې جګړې وروسته رامینځته شو، د بریتانوی استعمار د هدفونو د پلي کولو مسوولیت پر غاړه درلود، دغه د استعمار نایب د خپل شتون په ټوله موده کې د افغانستان د بې ثباته کولو او ویجاړولو بیساري هڅې کړي چې ډېری يې زموږ د سترګو تر وړاندې پیښ شوی.
ایران هم د افغانانو په بدمرغه کولو کې تر پاکستان وروسته پاتې شوی نه دی، موږ د شلمې پیړۍ په دویمه برخه کې ولیدل چې ایران د افغانستان په کورنیو جګړو کې فعال رول درلود، که پاکستان ٧ تنظیمونه جوړل کړل نو ایران ٨ جوړل کړل، د قومی او ژبنیو اختلافونو په چاغولو کې یې خپل ټول وسایل و ازمویل او اوس هم خپل دغه ورانکاره پروژې ته دوام ورکوی.
موږ ټول د هغه تورو ورځو شپو ژوندي شاهدانو یو چې جنګی جنایتکارانو په ١٩٩٢ کال د افغانستان د خلکو پر سر راوستل، د کوم تر شا چې همدغه لوی او کوچني مغرضین ولاړ ول. او افغانستان په ډیره لنډه موده خپله د پیړیو مادي او معنوي شتمنۍ او هستي له لاسه ورکړې او هر څه یې یا ویجاړ او یا هم ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا پاکستان او ایران ته یوړل. په زرهاو کسان یوازې په کابل کې د همدغه جنایتکاره له تیغه تیر شول چې ځانونه یې د دین او قوم ټیکداران بلل. موږ همدغه غله او پردیپال ولیدل چې څرنګه یې د هیواد د بې وزله خلکو له وینو او هډوکو څخه ځانونو ته ماڼې او بیلډونګونه جوړ کړل او په ملیاردونه ډالره یې د مافیايي دموکراسۍ تر چتر لاندي غلا او بهر ته د ځان او خپلو کورنیو ته سپما کړل. موږ آورو چې څرنګه دوی یو ځل بیا پر خپل هیواد د پردیو د یرغل دپاره لابیګري کوی. نو همدې حالاتو ته ورته خطرونه محمدګل خان مومند هغه وخت هم لیدل، احساسول او اټکل یې کاوه. نو ځکه هغه د ملت جوړونې او دولت جوړنې نظریات مطرح کړل.
زما له انده د محمدګل خان مومند په نظریاتو کې مهمه او مرکزی مسله په افغانستان کې د ملت جوړونې او دولت جوړونې، د افغانستان له ځمکني بشپړتیا او واکمنۍ څخه د دفاع مسله ده.
نوموړی د هیواد د تاریخ او د خپل وخت د سترګو لیدلي حالت پر بنسټ پوهیده چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا د تاریخ په مختلفو پړاونو کې له سترو ګواښونو سره مخامخ شوی او دا خطر لا په ټول قوت سره شتون لري. نوموړی د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو له مبارزینو څخه ؤ. په خپلو سترګو ولیدل چې د افغانستان د تاریخ تر ټولو مترقي دولت څرنګه د نړیوال او سیمه ایزو لوبو په پایله کې و پرځول شو. نوموړي و لیدل چې څرنګه په افغانستان کې د بریتانوی ښکیلاکي شبکو تر خپلې ماتې وروسته د افغانانو د دینی او اسلامي احساساتو څخه په ګټې اخیستنې سره د شاه امان الله د مدرنیزم بهیر د افغانانو په لاس ناکام کړ. نو ځکه د دولت جوړونې په بهیر کې نوموړي د اسلام پر عنصر ټینګ تاکید درلود او هغه یې په افغانستان د دولت د ټینګښت او یا نسکوریدو مهم علت ګاڼه.
ماکیاولي د دولت جوړولو په برخه کې د دین رول مهم ګاڼه او غوښتنه یې کوله چې د دولت د ټینګښت په برخه کې د دین له اغېز څخه کارواخیستل شي هغه ویل دین باید د دولت برخه وګرځول شي او باید د دولت تر کنترول لاندی اوسي. هغه ویل دین نه باید له دولت څخه بهر او موازی شتون ولري بلکې د دولت مینځ ته راوړل شی.
لکه چې وویل شو چې د شاه امان الله خان دولت د دینی تبلیغاتو په پایله کې و پرزول شو، که څه هم نوموړي ددین مسلو ته هم پاملرنه کوله.
بغدادي ملا چې په اصل کې انګلیس ؤ او د ملا په جامه کې یې د شاه امان الله د کافر ښودلو دنده په غاړه لرله په خپلو یاداښتونو کې له دې مسلې پرده اوچته کړې.
د شلمې پیړۍ په دویمه نیمایي که هم موږ ولیدل چې څرنګه بهرنیو شبکو د افغانستان د ړنګولو دپاره د خلکو له سپیڅلو دینی احساساتو څخه ګټه اوچته کړه.
څرنګه چې نوموړي د افغانستان په پوځي او امنیتي برخو کې خدمت کاوه او د کورنیو چارو وزیر هم پاتې شوی ؤ. نو د همدغه دريځونه په مرسته نوموړي ددې امکان پیداکړ څو د سیمې او بهرنیو استخباراتو فعالیتونه تر څار لاندې ولري او د هغوی د فعالیت ډول او امکانات و پیژني، نو ځکه هغه غوښتل د وطن له دښمنانو څخه هغه وسله واخلي چې زموږ د وطن د ویجاړۍ سبب ګرځی او دغه وسله د هیواد د ټینګښت او پایښت په ګټه وکاروي.
د نوموړي په نویو موندل شویو یاداښتونو کې د یو شمېر کړیو فعالیت ته اشاره شوې چې د سلطنت حساسو برخو ته یې لاره موندلې وه. نوموړی په دې یاداښتونو کې په مشخص دول د ایران نفوذي شبکو ته اشاره کوي چې ان له دربار سره یې د هغه د اړیکو مخه نیوله.
نوموړي چې ډېره موده د هیواد په شمال کې دنده ترسره کړې وه، په شمال کې یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا دپاره شتې ننګونې او ګواښونه وپیژاندل او د هغه خطرونو د مخنیوي له پاره یې هلې ځلې پیل کړې.
چې د عمومی لارو جوړول، د دشتو ودانول او د افغانستان ټولو خلکو ته په ګډ چاپیریال کې د کار او ژوند د امکاناتو برابرول ول چې د افغانستان د مختلفو قومونو او ملیتونو د نژدې کيدو دپاره یې لاره آواروله.
هغه پوهیده چې د سترو ملي پروژو پلي کول د پراخو امکاناتو او ملي کادرونو له شتون پرته امکان نه لري نو ځکه تر خپلې وسې د پوهنې او معارف د شبکې ودې او پراختیا ته هم پام واړولو.
خو دداسې سترو هیلو پلي کول د هیواد د نژدې او لرې دښمنانو له هدفونو سره په ټکر کې ول نو ځکه یې د نوموړي د بې اعتباره کولو او د هغه د پروژو د شنډولو دپاره لاس په کار شول. هغوی د خپلو مقصدونو د ترسره کولو دپاره د ملی نفاق د خپرولو لاره غوره کړه او هر کار ته یې د قومی تعصبونو کمیس ور په غاړه کاوه او په دې ډول یې د اغېزمنه ملی کرکترونو د فزیکی یا سیاسي له مینځه وړلو پالیسي پرمخ وړله، څرنګه چې غښتلي اسختباراتي شبکې د زیاتو امکاناتو سره ددې مخو تر شا ولاړ ول نو د ډیرو پروګرامونو د شنډیدو سبب کیدل. دا کار په تیرکې هم شوی او اوس هم دوام لري. همدا اوس د قوش تیپې د کانال ملي پروژه د پراخو ملي ضد پروپاګندو سره مخامخ ده څو دغه ملي پروژه بري ته و نه رسیږي. خو د نیکه مرغه اوس د هیواد بیداره ځوانان په پیاوړي منطق او اراده د ټولو دروغجنو تبلیغاتو تورې موخې رسوا کوي او ددغه بهیر د پلي کولو دپاره پیاوړي ګامونه اوچتوي. هیله ده ددې او ټولو ملي پروژو څخه ددفاع سنګر لا غښتلی او پیاوړی شی.












