کيسه، لنډه کيسه، ناول اورومان
پوهنمل ظفرخان «اهتمام»
-ادب پوهان او ادب څېړونکي دادبیاتو داوسني تعبیر له مخې دیوې ژبې ټول لیکلي او شفاهي منثور آثار چې هُنري ارزښت ولري ادبیات ګڼي چې دکیسوټول ډولونه په کې ځانګړي اړين ځای لري.زموږلیکوال هغه څه اوپېښې چې ليدلي،اورېدلي،احساس کړي اویايې په فکرا وخيال کې تېرېږي بیانوي