د ارمان ونه

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

انجنیر زلمی نصرت

 

چې د بل په خوښه راشې او پـیـشـوا شي

د خپل اصـل نـه بــه خـامــخــا جـدا شي

 

نـه بـه گـل نـه بـه بلبل پاتې شي بـڼ کې

که اغـیـار دې د مـالـیار په جامه را شي

 

د بـل چـا په رسوايۍ به څه پــروا کــړي

چې څوک خپلې رسوایـۍ ته بې پروا شي

 

چې نــه شـرم نـه حـیـا پـیـژنـي ژونـد کې

داسي خـلـک دنـیـا دار پــه دې دنـیـا شي

 

کـلـه مـیـنـه او محبت وي هـغـه کـور کې

چې یو ورور وخپل بل ورور ته سره بلا شي

 

چـا لـیـدلـی پـه خـره کـوږ بـار تـر منزله

پـه خـره کوږ بار نیمه لاره کې خطا شي

 

د ارمــان ونـــه بــه هـلـه شي سـمـسـوره

چې ارمـان دې پـه رښـتـیـا سـره بـنـا شي

 

که فکرونه خپل را خپل کړو یه نصرته

ډیوې بلې تورې شپې به مو رڼا شي

 

۱۲.۰۵.۲۰۲۰