د جانان لاس مي نیولی وي دیار وي
شاوخوا سمسور ګلونه وي بهار ويپر پامیر او بابا سپیني سپيني واوري
پر پغمان د ښکلو رش وي زرنګار ويازادي او ارامي وي سینګار کړی
د بلبلو شورماشور وي لاله زار ويملاالي کټ کټ خاندي په ښونځي کي
هم ئې ژوند هم چاپېریال ورته ګلزار ويخوبان په تورو سترګو سرو خپړو
هغه زموږ سپېڅلي خلګ شالمار ويهر ګل بوټي ته عاشق او معشوق ناست وي
د ارغند مستي څپې وي شورهار ويساقیان وي هیاهوۍ وي د رندانو
مینه مسته زړه ژوندئ وي شرنګهار وينه کینه، نه دښمني، نه بد نیتي وي
افغانان خپلو کي خوښ یو تر بل جار ويپه والله، چي د جنته به راستون سم
چي یاران وي ډک جامونه کندهار وي
انجنیر داؤد اڅک
د نوروز په ویاړ پسرلنۍ غزل
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode