د آرمانونو سولې ته

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبید الله   

راشـه راشــــــه چې بهار په تا ښـایـــسته شي

د ګــــلونو نو بـهار په تا ښــــــــایسته شــــــي

نرګسـان دي په باغچو کښي ځوړند ســــرونه

راشــــــه نن چې ننګرهار په تا ښـــایسته شي

مودې وشوي چې د زړه ښار مو دی، بد رنګه

راشه راشه چې دا ښــــار په تا ښـــایسته شي

نغمه خوان بلبلې،په کوم ورشو کښی ګرځي؟

دلته راشـــه چې ګلزار په تا ښـــایـــسته شـي

د انتظار ســترګي مو تت شوي ســتا په لاره

راشــه راشــه چې دا لار په تا ښـــایسته شي

مونږ پیلي دي باغــچو کښي هـــــار د ګلونو

راشــه راشه چې دا هــار په تا ښــایسته شي

رارسیږه د زړه ســره ، چې دایې وخت دی

چې دا کلی او ديار په تا ښــــایسته شــــــــي

زمونږ محــــــفل ته په خـــوارانو لاره وکړه

چې محفل ډول وسیــنګار په تا ښــایسته ښی